تبلیغات

پر ټوله هستۍ “نظم”،”موخه”او “نقشه”واکمنه ده،چې موږ يې يو څو بېلګې راوړي دي: دلته موږ څو سترې او کوچنۍ بېلګې راټولې کړي دي . ډېره خوشحالونکې خبره ده،چې د طبيعي پوهو په پرمختګ او د طبيعت د اسرارو او د انسان د وجود دندې، د څارويو،بوټو او د حجرې او يو اتوم د هېښنده غونډال، […]

پر ټوله هستۍ “نظم”،”موخه”او “نقشه”واکمنه ده،چې موږ يې يو څو بېلګې راوړي دي: دلته موږ څو سترې او کوچنۍ بېلګې راټولې کړي دي . ډېره خوشحالونکې خبره ده،چې د طبيعي پوهو په پرمختګ او د طبيعت د اسرارو او د انسان د وجود دندې، د څارويو،بوټو او د حجرې او يو اتوم د هېښنده غونډال، د ستورو علم په کشف سره د خداى پېژندنې ورونه پر موږ خلاص شول،چې ډاډه دا خبره کړاى شم،چې د طبيعي علومو ټول کتابونه د توحيد او څښتن پېژندنې کتابونه دي،چې موږ ته د پالونکي د عظمت زده کړه کوي؛ځکه دا کتابونه ددې نړۍ په زړه پورې نظام له موجوداتو پرده اوچتوي او راښيي،چې ددې نړۍ پنځوونکى څومره وسمن او پوه دى.

١-دانسان د بدن د هېواد مشرتابه :

زموږ د سر په کاسه کې ماغزه دي،چې دا ماغزه د بدن تر ټولو دقيق او منظم غړى دى؛ځکه کار يې د بدن د ټولو غونډالونو بولندويي او سمبالنه ده. ددې ستر مرکز پر ارزښت د لا ښه پوهاوي لپاره درته ووايم، چې په اخبارونو کې يې ليکلي وو،چې د خوزستان په ښار کې يو محصل د ترافيکي پېښې ښکار شو،ماغزو يې ضربه وخوړه ؛خو ظاهراً په وجود کې يې هېڅ ډول نيمګړتيا رانه غله،د بدن ټول غړي يې روغ ول؛خو خپل ټول يادداشت يې له لاسه ورکړى و،فکر يې ښه کار کاوه، پر خبره ښه پوهېده؛خوچې خپل موروپلار يې مخې ته راتلل؛نو نه يې پېژندل او چې ورته ويل کيدل،دا دې مور ده ؛نو د حيرانتيا اظهار يې کاوه او چې يې خپل ښار او کور شيراز ته يووړ او چې کله يې ورته د هغه پخپل لاس جوړ شوي څيزونه او رسمونه وروښول شول؛نوحيران يې ورکتل او ويل يې: د لومړي ځل لپاره دا هر څه وينم . معلومه شوه،چې په دې مغزي ضربه کې يې د مغزو هغه برخو ضربه خوړلې وه،چې د فکراو حافظې ترمنځ نښلوونکى تار و؛ لکه چې (د برق فيوز والوځي اوبرق ولاړشي) کېداى شي  ددې ځوان په ماغزو کى ډېره کوچنۍ برخه خرابه شوې وي؛خو وګورئ،چې څومره يې پر ژوند اغېز وکړ او دا راښيي،چې زموږ ماغزه څومره ارزښت لري .

ماغزه او د اعصابو لړۍ له دوو عمده برخو جوړه شوې ده :

١-  ارادي اعصاب،چې زموږ په واک کې ټول حرکتونه؛لکه پر لار تګ، ليدل، خبرې کول او ….. ترسره کوي .

٢- غيرارادي اعصاب،چې زموږ غير ارادي چارې؛لکه د زړه او معدې او تنفس حرکتونه په واک کې لري .

“ماغزه” (دماغ اکبر)) د هوش،ارادې،شعور او حافظې مرکز دى،لنډه دا چې يو حساس او مهم غړى دى،چې ډېر روحي غبرګونونه؛لکه غوسه او وېره ورپورې تړلې ده .

حافظه  :

ايا تر اوسه مو فکر کړى،چې حافظه څومره هېښنده ده؟که د يوساعت لپاره رانه واخستل شي ؛نوڅومره غمجن برخليک به ولرو ؟!

د حافظې مرکز په ماغزوکې يو وړوکى مرکز دى،چې زموږ د عمر ټول يادداشت په ځان کې ساتي اوهر انسان،چې راسره اړيکه نيسي،له ټولو ځانګړنو سره يې پخپله دوسيه کې ساتي او همداچې پر هر ځاى او وخت رامخامخ شي؛نو زموږ فکر د هغه انسان يا څيز دوسيه له نورو دوسيه ګانو راباسي،مطالعه  کوي يې او بيا راته دستور راکوي،چې پر وړاندې يې څرنګه غبرګون وښيو،که ملګرى وي؛نو درناوى يې کوو او که دښمن وي؛نو کرکه ترې کوو؛خو دا ټولې چارې دومره په بيړه کېږي،چې موږ يې بيخي نه احساسوو .

بې شعوره طبيعت څنګه شعور پېدا کولاى شي؟ د ماغزو په باب ډېر زيات کتابونه کښل شوى دي؛نو ايا څوک باور کړاى شي دا ظريفه او له اسرارو ډک نظام به يو بې شعوره طبيعت جوړ کړى وي؟ او تر دې هېښنده خبره خو داده،چې بې عقله طبيعت د عقل جوړونکى وګڼو!

په کوچنۍ مرغۍ کې ستره هېښنه

اسمان ته مې کتل،چې تپه تياره ده او په دې تپه تياره کې يوه مرغۍ وينم،چې په پوره ډاډ خپل ځان ته د خوړو پېدا کولو لپاره يو خوا او بلې خوا ته الوځي. دا مرغۍ “خفاش” ده،چې په تپه تياره کې يې الوتنه هېښنده ده.

په تپه تياره کې ددې مرغۍ الوتنه بې له دې،چې له کوم څيز يا ځاى سره ټکر وکړي؛دومره هېښنده ده،چې که څومره يې په اړه مطالعه وشي؛نو اسرار به يې نور هم رابرسېره شي . دا مرغۍ په تياره کې هومره په چټکۍ الوځي؛لکه کوتره،چې په رڼا ورځ کې الوځي .که دا مرغۍ په يو څادر کې راتاوه او په تياره تونل کې خوشې کړاى شي؛نو بې له دې،چې له کوم ځاى يا څيز سره ټکر وکړي،خپله لار پېدا کوي،چې د خفاش دا ځانګړنه رادار ته ورته ده.دلته بايد رادار پر غونډال-سيستم څه رڼا واچول شي،چې د خفاش پرکوچني بدن ښه وپوهېږو .

په فيزيک کې د غږ په برخه کې د ماوراو امواجو په باب يوه ويينه ده او دا هغه امواج دي ،چې تناوب او طول يې دومره زيات دى،چې د انسان غوږ يې نشي درکولاى؛نو ځکه ورته ماوراو امواج وايي.

چې کله داسې امواج د يو پياوړي مبدا ء يا لېږدونکي پواسطه رامنځ ته شي؛نو دا امواج همداسې پرمخ ځي؛خو داچې په فضا کې له يو مانع سره ټکر وکړي (لکه الوتکه او يا بله مانع ) ؛نولکه توپ،چې پر دېوال لګېږي؛نو بېرته راګرځي او بل مثال يې دادى؛لکه چې د يو غر مخې ته غږ وکړو او تر يوې شېبې وروسته راستنېږي او ددې راستنېدو له وخته کړاى شو،چې د هغه مانع فاصله اټکل کړو.ډېرى الوتکيو او بېړيو ته د رادار له لارې لارښونه کېږي او هرې موخې ته چې وغواړي ځي او همداراز د دښمن د الوتکې او بېړۍ د پېداکولو لپاره هم له راداره ګټه اخستل کېږي .

پوهان وايي،چې ددې وړوکې مرغې په بدن کې هم د رادار په څېر يو غونډال دى که همدا مرغۍ په يوه کوټه کې خوشې کړو او پر هماغه وخت هم يو ميکروفون ولګو،چې ماوراء صوتونه پر اورېدونکيو صوتونو بدل کړي؛نو په کوټه کې به په هره ثانيه کې له خفاش څخه (٦٠-٣٠ ) ځلې ماوراء صوتونه واورېدل شي .

خو پوښتنه دا ده ،چې دا څپې د خفاش د کوم غړي يواسطه  منځ ته راځي؛يعنې لېږدونکى غونډال يې کوم او نيوونکي يې کومه يوه ده ؟

پوهان يې په ځواب کې وايي : دا څپې د خفاش د حنجرې د عضلاتو پواسطه جوړېږي او د پوزې د سورېو له لارې بهر ته لېږدول کېږي اوغټ غوږونه يې دوه څپې دي؛نو دا مرغۍ په خپلو غوږونو د شپې په تپه تياره کې الوتنه کوي او اوسنى سانيس پوه “ژورين” جوته کړې،چې که له خفاشه غوږونه غوڅ کړاى شي ؛نو په تياره کې الوتنه نشي کړاى،حال دا چې  که سترګى يې وتړل شي؛نو خپله الوتنه په آرامۍ ترسره کولاى شي؛يعنې خفاش پر خپلو غوږونو ليدل کوي؛نه پرخپلو سترګو،چې دا ډېره هېښنده ده؛نو اوس پخپله فکر وکړئ،چې چا ددې وړې مرغې په پوه بدن کې دا غونډال لګولى دى او بيا يې د ګټنې طريقه هم ورښوولې ده،چې په شپه کې پرې په آرام ذهن الوتنه وکړي او له هر ډول خطرونو ځان وساتي؟…. رښتيا چا؟

تاسې پخپله ووياست،چې ايا بې عقله او بې شعوره طبيعت کړاى شي داسې يو کار وکړي ؟ او هغه غونډال،چې پوهانو پرې کلونه کلونه تېر کړي او څومره پيسې يې پرې ولګولې، په دومره سادګۍ به په ددمره وړه مرغۍ کې ځاى پر ځاى کړي ؟

حضرت علي کرم الله وجهه په نهج البلاغه کې تر يوې اوږدې خطبې وروسته وايې : او هېڅکله د تيارې له امله نه درېږي…پاک او سپېڅلى دى هغه ذات،چې بې له مخکينۍ بېلګې يې هرڅه جوړکړي دي .(نهج البلاغه/٥٥خطبه )

د حشراتو او ګلانو ملګرتيا

د پسرلي په ورځو کې،چې هوا لږه لږه تودېږي يوځل کوم پټي ته ولاړ شئ، ډېر زيات حشرات،د شاتو مچۍ،مچان ،پتنګان او واړه واړه مياشي به ووينئ،چې بې له کوم غږ او شوره کله پر يو ګل کېني اوکله پر بل،دومره په خپل کار کې جدي دي،چې ته وا يو مشر يا د کار خاوند يې پر سر ولاړ د ى او هره شېبه ورته د کار حکم کوي. په رښتيا،چې يوه ستره دنده ده اودا دنده دومره ستره ده ،چې “پروفي رلئون” په دې هکله وايي:((ډېرکم کسان پردې پوهېږي،چې بې له حشراتو هېڅکله زموږ خلتې له مېوو نشي ډکېداى ))

(( او زه ورسره دا خبره وراضافه کوم،چې که حشرات نه واى؛نو د بل کال لپاره به زموږ ټول باغونه او پټي شاړ واى )) ؛نو په حقيقت کې حشرات  د مېوو روزونکي او د تخمونو جوړونکي دي .

ماغزو ته به مو دا پوښتنه راغلې وي،چې ولې؟ځکه چې د بوټو تر ټولو حساس عمل؛يعنې لقاح د هغوى پواسطه ترسره کېږي او دا خبره خو به مو هرومرو اورېدلي وي،چې بوټي هم د نورو موجوداتو په څېر نر او ښځه لري او ترڅو چې يې ترمنځ تلقيح  او پيوند نه وي شوى ؛نو تخم  او ورپسې مېوه لاس ته نه راځي؛خو ايا تر اوسه مو له ځان سره فکر کړى،چې د بوټي بېلابېل ځايونه،چې نه حس او نه حرکت لري او څنګه د نر بوټي تخم،چې د نر د نطفې حکم لري، د ښځې له تخمکونو سره،چې د ښځې  د نطفې  حکم لري،سره يو ځاى کېږي او تر منځ يې د واده سريزې برابرېږي .

په ډېرو ځايونو کې دا دنده  د حشراتو او په ډېرو ځايو کې د باد پر غاړه ده؛خو دا موضوع دومره هم ساده نه ده،چې موږ خيال کوو؛بلکې دا واده،چې مارکه چې يې حشرات دي،خپله تاريخچه،رسم،رواج او تشريفات لري،چې موږ يې يو څه  راخستي دي .

 دوه پخواني او خواږه انډيوالان

د طبيعي علومو پوهان تر ډېرو مطالعو وروسته دې پايلې ته رسېدلي دي،چې بوټي اوګلان د ځمکپوهنې د دويم  پړاو په دويمه نيمه کې منځ ته راغلي دي او هېښنده خبره خو داده،چې په همدې دوران کې حشرات هم منځ ته راغلل او دا دواړه د پېدايښت د تاريخ په ترڅ کې سره ډېر با وفا انډيوالان او  يو د بل بشپړونکي دي .

ګلان د خپلو انډيوالانو د مينې لاس ته راوړو او د خولې د خوږولو لپاره يې ډېرخواږه مواد په خپل ځان کې زيرموي او چې کله ورته د مخالف جنس تخم راوړي؛نو په وړيا توګه دا خواږه ورکوي،چې دا دومره خوندور مواد دي ،چې حشرات بې واکه په خپل ځان پسې راکاږي .

ځينې بوټي پېژندونکي پردې ګروهمن دي،چې د ګلانو ښکلى رنګ او خوږ بوى د حشراتو په راماتولو کې پوره ونډه لري . د شاتو پر مچيو،چې ډول ډول ازمېينې وشوې؛نو جوته شوه،چې د ګل رنګ او بوى يې درک کولاى شي.په واقع کې دا ګلان دي ،چې ځان خوږ بوىه او سينګاروي،چې ښکلي پتنګان او د شاتو مچۍ په ځان پسې ر اکاږي، چې د حشراتو لپاره ترټولو عالي خواړه شمېرل کېږي او چې کله زيرمه  شې ؛نو شات ترې جوړېږي؛ځکه حشرات له دې خوږو خواړو يو څه خوري او نور پخپله جاله کې زېرموي،دا د مينې او محبت تړون ،چې د دوه اړخيزه ګټو پر بنسټ تړل شوى،تل به د حشراتو او ګلانو ترمنځ تړلې پاتې شي .

د توحيد يوه زده کړه،چې کله انسان د حشراتو او ګلانو د ژوند دا هېښنده پېښې څېړې؛نو بې واکه ځان پوښتي : دا د مينې او محبت تړون يې چا په منځ کې تړلى دى؟ دا ځانګړي او خواږه مواد چا ګلانو ته ورکړي دي؟ دا ښکلى رنګ او خوږ بوىه عطر چا ګلانو ته ورکړي دي، چې حشرات په ځان پسې راکاږي؟

دا نرمې پښې او وزرونه چا پتنګانو او د شاتو مچيو ته ورکړي دي،چې د ګلانو د تخمونو د وړو راوړ لپاره چمتو وي؟ ولې  د شاتو مچۍ يوازې په يو ځانګړي ګل پسې ورځي او ولې  د دواړو د ژوند تاريخ يو ځاى پيل شوى دى؟

ايا دا ټولې چارې به بې له کوم پلانه تر سره کېږي ؟ او بې شعوره طبيعت به دا هر څه منځ ته راوړي وي ؟ نه هېڅکله …..

((وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالْأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَراً وَرِزْقاً حَسَناً إِنَّ فِي ذلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ. وَأَوْحَى‏ رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتاً وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ( نحل/-٦٨۶۷) او د كجورو او انګورو له مېوو نشه يي (ناپاكه) مواد او پاكه روزي جوړوئ،په رښتيا چې په دې كې عقلمنو خلكو ته      څرګنده نښه د ه. او ستا پالونكي  د شاتو مچۍ ته وحې [ او غريزي الهام] وكړ چې : (( په غرونو او ونو او  پر څپرو خېژول شويو بوټو كې ځالې جوړې كړه.))

د بې نهايته وړو ژويو نړۍ

داچې موږ ددې نړۍ په هېښنده مخلوقاتو کې روزل کېږو او ورسره عادت کوو؛نو ډېرى داسې کېږي،چې د هېښنده موجوداتو له ارزښته بې خبره پاتې کېږو؛لکه :

١-په شاوخوا کې مو داسې واړه حيوانات او حشرات اوسي،چې شونې ده اندازه يې څو ميلي متره وي؛خو د ستر څارويو په څېر لاسونه، پښې، غوږونه، ماغزه ،هوش ،د هاضمې غونډال او د اعصابو لړۍ لري.

که د يو مېږي ماغزه تر ميکروسکوپ لاندې کېږدو او ورته ځير شو؛نو و به ونيو،چې څومره هېښنده دي، هره برخه يې د بدن  د يوې برخې کنټرول په لاس کې لري او که وړوکى بدلون پکې راشي ؛نو د بدن يوه برخه به يې فلج شي .

بله خبره داچې دا ماغزه ،چې د خس هرمره دي،پکې يوه نړۍ هوش، زکاوت او هنر پټ دى،چې ډېرى پوهانو يوازې ددې مخلوق پر اسرارو د پوهېدنې لپاره کلونه کلونه څېړنې کړي او په خپلو کتابونو کې يې کښلي؛نو پوښتنه دا ده،چې هغه،چې دا دومره هوش او ذکاوت ورکړى؛نو پخپله به وي؟

٢-تر اوسه تر ټولو وړوکى پېژندل شوى موجود اتوم دى.اتوم دومره وړوکى دى،چې تر ټولو پياوړى مېکروسکوپ يې هم له ليدو عاجز دى او که غواړۍ ښه مو سر خلاص شي؛نو پوه شئ،چې يو څاڅکى اوبه پر ځمکه تر ټولو انسانانو زيات اتومونه لري او که وغواړو د يو سانتي متري نازک سيم “پروټونونه” وشمېرو او ددې کار لپاره له زرکسانو هم مرسته وغواړو او په هره ثانيه کې يو پروتون رابېل کړو؛نو ٣٠ دانې ٣٠٠ کاله ددې کارلپاره پکار دي؛نو اوس،چې پوه شوئ،چې يو سانتي متر نازک سيم څومره اتمونه لري؛نو فکر وکړئ،چې په اسمان، ځمکه، هوا، اوبو،کهکشانونو او لمريز نظام  که به څومره اتومونه وي ؟ ايا بشر به يې په باب پر فکر سټرى نشي،سپينه خبره ده،چې د نړۍ له جوړونکي پرته نور ټول يې له شمېرولو عاجز دي .

 اتومونه د توحيد زده کړه راکوي

اتوم پېژندنه د علمي ويينو يوه مهمه برخه ده او دا وړوکى موجود موږ ته د توحيد زده کړه راکوي؛ځکه د اتوم په جوړښت کې څلور برخې تر نورو ځايونو ډېرې د پام وړ دي .

١-فوق  العاده نظام:

تر اوسه تر سلو زيات عنصره برسېره شوي دي،چې د الکترونونو شمېر يې په پرله پسې له يوه پيل شوي او له سلو په جيګه برخه کې پاى ته رسي. دا نظام د يو بې شعوره عواملو پېدايښت کېداى نشي.

٢-د قواوو تعادل :

پردې خو پوهېږو،چې مخالف چارجونه يو بل جذبوي؛نو الکترون،چې منفي چارج لري او هسته چې مثبت چارح لري،بايد يو بل جذب کړي او بلخوا پوهېږو،چې د هستۍ په شاوخوا کې د الکترونونو چورلېدل هغه قوه (له مرکزه تېښته) منځ ته راوړي؛نو له مرکزه د تېښتې قوه غواړي، چې الکترونونه د اتوم له چاپېرياله لرې وساتي او اتوم تجزيه شي او د جاذبې قوه غواړي،چې الکترونونه راجذب کړي او اتوم تجزيه کړي ؛ نو دلته بايد ځير شو،چې څومره په حساب کتاب د جاذبې او دافعې قوه تنظيم شوې،چې نه الکترونونه تښتي او نه جذبېږي ؛بلکې تل په تعادل کې خپل حرکت ته دوام ورکوي؛نو پخپله ووياست،چې ايا دا تعادل به يو ړوند طبيعت پېدا کړى وي ؟

٣-هر يو پخپله ليکه کې:

و مو ويل: ځينې اتومونه ګډ الکترونونه لري؛خو دا مو ونه ويل،چې ټول الکترونونه په يو مدار کې حرکت کوي ؛بلکې په ګڼو مدارونو کې له ميليونونو کلونو راهيسې په ټاکليو واټنو کې هر ېو پخپله ليکه کې په ځغاسته په حرکت کې دي،بې له دې،چې په منځ کې يې کوم تضاد رامنځ ته شي؛نو ايا په داسې ټاکليو مدارونو کې يې ايښوول کوم ساده چار دې ؟

٤-د اتوم ستر ځواک:

داچې د اتوم د ځواک پر علت يوه شی؛نو  پر ١٩٤٥ کال د مکزيک په وچه  بيديا کې يوه اتومي زمېينه وشوه ،چې  پر يو ستر فولادي برج يو وړوکى د اتوم بم ورغورځول شو؛نو فولادي برج يې ويلي کړ او بيا يې بخار کړ او يو وېرونکى غږ ترې راپورته شو؛نو چې کله پوهان راغلل ؛ نو هلته د برج هېڅ څيز نه و پاتې . پر همدې کال د جاپان د ناکازاکي او هيروشيما په ښارونو کې،چې پکې ٧٥ زره او پر بل کال ٤٠- ٣٠ زره تنه ووژل شول،چې جاپان يې بې له کوم شرطه امريکا ته تسليم کړ؛نو زما خبره داده ،چې ايا د يو اتوم  د اسرارو مطالعه يې دپنځوونکي د پېژندنې لپاره بسيا نه ده ؛نو ويلى شو،چې په نړۍ کې د اتومونو د شمېر هومره د خداى د وجود لپاره دليلونه دي .

قرآن کريم وايي:

((وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلاَمٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِذَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيرٌ حَكِيمٌ(لقمان / ٢٧)او كه په واقع کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يو ځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛خو) د خداى خبرې به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي،په رښتيا چې خداى بريمن (او) حكيم دى.

د خداى صفات څومره ښه دي

ګرانو پام مو  وي ! هومره،چې د خلقت د اسرارو په مطالعې د خداى شتون ته رسېدل اسان دي، هومره د خداى د صفتونو پېژندل هم ډېر زيات احتياط او دقت ته اړتيا لري . کېداى شي وپوښتئ : ولې ؟ خبره روښانه ده؛ځکه د خداى هېڅ څيز له هغه څه سره ،چې موږ يې وينو او يا يې اورو،ورته والى نه لري؛نو ځان پوه کړئ،چې د خداى د صفاتو د پېژندنې لومړى شرط له سپېڅلي ذاته يې د ټولو مخلوقاتو د صفتونو نفې کول دي؛يعنې د “عالم طبيعت” له محدودو مخلوقاتو سره يې “نه تشبيه کول”؛نو همدا خبره ده،چې خبره سختوي يې؛ځکه موږ په طبيعت کې روزل او غټ شوي يو،له طبيعت سره مو تماس درلود او له طبيعت سره مينه او انس لرو او خوښېږو،چې ټول څيزونه له طبيعت سره وتلو يا په بله وينا : موږ،چې هر څه ليدلي جسم او د جسم ځانګړنې يې درلودې؛ يعني هغه موجودات،چې ټاکلى وخت او ځاى يې درلود؛ټاکلي ابعاد او بڼې يې درلودې؛نو د هغه خداى تصور ډېر سخت دى،چې نه جسم لري،نه ځاى،نه وخت او په عين حال کې پر ټولو وختونو او ځايونو واکمن دى او له هر اړخه نامحدود؛نو په کار ده،چې په دې لار کې په احتياط ګام اوچت کړئ او ددې خبرې رايادول اړين ګڼم،چې موږ به هېڅکله د خداى د ذات پرحقيقت پوه نه شو او هېڅکله بايد ددې خبرې تمه هم ونه لرو؛ځکه ددې خبرې تمه درلودل به پردې مانا وي ،چې موږ تمه ولرو،چې د يو سترسمندر اوبه په  يووړوکي ځاى کې راټولې کړو او يا داچې د مورپه ګېډه کې ماشوم د بهرنۍ نړۍ له ټولو خبرو خبر وي ؛ نو پخپله ووياست،چې ايا دا خبره شونې ده؟

او همدلته دي ،چې يوه وړکې ښويېدنه يا کږلارې کړاى شي انسان د خداى پېژندنې له اصلي لارې خورا لرې کړي او د بوت نمانځنې او مخلوق لمانځنې کندې ته يې ورګوزار کړي . (؛نو پام کوئ)

نو اصلي خبره داده،دې ته مو پام وي،چې د خداى يو صفت هم د مخلوق له صفت سره د پرتلنې وړ نه دى اونه يې کړو .

 د جمال او جلال صفتونه

د خداى صفتونه پر دوه ډوله ويشل شوي دي :

ثبوتيه صفات: يعنې هغه څه چې خداى يې لري .

سلبيه  صفات : يعنې له هرڅه خداى سپېڅلى او پاک دى .

اوس پوښتنه دا ده،چې د خداى ذات څو صفتونه لري ؟

ځواب : له يو اړخه د خداى صفتونه  ناپايه او نامحدوده دي او بلخوا په يو صفت کې راټولېږي؛ځکه د خداى ټول ثبوتي صفتونه کړاى شو په دې غونډله کې يې راټول کړو: د خداى ذات له هر اړخه نامتناهي او د ټولو کمالونو لرونکى دى.

د خداى  مشهور صفتونه

١- عالم؛پر هر څه پوهېږي.

٢-  قادر؛هرڅه کړاى شي .

٣- حئ؛ژوندى؛ځکه ژوندى هغه دى،چې هم علم لري او هم واک او داچې خداى هم پوه وسمن دى ؛نو ژوندى دى .

٤-  مريد؛د ارادې خاوند دی ،په چارو کې مجبور نه دى او هر کار کوي اوکړاى يې شي،موخه او حکمت لري او په ځمکه او اسمانو کې يې هېڅ څيز بې موخې او بې فلسفې نه دى پېدا کړى.

٥-  مدرک ؛هرڅه درک کولاى شي،هرڅه ويني او ټول غږونه اوري او له هرڅه خبر او پرې پوه دى .

٦- قديم او ازلي؛تل و او وجود يې پيل نه لري؛ځکه هستي يې له خپل ذاته ده؛نو ځکه ابدي او تلپاتې دى؛خکه هستي يې له خپل ذاته وي؛نو فنا او نېستي ورته مانا نه لري .

٧- متکلم؛کړاى شي په هوا کې د غږ څپې رامنځ ته کړي او له خپلو پېغمبرانو سره خبرې وکړي؛نه داچې خداى ژبه او شونډې ولري .

٨-  صادق؛رښتيا وايي او واقيعت دي؛ځکه د دروغو سرچينه يا جهل او ناپوهي او يا کمزوري ده؛نو هغه خداى،چې پوه او وسم دى؛څنګه به دروغ ووايي.

مشهور سلبي صفتونه

١- مرکب نه دى؛ترکيبي اجزا نه لري ؛ځکه که داسې وي ؛نو خپلو اجزاو ته به يې اړتيا درلوده، حال داچې هغه هېڅ څيز ته اړتيا  نه لري .

٢-جسم نه دى؛ځکه هر جسم محدود، بدلېدونکى او له منځه تلوونکى دى .

٣-په سترګو نه ليدل کېږي ؛ځکه که وليدل شي،جسم،محدود او له منځه تلونکى دى .

٤-  ځاى نه لري؛ځکه جسم نه دى،چې ځاى ته اړتيا ولري .

٥- شريک نه لري؛ځکه که شريک يې درلود؛نو بايد محدود وي او داچې دوه نامحدود موجودونه له هر اړخه ممکن نه دي،پردې سربېره ددې نړۍ د قوانينو يوالى يې پر يووالي لېينه-ګواهي لي .

٦- خداى معاني نه لري؛يعنې صفات يې د ذات په څېر دي .

٧- چاته اړتيا نه لري؛بلکې غني او مړه خوا دى؛ځکه د علم ،واک او د هرڅه له نظره نامحدود دى او هېڅ نيمګړتيا نه لري .

قرآن کريم وايي :

((فَاطِرُ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَمِنَ الْأَنْعَامِ أَزْوَاجاً يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‏ءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ( شورى/ ١١) (هغه) د اسمانو او ځمكې څيروونكى (او پېداكوونكى) دى (چې) له تاسې يې ستاسې جوړې پېدا كړې او (همداراز) يې له څارويو د هغوى جوړې پېدا كړې او په دې توګه (-د مېرمنو له لارې) ستاسې ځوځات ډېروي، هېڅ څيز د هغه په څېر نه دى او هغه اورېدونكى (او) ليدونكى دى.

الهي مشرانو ته اړتيا

زموږ د پوهې نيمګړتيا :

کېداى شي ځينې وپوښتي،چې ايا د خداى له لوري د الهي پېغمبرانو معبوثېدل د انسانانو د لارښوونې لپاره اړين دي ؟

ايا زموږ عقل د واقعيتونو د درک لپاره بسيا نه دي؟ مګر د علم پرمختګ او د بشر پوهه د رازونو د بربنډولو او د حقيقتونو د روښانولو لپاره بسيا نه دي؟ او پېغمبرانو هم ،چې هر څه موږ ته راوړي،له دوو حالو وتلي نه دي : يا يې زموږ عقل په ښه توګه درک کوي او يا يې نه درک کوي . په لومړي حال کې د پېغمبرانو زحمت ته اړتيا نشته او په دويم حال کې موږ نه شو کړاى هغه مطالب ومنو،چې زموږ د عقل پرخلاف وي .

او بلخوا ايا دا سمه ده،چې موږ دربس ځان د نورو په واک کې کړو او خبرې يې بې له کوم فکره ومنو؟خو پېغمبران زموږ په څېر انسانان نه دي ؟ څرنګه موږ خپل واک د خپل ځان په څېر پېغمبرانو ته ورکړو؟

ځوابونه :څو خبرو ته تر پام وروسته،ددې ټولو خبرو ځواب او د انسانانو د ژوند په نظام کې د پېغمبرانو ځاى څرګندېږي .

١-بايد پوه شو،چې زموږ پوهه محدوده ده او د بشر د پوهې له دې دومره پرمختګونو سره،زموږ پوهه د ناپوهۍ په پرتله ډېره کمه او د سترو پوهانو وينا ده،چې وايي،زموږ ټوله پوهه د هستۍ د عالم دکتاب لپاره يوازې د الفبا ټکي دي  .

که بل شان يې ووايو: زموږ د قضاوت ولکه او د عقل درک يوه وړه سيمه ده،چې زموږ د پوهې وړانګو روښانه کړې ده او بهر،چې هر څه دي،ترې خبر نه يو،پېغمبران راځي او دا پراخه سيمه تر هغې،چې موږ ورته اړتيا لرو رڼا کوو،په حقيقت کې زموږ عقل يو پياوړى رڼا ورکونکى دى؛خو پېغمبران او اسماني وحې د لمرپه څېر دي ؛نو پخپله ووياست ايا څوک ويلای شي،چې زه يو قوي رڼا ورکونکى لرم ؛ نو لمر ته اړمن نه يم؟!

که پرخبره نوره رڼا هم واچوو؛نو وبه وايو: د ژوند مسايل پر درې برخو ويشلاى شو: “معقول”، “نامعقول” او “مجهول”.

پېغمبران هېڅکله نامعقوله خبره؛يعنې د عقل پرخلاف نه کوي او که و يې کړه؛پېغمبر نه دى؛بلکې هغوى د مجهولاتو په درک او پوهې کې له موږ سره مرسته کوي،چې دا ډېره مهمه خبره ده؛نو هغوى چې پخوا ويل،د عقل له شتون سره،پېغمبرانو ته اړتيا نشته (؛لکه برهمايان،چې په هندوستان اوځينې نورو ځايونوکې يې ژوند کاوه) او يا هغوى چې وايي : نن د بشر د علم له پرمختګ سره،د پېغمبرانو زده کړو ته اړتيا نه لرو؛نو دوى هغه خلک دي،چې نه يې د بشر د علم ولکه پېژندلې او نه د پېغمبرانو رسالت.  ددې خبرې مثال د لومړي ټولګي د زده کوونکي دى،چې کله يې الفباء زده کړل؛نو ووايي،چې ما هرڅه زده کړل او تردې وروسته ښوونکي ته اړتيا نه لرم؛نو ايا دا خبره د منلو ده ؟

پېغمبران يوازې ښوونکي نه دي،مشري يې يوه بله اوږده کيسه لري ، چې وبه شي .

٢-هېڅ څوک نه وايي،چې انسان دې دربس خپل ځان د ځان په څېر بل انسان ته وسپاري،خبره داده،چې پېغمبران له اسماني وحې؛يعنې د خداى له نامحدود علم سره په اړيکه کې دي او موږ يې هم بايد د غوڅو دلايلو له مخې دا اړيکه له خداى سره وپېژنو؛او تر پېژندو وروسته دي،چې د اسماني مشرانو خبرو ته غوږ ونيسو او د زړه له کومې پرې ايمان راوړو؛نو تاسې پخپله ووياست،چې که زه د خپل متخصص ډاکټر پر نسخه عمل وکړم ؛نو غلط کار مې کړى دى ؟!

پېغمبران ستر روحاني طبيبان دي.

ايا که د خپل ښوونکي زده کړې،چې له عقل او فکر سره مې سمون خوري،ومنم ،غلط کار مې کړى دى ؟

پېغمبران د بشر ستر ښوونکي دي .

غوره به وي،چې د خداى له لوري د پېغمبرانو د رالېږلو پر دليلونو ځان ښه پوه کړو.

موږ ددې دليلونو له مخې د پېغمبرانو لارښوونو ته اړين يو :

١- د ښوونې له مخې :

که موږ پر يوه خيالي او افسانه اى مرکب،چې د لمر له څپو جوړ شوى وي،سپاره شو او په هره ثانيه کې د فضا (١٠٠٠) کيلو متره واټن ووهو؛بېشکه چې د حضرت نوح د عمر په څېر زرونو کاله عمر ته اړتيا ده،چې ددې سترې نړۍ سېل وکړو .

دا سترعالم له دې ټولې پراختيا سره بې موخې نه دى پېدا شوى.د خداى پېژندنې په ويينو کې مو وويل،چې ددې نړۍ جوړول خداى ته هېڅ ګټه نه لري؛ځکه هغه بشپړ،مړه خوا او ناپايه دى،نيمګړتيا نه لري،چې وغواړي،د نړۍ د جوړولو له لارې نيمګړتيا يې بشپړه کړي؛ نو پايلې ته رسو،چې موخه يې دا وه،چې له دې لارې نورو ته وروبښي او نور ژوي بشپړتيا ته ورورسوي؛لکه څرنګه چې لمر پر ځمکني مخلوقاتو لګېږي،بې له دې،چې موږ ته اړين وي،دا لمر لګېدل يوازې زموږ په ګټه دي ؛ګنې نو موږ لمر ته څه ګټه ور رسولاى شو.

بلخوا ايا زموږ معلومات د بشپړتيا د لارې وهلو او بشپړ انساني پړاو ته د رسېدو لپاره له هره اړخه بسيا دي؟ موږ څومره د نړۍ له اسرارو خبر يو؟ اصلاً د ژوند حقيقت څه دى؟ دا هستي له کله پېدا شوې؟ هېڅ څوک ددې پوښتنو دقيق ځوب نه پېژني.

د ټولن وټيز ژوند له نظره هر عالم يو نظر ورکړى دى .

د بېلګې په توګه :  ځينود “پانګوالۍ” وړانديز ورکړى دى او بلې ډلې د”سوسيالسيم او کمونېزم” او درېمې ډلې دا دواړه رد کړي دي او دواړه يې له ضرره ډک ګڼلي دي .

د ژوند د نورو چارو په باب هم د پوهانوترمنځ داسې اړپېچ شته،چې انسان هم حيران شي،چې په دې کې په کوم يو پسې ولاړ شي؟!

دلته د انصاف له مخې بايد منښته وشي،چې د خلقت اصلي موخې ته د رسېدو لپاره؛يعنې “په ټولو برخو کې د انسان د پرمختګ بشپړتيا ته” يو لړ سم او له غلطيو پاکو زده کړو ته اړين يو،چې د ژوند پر واقعياتو يې ډډه وهلې وي؛هغه زده کړې،چې وکړاى شي په دې اوږدو لارو کې منزل ته د رسېدو په لار کې ورسره مرسته وکړي  او دا چار يوازې د خداى په علم؛يعنې په اسماني وحې په پېغمبرانو شونى دى؛ نو له همدې لپاره هغه خداى چې موږ پردې لار تګ ته پېدا کړي يو؛ نو بايد داسې علم او پوهه هم ورسره کړي.

٢-په ټولنيزو او اخلاقي برخو کې مشرۍ ته اړتيا:

پوهېږو،چې زموږ په وجود کې پر عقل سربېره د “غريزو” په نامه يو لړ نور ځواکونه او انګېزې  شته؛لکه د ځان دوستۍ غريزه،د غوسې غريزه د شهوت غريزه او داسې نورې زياتې غريزې .

په دې کې اړنګ نشته چې که موږ خپلې غريزې منع نه کړو او که پر موږ برلاسې شوې ؛نو ان عقل به موهم زنداني شي او انسان به د تاريخ د جبارانو او ظالمانو په څېر پر يوه داړونکي لېوه بدل شي،چې د دښتې تر لېوانو خورا خطرناک وي .

موږ د اخلاقي روزنې لپاره ښوونکى او بېلګې ته اړتيا لرو،چې د “محاکات” د اصل له مخې يې له کړنو سرمشق واخلو. په دې سخته لار کې يو روزل شوي بشپړ انسان ته اړتيا لرو،چې زموږ د غريزو له سرغړاندۍ مخنيوى وکړي، پر خپل عمل او خبره د اخلاق فضايل زموږ په زړونو کې وکري او زموږ په روح کې مړانه،انسان دوستي،مروت،پتمني،زغم،رښتينولي،امانت،پاکلمني او مينه وروزي؛ نو بې له معصوم پېغمبره څوک کړاى شي زموږ ښوونکى شى؟!

نو شونې نه ده،خداى چې دومره لوراند او وسمن دى؛د داسې مشرانو او ښوونکيو له وجود مو بې برخې کړي.

٣-د قانون طرح ته د پېغمبرانو اړتيا:

په تېرو مخونو کې مو له دوو اړخونو؛يعنې “ښوونې” او “روزنې” له نظره الهي پېغمبرانو ته اړتيا بيان کړه،اوس د ټولنيزو قوانينو نوبت راغلى،چې وګورو پېغمبران په دې برخه کې څومره ونډه لري .

پوهېږو هغه ستر امتياز،چې په ټولو برخو کې د انسان د پرمختګ لامل دى،غښتلى ټولنيز ژوند دى .

که انسانانو يو له بله بېل ژوند له درلوداى؛نو اوس به د فکر او تمدن له مخې د “ډبر پېرو انسانانو” هومره وو.

هو! ډله ايز کوښښ او هڅه ده،چې د فرهنګ او تمدن څراغ يې روښانه کړى دى،ډله ايز کوښښ او هڅه ده،چې ددې دومره علمي لاس ته راوړنو لامل دى .د ساري په ډول : سپوږمۍ ته د انسان ختل د يو يا څو پوهانو د کوښښ پايله نه؛بلکى د ميليونونو پوهانو په زرونو کالو کې د مطالعې او برسېرنو پايله ده،چې د ډله ايز ژوند له لارې سره راټول شوي او بالاخره دې بريا ته رسېدلي دي .

او همداراز که ګورو،چې زموږ او ستاسې پر مهال يو تکړه ډاکټر د يو مړ انسان زړه ،د بل انسان په سينه کې ږدي او له حتمي مړينې يې ژغوري،چې دا په تاريخ کې د زرونو جراحانو د تجربو پايله ده،چې د ښوونکيو له لارې زده کړيالانو ته رارسېدلې ده؛خو البته دا ټولنيز ژوند له دې ټولو برکتونو سره يو لړ ستونزې هم لري او هغه داچې د انسانانو د حقوقو او ګټو يو له بل سره ټکر،ان تېرى او جګړه ده. دلته روښانه قانون ته اړتيا پېدا کېږي.قانون کړاى شي دا سترې ستونزې راهوارې کړي :

١-قانون په ټولنه کې د هر  وګړي د دندو بريد او د ټولنې دندې د هر وګړي پر وړاندې روښانوي،استعدادونه زرغونوي او کوښښونه همغږوي .

٢-قانون پر پلي کېدونکيو دندو د څارنې لپاره وګړيو ته لار هواروي .

٣-قانون د بل پر حقوقو له تېري مخنيوى کوي او په ټولنه کې د وګړيو او ډلو له  ټکر او ګډوډۍ مخنيوى کوي او د لزوم پر مهال تېري کوونکي ته مناسبه سزا هم ټاکي .

غوره قانون جوړونکى څوک دى ؟

اوس بايد دا خبره روښانه شي،څوک تر ټولو ښه کړاى شي هغه قوانين تنظيم کړي،چې انسان ورته اړين دى،چې پورتني درې واڼه آرونه په پام کې ونيول شي،هم  د دندو بريدونه او د وګړي او ټولنې حقوق پکې روښانه وي او هم پرچارو سمه څارنه وشي او هم د تېري کوونکيو مخنيوى وشي .

د څو ساده مثالونو راوړو اجازه غواړم : که انساني ټولنه له يو ستر ريل ګاډى سره ورته کړو او حاکم هيئات ددې ريل انجن،چې دې ريل ګاډي ته په يو ستر مسير کې حرکت ورکوي . قانون دې ريل ګاډي ته لازم معلومات ورکوي،هغه لار،چې له درو،غرونو او موړونو هم تېرېږي ؛نو پکار ده،چې د ريل  يوه ښه لار دا ځانګړنې ولري : هغه ځمکې چې ريل ترې تېرېږى د حداکثر فشار لپاره بايد بسيا مقاومت ولري .

د ريل د دوو خطونو ترمنځ واټن بايد له انجن او ريل ګاډي سره همغږى وي او همداراز د تونلونو د دېوالونو جيګوالى بايد د ريل ګاډي د حداکثرې ارتفاع لپاره بسيا وي .سرښکښه او سر پورته لارې بايد داسې نه وي،چې د ريل بريکونه پکې کار ونه کړي او همداراز د واورې، تېږو،سيلاونو د راتلو محاسبه هم پکې بايد وشي،تر څو ريل په هر شرايطو کې وکړاى شي روغ رمټ خپل مقصد ته ورسي .

ددې مثال په پامنيوي انساني ټولنې ته ورستنېږو: هغه قانون جوړونکى،چې غواړي انساني ټولنې ته قانون وټاکې بايد دا ځانګړنې ولري :

١-انسان په بشپړه ټوګه وپېژني او د انسان له ټولوغريزو،اړتياوو او ستونزو خبر وي .

٢-ټول هغه استعدادونه،چې په انسان کې دي،په پام کې ونيسي او ددې استعداد د رازغونولو لپاره قانون طرح کړي.

٣- انسانانو ته د راپېښدونکيو پېښو او پر وړاندې يې د انسانانو د غبرګون وړاندوينه وکړي .

٤-په ټولنه کې ځانګړې ګټې ونه لري،چې د قانون د طرح پر مهال د خپلو ګټوپه پامنيوي قانون وضع کړي .

٥–دا قانون ليکونکى بايد له تېروتنهه،ګناه ،هېر او تېروتنو حداکثره خوندېينه ولري .

٦- دا قانون جوړونکی بايد دومره واک ولري ،چې د ټولنې هېڅ مقام او واک يې رامات نه کړي،له هېچا و نه وېرېږي او تر څنګ يې ډېر مهربان هم وي .

دا شرايط په چا کې راټول دي؟

ايا انسان کړاى شي غوره قانون جوړونکى شي؟ ايا تر اوسه چا په بشپړه توګه انسان پېژندلاى دى؟ زموږ د وخت يو ستر عالم د انسان په باب يو کتاب ليکي چې؛((انسان،ناپېژندل شوى موجود)) نوم يې پرې ايښى دى .

ايا د انسان ټولې غريزې،عواطف اوغوښتنې پېژندل شوي دي .

ايا د انسان روحي او جسمي غوښتنې بې له خداىه بل ته معلومې دي؟

ايا په ټولنه کې داسې انسان پېدا کولاى شئ،چې په ټولنه کې ځانګړې ګټې و نه لري ؟

ايا له تېروتنه او تېروتنې پاک داسې انسان،چې ټولې هغه ستونزې وپېژني،چې بشر پرې ککړېداى شي،په معمولي انسانانو کې يې پېژني؟ نو لنډه داچې بې له خداىه او هغه ته چې الهي وحې ورته راځي،بل څوک نشي کړاى د ټولنې غوره اوهر اړخيز قانون جوړونکى شي .

اصلي خبره داده،خداى چې انسان د بشپړتيا د لارې وهنې لپاره پېدا کړى؛نو بايد يو څوک ورته د ښيون-هدايت لپاره مامور کړي،چې انسانانو ته اسماني او هر اړخيزه الهي قوانين وښيي او ښکاره خبره ده،چې کله انسانان پوه شى،دا قانون د خداى دى؛نو پر ډېر ډاډ به پرې عمل کوي او په بل تعبير: دا پوهه ددې قانون د پلي کېدو لپاره با ارزښته ضامن دى .    

د توحيد او نبوت اړيکه

ددې خبرې رايادول اړين ګڼم،چې د خلقت نظام پخپله د پېغمبرانو او پر رسالت يې ژوندى ګواه دى؛که د خلقت نظام ته يوه لنډ کتنه وشي ؛ نو خداى د موجوداتو يوه اړتيا هم نه ده پرېښې؛ د بېلګې په توګه : که ليدو ته يې سترګې ورکړي دي؛نوساتلو ته يې باڼه او وريزي هم ورکړي ،چې د رڼا راننووتل ورته تنظيم کړي .

د سترګو په ګوټ کې يې د اوښکو کڅوړې جوړې کړي دي،چې سترګه لمده وساتي؛ځکه د سترګې وچېدل سترګه له منځه وړي او د همدې سترګې په ګوټ کې يې يو وړوکى سورى جوړ کړى دى،چې اضافي اوبه د پوزې له لارې ترې وباسي او که دواړه سورى نه وي ؛نو دا ټولې اوبه به مو پرمخ رابهېداى !

د سترګې ګاټي ته يې دومره حساسيت ورکړى،چې د قوي او ضعيف نور پر وړاندې پخپله تنګ او پراخېږي،چې رڼا تنظيم شي او سترګه زيان ونه ويني.د سترګې شاوخوا ته يې ډول ډول عضلات جوړ کړي، چې بې د سر له تاوولو خپل شاوخوا بې له کومې ستونزې وويني؛نو تاسې پخپله ووياست خداى،چې د بشر داسې ټولې غوښتنې چمتو کړي؛نوايا بشر به له يوه ډاډمن مشره بې برخې کړي،چې له وحې سره اړيکه لري ؟!

مشهور فيلسوف “ابوعلي سينا بلخي” په خپل مشهور کتاب “شفا” کې ليکلي: د الهي پېغمبرانو راتګ ته د انسان اړتيا تر بڼو،وېښتانو او وريزو ډېر زيات دى ؛نو(ناشونې ده)،چې خداى هغه راکړي او دا را نه کړي .

سرچینه : د اسلام اعتقادی اصول، مولف : ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!