تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ درېیم څپرکى د پېغمبراکرم (ص) نيكونه 1 _ د توحيد اتل؛حضرت “ابراهيم”  خليل الله د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام پر ژوند له رڼا اچولو موخه د حضرت “محمد”(ص)د نيكونو پېژندنه ده؛ځكه د پېغمبر اکرم نسب حضرت “اسماعيل”  عليه السلام ته رسېږي او دا،چې حضرت “ابراهيم”  او “اسماعيل”  عليهما السلام د عربو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

درېیم څپرکى

د پېغمبراکرم (ص) نيكونه

1 _ د توحيد اتل؛حضرت “ابراهيم”  خليل الله

د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام پر ژوند له رڼا اچولو موخه د حضرت “محمد”(ص)د نيكونو پېژندنه ده؛ځكه د پېغمبر اکرم نسب حضرت “اسماعيل”  عليه السلام ته رسېږي او دا،چې حضرت “ابراهيم”  او “اسماعيل”  عليهما السلام د عربو او اسلام د تاريخ په جوړونه كې خورا زياته ونډه لري؛ نو ځكه مناسبه به وي،چې په لنډو يې د ژوند د حالاتو په باب بحث وشي.

د حضرت “ابراهيم”(ع) زېږنځى

د توحيد اتل په داسې چاپېريال كې د ژوند لومړۍ ساه واخېسته، چې د بوتلمانځنى او انسان پالنې تياره پرې خپره وه؛انسانانو په خپل لاس جوړ كړيو بوتانو او ستوريو ته سجدې كولې.

د توحيد د اتل زېږنځى د “بابل” سيمه وه، چې تاريخپوهانو دا ځاى  په “اووګونوعجايبو” كې شمېرلى او ددې سيمې د تمدن او عظمت په باب ډول ډول روايتونه كښل شوي دي.

مشهور تاريخپوه “هيرودتس” ليكلي: بابل د مربع په ډول جوړ شوى، چې د هرې څنډې اوږدوالى يې 120 فرسنګه او محيط يې 480 فرسنګه دى.

 كه څه هم په دې خبره كې څه مبالغه شوې؛خو بيا هم انكار ترې نۀ شي كېداى. نن د “دجلې” او “فرات” د سيندونو پر غاړو تر خاورو لاندې كنډرې پاتې دي او پر هر ځاى يې د مرګ په څېر چوپتيا خپره ده، چې كله كله دا چوپه چوپتيا د “لرغونپوهانو” په كنلو له منځه ځي.

حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د “نمرود بن كنعان” د واکمنۍ پر مهال وزيږېد.”نمرود” سره له دې،چې بوت نمانځى و،پر خلكو يې خدايي هم پلورله. ډېره عجيبه ښكاري،چې څرنګه كېداى شي يو تن هم بوت لمانځى وي او هم پر خلكو خدايي وپلوري،چې همداسې يو مطلب په قرآن كې د “مصر” د “فرعون” په باب راغلى دى: “موسى بن عمران” چې په خپل قوي منطق د “فرعون” حكومت ولړزاوه؛نو د “فرعون” پلويانو نيوكه وكړه او ويې ويل:

وَقَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَونَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ

= او فرعون ته د هغه د قوم مشرانو وويل : (( ايا تۀ موسى او قوم يې همداسې پرېږدې،چې پرځمكه فساد خپوركړي،تا او ستا خدايان پرېږدي؟! و يې  ويل :” ژر به يې زامن ووژنم او ښځې(لوڼې) به يې ژوندۍ پرېږدم (،چې زموږ خدمت وكړي ) او موږ پرې بشپړ برلاسي يو .)) (اعراف/127)

 ښكاره ده،چې فرعون د خدائي ادعا كوله او فرعون و، چې ويل يې: فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى = نو ويې ويل:(( زه ستاسې ستر پالونكى يم! )) (9)  او همداسې “ما علمت الكم من اله غيري”؛ خو په عين وخت كې بوت لمانځى هم و.

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَل لِّي صَرْحًا لَّعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ=

او فرعون وويل: ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه تاسې ته كوم بل خداى نۀ پېژنم.(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) هامانه! ماته پرخټه اور بل كړه (خښتې پخې كړه) او يوه لوړه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي چې د موسى د خداى (پرحال) خبر شم او زه خو په ټينګه هغه  دروغجن ګڼم.)) (قصص/38)  

 د بوت لمانځيو په منطق كې هېڅ ممانعت نشته،چې يو تن د خلكو معبود او خداى وي او په عين حال كې په خپله معبود هم د ستر خداى عبادت وکړي؛ځكه له خداى او معبوده يې موخه د نړۍ خالق نۀ دى؛بلكې هغه دى،چې په يوه بڼه تر نورو غوره وي او د ژوند پر چارو  يې واكمن شي.

 تاريخ ليكي: په “روم” كې به يوې كورنۍ پرله پسې مشران لمانځل،په عېن حال كې،چې هغوى په خپله  د نورو خدايانو عبادت  هم كاوه.

د نمرود هوښياري دا وه، چې د هغه وخت پوهان،چې “منجمان” او “پاليان” وو،له ځانه راټول كړي وو،چې د پاليانو د تسليمدو له لارې يې عام خلك ښكېل كړي وو. پردې سربېره،د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام يو خپلوان “آزر”،چې په خپله انځورګر او “ستورپوه” هم و،د نمرود له درباريانو و،چې دا خبره د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د  موخو پر وړاندې خنډ و؛ځكه يې مخالفت كاوه او پر خلكو سربېره،ټبر يې هم ورسره مخالف و.

نمرود د خوندونو او خوبونو په ژوند كې ښخ وېده و، چې ناڅاپه ستور پوهانو د خطر زنګ وواهه او ويې ويل: حكومت به دې داسې څوك ړنګ كړي،چې په همدې سيمه كې دى.

نمرود يې د غفلت له خوبه راپاڅاوه او ويې پوښتل: آيا زېږېدلى دى كه نۀ؟ ورته وويل شو: نۀ! نمرود (په هماغه شپه،چې د ستورو پوهانو په وينا د “ابراهيم”  عليه السلام څاڅکى تړل كېده) د ښځو او ميړونو د جلا والي حكم وكړ. د نمرود سرتېرو ماشومان وژل او دايانو ته يې امر وكړ،چې دولت له نويو زېږېدلو ماشومانو خبر كړي.

 اتفاقا په هماغه شپه، چې د ښځو او سړيو د كوروالي مخه نيوى شوى و؛ د “ابراهيم”  عليه السلام څاڅکى وتړل شو او د حضرت “ابراهيم”  عليه السلام د مور ګېډه شوه؛خو د حضرت “موسى” عليه السلام د مور په څېر د ګېډې وخت يې په پټه تېر كړ، تر زېږون وروسته يې خپل زوى غار ته يووړ او كله كله به  ليدو ته ورتله.

  نمروديې ظلمونو ډاډه كړى و،چې ګنې د خپلې واکمنۍ راپرځوونکي يې وژلي دي.

 “ابراهيم”عليه السلام ديارلس كاله په غار كې تېر كړل،چې ورتګ  ورته سخت و.مور يې ديارلس كاله وروسته له غاره راواست. حضرت “ابراهيم”  سيمې ته راغى او خپلې ټولنې ته ورننووت. نمروديانو نوې څېره وليده. د “ابراهيم”  عليه السلام مور وويل:دا زما زوى دى او د منجمانو له وړاندوينې مخكې زېږېدلى و. (تفسير برهان 1/535 )

 “ابراهيم”  عليه السلام له غاره راووت او خپل “فطري توحيد” يې د ځمكې، اسمان،ځلانده ستوريو، شنو ونو او بوټو په ليدو پوره كړ.

 يوه ډله يې وليده، چې د ځينو ستوريو د ځلا پر وړاندې يې خپل  عقل او هوښ له لاسه وركړى.ځينې يې وليدل، چې كفر يې تر دوى هم ټيټ دى او هغه دا،چې د توږل شويو بوتانو عبادت كوي او تر دې ټولو بده خو دا وه،چې يو تن د خلكو له ناپوهۍ ناوړه ګټه اخلي او پر خلكو خدايي پلوري.

 “ابراهيم”  عليه السلام ددې درېو واړو طبقو پر وړاندې خپله مبارزه سمباله كړه، چې قرآن شريف هم راخېستى ده.

بوت ماتى “ابراهيم”(ع)

اختر راغى او د “بابل” غافلو خلكو د ستړيا د لرې كېدو او د اختر د مراسمو پرځاى كولو ته دښتې ته راووتل؛ښار تش شو،په بوتانو پسې د “ابراهيم”  عليه السلام بد ردو،خلك پرېشانه کړي وو؛نو ځكه يې غوښتل “ابراهيم”  هم ورسره ولاړ شي؛خو دا وړانديز يې د “ابراهيم”  عليه السلام پر ناروغۍ ځواب شو.

 “ابراهيم”  عليه السلام:”ناروغ يم” او په دې توګه يې ورته منفي ځواب وركړ او د اختر په مراسمو كې يې ګډون ونۀ کړ.

 په رښتيا،چې هغه ورځ  “موحد” او “مشرك” دواړو ته د خوشحالۍ ورځ وه؛د مشركانو د پخواني اختر ورځ وه،چې د پلار نيكونو د ميراث ژوندي كولو ته دښتو او د غرو غاړو ته تللي وو او د “توحيد اتل” ته هم نوى اختر و،چې له پخوا ددې ورځې راتلو ته سترګې پر لار و،چې ښار له اغيارو پاك وويني او د كفر او شرك نښې له منځه يوسي.

د خلكو وروستۍ ډله هم له ښاره ووته. “ابراهيم”  عليه السلام دا وخت ارزښتناك وګاڼه او پر خداى له ايمانه په ډك او ډاډه زړۀ،بوت خونې ته ورننووت؛په بوت خونه كې يې توږل شوي لرګي او بوتان وليدل. ډول ډول خوړو “ابراهيم”  عليه السلام حيران كړ،چې بوت لمانځيو د تبرك لپاره بوتانو ته ايښي وو؛د ډوډۍ او خوړو پر لور ورغى، په ملنډو يې كپ ډوډۍ راواخيسته او بوت ته يې وويل:(( دا رنګارنګ خواړه ولې نۀ خورې؟ )) خو بوت ځان نۀ شو خوځواى او نۀ يې څه خوړاى شو.په بوتخونه كې چوپه چوپتيا وه؛ خو د “ابراهيم”  عليه السلام د  تبره ګوزارونو بوتان دړې وړې كړل او يوازې تر ټولو لوى بوت يې روغ پرېښود او تبر يې ورپر غاړه كړ، له دې كاره يې موخه دا وه، چې وښيي،بوتان لوى بوت مات كړي  او بل دا، چې “ابراهيم”  عليه السلام پوهېده،چې مشركان به تر راستنېدو وروسته، ځان د پېښې په علت پوهوي او دا به په ظاهر يو مصنوعي او بې حقيقته كار وګڼي؛ځكه باور به و نۀ کړي د بوتانو ماتى لوى بوت دى؛ځكه ځواک،حركت او فعاليت نۀ لري؛نو ځکه دلته به “ابراهيم”  عليه السلام له تبليغاتو او خبرو په ګټنه ووايي:تاسې په خپله ووياست: دا لوى بوت، چې خوځېداى نۀ شي؛نو څرنګه يې عبادت كوئ؟

لمر په پرېوتو و.خلك ډلې ډلې د ښار پر لور را روان شول.د بوتانو د عبادت مراسم راورسېدل،يوه ډله معبد ته ننوته او عجيبه منظره يې وليده،چې د خدايانو د ذلت نښه يې وه. له بې صبرۍ سره جوخت،پر بوت خونې مرګونې چوپتيا واكمنه وه.

 يو تن خوله راوسپړله او ويې ويل: دا كار چا كړى؟د “ابراهيم”  عليه السلام مخېنې او په بوتانو پسې بد رد ويلو،خلك ډاډه كړل،چې دا د “ابراهيم”  كار دى.

د نمرود په مشرۍ د محاكمې جرګه جوړه شوه.ځوان “ابراهيم”  عليه السلام له خپلې مور سره په ستره محاكمه كې له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ  شو.

 د مور جرم يې دا و،چې ولې يې حكومت د خپل زوى له زوكړې نۀ و خبر كړى،چې وژلى يې واى.

د “ابراهيم”  عليه السلام مور وويل: (( ما وليدل،چې د هېواد نسل مخ په تباه كېدو دى؛نو ځكه مې حكومت خبر نۀ کړ،دا چې د زوى راتلونكې به مې څرنګه كېږي،كه زما زوى هماغه وي،چې وړاندويونكيو خبر وركړى و؛نو نيت مې و،چې پوليسو ته يې وسپارم او كه هماغه سړى نۀ وي؛نو ما په دې كار د هېواد ځوان نسل ساتلی دى.))

 هغوى د “ابراهيم”  عليه السلام د مور منطق قانع كړل. د “ابراهيم”  عليه السلام د محاكمې وخت راورسېد.

 هغه وويل: ښايي دا د هغه لوى بوت كار وي.تاسې كړاى شئ،و يې پوښتئ؛ البته كه د خبرو وس ولري.

 د سپكاوي او ملنډو له دې رډ ځوابه مطلب دا و،چې “ابراهيم”  عليه السلام پوهېده،چې هغوى به داسې ځواب وركوي: ابراهيمه! تۀ ښه پوهېږې،چې دا بوتان د خبرو وس نۀ لري او له دې خبرې به “ابراهيم”  (ع) وکړاى شي د قاضيانو پام يو اساسي ټكي ته واړوي او هماغسې و هم شول،چې “ابراهيم”  عليه السلام ذهني وړاندوينه کړې وه.

 “ابراهيم”  عليه السلام ورته وويل:((كه هغوى داسې وي،چې تاسې واياست؛ نو ولې يې عبادت كوئ او خپلې اړتياوي ترې غواړئ؟ ))

د قاضيانو زړونه او عقل د ناپوهۍ او تعصب په جال کې راښکيل وو او د “ابراهيم”  عليه السلام ددې غاښ ماتي ځواب پر وړاندې يې بې له دې بله چاره نۀ درلوده،چې په اور كې يې وسوځوي.

 اور يې بل كړ او د توحيد اتل  يې پکې ورګوزار کړ؛خو د  خداى په پېرزوينه،اور پرې اغېز ونۀ کړ؛بلكې د بشر په لاس جوړ شوى دوزخ پر ګلستان واوړېد. (سوره انبياء/ 51-70 آيتونه ،كامل ابن اثير/ 53-62،بحار 12ج/ 14-55)

د حضرت “ابراهيم”  خليل الرحمن مهاجرت

د بابل محكمې “ابراهيم”  عليه السلام  پر تبعيد او شړلو محكوم كړ او هغه هم ناچاره و،چې وطن پرېږدي او د “مصر” او “فلسطين” پر لور روان شي. د “عمالقه” ځايي واكمنو “ابراهيم”  عليه السلام ته ښه راغلاست ووايه او ډول ډول ډالۍ يې وركړې،چې يوه يې هم د “هاجرې” په نامه مينځه وه.

د “ابراهيم”عليه السلام كور ودانې “سارا” لا تر اوسه اولاد نۀ درلود. هغې “ابراهيم”عليه السلام وهڅاوه،چې له هاجرې سره كوروالى وكړي؛كېداى  شي د اولاد خاوند شي او د بې بنيادۍ د غم شپې يې د خوښۍ پر سبا بدلې شي.

 واده تر سره او څه موده وروسته يې زوى وشو،چې نوم يې پرې “اسماعيل”كېښود. ډېر وخت لا تېر شوې نۀ و،چې خداى پر سارا هم ولورېده او هغې ته يې هم زوى وركړ، چې نوم يې “اسحق”(ع) شو.( سعد  السعود/ 41-42 او بگار 12ټوك/118)

څه موده وروسته “ابراهيم”  عليه السلام د خداى له لوري وګومارل شو،چې “اسماعيل”  عليه السلام او مور يې جنوب لوري مكې ته يوسي او په يوه دره كي يې مېشت كړي،چې څوك پکې نۀ اوسېږي او يوازې كله كله به هغو كاروانو هلته اړول،چې له “شام” نه “يمن” تلل او د كال په نورو وختونو كې به د “عربستان” د نورو دښتو په څېر،سوځنده او له هر ډول اوسېدونكيو تشه وه. په دغسې چاپېريال كې استوګنه،هغې ته ډېره سخته وه، چې په “عمالقه” كې يې ژوند كړى و.

د دښتې سوځنده ګرمۍ او ګرمو بادونو،د هاجرې په سترګو كې د مرګ حالات انځور كړي وو،چې په خپله “ابراهيم”  عليه السلام هم دې پېښې ته انديښمن و. “ابراهيم”  عليه السلام د اوښ پړى په لاس كې نيولى و او حال دا چې د اوښكو سېلاب يې له سترګو را روان و، هاجرې  ته يې وويل: ((هاجرې! دا ټول كارونه د خداى حکم دى او  بې د خداى د حکم له منلو بله چاره نۀ لرم،د خداى پر پېرزوينه او لورېنه ډاډه اوسه او ډاډ لره، چې هېڅكله به مو خوار او ذليل نۀ کړي.)) بيا يې خداى ته وويل:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هََذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ= او هغه وخت (درياد كړه)چې “ابراهيم”  وويل: ((پالونكيه ! دا د امن ښار كړه او استوګنو ته يې چې پرخداى او قيامت ايمان لري ( ډول ډول ) مېوې روزي كړه.)) و يې ويل 🙁 ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) خو هغوى چې كافر شوي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم، چې (څه) ناوړه عاقبت دى!))

 .(بقره/126)

“ابراهيم”  عليه السلام هغوى پرېښوول او چې له غونډۍ راښكته كېده؛ نو شا ته يې كتل او له خدايه يې ورته خېر غوښته.

كه څه هم په ښكاره دا مسافرت ستونزمن و؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې ډېرې سترې پايلې يې درلودې؛ د بېلګې په توګه: د کعبې جوړېدل، د توحيد د بيرغ  رپول او د ژور ديني غورځنګ د ريښو ښخېدل.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست