تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر  اکرم (ص)  زغم او لويه سينه تر عمومي بلنې مخکې، د پېغمبر  اکرم (ص)  خصوصي اړيکو او تر عمومي بلنې وروستې، ناستومانو هلو ځلو د بوت لمانځيو او كفارو پر وړاندې د مسلمانانو قوي او منظمې ليكې رامنځ ته كړې؛نو ځكه د مکې د كفارو په ناستو كې هم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبر  اکرم (ص)  زغم او لويه سينه

تر عمومي بلنې مخکې، د پېغمبر  اکرم (ص)  خصوصي اړيکو او تر عمومي بلنې وروستې، ناستومانو هلو ځلو د بوت لمانځيو او كفارو پر وړاندې د مسلمانانو قوي او منظمې ليكې رامنځ ته كړې؛نو ځكه د مکې د كفارو په ناستو كې هم د خطر زنګ ووهل شو،چې بايد وويل شي، چې قريشو ته د يوه نوي خوځښت ځپل او له منځه وړل  سخته چار نۀ وه؛ خو د قريشو وېره له دې وه،چې د دې خوځښت غړي له يوه ټبره نۀ؛بلكې له بېلابېلو ټبرونو وو؛ځكه يې غوڅ هوډ نۀ شو کولاى.

د قريشو مشرانو تر سلا مشورې وروسته هوډ وکړ، چې د دې غورځنګ بنسټ او بنسټګر په بېلابېلو وسايلو له منځه يوسي؛كله يې ورته رنګارنګه غوړې وعدې وركولې،چې كېداى شي،له خپلې خبرې لاس واخلي او يا دا چې په مرګ يې ګواښه او دا د قريشو لس كلنه کړلار وه،چې بالاخره يې هوډ يې وکړ پېغمبر اکرم (ص)  ووژني؛ خو مدينې ته په هجرت يې دا نقشه خاورې ايرې شوه.

 په هغو ورځو كې “ابوطالب” د “بني هاشمو” د ټبر مشر، د پاك زړۀ، لوړ همت او پراخې سينې خاوند و، چې كور يې د بېوزليو او يتيمانو (پلار مړيو) سرپناه و؛هغه پردې سربېره،چې د مكې رئيس او د کعبې د ځينو چارو مسوول و ،په خپله يې هم د خلكو په زړۀ كې خورا لوړ ځاى درلود او دا،چې د پېغمبر اکرم (ص)  پالندوی هم و؛نو د قريشو نور مشران [چې “ابن هشام” يې نومونه راوړي دي]،كور ته ورغلل او ورته يې وويل:((وراره دې زموږ خدايانو ته كنځل كوي او دين مو په بده يادوي،زموږ پر عقيدې خاندي،پلرونو ته مو بې لارې وايي؛نو يا يې پوه كړه،چې له دې كارو لاس واخلي او يا داچې تۀ يې ملاتړ مۀ کوه او موږ ته يې راوسپاره. (90)

“ابوطالب” ورسره په ځانګړي تدبير خبرې وكړې او هغوى يې نرم كړل؛خو د اسلام د لمر وړانګې ورځ پر ورځ خپرېدې،چې په دې خپرېدو كې ورسره د پېغمبر  اکرم (ص)  فصاحت او د قرآن جذابيت ډېره مرسته كوله.

 حضرت “محمد” (ص) به په تېره بيا په حرامو مياشتو كې تبليغ كاوه،چې مكه له هر ډول بريده خوندي وي. همدا چې د مكې فرعونان پوه شول حضرت “محمد” (ص) د بېلابېلو ټبرونو د خلكو په زړونو كې ځاى نيولى او ډېر يې پلوي شوي؛نو بيا يې هوډ وکړ د پېغمبر اکرم (ص)  يوازېني ملاتړى (ابوطالب) ته ورشي او دا خبره ورسره سپينه کړي؛نو “ابوطالب” ته ورغلل او ورته يې وويل:(( ابوطالبه! تۀ د شرف او عمر له پلوه پر موږ لوړ يې؛خو موږ مخکې هم درته ويلي وو، چې وراره دې له دې چارو منع كړه؛ خو تا زموږ خبره و نۀ منله او اوس زموږ د صبر كاسه ډكه شوې؛نور يې موږ نۀ شو زغملاى، چې په خدايانو پسې مو سپکې سپورې ووايي،موږ بې عقله او عقايد مو پوچ وبولي؛نو تۀ چې يې ملاتړ يې؛ نو پکار ده، له خپلو چارو يې منع كړې،که نۀ؛نو له تا او هغه سره به مو اوبه خړې شي.))

د پېغمبر  اکرم (ص)  يوازېنى ملاتړ پردې خبره رسېدلى و، چې د هغه پر وړاندې،چې دين يې له خطر سره مخ شوى،په سړه سينه خبرې وكړي؛ نو د همدې خبرې رسونې ته يې وويل: (( زه به مو خبرې “محمد” ته ورسوم.))

 البته دا ډول ځواب وركول،يوازې د هغوى د غوسې پر اور اوبه تويول وو، چې بيا وروسته ورته  حل را پيدا كړي.

د ټبر مشران چې ولاړل؛نو له وراره سره يې وليدل او د مشركانو خبرې يې ورته وکړې او دا،چې “محمد”(ص) وازمېيي، څومره پر خپله موخه ايمان لري؛نو د ځواب په تمه شول، چې پېغمبر  اکرم (ص)  ورته تاريخي ځواب ورکړ:

((كاكاجانه! پر خداى قسم، كه لمر مې په ښي او سپوږمۍ په کيڼ لاس کې كېږدي،چې له خپل تبليغه لاس واخلم؛نو هېڅكله به دا كار و نۀ کړم، په خپلې موخې پسې به هغې ځم  تر څو پر ستونزو برلاس او بريالى شم او يا خپل سر و بايلم.))

 د پېغمبر  اکرم (ص)  په سترګو کې پر خپلې موخې د ايمان اوښكې راټولې شوې او د تره له كوره ووت. پر موخه ايمان درلودلو او په زړۀ پورې ځواب يې پر “ابوطالب” اغېز وكړ او د ټولو خطرونو په زغملو يې وويل:(( وراره! پر خداى، چې يوه شېبه به دې هم له ملاتړه لاس وانۀ خلم؛ تكړه شه او خپله دنده سرته ورسوه! )) (91)

ابوطالب ته د قريشو درېم ځل ورتلل

د اسلام ورځ پر ورځ خپرېدل،”قريش” په چورت كې كړي وو او د چارې په لټه كې وو؛بيا سره راټول شول او ويې ويل: “ابوطالب”؛ځكه د “محمد” ملاتړ دى،چې ورته يې خپل زوى ويلى؛نو راځئ ښکلی ځوان ورته بوځو او ورته ووايو:راشه دې ځوان ته زوى ووايه؛نو “عماره بن وليد بن مغيره” يې ورته بوت او خپلې ګيلې او ګواښونه يې پېل كړل او ويې ويل:(( د “محمد” له ملاتړه لاس واخله او د وليد زوى ته خپل زوى ووايه، چې ښكلى، شاعر او په خبره پوه دى.))

 حال دا چې د “ابوطالب” په رګونو كې د غيرت وينه خوټېده، په لوړ غږ يې وويل:((ناوړه چلن راسره كوئ! تاسې خپل زوى راكوئ، چې په لمن كې يې وساتم او د خپل ځيګر ټوټه دركړم، چې ويې وژنئ؟! پر خداى قسم، چې دا كار به هېڅكله و نۀ شي.)) (92)

“مطعم بن عدى” راپاڅېد او ويې ويل: د قريشو وړانديز خو منصفانه و! تۀ يې هسې نۀ منې!

“ابوطالب”: د انصاف خبره دې ونۀ کړه! ثابته ده،چې تۀ مې ذلت غواړې او “قريش” په ما پسې راپاڅوې.ځه! لاس دې خلاص او توره دې تېره ! څه، چې دې  له لاسه كېږي،و يې كړه.

قريش پېغمبر  اکرم (ص)  ته غوړه ژمنه وركوي

“قريش” پوه شول،چي “ابوطالب” نۀ شي راضي کولاى،كه څه هم هغه خپل اسلام نۀ ښيي؛خو د زړۀ له كومې له حضرت “محمد” (ص) سره مينه لري؛نو هوډ يې وکړ، چې پېغمبر  اکرم (ص)  ته د مقام،منصب،ډاليو او ښکلو ښځو ژمنه وركړي.ګوره که دا ځل په دې خبرو له خپلې بلنې لاس واخلي؛بيا د “ابوطالب” كور ته ورغلل،چې وراره يې په څنګ كې ناست و.

 استازي يې خبرې پېل كړې:((ابوطالبه! “محمد” راكې درز اچولې، زموږ پر عقلونو يې وخندل،په موږ او خدايانو پورې يې ملنډې وكړې؛نو كه دا کار مال ته كوي،چې مال دركړو او كه منصب ته يې كوي؛نو منصب به وركړو او خپل واكمن به يې كړو. خبرې ته يې غوږ ږدو او كه ناروغ شو؛ نو درملنه يې كوو….))

“ابوطالب” پېغمبر  اکرم (ص)  ته وويل:(( د قوم مشران راغلي،چې په بوتانو پسې يې نورې سپکې سپورې ونۀ  وايې، چې درنه  لاس واخلي.))

پېغمبر  اکرم (ص)  خپل تره ته وويل:(( زه ترې هېڅ نۀ غواړم! هغوى دومره وړانديزونه وكړل؛خو زه به ورته يو وړانديز وكړم؛كه و يې مانه؛ نو پر عربو به حكومت وكړي او ناعرب به مو هم پلويان شي.))

 په دې وخت كې “ابوجهل” را ودانګل او ويې ويل: (( چمتو يو، لس خبرې دې ومنو.))

پېغمبر  اکرم (ص) :((وړانديز مې دادى،چې د خداى پر يووالي اعتراف او ګواهي وركړئ.))

 د پېغمبر  اکرم (ص)  دا خبره اوبه وې،چې پر تمو يې واړول شوې؛غلي شول او د يوه له خولې هم له هيبته سپڼ را ونۀ ووت او ټولو په ترهورتيا وويل: (( 360 خدايان پرېږدو او يو خداى دې ومنو!!))

قريش نهيلې او په غوسه له كوره ووتل.

 د ص سورت (4-7 ) آيتونه د همدې پېښې په باب نازل شوي دي.(93)*

 وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ= او(مشرکانو) تعجب وكړ، چې خپل يو سړى يې خبروونكى راغلى او كافرانو وويل: (( چې دا يو دروغجن كوډګر دى،

أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ= ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) كړى دى، په رښتيا دا (له ډېرو معبودانو يو جوړول، چې نور معبودان پرېږدئ او د يوه الله عبادت وكړئ) ډېر عجيبه څيز دى!.))

وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ= او مشران يې په بيړه (له غونډې) ووتل (او ويي ويل چې:) “ځئ او د خپلو معبودانو( پر لمانځنې) ټينګ اوسئ، بېشكه دا يو شى دى،چې غوښتي يې دي (تاسې بې لارې كړي).

مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ=(بل خوا) موږ دا (مطلب) په وروستي دين (عيسوى)كې (هم) نۀ دى اورېدلى، دا (ادعا) بې له ځانه جوړشويو دروغو بل څه نۀ ده.  (94)

د قريشو د كړونو بېلګه

له هغه ورځې،چې پېغمبر  اکرم (ص)  د چوپتيا پردې وشلولې او خپل تاريخي ځواب يې وركړ؛نو “قريش” يې له هر ډول وړانديزه نهيلي كړل،چې دې ځواب د پېغمبر  اکرم (ص)  د ژوند نوى څپرکى پرانست؛ ځكه تر هغه ورځې پورې،قريشو په ټولو كړنو كې د پېغمبر  اکرم (ص)  احترام ساته؛خو چې وړانديزونه يې خاورې ايرې شول؛نو ناچار شول كړنلار بدله كړي او په هره بيه، چې وي،د اسلام د خپرېدو مخه ونيسي؛نو راټول شول او هوډ يې وکړ پر كنځلو،ځورولو، ډارولو او ګواښ د پېغمبر  اکرم (ص)  مخه ونيسي.

 له پېغمبر  اکرم (ص)  سره پر دننني،روحي او معنوي لامل سربېره،باندينى مرستندوى؛”بني هاشم” وو،چې په سر كې يې “ابوطالب” و؛ځكه له كله چې “ابوطالب” خبر شو قريشو هوډ کړى وراره يې وځوروي؛نو ټول “بني هاشم” يې راغونډ كړل او ترې يې وغوښتل  د حضرت “محمد” (ص) ملاتړ شئ.

 ځينو د ايمان او ځينو د خپلوۍ له پلوه له د حضرت “محمد”(ص) ملاتړ اعلان كړ. يوازې “ابولهب” او دوه تنه نورو،چې نومونه يې د پېغمبر  اکرم (ص)  د دښمنانو په ليكه كې راځي، د پېغمبر  اکرم (ص)  ملاتړ ونۀ کړ؛خو دې دفاعي ليكې،پېغمبر  اکرم (ص)  له ځينو ناوړو پېښو و نۀ ساتلاى شو؛ ځكه په هر ځاى كې يې، چې پېغمبر  اکرم (ص)  ليده؛نو ځوراوه يې.

 د بېلګې په توګه:

1 _  يوه ورځ “ابوجهل” پېغمبر  اکرم (ص)  په “صفا” كې وليد،كنځل او ستغې سپورې يې ورته وويلې او ويې ځوراوه. رسول  اکرم (ص)  ورته هېڅ و نۀ ويل او خپله لار يې ونيوه. “ابوجهل” هم د کعبې تر څنګ د قريشو غونډې ته ور روان شو. دا مهال “حمزه” د پېغمبر  اکرم (ص)  تره [چې رضاعي ورور يې هم كېده او خپله لينده يې  پراوږه اچولې وه] له ښكاره راستون شوى و؛عادت يې دا و، چې له ښكاره د راستنېدو پر مهال،مخکې له دې،چې خپل زامن او كورنۍ وويني،د کعبې طواف ته به ته او بيا يې د کعبې شاوخوا ته پر ناستو قريشو سلام اچاوه؛نو پر هماغه ورځ چې تر دې مراسمو وروسته كور ته روان و،د “عبدالله بن جدعان” مور يې مخې ته راغله ، ورته يې وويل :((“حمزه” ! كاشکې دلته څو شېبې مخكې واى او څه، چې ما پر سترګو ليدلي وو،تا هم ليدلي واى؛وراره ته دې “ابوجهل” كنځل وكړې او ويې وځوراوه!!!))

 د مينځې خبرو پر “حمزه” ډېر اغېز وكړ او بې له دې، چې د كار پايله وسنجوي،هوډ يې وکړ له “ابوجهله” د وراره غچ واخلي؛نو بېرته راوګرځېد او په “ابوجهل” پسې ولاړ او “ابوجهل”،چې دکعبې تر څنګ،د قريشو په غونډه كې ناست و،په خپله لينده پر سر وواهه او سر يې ورمات كړ او له ګرېوانه يې راونيو او ورته يې وويل:(( تۀ پېغمبر  اکرم (ص)  ته كنځل كوې! ما پرې ايمان راوړى او پر كومه لار،چې ځي،زه هم پرې روان يم، كه مېړه يې؛ نو راسره يې ګز كړه!))

 دا مهال د “بني مخدوم” د ټبر څو تنه د “ابوجهل” په پلوۍ راپاڅېدل؛ خو “ابوجهل” موقع پوه و او نۀ يې غوښتل جګړه وشي؛نو ويې ويل:(( ما له “محمد”سره بد چلن كړى و او “حمزه” حق لري له ما خپه شي.)) (95)

دا پېښه ددې ګواه ده،چې “حمزه”،چې وروسته بيا د اسلام له سترو سردارانو شو،د پېغمبر  اکرم (ص)  په ساتنه او ملاتړ او د پېغمبر  اکرم (ص)  د ګوند په پياوړتيا كې ستره ونډه درلوده.

“ابن اثير” (کامل: ٣/٥٩) ليكي:(( قريشو د اسلام د پرمختګ لوى لامل “حمزه” ګاڼه؛نو ځكه د نورو دسيسو په فكر كې شول))،چې وروسته به وويل شي.

“ابوجهل” رسول  اکرم (ص)  ته په څوکې کېدل

د اسلام پر مختګ “قريش” خورا وارخطا كړي وو. داسې ورځ به نۀ وه، چې داسې خبر يې نۀ اورېده،چې نن د پلاني ټبر بل هم مسلمان يا مسلمانه شوه؛نو ځكه په زړونو كې يې دغوسې لمبې بلې وې.

 د مكې فرعون (ابوجهل) يوه ورځ د قريشو په غونډه كې وويل:

(( قريشو! ګورئ، چې “محمد” زموږ په دين، پلرونو او خدايانو پسې سپکې وايي او موږ بې عقله ګڼي. پر خداى قسم ! سبا به “محمد” څارم او لويه تيږه به له ځان سره اخلم او،چې جومات ته ولاړ؛ نو سر يې پرې ماتوم.))

 د هماغې ورځې پر سبا،چې پېغمبر  اکرم (ص)  “”مسجدالحرام”” ته راننووت او د “ركن يماني” او “حجرالاسود” په منځ كې لمانځه ته ودرېد؛نو ځينې “قريش” چې د “ابوجهل” له نقشې خبر وو، په فكر كې وو، چې “ابوجهل” به په خپله هڅه كې كاميابېږي او كه نۀ؟ پېغمبر  اکرم (ص)  سجدې ته ولاړ او “ابوجهل” ورنږدې شو،چي زړۀ ته يې وېره راغله او په رپېدو او وېره قريشو ته راستون شو. ټول يې مخې ته راغلل او ويې ويل: ابوجهله! څه چل وشو؟ “ابوجهل” په لړزنده غږ وويل:(( وېره مې زړۀ ته راولوېده،چې كله هم نۀ وه رالوېدلې؛نو ځكه له خپل هوډه پر شا شوم.)) (96)

په دې كې شك نشته،چې د “ابوجهل” په زړۀ كې غيبي قوتونو وېره اچولې وه او پاک خداى خپل استازى د ملنډو وهوونکيو له شره وژغوره. “انا كفيناك المستهزئين”.

د پېغمبر  اکرم (ص)  د كړاوونو بېلګې هم په تاريخ كې ثبت دي، چې يوه يې دا ده:

يوه ورځ پېغمبر  اکرم (ص)  طواف كاوه،چې “عقبه بن ابى معيط” وکانځه، د پېغمبر  اکرم (ص)  پګړۍ يې ورته په غاړه كې واچوله او له جوماته يې راوايست،چې بيا ځينو د بني هاشمو له وېرې ترې خلاص كړ.(97)

پېغمبر  اکرم (ص)  خپل تره؛”ابولهب” او ښځې يې؛”ام جميل” خورا ځورولى دى.پېغمبر  اکرم (ص)  په ګاونډ كې يې و. هغوى به هر ډول سره او چټلي، پر پېغمبر  اکرم (ص)  اچوله. يوه ورځ “ابولهب” پرې “د پسه لرى” واچاوه او كار تردې و رسېد، چې “حمزه” په غچ کې هماغه كار پر “ابولهب” وكړ.

90_ سيره ابن هشام 1/265

91_ سيره ابن هشام  1/ 265-266

92_ سيره ابن هشام 1/266-267

93_ تاريخ طبرى 2/ 66-67  ، سيره ابن هشام 1/295-296

94_ سوره ص / 4-7

95_ سيره ابن هشام 1/313  او تاريخ طبرى 2/ 72

96_ سيره ابن هشام 1/ 298-299

97_ وګورئ: بحارالانوار ،  18/ 204

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!