تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبراکرم(ص) بعثت پېغمبر (ص) مخکې تر دې چې څلوېښت کلن شي، هر کال به يې څه موده په حراء غار کې ګوښې تېروله او د خپل پالونکي عبادت يې کاوه . په دې ګوښه توب کې يې علي (ک) هم له ځان سره بوت. چې پېغمبر (ص) څلويشت کلن شو، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبراکرم(ص) بعثت

پېغمبر (ص) مخکې تر دې چې څلوېښت کلن شي، هر کال به يې څه موده په حراء غار کې ګوښې تېروله او د خپل پالونکي عبادت يې کاوه . په دې ګوښه توب کې يې علي (ک) هم له ځان سره بوت.

چې پېغمبر (ص) څلويشت کلن شو، په همدې حراء غار کې لومړی ځل وحې پرې نازله شوه.

د وحې تر نزول وروسته علي (ک) او خديجه (رضی الله عنها) ړومبي کسان وو، چې پر پېغمبر(ص)  يې ايمان راووړ او د وحې تر راکېوتو وروسته پر ړومبۍ ورځ يې په پېغمبر(ص) پسې د جماعت لمونځ وکړ. ترڅو کلونو پورې بې له دې درېيو تنو بل چا اسلام منلی نه و، په دې اړه طبري او نورو مورخانو له عفيف کندي روايت کړی چې ويې ويل:

«په جاهليت پېر کې مکې ته ولاړم او د عباس بن عبدالمطلب مېلمه وم، يوه ورځ مې پر کعبه نظر شو، يو ځوان مې وليد چې راغی، اسمان ته يې وکتل، بيا کعبې ته ودرېد. څه وخت تېر نه و، چې يو هلک مې وليد، راغی او ښي خوا ته يې ودرېد. ورپسې يوه ښځه راغله او په دوی پسې ودرېده. بيا ځوان سړي رکوع وکړه، هلک او ښځې هم رکوع وکړه، ځوان سړی ودرېد هلک او ښځې هم دغسې وکړل، ځوان سړي سجده وکړه، دې دواړو هم دغسې وکړل.

ومې ويل: عباسه! يو ستر چار دی.

عباس هم وويل: يو ستر چار دی، پوهېږې دا ځوان سړی څوک دی؟

ومې ويل: نه پوهېږم.

ويې ويل: دا مې وراره، محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب دی.

بيا يې وويل: پوهېږې، څوک ورسره دی؟

ومې ويل: نه.

ويې ويل: دا مې وراره علي بن ابی طالب بن عبدالمطلب دی، دې وراره مې راته وويل: پالونکی مې د اسمان او ځمکې پالونکي دوی چې پر څه دي امر يې ورته کړی پر خدای قسم د ځمکې پر مخ بې له دې درېيو تنو، بل څوک پر دې دين نه پېژنم[1]»

د عمومي بلنې پيل

تر هغه وخته چې پېغمبر (ص) له خپل کور دباندې څوک اسلام ته بللی نه و، د چا څه کار ورسره نه و، تر دې چې د بعثت پر درېيم کال د « وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[2]» آيت پرې نازل شو او پېغمبر (ص) خپل خپلوان، بني عبدالمطلب، خپل کور ته وبلل تر خوراک وروسته يې د اسلام دين ته وبلل، ويې ويل له تاسې څوک مې په دې کار کې لاسنيوی کوي، چې زما خليفه وزير او وصي وي؟

ټولو ډډه وکړه او هلک وويل: يا رسول الله زه دې په دې کار کې مرستندوی يم.

پېغمبر(ص)  درې ځل وبلل، بې له علي (ک) نورو ډډه وکړه، ورپسې پېغمبر(ص) علي (ک) له لاسه ونيو ويې ويل: ته مې خليفه، وزير وصی يې.

ابولهب پر ابوطالب سختې ملنډې وکړې او له کوره ووتل[3].

تر دې وروسته زيد(رض) د پېغمبر (ص) ازاد کړای شوي او د تره زوی يې جعفر بن ابی طالب (رض) اسلام راووړ.

تر دوی وروسته ابوذر (رض) او څو نورو کسانو او لسمه یې فاطمه، د ابوطالب مېرمن او د علي (ک) مور وه[4].

 

[1] تاريخ الطبري: ۳ټ، ۱۱۶۱مخ، اروپا  چاپ

[2] شعراء/۲۱۴

[3] تاريخ الطبري: ۱ټ، ۱۱۷ او ۱۷۲مخونه + عيون الاثر: ۱ټ، ۹۸- ۱۰۰ مخونه

[4] تاريخ اليعقوبي: ۲ټ، ۲۳ او ۲۸ مخونه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!