تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې لومړۍ برخه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې لومړۍ برخه _ له پېغمبر اكرم (ص) سره د پينځو ډلو مناظره[1]        د اسلام د پينځو مخالفو ډلو لارويانو (يهوديت، عيسويت، ماديت، مانويت او بوت پالونكيو) يو پينځه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې

لومړۍ برخه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر اكرم (ص) د مناظرو څو بېلګې

لومړۍ برخه

_ له پېغمبر اكرم (ص) سره د پينځو ډلو مناظره[1]

       د اسلام د پينځو مخالفو ډلو لارويانو (يهوديت، عيسويت، ماديت، مانويت او بوت پالونكيو) يو پينځه ويشت تنيز پلاوى وټاكه، چې د اسلام له پېغمبر (ص) سره به مناظره كوي.

   دوى په مدينه منوره کې د خداى د ګران رسول حضرت محمد (ص)(ص) خدمت کې حاضر شول او ورنه چاپيره كېناستل د خداى ګران رسول هغوى ته په روڼ تندى د بحث د پیل اجازه وركړه.

   يهودى ډلې وويل:

“موږه ګروهه لرو چې حضرت عزير پېغمبر[2] د خداى زويي دى، راغلى يو چې په دې لړ کې له تاسو سره مباحثه وكړو كه په دى مباحثه کې موږ په حقه شو؛ نو تاسو هم زموږ ګروهه ومنئ؛ ځكه چى په دې کې موږه له تاسو څخه مخکې شوى يو او كه ملګرى نه شوئ؛ نو بيا مجبور يو چې له تاسو سره مخالفت او دښمنى وكړو.”

د عيساييانو ډلې وويل:

   “موږه ګروهه لرو چى حضرت عيسى د خداى زويي دى او خداى له هغه سره يوځاى شوى دى. موږ اوس تا ته راغلى يو چې په دې باره کې درسره خبرې اترې وكړو. كه زموږ لاروي دې وكړه او زموږ ګروهه دې ومنله نو موږ په دې ګروهه کې له تا نه وړاندې يو او د مخالفت په صورت کې به په طبيعى توګه درسره مخالفت ته راپاڅيږو”

ماده پرستې (دخداى منكرى) ډلې وويل:

   “موږه ګروهه لرو چې نړى پيل او پاى نه لرى، لرغونى او هميشنى ده. په دې لړ کې د بحث لپاره راغلى يو كه له موږ سره په دې ګروهه كې موافق يې؛ نو معلومه ده، چې وړومبيتوب له موږ سره دى. او كه نه؛ نو مخالفت مو كوو”

مانوى (دوه لمانځى) ډلې وويل:

   ” موږه ګروهه لرو، چې دنيا دوه چلوونکې، تدبيروونکې او دوه مبداوى لرى. يوه مبداء نور (رڼا) دى او بله مبداء ظلمت (تياره) دى، موږه د مناظرې لپاره  راغلى يو. كه په دې بحث کې زموږ د عقيدې ملګرى شوى چې البته برترې او وړاندې توب له موږه سره دى او د مخالفت په صورت کې به دې مخالف يو.”

بت پرستى ډلي وويل:   

   “موږه ګروهه لرو چې زموږ بوتان زموږ خدايان دى، راغلى يو چې په دې باب درسره بحث وكړو كه ستا ګروهه له موږه سره يو شان وى؛ نو څرګنده ده چى وړومبيتوب له موږ سره دى او كه نه نو درسره دښمنى كوو” 

د رسول اكرم ځواب

   د خداى ګران رسول ړومبى په ټوليز او عمومى توګه داسې وويل:

   (تاسو خپله ګروهه څرګنده كړه اوس وار زما دى چى خپله ګروهه درته واضحه كړم) “زه په يو، بى سارى او بې مثله خداى ګروهه لرم او بغير له هغه نه د هر ډول معبود څخه منكريم. زه هغه پېغمبر يم چى خداى پاك د دنيا د ټولو خلكو لپاره استازى غوره كړى يم. زه د خداى پاك د رحمت زېرى وركونکې او د هغه له عذابه ويرونکې يم او د نړى ټولو خلكو ته حجت يم، خداى پاك ما د مخالفانو او دښمنانو له زيانه په امان کې ساتى”

   بيا پېغمبر اكرم په ترتيب سره له هرى ډلې سره مناظره پيل كړه، چې لولو يې:

لومړى له يهودي ډلې سره مناظره

پېغمبر اكرم: ايا تاسو غواړﺉ، چې زه بې دليله ستاسو خبرې ومنم؟

يهودى ډله: نه!

پېغمبر اكرم: په دې باب چې حضرت عزير د خداى زوى دى. ستاسو دليل او منطق څه دى؟

يهودى ډله: تورات په بشپړه توګه له منځه تلى و او چا يې د بيا ژوندى كولو وس نه لاره، عزير هغه راوژندى كړ؛ نو ځكه موږ وايو، چې د خداى زوى دى.

پېغمبر اكرم: كه دا منطق د حضرت عزير د خداى پاك پر زوى ولې دليل وى نو بيا خو حضرت موسى (چې تورات يې راوړى او ډېرى معجوزې يى لرلى او تاسو هم پرې اعتراف كوﺉ) زيات حق لرى چې د خداى زوى يا له دې هم لوړ وى، نو بيا ولې د حضرت موسى په باره کې داسې ګروهه نه لرى چې مقام يى ډېر لوړ و؟

   نو ايا له زوى ولې نه ستاسو مراد دادى چې هغه د نورو پلرونو او زامنو په شان د واده او كوروالى له لارې زيږيديلى دى؟ په دى صورت کې تاسو خداى پاك مادى او محدود موجود ګڼلى؛ نو د دې خبرې لپاره بيا اړینه ده چې د خداى پاك لپاره هم يو پيدا كونکې تصور كړى او هغه يو بل خالق ته اړ وګڼې

يهودى ډله: د عزير له زوى ولې او زيږيدنې نه زموږ مراد دا ندى، چې تا وويله، له دې مراده جهل او كفر څرګنديږى، بلکې زموږ مراد شرافت او درناوى دى. لكه زموږ ځينې عالمان چې يو ځانګړى شاګرد ته وايي: “اى زما زويه” يا “هغه زما زوى دى” نو معلومه ده چى دا زوى ولې د كوروالى او زيږون پر بنياد ندى؛ ځكه چې شاګرد خو يو پردى سړى دى او له استاذ سره څه خپلوى نه لرى. همدارنګ خداى هم د حضرت عزير د شرافت او درناوى په وجه هغه خپل زوى ګرځولې او موږ هم ورته له دى كبله د خداى زوى وايو.

پېغمبر اكرم: ستاسو ځواب هماغه دى چې مخکې مې دركړ، چې كه دغه منطق د دې سبب شى، چې موږ حضرت عزير د خداى پاك زوى وګنو؛ نو له هغه چا سره زيات ښايې چې له حضرت عزير نه لوړ دى، لكه حضرت موسى چې د خداى زوى وګڼو؛ نو خداى پاك كله كله انسانان د خپلو دلايلو او اقرار په ذريعه محكوموى. 

ستاسو دليل او اقرار راښيئ، چې تاسو بايد د حضرت موسى په باره کې له حضرت عزير نه زيات څه ووايي، تاسو مثال وركړ او ومو ويل، چې يو مشر او استاذ خپل شاګرد ته چې ورسره هيڅ ډول خپلوى نه لرى د درناوى په وجه وايې: “اى زويه” يا “هغه زما زوى دى”؛ نو په همدې بنياد بيا دا روا وګڼئ، چې استاذ به له هغه نه بل ښه شاكرد ته ووايي: “دا زما ورور دى” او له هغه نه بل ښه ته به ووايې چې” دا زما استاذ او زما مشر دى” يا ” دا مې پلار او آغا دى ” يعنې هر څوك چې څومره زيات عزت او احترام لرى په لا ډېرو اوچتو تعبيرونو سره به ياديږى. په دې صورت کې تاسو دا روا وګڼې. چې وويل شى حضرت موسى د خداى پاك ورور يا استاذ يا مولا يا پلار دى، ځكه چې د حضرت موسى مقام له حضرت عزير نه لوړ دى.

   اوس درنه دا پوښتنه كوم چې ايا تاسو دا روا ګڼېچې حضرت موسى د خداى پاك ورورو يا پلار يا تره يا استاذ يا مولا، يا مشر او….. دى او خداى پاك د عزت او درناوى له مخې حضرت موسى ته ووايې:”اى زما پلاره” “اى زمااستاذه” ، ” اى زما تره”، “اى زما مشره” او…..

د رسول اكرم د دغو پريكندو او مدللو خبرو په اورېدو سره د يهودو ډله له بحث نه پاتې راغله او يهوديان پداسې حال کې چى حيران او پريشان وو وويل:

موږ ته اجازه راكړه چى په دې باب کې غور او فكر وكړو.

پېغمبر اكرم: البته كه تاسو په پاك، خالص او له انصاف نه په ډك زړه په دې باب سوچ او فكر وكړى نو خداى پاك به مو د حقيقت پر لور هدايت كړى.

دويم: له عيسايي ډلې سره مناظره

   اوس وار د عيسايي ډلې راغى. د خداى ګران رسول هغوى ته مخ راوګرځو او ورته يې وويل: تاسو وايي چى قديم خداى پاك له خپل زوى حضرت عيسى سره يو ځاى شوى، ستاسو مطلب له دى خبرې نه څه دى؟

   ايا له دې خبرې نه ستاسو مراد دادى چى خداى پاك له قديم (پخوانى) کېدو نه تنزل وكړ او راټيټ شو. او يو حادث موجود (پيدا شوى موجود) شو او له يو حادث موجود (حضرت عيسى) سره يوځاى شو. يا د دې په اپوټه (پرعكس) حضرت عيسى چې يو حادث او محدود موجود دى ترقى وكړه او له قديم پالونکی سره برابر او يو شو او كه له يوځاى کېدو نه ستاسو مراد د حضرت عيسى درناوى او شرافت دى؟!

   كه ړومبى خبره ووايﺉ؛ يعنې يو قديم وجود په يو حادث وجود بدل شى نو دا ناشونىه ده، ځكه چې له عقلي نظره دا شونې نده، چې يو ازلى او نا محدود څيز، حادث او محدود شى او كه دويمه خبره وكړىنو دغه هم ناشونىه ده ځكه چې له عقلي نظره يو محدود او حادث څيز پر يو نا محدود او ازلى څيز باندې بدليدل ناشونى دى.

او كه درېمه خبره وكړىنو معنايې دا شوه، چې حضرت عيسى هم د نورو بندګانو په شان حادث دى خو د خداى پاك په نزد د عزت او احترام وړ او يو ځانګړى بنده دى؛ نو په دې صورت کې به هم له قديم پالونکی سره د عيسى عليه السلام يوځاى کېدل او برابريدل ناشونى وى.

عيسايي ډله: خداى تعالى، حضرت عيسى ته يو لړ ځانګړنې وركړې او يو لړ معجزې او عجيبه چارې يې د هغه په اختيار کې وركړى وې؛ نو په دې وجه يى خپل زوى غوره كړى دى او دا زوى ولې د هغه د عزت، احترام او شرافت په وجه ده.

پېغمبر اكرم: همدا مطلب مو له يهودې ډلې سره په خبرو کې وڅيړه او تاسو هم واورېد؛ نو كه داسې وى، چې خداى پاك حضرت عيسى د هغه د ځانګړتياوو او امتيازاتو په خاطر خپل زوى وګڼې نو هغه كسان چې له حضرت عيسى نه لوړ مقام لرى يا د هغه برابر دى؛ نو بيا پكار دى چې خپل، پلار، استاذ، تره او….  يې وګنې”

   عيسايي ډلې ددغو خبرو په وړاندې هيڅ ځواب نه لاره او نژدى وه چې له بحث نه پاتې راغلى واې، يو تن پکې وويل: ايا تاسو حضرت ابراهيم د خداى دوست نه ګڼې؟

پېغمبر اكرم: هو ګڼو يى:

عيسايي: له همدې امله موږه هم حضرت عيسى د خداى زوى ګڼو، موږ ولې له دى ګروهې نه منع كوې؟

پېغمبر اكرم: دا دواړه لقبونه توپير لرى. د خليل كلمه په اصل لغت کې له “خله” (د ذره په وزن) اخستل شوې ده، چې معنايى شكر او نياز دى، دې ته په پام سره، چې حضرت ابراهيم خداى پاك ته ډېر متوجه و په عزت نفس سره يې له نورو نه ځان بى اړه ګاڼه د خداى پاك د درګاه فقير او حاجتمن و؛ نو ځكه خداى پاك خپل خليل وټاكه لكه تاسو حو اور ته د حضرت ابراهيم د غورځولو پېښى ته پام وكړﺉ:

 هغه يې چې د نمرود په حكم په منجنيق (مچوغنه، ټال)کې كينو چې اور ته يې وروغورځوى؛ نو حضرت جبراييل ورته راغى او ويې وويل:

 خداى پاك ستا مرستى ته رالېږلى يم، حضرت ابراهيم ورته وويل زه له خداى پرته چاته اړتیا نه لرم، دهغه مرسته راته بس ده، هغه ډېر ښه ساتندوى دى. خداى پاك په همدي وجه هغه خپل خليل وباله، خليل يعنې د خداى فقير او محتاج او د خداى له مخلوقاتو نه پرې شوى.

 او كه د خليل كلمه د “خِله” (د پله په وزن) له مادې وګڼو نو په دې صورت کې حضرت ابراهيم “خليل” و؛ يعنې د خلقت او حقائقو له اسرار او رازونو نه خبرو او داسې معنا له خالق سره د مخلوق د تشبيه او ورته والى سبب نه ګرځى.

له دى امله كه حضرت ابراهيم يوازې د خداى پاك اړمن نه واى او له رازونو خبرنه واى نو خليل به هم نه و، خو د پيدايښ او تناسل په موضوع کې د پلار او زوى تر منځ ذاتى اړيکې وى چى كه پلار زوى له ځانه وشړى او اړيکې ورسره وشلوى؛ نو بيا هم هغه د هغه زوى دى او د پلار او زوى ولې اړيکې لرى.

   اوس كه ستاسو دليل همدا وى، چې څنګه حضرت ابراهيم د خداى پاك خليل دى؛ نو حضرت عيسى هم د خداى پاك زوى دى نو په دې توګه بيا ووايي، چې حضرت موسى هم د خداى پاك زوى دى؛ بلکې هماغه ډول، چې د يهودو دې ډلي ته مې وويل كه داسې وى چې د خلكو د مقام درجه د دغو نسبتونو سبب وګرځى نو بيا ووايئ، چې حضرت  موسى د خداى پاك پلار، استاذ، تره، مشر او مولا دى…….  خو هيڅ كله تاسو داسې نه وايى.

   يو بل عيسايي وويل: په انجيل کې راغلى دى، چې حضرت عيسى وايي: ” زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر لور ځم” نو په دې عبارت کې حضرت عيسى خپل ځان د خداى زوى ښودلى دى!

پېغمبر اكرم: كه تاسو انجيل منىنو بيا د حضرت عيسى د دې وينا [زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر طرف ځم] له مخې ټول خلك د خداى پاك زامن ومنﺉ، د دې خبرې مطلب دا شو چې زه هم د خداى زوى يم او تاسو هم. بل خوا دغه وينا ستاسو مخكنې خبره (چى حضرت عيسى يو لړ ځانګړنې، شرافت او احترام لرى نو خداى پاك ځكه د خپل زوى په توګه بللى دى) ردوى؛ ځكه چې حضرت عيسى په دې خبره کې يوازې خپل ځان د خداى پاك زوى نه ګڼې؛ بلکې ټول د خداى پاك زامن ګڼې.

 نو له همدې امله زوى ولې د حضرت عيسى غير معمولې ځانګړنې کېداى نه شى؛ ځكه چى نور خلك هم سره له دې چې دغه امتيازات نه لرى د حضرت عيسى په وينا د خداى پاك د زامنو په ټوګه بلل شوى؛ نو هر مؤمن او خدا پرست ته ويلې شو چې” اى د خداى زويه!” تاسو د حضرت عيسى ويناوى نقلوىخو د هغه پر خلاف خبرې كوﺉ.

   تاسو ولې د “پلاراو زوى” كلمه چې د حضرت عيسى په خبرو کې راغلې ده د هغى د عامى معنې پر ځاى پر بله معنا اړوئ؟ کېداى شى له دې خبرې (زه د خپل پلار او ستاسو د پلار پر لور ځم) د حضرت عيسى مراد هماغه عامه معنا وى؛ يعنې زه دحضرت ادم او حضرت نوح (چى د ټولو پلرونه بلل کېږي) په  لوري ځم او خداى پاك ما د هغوى په  لوري بوځى-حضرت ادم او حضرت نوح زموږ د ټولو پلرونه دى؛ نو بيا ولې له ظاهري او حقيقي معنې نه لرى کېږو او نورى معناوى ورته راوړو.

          عيسويان د خداى پاك د ګران رسول د خبرو تر اغېز ى لاندې راغلل او ويې ويل:

   ” موږ تر ننه پورې داسې څوك نه و ليدلى چې په دومره مهارت سره يې بحث او مجادله كړى وى؛ خو موږ ته لږ وخت راكړه چې په دې باب سوچ او فكر وكړو”.

سرچینه : مناظرې. لیکوال : محمد محمدي اشتهاردي

[1] دا قصه له امام جعفر صادق (رح) نه نقل شوى چې اصلى راوى يې حضرت علي (ک) او متن يې په احتجاج طبرسي (1/16-26) کې راغلى دى.

[2] حضرت عزير له حضرت موسى نه وروسته د بني اسراييلو يو پېغمبر دى، چې پر بيت المقدس باندې د بخت النصر په بريد کې بني اسراييلو او (د عراق په حدود کې) بابل ښار ته سل كاله د بني اسراييلو په دعوت، تربيت او تبليغ بوخت و، تردى چې په 458ق م كال کې له يو شمېر بني اسراييلو سره اورشليم ته ولاړ او هغلته يې تورات كتاب او هغه تعليمات چې بني اسراييلو په كلى توګه هير كړى وو او څه اثر يې باقى پاتې نه و، بيا ژوندى او اصلاح كړل او بالاخره په 430 ق م كال کې يې له دنيا نه سترګى پټى كړى. له دى كبله چې يهوديانو او بني اسراييلو له هغه سره ډېره مينه لرله د هغه له وفات نه وروسته يې د هغه په باب ډېرې خبرې جوړې كړې ان تردې چې ويې ويل: هغه د خداى زوى دى خو دغه عقيده اوس پلويان نه لرى او ختمه شوې ده.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!