تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ درېیم څپرکى د پېغمبراکرم (ص) نيكونه پرله پسې دویمه برخه د زمزم چينه څنګه پيدا شوه؟ “ابراهيم”  عليه السلام، د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره، هاجره او خپل زوى “اسماعيل”  عليه السلام پرېښود. ډېر وخت تېر نۀ و،چې د هاجرې او “اسماعيل”  عليه السلام […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

درېیم څپرکى

د پېغمبراکرم (ص) نيكونه

پرله پسې دویمه برخه

د زمزم چينه څنګه پيدا شوه؟

“ابراهيم”  عليه السلام، د خپل اوښ پړى ونيو او په ژړا يې د مكې پر خاوره، هاجره او خپل زوى “اسماعيل”  عليه السلام پرېښود. ډېر وخت تېر نۀ و،چې د هاجرې او “اسماعيل”  عليه السلام خوراك او څښاك خلاص شول او د هاجرې تيونه هم وچ شول. د زوى حال يې بد شو،مور يې له دې غمه سخته په ژړا وه. تر هوره له ځايه راپاڅېده، روانه شوه او د “صفا” غونډۍ ته راورسېده، له ورايه يې سترګې د اوبو پر سراب ولګېدې، په منډه يې ځان ورورساوه؛ خو اوبه يې پيدا نۀ کړې. د زوى ژړا او تندې سخته وارخطا كړې وه او د اوبو په تمه يې اوه ځل د “صفا” او “مروه” په منځ كې منډې ووهلې،چې په پاى کې نهيلې راغله او د زوى په څنګ كې كېناسته. د ماشوم يې ساه لنډه لنډه كېده او نور پکې د ژړا طاقت هم نۀ و پاتې، چې په دې  وخت كې د “ابراهيم”  عليه السلام دعا قبوله شوه. ستړې مور د زوى تر پښو لاندې رڼې اوبه وليدې،چې راخوټېږي. مور چې د زوى د ژوند د وروستيو سلګيو شاهده وه او يقين يې درلود، چې د زوى د روح مرغۍ  يې څو شيبې وروسته الوځي؛ نو د اوبو په ليدو دومره خوشحاله وه، چې په جامو كې نۀ ځايېده او په رڼو اوبو يې زوى او ځان مور كړ. د نهيلى ورځې ترې خورې شوې او ښادي پرې راغله.( تفسير قمى/ 52 مخ او بحار 12ټوك/100مخ)

ليده کاته

“ابراهيم”  عليه السلام به كله كله د خپل ګران زوى او ښځې كتو ته مکې ته راته. په يوه سفر كې يې چې كېداى شي،لومړى سفر يې وي، “اسماعيل”  عليه السلام په كور كې و نۀ ليد،په هغه وخت كې “اسماعيل”  عليه السلام سړى شوى و او د “جرهم” د ټبر له يوې انجلۍ سره يې واده كړى و. “ابراهيم”  عليه السلام ښځه يې وپوښتله: مېړه دې چېرې دى؟ ورته  يې وويل: ښكار ته وتلى دى. بيا يې وپوښتله: خواړه لرې؟ ويې ويل: نۀ!

 “ابراهيم”  عليه السلام د خپلې نږور له دې چلنه خپه شو او ويې ويل: (( چې “اسماعيل”  عليه السلام راغى؛نو زما سلام پرې ووايه او ورته ووايه: د كور درشل دې بدل كړه )) او بېرته ولاړ.

“اسماعيل”  عليه السلام، چې راورسېد؛نو د خپل پلار بوى يې احساس كړ او پوه شو،چې بايد خپلې ښځې ته طلاق وركړي؛ ځكه داسې ښځې د داسې مېړه لياقت نۀ درلود.( بحار، 12ټوك/ 112 چې له قصص الانبياء نه يې راخيستى دى)

كېداى شي ذهن ته پوښتنه راشي،چې ولې “ابراهيم”  عليه السلام تر دومره مزله وروسته،صبر و نۀ کړ چې زوى يې له ښكاره را وګرځي او بې د زوى له ليدو بېرته ستون شي؟

تاريخپوهان وايي:دا بيړه ځکه وه،چې له “سارا” بي بي سره يې ژمنه كړې وه، چې تر دې زيات پاتې نۀ شي. هغه به ژمنه نه ماتوله.

 تر دې سفر وروسته “ابراهيم”  عليه السلام وګومارل شو،چې مكې ته ولاړ شي او كعبه،چې د “نوح” په طوفان كې ورانه شوې وه،بيا جوړه كړي او د “اهل توحيد” د زړونو پام وروګرځوي.

 قرآن ګواه دى،چې د مکې دښته د “ابراهيم”  عليه السلام د عمر په وروستيو كې پر ښار اوښتې وه؛ځكه “ابراهيم”  عليه السلام له خدايه غوښتي وو :

 وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَن نَّعْبُدَ الأَصْنَامَ (ابراهیم/۳۵) =  او (دريادكړه) چې كله ابراهيم وويل :(( پالونكيه ! دا ښار[=مكه ] امن كړه او ما او زما اولا د له بوت لمانځنې لرې وساته!

  حال دا چې دښتې ته د راننوتو پر مهال يې ويلي وو: (( خدايه! دا ښار د امن ښار كړې )) (بقره/۱۲۶)

غوره خو دا وه،چې د بحث  پوره كولو ته د كعبې د جوړېدو پر تاريخ هم رڼا واچو؛خو دا چې له خپل بحثه لرې نۀ وځو؛ نو د پېغمبر اکرم د ځينو نيكونو پر ځانګړنو رڼا اچوو:      

     2 _ قصى بن كلاب:

د پېغمبر اکرم نيکونه دادي:

“عبدالله”،عبدالمطلب بن هاشم،عبد مناف،قصى كلاب،مره،كعب ، لوى،غالب، فهر، مالك، نضر، كنانه، خزيمه، مدركه، الياس، ضر،نزار، معد او عدنان (كامل ابن اثير 2ج/ 1 او 21 )

د حضرت “محمد” (ص) نسب په “معد بن عدنان” پورې همداسې دى، چې وويل شو؛خو له هغه پورته، تر حضرت “اسماعيل”  عليه السلام پورې پکې اختلاف دى او د هغو روايتونو په رڼا كې،چې حضرت “ابن عباس” (رض) له پېغمبر اکرم نه رانقل كړي،چې پېغمبر اکرم ويلي وو،چې نسب مې عدنان ته ورسېد؛نو نور مخكې مۀ ځئ؛ ځكه چې كله به حضرت “محمد”(ص) هم خپل  نسب وايه؛نو له “عدنانه” به مخكې نۀ ته او امر يې كړى و،چې نور خلك دې هم له عدنانه تر “اسماعيل”  عليه السلام پورې د  نسب په باب څه نۀ وايي او ويل يې: (( څه چې يې د نسب په باب په عربو كې مشهور دي،سم نۀ دي؛نو ځكه ما هم هغه راخېستي،چې سم دي. )) (سيره حلبي، لومړى ټوك/ 26 )

نوموړي د عربو په تاريخ كې نوميالي کسان دي او د اسلام تاريخ د هغوى د ځينو په ژوند پورې اړه لري؛نو ځكه له “قصى” تر “عبدالله” (د حضرت “محمد” (ص) پلار) پورې،پر تاريخ رڼا اچوو او له نورو تېرېږو.( ابن اثير 2ټوك/ 21-25)

قصى

 د پېغمبر اکرم څلورم نيكه دى. د هغه مور ” فاطمې ” د “كلاب” له ټبر سره واده وكړ، ډېر وخت لا نۀ و تېر شوى،چې اولاد يې وشو،چې “زهره” او “قصى” يې پرې نومونه كېښوول. دويم اولاد يې په زانګو كې و، چې د فاطمې مېړه ومړ او دا ځل يې له “ربيعه” سره واده وكړ او ورسره “شام” ته ولاړه. د قصى د پلارګنۍ يې ملاتړ كاوه؛خو چې د قصى او د ربيعه د ټبر په منځ كې اختلاف رامنځ ته شو او پايله دا شوه،چې له كوره يې وشړله او مور يې له دې كاره ډېره اغېزمنه او اړه شوه،له ځان سره يې مكې ته يوسي. د تقدير كارونو مكې ته راورسول او پکې شته استعدادونه ددې لامل شول،چې د مکې د خلكو، په تېره بيا د “قريشو” پام ځان ته را واړوي. ډېر وخت لا تېر شوى نۀ و،چې د مكې د حكومت د لوړو پوړيو او د مكې د كونجيګانو خاوند شو. خورا زيات اثار يې پرېښوول. خلك يې دې ته وهڅول،چې د كعبې په شاوخوا كې كورونه جوړ كړي. عربو ته يې د “دارالندوه” په نامه “شوراځاى” جوړ كړ،چې عرب پکې راټولېدل او خپلې ستونزې يې هوارولې. په پينځمه ميلادي پېړۍ كې ومړ او دوه نوميالې زامن؛ “عبدالدار” او “عبد مناف” ترې پاتې شول.

عبد مناف

“عبد مناف” د پېغمبر اکرم درېم نيكه دى. نوم يې “مغيره” او لقب يې “قمر البطحاء” دى  او تر خپل ورور “عبدالداره” کشر و. د خلكو په زړۀ كې يې ځانګړى ځاى درلود،تل به يې ويل:پرهېزګار اوسئ،تقوى ولرئ، د ښه چلن خاوندان او زړه سواندي اوسئ.

 ددې لوى موقعيت پر درلودو سربېره يې له خپل ورور “عبدالدار” سره سيالي نۀ کوله او په دې هڅه كې نۀ و،چې ځان د كعبې لوړى پوړۍ ته ورسوي. پلار يې وصيت كړى و، چې حكومت او رياست به د “عبدالدار” وي؛خو د وروڼو تر وفات وروسته يې زامن په منصب ونښتل او تر ډېرو شخړو وروسته پُخلا شول او پرېكړه يې وكړه،چې د کعبې او “دارالندوه” رياست د عبدالدار زامنو ته وركړي او د کعبې حاجيانو ته د اوبو ورکړه او مېلمه پالنه د “عبدمناف” زامنو ته وسپاري،چې دا وېش د اسلام تر راتګه پورې پاتې شو.

هاشم

“هاشم” د پېغمبراکرم دويم نيكه و،چې نوم يې “عمرو” او لقب يې “علاء” و، چې د “عبدالشمس” غبرګونى ورور و او د دوو نورو وروڼو نومونه يې “مطلب”  او “نوفل” وو.

تاريخ ليكي: هاشم او عبدالشمس سره غبرګوني وو او د زوكړې پر مهال،د هاشم ګوته د عبدالشمس په تندي پورې نښتې وه او د بېلولو پر مهال ترې ډېره وينه تويه شوه، چې خلكو دا كار بد فال وګاڼه.( تاريخ طبرى، 2ټوك/ 13 )

د هاشم د اخلاقو يوه بېلګه دا ده: چې د ذى الحجې مياشت به وليدل شوه؛نو کعبې ته به راته او د کعبې دېوال ته به يې تكيه وهله او خلكو ته به يې ويل:(( قريشو! تاسې هوښيار او شريف عرب ياست،نژاد مو تر ټولو غوره دى،خداى تاسې د خپل كور تر څنګ مېشت كړئ او د “اسماعيل”  عليه السلام تر نورو زامنو يې تاسې فضيلتمن كړئ. زما ټبره! په دې  مياشت كې د خداى د كور زيارت كوونكي په مينه راځي، هغوى د خداى مېلمانه دي. پالنه  يې ستاسې دنده ده. په هغوى كې ډېر بېوزله له لرې ځايو راځي.ددې كور پر خاوند قسم! كه مې وسه واى،چې د خداى د مېلمنو مېلمستيا مې كړې واى؛نو كله به مې هم له تاسې مرسته نۀ واى غوښتې؛خو اوس مې چې څومره له وسې كېږي او په حلاله مې لاس ته راوړي،په دې  لار كې يې لګوم او ستاسې دې پر دې كور قسم وي د حرامو مال او يا د سود د مال له لګونې او يا له هغې لګونې ډډه وكړئ، چې خوښه مو نۀ وي. ))

د هاشم واكمني له هر لوري د مكې د خلكو په ګټه وه او د خلكو د ژوند په ښه كولو كې يې خورا زياته ونډه درلوده.په قحطۍ او وچ كالۍ كې يې مېړانه او ښه ځواني ددې لامل وه، چې خلك و نۀ ځپل شي. د مکې د خلكو د سوداګريزو چارو ښه كولو لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت كړي، چې بېلګه يې د غسان له امير سره تړون دى او دا كار ددې لامل شو، چې ورور يې عبدالشمس د حبشې له امير سره ، مطلب او نوفل دوو نور وروڼو يې د “يمن”  او د فارس له اميرانو سره تړون وكړ، چې دواړه لوري په ازادۍ او امنيت كې سوداګريزه راكړه وركړه ولري ، چې ددې تړون له امله ډېرې ستونزې هوارې شوې او په مكه كې ډېر بازارونه جوړل شول، چې د اسلام د ستوري تر ځلېدو پورې، پر خپل ځاى پاتې وو.د هاشم له ګټورو ګامونو دا دي، چې قريشو ته يې په ژمي كې “يمن”  ته او په اوړي كې “شام” ته د سفر چارې برابرې كړې او دا كار د اسلام تر راتګ څه موده وروسته هم و.

اميه بن عبد شمس

اميه “د عبدالشمس زوى د هاشم وراره”، د خپل تره له سترتوب او مقام سره كينه درلوده او په ورکړه او خېراتونو يې غوښتل د خلكو زړونه  لاس ته راوړي؛ خو د هاشم كړنلارې ته يې دوام ورنه كړاى شو؛ نو ځكه يې ورپسې سپکې سپورې پېل كړې؛خو د اميه دې خولې راسپړلو خلکو ته د هاشم،عزت او مقام لا پسې نور هم زيات كړ. د “اميه”په زړۀ كې د كينې لمبې همداسې تاوېدې، تر څو چې يې خپل تره دې ته اړ كړ،چې د عربو پوهانو “پاليانو”  ته به ولاړ شو او چې پر چا يې خوښي وښووه؛ نو هماغه به د دې سيمې چار مشر وي.

 د هاشم ستريا او پراخه سينه ددې لامل وه،چې له خپل وراره سره لاس و ګرېوان نۀ شي؛خو د اميه ټينګار دې ته اړ كړ،چې په دوو شرطونو دا كار وكړي:

الف: په موږ كې،چې هر يو محكوم شو؛نو د حج پر ورځ به سل تور سترګي اوښان قرباني كوي.

ب: محكوم به د لسو كالو لپاره له مكې وځي.

پر هاشم چې د عربو د پوهانو “عسفان” سترګې ولګېدې؛ نو له واره يې د هاشم ستاينه پېل كړه او د مخكنۍ پرېكړې له مخې، “اميه” اړ شو مكه پرېږدي او لس كاله جلا وطني په “شام” كې تېره كړي.( كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8 )

ددې موروثي كينې آثار تر اسلام نه 130 كاله وروسته هم پاتې شول، چې پايله يې داسې خيانتونه وو،چې د بشريت په تاريخ كې يې سارى نۀ درلود.

پورتنۍ کيسه پردې سربېره، چې د دوو ټبرونو په منځ كې د اختلاف پر ريښو رڼا اچوي،د امويانو د نفوذ لاملونه هم راښكاره كوي او ښايي د شاميانو او امويانو ترمنځ پخوانيو اړيكو،په دې سيمه كې د امويانو حكومت ته سرېزه او مناسبې لارې چارې برابرې كړې وې.

د هاشم واده

“سلمى” د  “عمرو خزرجي” لور، شريفه ښځه وه،چې له مېړه يې طلاق اخېستى و او نۀ يې غوښتل، چې بيا له  چا سره واده وكړي.

 هاشم “شام” ته د راستنېدو پر مهال په “يثرب” كې پاتې شو او پر “سلمى” يې مركه وكړه. د هاشم ستريا،ښه ځواني، شتمني او نومتيا (شهرت) يې د دې لامل شو،چې “سلمى” پر دوو شرطو ورسره واده وكړي، چې يو يې دا و:

د زېږون پر مهال به په خپل ټبر كې يم او د تړون له مخې،چې د زېږون وخت راورسېد؛نو “يثرب” ته راستنه شوه او هلته يې زوى وشو، چې”شيبه” يې پرې نوم كېښود،چې وروسته پر ” عبدالمطلب” مشهور شو، تاريخ پوهانو ددې نوم اېښوونې کيسه داسې ليكلې:

هاشم چې احساس كړه،چې د ژوند د  كتاب پاڼې يې مخ پر خلاصېدو دى؛ نو خپل ورور “مطلب” ته يې وويل:(( وروره! خپل مريي شيبه دې در واخله))؛ځکه هاشم په خپل زوى د “عبدالمطلب” نوم اېښې و؛ نو پر همدې نوم مشهور شو.

 په تاريخ كې داسې هم راغلي:يوه ورځ د مكې يو اوسېدونكى د “يثرب” له كوڅو تېرېده،چې يوې ډلې ماشومانو د غشيو لوبه كوله؛نو يو ماشوم، چې لوبه وګټله؛ وويل: د مکې د ښاغلي زوى يم. د مكې اوسېدونكى مخكې ولاړ او ويې پوښت: تۀ څوك يې؟  ځواب يې واورېد: شيبه د هاشم بن عبدمناف زوى. دا سړى، چې له يثربه مكې ته ستون شو؛ نو د هاشم ورور او د مكې رئيس يې له دې بهيره خبر كړ. تره د خپل وراره په فكر كې شو او “يثرب” ته ورغى. وراره ته يې،چې وليدل،چې بيخي د هاشم په څېر دى. له سترګو يې اوښكې راتويې شوې او په غېږ كې يې ونيو.

 مور يې نۀ غوښتل چې شيبه له خپل تره سره ولاړ شي؛خو “مطلب” پخه اراده كړې وه، چې له ځان سره يې بوځي،چې بالاخره “مطلب” خپلې هېلې ته ورسېد او د مور تر اجازې وروسته يې له ځان سره مكې ته راووست.

 په لار كې د “عربستان” سوځنده لمر،د شيبه مخ وسوځاوه او جامې يې په دوړو شوې؛نو چې مكې ته راننوتل،خلكو خيال كاوه،چې دا د مطلب مريي دى او يو بل ته يې ويل، چې دا ځوان د “مطلب” مريى دى.

 سره له دې،چې مطلب به ويل :((دا ځوان مې وراره دى ))؛ خو لا چا د چا پر خولو برغولى ايښى دى؟، چې بالاخره د “مطلب” وراره پر “عبدالمطلب” مشهور شو.( كامل ابن اثير 2ج، 6 او تاريخ طبرى 2ج\ 8-9 ، سره حلبي 1ج\8 )

او كله ويل كېږي؛ځكه ورته “عبدالمطلب” وايي،چې د خپل تره په مينه ناكه غېږ كې وروزل شو او د هغه ځاى له دود سره سم،د روزونكي د درناوي او احترام لپاره يې ورته د هماغه سړي مريى وايه.

عبدالمطلب

“عبدالمطلب” د “هاشم” زوى د پېغمبر اکرم لومړى نيكه دى. د قريشو مشهور ارت لاسى مشر و، چې ټولنيز ژوند يې له حساسو او روښانو ټكيو ډك دى. د مشرۍ  پېښې يې د اسلام په تاريخ پورې اړه لري؛ نو ځكه يې يو څو را اخلو:

شك نۀ شته،د انسان چې څومره روح غښتلى وي؛نو پر فكر او كړنلار يې اغېز كوي،داسې كسان شته،چې په مېړانه د چاپېريال له عواملو سره جنګېدلي او ځان يې له هر ډول ککړتيا خوندي ساتلى دى؛زموږ د خبرو ننګيالى هم د داسې انسانانو بېلګه ده،چې د ژوند په كتاب كې يې ډېرې روښانه پاڼې ليدل كېږي.

 فكر وكړئ،يو سړى چې په داسې ټولنه كې اتيا كاله ژوند وكړي،چې بوت لمانځنه،شراب څښل،سود خوړل، وژنه او فحشا يې د ژوند عادي چارې وي او په خپله يې يو ګوټ شراب هم نۀ وي څښلي او خلك د وژنې، فحشا او له محارمو سره له واده ژغوري؛نو پوه شئ  دا ډول كسان ډېر لږ پيدا كېږي.

 هو! د اسلام د پېغمبر نيكه بايد داسې سپېڅلى انسان وي. چې په باب يې ويل كېږي،چې په هغه بوت لمانځنې زمانه كې موحد انسان و، چې پر معاد يې  ايمان درلود او تل يې ويل: (( ظالم به په همدې دنيا كې د خپلو كړنو سزا ويني او كه داسې و نۀ شول؛ نو د قيامت پر ورځ خو يې ويني ويني. )) (سيره حلبى 1ج/4 )

“حرب بن اميه” د “عبدالمطلب” خپلوان و،چې په خپله هم د قريشو له سترو شخصيتونو و. په ګاونډ كې يې يو يهودى اوسېده،چې يوه ورځ د “تهامه” په بازار كې په غوسه شو او د هغه او “حرب” په منځ كې شخړه رامنځ ته شوه او يو بل ته يې ترخې خبرې وكړې او دا شخړه ددې لامل شوه،چې يهودى د حرب په  لمسون ووژل شي.

 “عبدالمطلب”،چې له دې پېښې خبر شو؛نو ورسره يې مړى ژوندى پرېښود او كوښښ يې كاوه،چې له حربه د يهودي د وينې بيه واخلي او د هغه كورنۍ ته يې وركړي.

 دا پېښه راښيي،چې “عبدالمطلب” څومره عادل او د بېوزليو ملاتړ و.

پر خبره ولاړ

سره له دې چې جاهلي عرب په اخلاقي فساد كې ډوب وو؛ خو بيا هم ځينې داسې ځانګړنې يې درلودې،چې د ستاېنې وړ وې؛لكه د تړون ماتول په کې ناوړه كار او ګناه بلل كېده. كله چې به د  عربو له نورو ټبرونو سره ډېر لوى لوى تړونونه کېدل؛ نو تر پايه به پر خپله  خبره ولاړ وو.

“عبدالمطلب” د زمزم چينې د شاوخوا د جوړولو پر مهال  احساس كړه، چې د زيات شمېر اولاد د نۀ درلودو له امله،په قريشو كې کمزورى او بېوسى دى؛ نو ځكه نذر يې وكړ، چې كه د اولاد شمېر يې لسو ته ورسېد؛ نو يو به د كعبې مخې ته قرباني كړي؛خو له دې نذره يې څوك خبر نۀ کړل. ډېر وخت لا نۀ و تېر،چې د زامنو شمېر يې لسو ته ورسېد او وخت يې رارسېدلى،چې پر خپله خبره ودرېږي.”عبدالمطلب” ته ددې پېښې تصور ډېر سخت و او وېره يې درلوده،چې كه دا كار و نۀ کړي؛ نو د تړون ماتيو په ډله كې به راشي؛نو ځكه يې دا خبره خپلو زامنو ته وكړه،چې دې كار ته په خپلو زامنوكې پچه واچوي. پچه يې واچوله، چې د “عبدالله” (د پېغمبر اکرم د پلار) په نامه راوخته. “عبدالمطلب” يې بې ځنډه لاس ونيو او د قربانۍ ځاى ته روان شول.

د “قريشو”؛نرو ښځې له دې كاره خبر شول؛خلكو ژړل او هر چا ويل: كاشکې! زه يې ددې ځوان پر ځاى حلال كړى وم.

قريشو مشرانو وويل:((كه كېداى شي پر ځاى يې خپله شتمني قرباني كړو؛نو چمتو يو له خپلې شتمنۍ تېر شو. ))

 “عبدالمطلب” دې سترو احساساتو ته حيران و او چورت وړى و،چې ګنې د تړون ماتيو په ډله كې را نۀ شي؛خو سره له دې، د چارې د لټون هڅه يې هم كوله.

 په خلكو كې يو تن غږ وكړ: (( ددې ستونزې په باب د عربو له يوه پوه سره سلامشوره وكړئ! كېداى شي ورسره د حل لار وي. ))

د ټبر مشرانو او “عبدالمطلب” ومنله او هغه پوه سړي ته ورغله، چې په “يثرب” كې اوسېده.

 پوه پالي له هغوى يوه ورځ مهلت وغوښت. بله ورځ چې ورغلل؛نو پالي ورته وويل: د انسان د وينې بيه څومره ده؟ورته وويل شول: لس اوښان. پالي: ولاړ شئ او ددې ځوان او اوښانو ترمنځ پچه واچوئ؛ كه پچه د ځوان په نامه راووته؛ نو د اوښانو شمېر دوه ګرايه كړئ او كه بيا هم پچه دا ځل د ځوان په نامه شوه؛ نو د اوښانو شمېر درې ګرايه كړئ او همداسې پچه اچوئ،څو چې پچه د اوښ په نامه راووځي.

د پالي دې وړانديز د خلكو احساسات كابو كړل؛ځكه په وينو كې پروت د”عبدالله” په څېر د ښکلي ځوان كتل ورته ډېر سخت و او د اوښانو قرباني ورته اسانه وه.

 خلك مكې ته راستانه شول او په جرګه كې يې لس ځله پچه واچوله،چې د اوښانو شمېر سلو ته ورسېد؛نو خلك خوشحاله شول،چې “عبدالله” بچ شو؛خو “عبدالمطلب” راپاڅېد او ويې ويل: له سره پچه واچوئ، څو ډاډ پيدا كړم خداى مې پردې كار راضي دى.

 درې ځل يې پچه واچوله او د اوښ په نامه راووته؛نو “عبدالمطلب” ډاډه شو، چې خداى يې پر كار راضي دى.”عبدالمطلب” امر وکړ، چې له اوښانو مې سل كعبې ته قرباني كړئ.( سيره ابن هشام 1ج/ 153 او بحار الانور 16ج/ 9-74)

له پېغمبر اکرم (ص) نه روايت دى:(( زه د دوو تنو  زوى يم، چې پر “ذبح” او حلالو محكوم شوي وو))،چې مطلب يې حضرت “اسماعيل”  عليه السلام او  حضرت “عبدالله” دى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!