تبلیغات

د قبلې بدلون مدينې ته لا د پېغمبر اکرم د هجرت څو مياشتې نه وې وتلې، چې د يهودانو د مخالفتونو د ډول اوازونه راپورته شول. د هجرت 17مه مياشت وه،چې حكم وشو:((تر دې وروسته كعبه د مسلمانانو قبله ده او پکار ده د کعبې پر لور لمونځ وكړي.))  د پېښې شرح: پېغمبر اکرم پوره […]

د قبلې بدلون

مدينې ته لا د پېغمبر اکرم د هجرت څو مياشتې نه وې وتلې، چې د يهودانو د مخالفتونو د ډول اوازونه راپورته شول.

د هجرت 17مه مياشت وه،چې حكم وشو:((تر دې وروسته كعبه د مسلمانانو قبله ده او پکار ده د کعبې پر لور لمونځ وكړي.))

 د پېښې شرح:

پېغمبر اکرم پوره ديارلس كاله په مكه كې د “بيت المقدس” پر لور لمونځ وكړ. تر هجرت وروسته، الهي حکم دا و: قبله هماغه پخوانۍ قبله ده او هماغې قبلې ته،چې يهودان يې هم پر لور درېږي،مسلمانان دې هم د هغه پر لور لمونځ وكړي .

 دا كار عملا يو ډول مرسته او د دوو پخوانيو او نويو اديانو نږدې كول وو؛خو د اسلام پرمختګ د يهودو په زړه كې وېره واچوله؛ځكه ليدل يې چې اسلام ورځ تر بلې پر مخ روان دى او يوه ورځ به پر ټوله ټاپووزمه واكمن شي او د يهودو دين به له منځه يوسي؛نو ځكه يې په لار كې كوهيان اېستل او خنډونه پيدا كول.هغوى به له هرې لارې، پېغبمراکرم او مسلمانان ځورول،چې بالاخره يې د “بيت المقدس” پر لور د مسلمانانو د لمانځه كولو خبره رامنځ ته کړه،چې “محمد” ادعا كوي مستقل دين لري او دين يې د پخوانيو اديانو ناسخ دى.حال دا چې خپله ځانته قبله نه لري او د يهودانو د قبلې پر لور لمونځ كوي.

دا خبره پېغمبر اکرم ته راورسېده. نيمه شپه وه،چې له كوره راووت او اسمان ته يې وكتل. د وحې د راتلو په تمه و، چې په دې باب ورته كوم حکم راشي؛ لكه څنګه چې لاندې آيت د مطلب ګواه دى:

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ=په يقين چې (د وروستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اړول وينو!،دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي(؛نو د “مسجدالحرام” خوا ته مخ وګرځوه او چېرې چې واست،مخ هماغې لورې ته واړوئ او چاته،چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي چې(د قبلې بدلون) د خداى له لوري (پرځاى او) سم دى او په خپلو كتابو كې يې لوستي دي،چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او خداى يې (د دې آيتونوپه پټولوكې) له كړنو ناخبره نه دى . (173)

قرآني آيتونه وايي چې د قبلې د بدلانه  لامل يوازې د يهودانو اعتراض نه و؛بلكې د ازمېينې بڼه يې هم درلوده. مطلب دا و،چې پېغمبر اکرم د خبرې او عمل مؤمنان وپېژني؛ځكه د لمانځه پر مهال له يوې قبلې بلى قبلې ته مخ اړول،د ايمان او اخلاص نښه وه او له دې حکمه سرغړونه د نفاق او دوه مخۍ نښه وه؛لكه چې په خپله قرآن دې مسئلې ته اشاره كړې ده:

وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ = او په همدې توګه مو تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان اوسئ او پېغمبر پر تاسې شاهد دى او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړاوه، هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و،چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ورته شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته، چې خداى ورته لار ښوولې وه(او په دې هم پوه شئ، چې مخكېنۍ قبلې ته ستاسې لمونځونه سم وو) او خداى هېڅكله ستاسې ايمان [=لمونځ] نه ضايع كوي؛ځكه خداى پر خلكو ډېر  مهربان  (او) لوروونكى دى . (174)

البته د اسلام د تاريخ له لوستو او د”عربستان” پر ټاپوزمي تر رڼا اچولو وروسته څه نور لاملونه هم مخې ته راځي:

لومړى: كعبه چې د توحيد اتل (ابراهيم خليل) جوړه كړې وه،عربو ورته په درناوي كتل او له داسې ځای قبله جوړول؛يعنې د ډېرو عربو رضايت حاصلول دي،چې په دې كار يې دين ته رابولي،چې بې له دې بله موخه نه وه،چې ځيلي او اورپکي مشركان دين ته راوبلي.

دويم: د هغې ورځې له يهودو لرې كېدل،ډېر ضرور ګڼل كېدل،چې مسلمانېدو ته يې هېڅ هيله نه وه؛ځكه هره ورځ يې د پېغمبر اکرم مخ ته كوهيان اېستل او په دې پلمه،چې خپل معلومات زياتوي،له پېغمبر اکرم يې كړكېچنې پوښتنې كولې. د قبلې بدلون هم له يهودو د لرې كېدو لار وه.

د”عاشورا” پر ورځ د روژې نسخ كېدل هم د همدې مطلب لپاره وو، چې يهودو له اسلامه مخکې د عاشورا پر ورځ روژه نيوه.پېغمبر اکرم او مسلمانانو هم پردې ورځ روژه نيوه،بيا د عاشورا پر ورځ روژه نيول نسخ شوه او روژه د “رمضان” په مياشت كې فرض شوه. په دې وخت كې ځينو انګېرله،چې پخواني لمونځونه يې هم باطل شوې دي څو،چې وحې راغله او ويې ويل:((خداى به هېڅكله ستاسې کړه وړه پوپنا نه کړي.خداى پر خلكو روف او رحيم دى.)) (176)*

ددې اړخونو په پامنيوي سره چې، پېغمبر اکرم ته چې د ماسپښين دوه ركعته لمونځ يې كړى و،د وحې امين راغى او ورته يې وويل: (( د “مسجدالحرام” پر لور لمونځ وكړه!))

 په ځينو رواياتو كې راغلي: ((حضرت جبرائيل د پېغمبر اکرم لاس ونيو او مخ يې ورته د “مسجدالحرام” پر لور كړ او کومې ښځې او سړي، چې په جومات كې وو، د آنحضرت (ص) په پليون، ټولو “مسجدالحرام” ته مخ كړ او له هماغې ورځې “كعبه” د مسلمانانو خپلواكه قبله شوه.))

 د پېغمبر اکرم يو علمي كرامت

پخوانيو ستور پوهانو د محاسبو له مخې، د مدينې جغرافيايي عرض 25 درجې، طول يې، 75 درجې طول البلد او 20 دقيقې دى.

 د دې محاسبې له مخې، هغه قبلې،چې په مدينه كې استخراجېدې،د پېغمبر اکرم له محراب (چې اوس هماغسې پاتې دى) سره يې سمون نه خوړ،چې دې اختلاف ځينې فني كارپوهان حيران كړي وو؛ خو په دې وروستيو كې مشهور عالم “سردار كابلي” په نننيو محاسباتو وښووه،چې د مدينې عرض 24 درجې او 75 دقيقې دى او طول يې 39 درجې او 59 دقيقې دى . (176)*

ددې محاسباتو پايله دا شوه: د مدينې قبله بېخي په جنوب كې ده، چې يوازې 45 دقيقې د جنوب له ټكي كږه ده،چې دا استخراج كټ مټ د پېغمبر اکرم له محراب سره سمون لري او دا په خپله علمي كرامت دى، چې پېغمبر اکرم د لمانځه په حال كې داسې د “مسجدالحرام” پر لور وګرځول شو،چې ان كوچنى كږوالى پکې رانغى.(177)*

 

173_ سوره بقره/ 144

174_ سوره بقره/ 143

175_ سوره بقره/ 143

176_ تحفه الاجله فى معرفه القلبه / 71، 1319 كال چاپ

177_ صدوق، من لا مفيد، 1/ 88  او ابواب قبله، 3/ 218

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!