تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د پېغمبرانو او مؤمنانو مرسته إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿ غافر۵۱﴾ = په حقيقت كې موږ له خپلو استازيو او مؤمنانو سره هرومرو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د پېغمبرانو او مؤمنانو مرسته

إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ ﴿ غافر۵۱﴾ = په حقيقت كې موږ له خپلو استازيو او مؤمنانو سره هرومرو (هم) په دنيوي ژوند كې مرسته كوو او(هم) پر هغه ورځ، چې شاهدان ودرېږي.

دا آيت د الله  پرېكنده دود او سنت ته اشاره لري او هغه (( په دنيا او آخرت كې له پېغمبرانو او مؤمنانو د الله  ملاتړ)) دى؛ داسې ملاتړ، چې ډول ډول برياوې را اخلي؛ په سول – منطق او وينا كې بريا، په جګړو كې بريا، پر ناباندیو- مخالفانو د الهي عذاب ورلېږدل او پوپنا كول يې او غيبي مرستې، چې زړه غړیالی – غښتلى او روح پياوړى كوي؛ دلته دا پوښتنه كېږي، چې ولې يو شمېر پېغمبران او مؤمنان، كافرانو وژلي او تېرى پرې شوى دى؟ ځواب يې يو ټكي ته په پاملرنې څرګندېږي؛ د بريا د مفهوم په ارزونه كې، د ډېرى خلكو د سنجونې كچه، ډېره تنګه او محدوده ده. بريا يوازې په دې كې بولي، چې انسان دښمن پر شا وتمبوي او څو ورځې حكومت وكړي (نمونه، 20: 127 مخ)؛ خو د الله  ژمنه تر دې هاخوا يو څيز دى. د الهي ژمنې مانا داده، چې پېغمبران د خپلې بلنې د جوتولو لپاره په دليل او منطق كې (په معجزو او…) ملاتړي شي؛ ځكه پر حق دي او حق ناماتى دى او له خپلو دښمنانو سره په مبارزه كې به مرسته ورسره وشي؛ په ظاهري بريا يا په كسات؛ لكه چې الله  د يوسف سورت په 110 آيت كې واي:[ ( پېغمبرانوخپلې بلنې ته او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې پېغمبران نهيلي شول او(خلكو) ګومان وكړ، چې دروغ ورته ويل شوي،په دې وخت كې پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو و مو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب  مخه نشي اړول کېداى .] )) همدغسې په آخرت كې به يې هم ملاتړ وشي؛ لكه چې د تحريم سورت په 8 آيت كې لولو:[ مؤمنانو! الله  ته (ټينګه په اخلاص او) د زړه له کومې توبه وكاږئ،هيله ده (په دې كار) مو پالونكى ستاسې ګناهونه ورژوي او (جنتي) بڼونو ته مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي،پر هغه ورځ الله  (خپل) پېغمبر او هغوى چې پرې ايمان راوړى،نه خواروي؛ رڼا به يې په مخ او ښې اړخونو کې ځغلي (او) وايي (به): (( پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او موږ وبښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې.))]  البته مؤمنان هم د خپلو مشرانو؛ يعنې پېغمبرانو په څېر، د الله  له لوري ملاتړ كېږي؛ لكه چې د آل عمران په 139 آيت كې لولو:[ اوكه مؤمنان ياست، ناغېړي مه کوئ او مه غمجنېږئ او همدا تاسې لاسبري ياست.] البته له پېغمبرانو او مؤمنانو سره مرسته يو ټولیز حكم دى، چې په يو مطلب پورې تړلى دى؛ داچې پېغمبران داسې بندګان دي، چې الله  رالېږلي او مؤمنان د الله  پوځيان دي او په حكم يې عمل كړى او په لار كې يې جهاد كوي، تردې چې پر همدې دود پاتې شي؛ نو مرسته ورسره كېږي او بریمنېږي؛ خو كه له ايمانه يوازې نامه او له الله  او پېغمبرانو سره تړاو يوازې تشې خبرې وي؛ نو نه ښايي انسان د الله  له لوري مرستې ته هيلمن وي. (الميزان، 17: 177 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!