تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېري پنځون   قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿۱﴾ = ووايه : وحې راته شوې ده، چې څو تنه پېريان ورته غوږ شول؛ نو (خپل قوم ته) يې ويل : په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) واورېد،   جن (پېرى) لكه چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېري پنځون

 

قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿۱﴾ = ووايه : وحې راته شوې ده، چې څو تنه پېريان ورته غوږ شول؛ نو (خپل قوم ته) يې ويل : په رښتيا موږ هېښنده لوستونى (قرآن) واورېد،

 

جن (پېرى) لكه چې له لغوي مفهومه يې معلومېږي، يو موجود دى، چې نه ښكاري او په قرآن كې ډېرې ځانګړنې ورته يادې شوې دي:

  • د اور له لمبې پيدا شوى دى(رحمن_15).
  • پوهه او ادراك لري، حق له باطلو بېلولاى شي او د منطق او استدلال قدرت لري(د جن سورت آيتونه).
  • مكلفيت او مسووليت لري(د جن او رحمن سورتونو آيتونه).
  • يو شمېر يې صالح مؤمنان او يو شمېر يې كافران دي(جن_11)
  • حشر، نشر او معاد لري(جن_11).
  • اسمانونو ته يې د ورننووتو غوږ ايښوولو او خبر اخستو وس درلود او د حضرت محمد (ص) تر بعثت روسته له دې چاره منع شول(جن_ 9).
  • له ځينو انسانانو سره يې اړيكه نيوه او له ځينو پټو خوالو، چې خبر ول، انسانان يې پرې بېلارول(جن_68).
  • ځينې يې له سرباندي ځواكه برخمن دي؛ لكه چې په انسانانو كې هم دغسې وګړي شته(نحل_39).
  • د انسانانو د ځينو اړتياوو د پوره كولو وس لري( سبا_12 او 13).
  • پر ځمكه د انسانانو تر پنځون وړاندې پيدا شوي(حجر_ 27) او نورې ځانګړنې.

 

پردې سربېره د قرآن له آيتونو ګټنه كېږي (د خلكو د انګېرنو پر خلاف، چې تر انسانانو يې غوره بولي)، چې انسان تر پېري غوره دى؛ په دې دليل، چې مسلمانو پېريانو پر بشري پېغمبر(ص) ايمان راووړ او ورپسې ولاړل. له آره آدم ته پر شيطان د سجدې واجبېدل پر پېري د انسان د غوراوي دليل دى؛ ځكه شيطان په هغه پېر كې د پېريانو له مشرانو و(كهف_50). عوامو او ناپوهو وګړيو يې په اړه ډېری ګږنې او انګېرنې – خرافات جوړې كړي، چې له عقل او منطق سره اړخ نه لګوي؛ نو ځكه يې يوه خرافي او نامنطقي څېره پيدا كړې، چې نامه یې اخستل كېږي؛ نو د انسان ذهن ته يو شمېر کږنې او انګېرنې ورځي؛ لكه هېښنده او وحشتناكې څېرې لري، لكۍ او سومان لري، موذي، كينه كښ او بدچلنه دي او په څېر يې نور موهومات. په هر حال قرآن په تېرو ځانګړنو سره د پېري له شتونه خبر كړي يو او هم يې نشتون ته كوم عقلي دليل نلرو؛ نو ځكه يې بايد ومنو او له ناوړو او ناروا مخونو ډډه وكړو او د عوامو له کږنو او انګېرنو لاس پرېمينځوو. (نمونه، 25: 154 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!