تبلیغات

بېلګې ته اړتيا د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده . بېلګو ته نظر،کلياتو او تئوري ګانوته  ژوند ورکوي . ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له تګه ژغوري . ښه  بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى . د امامانو د تلين د ورځې نمانځنه د همدې لپاره ده،چې په تاريخ […]

بېلګې ته اړتيا

د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده . بېلګو ته نظر،کلياتو او تئوري ګانوته  ژوند ورکوي . ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له تګه ژغوري . ښه  بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى .

د امامانو د تلين د ورځې نمانځنه د همدې لپاره ده،چې په تاريخ کې د ايمان او زغم  د بېلګو بېرغ اوچت وي .

خداى به تل خپل استازي ته حکم ورکاوه،چې د انسانيت غوره بېلګې خلکو ته  ور وپېژني،چې هېر نشي .

په يو آيت کې وايي : د ابراهيم ياد ژوندى  وساته (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ) او په يو بل آيت کې وايي :د مريم ياد ژوندى وساته . (وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ )

د بېلګې ليدل، تصوري،ذهني او محال ته د تجسم او عينيت بڼه ورکوي .

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(احزاب/۲۱) = (( په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

“أُسْوَةٌ” په ښو چارو کې له نورو د لاروۍ لپاره په کارېږي  .

په قرآن کې دوه ځل دا ټکى کارول شوى دى؛يو ځل د حضرت ابراهيم لپاره او بل ځل د حضرت محمد(صلی الله علیه و اله وسلم) لپاره،چې د پام وړ خبره خو دا ده،چې حضرت ابراهيم له شرک او مشرکانو په برائت کې بېلګه دى؛خو د اسلام پېغمبر د ټولو ښو چارو بېلګه دى .

پېغمبر اکرم په هر څه کې ،هر کهول ته په هر وخت کې بېلګه دى :

په مشرۍ کې؛تر لاس لانديو باندې لورنه،ورين تندی،مشوره، اخلاص،ساده ژوند،علم ته راهڅونه،عبادت،استقامت،زغم،کړه وړه، له ظلم او تېري سره مبارزه،نظم،پاکوالي او خوږ بوى،مساوات ، کورني ژوند، له  ماشومانو سره  مينه او ……….

پېغمبر اکرم په ټولو چارو کې بېلګه دى؛نو که وغواړو د هر يو لپاره بېلګه راوړو؛نو ستړي به مو کړي؛خو په تاريخ کې د پېغمبر اکرم پر بېلګه توب د لېينې- شاهدۍ لپاره ډېر روايتونه او آيتونه شته؛ لکه د احزاب په جګړه کې د پېغمبر اکرم ونډه، د مشرانو او رهبرانو بېلګه دى : لښکر او سرتېرو ته لارښوونه،هيله ورکول،خندق (کنده) کنل،ټوکې کول ، ډاډه کول، دښمن ته تر ټولو په  لومړۍ ليکه کې پروت و.

حضرت علي (ک) وويل : د جګړې لمبې به،چې بلې شوې؛نو موږ به رسول اکرم ته پناه وړه،چې په هغه شېبه کې به په موږ کې څوک د پېغمبر په څېر دښمن ته ورنژدې نه و. ( نهج البلاغه/٢٦٠ حکمت ).

که څه پورتنی آيت د احزاب د جنګ د آيتونو په شمېر کې راځي؛خو د اسلام پېغمبر په  ټولو چارو کې  تاريخ ته بېلګه دی .

څو ټکيو ته  پام  وکړئ :

١_  آيت  پر “لَقَدْ” پيل شوى،چې هم  د “لام” ټکى د قطعاً پر مانا دى او هم  د “قد” ټکى؛ يعنې پېغمبر اکرم  (ص) قطعا‌ً او حتماً  درته بېلګه دى، چې په دې خبره کې اړنګ- شک مه کوئ .

٢_  د “كَانَ” ټکى د ثبات او دوام لپاره دى؛يعنې پېغمبر اکرم په ټولو وختونو کې  د ټولو نسلونو لپاره  بېلګه دى .

٣_  ددې  پر ځاى،چې  ووايي (( رسول الله بېلګه دى ))، وايي : په رسول الله کې “أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ” ده؛يعنې تاسې کله هم د رسول الله په څېر نشئ کيداى؛خو کړاى شئ په اخلاقواو کړنو کې يې ځان ته بېلګه ومومئ .

پېغمبر اکرم په څو اړخونو او يا چارو کې بېلګه نه؛بلکې ټول کارونه يې بېلګه دي .

د آيت په پاى کې وايي: هغوى کړاى شي پېغمبر اکرم ځان لپاره بېلګه کړي،چې پر خداى ايمان لري .(لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ).

 پېغمبر اکرم  د  قرآن انځور دى

سيره ليکونکيو د تاريخ او روايتونو په رڼا کې د پېغمبر اکرم سيره لیکلې ده . نن  هم د کامپيوټر له لارې کړاى شو په قرآن کې د “کان رسول الله”عبارت وپلټو او د پېغمبر اکرم د سيرت پرځينو اړخونو ځان پوه کړو؛خو خداى موږ ته لار راښوولې ده،چې د قرآن د آيتونو په رڼا کې د پېغمبراکرم  سيرت ته ځان ورسوو،د قرآن په رڼا کې  پوهېداى شو،چې  پېغمبر اکرم څه ځانګړنې درلودې او سيرت يې څه و؟

 د اسلام  د پېغمبر ځانګړنې

په  يتيمۍ کې خداى “ماوا” ورکړه :

((أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوَى ( الضحی/۶) =يا ته يې يتيم نه وې موندلى؛نو(چې بيا) يې (ځاى او) پناه درکړه.))

د هغه  تحير او  هېښنه- حېرت يې لرې کړ  :

((وَوَجَدَكَ ضَالّاً فَهَدَى‏ ( الضحی/۷) = (( او ته يې ورک شوى موندلى وې؛ نو(بيا) يې لار دروښووه. ))

بېوزلي يې ترې لرې کړه :

((وَوَجَدَكَ عَائِلاً فَأَغْنَى (الضحی /۸)  = (( او ته يې تنګلاسى موندلى وې؛نو شتمن يې كړې ))

اروایز دباو يې ترې لرې کړ :

((أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ (الشرح /١) = (( ايا سينه درپراخه نه كړه))

ملا ماتوونکي ټولنيز دباوونه يې ‏هم ترې لرې کړل :

((وَوَضَعْنَا عَنكَ وَزْرَكَ (الشرح /۲) = (( او دروند پېټى مو درنه واخست ؟!))

((الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (الشرح /۳) =[ (هماغه پېټى) چې ستا ملا يې درنه كړې وه. ))

که يوه ورځ هجرت ته اړ شو او خپل ټاټوبى يې پرېښود؛نو يوه ورځ  يې  پر عزت مکه سوبه کړه او خپل ټاټوبي  ته راستون شو.

که  يوه ورځ يې چا خبرې ته غوږ نه نيوه؛نو بله ورځ ډلې ډلې خلک راغلل اواسلام يې راوړ.

((وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً (نصر/٢) = (( او خلک وينې، چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي))

د پېغمبر اکرم څېره

بشريت ته د پېغمبر اکرم شتون يو منت او احسان و :

((مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ)) ( آل عمران / ١٦٤ )

هستۍ ته رحمت و. (رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ) (انبياء / ١٠٧ ) .

بشر ته تل بېلګه و : (فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ) (احزاب / ٢١) .

پر ټولو پېغمبرانو او انبياوو لووى-شاهد او ګواه و،(وَجِئْنَا بِكَ عَلَى‏ هؤُلاَءِ شَهِيداً ) ( نساء/ ٤١) .

خداى له خپلو ځانګړنو ځنې د پېغمبر اکرم   لپاره هم  راوړي دي :

(رَؤُوفٌ رَحِيمٌ) ( توبه/١٢٨ ) .

که خداى پرمکه قسم خوري؛ځکه پېغمبر اکرم هلته دى :

((لاَ أُقْسِمُ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۱) = په دې ښار (= مكه) قسم خورم!))

((وَأَنتَ حِلٌّ بِهذَا الْبَلَدِ (البلد/۲) = (( او حال داچې ته په دې ښار كې اوسې))

که موږ يوې شېبې ته پر پېغمبر اکرم درود وايو؛نو د هستۍ پنځوونکى او پرښتې پرې تل درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلَّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً (احزاب /٥٦) = [ په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ]

که قرآن دنيا لږه ګڼلې او د “قليل” لقب ورکوي : (مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ) (نساء / ٧٧ ) ؛خو وايي چې د پېغمبراکرم  خوى ستر دى : ((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم/ ٤٠ ) = (( او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې .))

که موږ هېرونکي يو؛نوخداى ژمنه کړې؛څه يې چې پېغمبر اکرم ته ورلېږلي،هغه به يې نه هېروي : ((سَنُقْرِئُكَ فَلاَ تَنسَى (اعلى /٦) = (( موږ  ژر (قرآن) پر تا لولو؛نو نه به يې هېروې))

کله په يو آيت کې د پېغمبر اکرم  ډېر کمالات پرله پسې راغلي دي  : (( يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِداً وَمُبَشِّراً وَنَذِيراً. وَدَاعِياً إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجاً مُّنِيراً  (احزاب/ ٤٥ ، ۴۶) = [پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې. ]

خداى ته تر ټولو نږدې،د خداى استازى دى؛يوازې دهغه په باب دا آيت نازل شوى دى : (( ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى‏ (نجم/۸) = (( بيا نژدې شو او راكېووت))

امام سجاد وايي : خداى خپل استازى معراج ته يووړ،چې د خپل صفت عجايب او نوښت په ملکوت کې وروښيي .(تفسير نور١١/٣٠٧) .

پېغمبر اکرم په خبرو کې معصوم دى او د ځاني غوښتنو له مخې خبره نه کوي : ((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى‏ (نجم / ٨) = (( او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي .))

په کتنه او ليدنه کې معصوم دى : ((مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (نجم /١٧) = نظر(يې بلې خوا ته) وا نه ړاوه او و نه ښويېد(څه يې،چې وليدل، واقعيت و).

زړه او اروا يې کله هم نه دي تېروتي : ((مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى‏ ( نجم / ١١ ) =څه چې (د پېغمبر پاک)  زړه وليدل، ترې منکر نه شو. ))

په قرآن کې څوځل د پېغمبر اکرم نوم د خداى د نوم ترڅنګ راغلى دى،څو بېلګې يې دادي :

عزت يوازې د خداى او استازي لپاره يې دى : (وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ) (منافقين /٨) .

له خداى او استازي یې لاروي وکړئ : (  أَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ).

او وايي د هغوى بلنه ومنئ (اسْتَجِيبُوا لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ) ( انفال /٢٤) .

له خداى او استازي  سره يې مرسته وکړئ : (( وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوْا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلاَ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى‏ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/ ٩) = [ او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) له هغوى سره مينه لري،چې دوى ته يې هجرت كړى دى او څه چې هغوى (مهاجرينو) ته وركړ شوي،پخپلو زړونو كې هغوى ته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (مهاجرين) تر خپلو ځانو (غوره او) لومړي ګڼي او كه څه هم هغوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې له کنجوسۍ او د خپل نفس له حرصه خوندي شو؛نو همدوى بريالي دي.]

سرغړونه ترې  سخته رټل شوې ده  : (( وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ ناراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُهِينٌ ( نساء / ١٤) = او څوك چې د خداى او د هغه له پېغمبره سرغړونه کوي او د خداى له ټاكليو پولو تېرى وكړي، هغه به اور ته وغورځوي،چې تل به پكې وي،چې دا ورته رسواكوونكى عذاب دى . ))

((وَمَن يَتَوَلَّ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ (مائده /٥٦) = او څوك چې د خداى او دهغه د پېغمبراو مؤمنانو ولايت ومني (بريالي دي؛ځكه) د خداى ګوند بريالى دى . ))

((إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَاباً مُّهِيناً (احزاب / ٥٧)  = (( په حقيقت كې هغوى چې خداى او استازى يې ځوروي (؛نو) خداى هغوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي دي او ورته يې سپكوونكى  عذاب چمتوكړى دى . ))

د ((رب)) ټکى د پالونکي پر مانا دى،چې ډېر زيات په قرآن کې راغلى دى او هر ځل يو شي ته نسبت ورکړ شوى دى؛لکه : “رب الناس” ؛يعنې د خلکو پالونکى؛ “رب العالمين”؛يعنې نړۍ پال اوهمداراز “رب المشارق”؛خو د رب ټکى،چې د اسلام پېغمبر ته خطاب کوي ،چې زه ستا پالونکى يم، تر دوو سوو څخه زيات په قرآن کې راغلى دى او دا جوتوي،چې خداى پر خپل استازي  ځانګړى پام درلود.

کله شپږ ځل پرله پسې د اسلام پېغمبر ته خطاب شوى؛ لکه :

((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحاً مُبِينا. لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطاً مُسْتَقِيماً ً (فتح/۱، ۲) = [ په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي،چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي.]

په قرآن کې کله داسې ټکيو سره مخېږو،چې خداى پر خپل استازي ځانګړې لورنه درلوده؛لکه :

(ينصرک) (طه ،٩ )؛يعنې خداى به دې مل وي .

(( أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ = ايا سينه درپراخه نه كړه ( انشراح/١)

خداى خپل استازي ته وايي : قبله مې واړوله،چې ته خوښ او راضي شې(او يهودان ونه وايي،چې زموږ د قبلې پر لور لمونځ کوې .( قِبْلَةً تَرْضَاهَا) .(بقره/٤٤)

په راتلونکې کې به دومره څه درکړم،چې ته خوښ شې : ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى (الضحى/٥) ‏= او هرومرو به ژر ستا پالونكى تا ته (دومره) دركړي،چې خوشحاله شې .))

(( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ (کوثر/1) = کوثر مې درکړ.

((‏وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده/٦٧ ) = د خلکو له شره به دې وساتم .))

له حالاتو او جامو اغستو دې خبر يم : (( يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّل (مزمل/١) = اى ( د تفکر او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه ! ))

 ((يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (مدثر/١) = ځان نغښتونكيه! (او په بستر كې پروته)!

خبر يم ،چې د مخالفانو ناروا خبرو دې خلق تنګ کړى دى : (( وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ (حجر/٩٧) = او په يقين موږ پوهېږو، څه چې هغوى وايي،ستا سينه ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي )

کوثر مې درکړ،غوڅه اراده دا ده،چې ستااهل بيت له هر ډول رجس او پليدۍ پاک کړم . ته مې نړيوالو ته رحمت ولېږلې .

 ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ ( انبيا ء/ ١٠٧ ) = ((او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې. ))

خداى له خپل پېغمبره دفاع کوي او چې کله به مخالفانو په يو ډول پېغمبر  کمزورى کړ؛نوخداى به ترې دفاع کوله،هغوى به ويل : ((يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ )) (نحل /١٠٣)؛يعنې يوسړى پېغمبرته څه ورزده کوي؛خو خداى يې ځواب ورکوي  : ((عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (نجم/۶) = (( هغه ته پياوړى ځواکمن [=جبرئيل امين] ورښوولي دي . ))

کفارو به ويل : پېغمبر(ص) شاعر دى؛نوخداى وويل : ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْر ( یس/۶۹) = [ او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى]

آنحضرت(ص) ته يې مجنون وایه؛خوخداى ويل : ته د خداى د نعمت تر سيورې لاندې مجنون نه يې .

آنحضرت (ص) یې پر سحر او کوډګرو تورناوه؛نو خداى پرسخته دا تور ردواه او چېرته به،چې هر ډول تور پر پېغمبر اکرم ولګېد؛نو خداى به پر بشپړ پرېکندتوب رداوه .

پېغمبر اکرم د قرآن انځور و،چې دا خبره هم اهل تشيع اوهم اهل سنتو د پېغمبر اکرم له مېرمنې رانقل کړې ده .

((کان خلقه القرآن)) ( شرح ابن ابي الحدید ۶/ ۳۴۰، سنن النبي علامه طباطبايي/۵۶مخ)

اوس به دا حقیقت له قرآنه، د پېغمبر اکرم  د خبرو او اهل سنتو د روايتونو په رڼا  کې راوڅپړو:

هم قرآن په قيامت کې شفيع دى ((نعم الشفيع القرآن لصاحبه يوم القيامه = نهج الفصاحه ٦٣٣ مخ ) اوهم پېغمبر اکرم وويل : زه لومړنى شفيع يم .( فضائل الخمسه١/٤)

هم قرآن د نړيوالولپاره ګواښنګرى دى : ( لِلْعَالَمِينَ نَذِيراً)( فرقان/۱) اوهم د سبا د سورت په ٢٨م آيت کې راغلي : (( كَافَّةً لِّلنَّاسِ)) پېغمبر اکرم  وويل : زه ټولو نړيوالو ته رالېږل شوى يم .( فضائل الخمسه ١/٤٥)

هم پېغمبر اکرم [لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا(فرقان/۱) ] نهج البلاغه/٢٦ خطبه).

هم قرآن  د خلکوخيرغواړي ((هوالناصح) نهج البلاغه/١٧٦ خطبه )او هم پېغمبر اکرم  ((فبالغ مى النصحيه )) نهج البلاغه/٢٦ خطبه) هم قرآن پند دى (مَوْعِظَةٌ مِن رَبِّكُمْ) (يونس/٥٧)اوهم پېغمبر اکرم خلک  پند ته رابلي . ((والموعظه الحسنه ))( نهح البلاغه/١٠٩).

هم  قرآن  خلک  پرغوره  توګه  رابلي؛یعنې په قرآن کې کږنې او انګېرنې -خرافات او اوهام او ځانګړى وخت نشته‏:(يَهْدِي لِلَّتي هِيَ أَقْوَمُ) (اسرا‌ء  /٩)

حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم په هکله وايي : د پېغمبر اکرم پر لار روان شئ ،چې د هدايت تر ټولوغوره لار ده اوخپل  کړه وړه مو د پېغمبر اکرم پر کړنلاړ سم کرئ،چې تر ټولوغوره کړنلار ده . (نهجالبلاغه /١١٠ خطبه ).

قرآن ته کتل هم عبادت دي .(وسايل الشيعه ٤/٨٥٤ مخ) او پېغمبر اکرم هم وويل : ما ته کتل  عبادت دي ( فضائل ١/١٧)

هم قرآن هغه وسيله ده،چې خلک له تيارو رڼا ته راباسي : (( كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ (ابراهيم/۱)او هم د پېغمبر اکرم په هکله  لولو،چې ‏پرحقه معبوث شو،چې خلک د بوتانو له عبادته د خداى عبادت او د شيطان  له لاروۍ يې د خداى لاروۍ ته راوبلي . (نهج البلاغه ١٤٧خطبه ) .

هم قرآن د لاروۍ کتاب دی : (( وَهذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( انعام /١٥٥) = ((او دا له بركته ډك كتاب دى،چې موږ پرتا نازل كړى دى؛ نو لاروي يې وكړئ او پرهېزګاري وكړئ،ښايي خداى درباندې ولورېږي .))

اوهم بايد د پېغمبر اکرم له احکامو لاروي وشي . ( وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ) (حشر/ ٧)

هم قرآن د رحمت کتاب دى : (( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَاناً لِكُلِّ شَيْ‏ءٍ وَهُدىً وَرَحْمَةً وَبُشْرَى‏ لِلْمُسْلِمِينَ)) ( نحل/ ٨٩) اوهم پېغمبر اکرم هستۍ ته رحمت دى : (( وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ (انبياء / ١٠٧)  = (( او ته مو يوازې نړيوالو ته رحمت لېږلى يې.))

څومره،چې د قرآن تلاوت زيات وي؛نوغوره به وي او هم څومره،چې د پېغمبر اکرم درود زيات وي؛لکه امام حسن عسکرى چې وايي : (  اکثروا….تلاوه والصلاه على النبى ) ( تحف العقول/٤٨٨ مخ ) هم قرآن رڼا ده : (إِلَيْكُمْ نُوراً مُبِيناً) (نساء/ ١٧٤) اوهم پېغمبر اکرم رڼا ده : (السلام عليک يا نورالله ) (موسوعة زيارات المعصومين۱/ ۴۲) هم قرآن بيان دى : (هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ) (آل عمران/١٣٨) اوهم د پېغمبر اکرم کلام بيان دى.(کلامه بيان ) (نهج البلاغه/٩٦خطبه ) .

هم قرآن مبارک دى:(كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ) (ص/٢٩) اوهم آنحضرت (ص) مبارک دى (صحيفه سجاديه ،دو يمه دعا) .

هم قرآن د خلاصون بېرغ دى اوهم پېغمبر اکرم (صحيفه سجاديه ،دويمه دعا ) .

هم قرآن د کريم لقب لري : (لقرآن کريم ) اوهم د پېغمبر اکرم د کرامت سرچينه ده ( موسوعة زياره المعصومين ا/١٧) خپل اولاد هم بايد د قرآن پر کړنلار وروزو او هم د پېغمبر اکرم او د هغه د اهل بيتو پر کړنلار. (کنزالمعال ، ٤٥٤٩).

هم قرآن بشپړ يقين دى ( وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ) (حاقه/٥١) او هم د خداى رسول دومره عبادت وکړ،چې ځان يې د يقين او باور درجې ته ورسو (موسوعة زياره المعصومين ۱/ ۹۵ ).

هم قرآن شفا ده (وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ) (يونس/٥٧) اوهم پېغمبر اکرم طبيب دى . ( نهج البلاغه/١٠٦خطبه ) .

هم قرآن روښانوونکى ځانګړنه لري(وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ) ( الحجر/ ١) او هم پېغمبر اکرم : (( وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ( الحجر/ ٨٩ ) = او ووايه : په واقع کې زه هماغه څرګند وېروونكى يم .))

هم قرآن عزيز دى،( لَكِتَابٌ عَزِيزٌ) (فصلت/ ٤١) او هم پېغمبر اکرم د عزت وسيله ده : (اعزبه الزله) ( نهج البلاغه/ ٩٦خطبه ) هم قرآن خلک ودې ته رابلي( يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ)(جن/٢٢) او هم پېغمبر اکرم خلک ودې ته رابلي : (نهج البلاغه/١٩٥خطبه) قرآن د ټولو اسماني کتابونو د اصولو ساتونکى دى (وَمُهَيْمِناً عَلَيْهِ) (مائده /٤٨) اوهم پېغمبر اکرم د ټولو تېرو انبيا وود اصولو ساتونکى دى (نهج البلاغه، ٦٣).

هم قرآن امام دى (نهج الفصاحة/٩٧٩اح) اوهم پېغمبر اکرم . (بحارالانوار٩/٢٩٤)

هم په هغه زړه کې،چې قرآن وي، پرې عذاب نه راځي (کنزالعمال/ ٢٤٠٠ح ) اوهم په هغه امت کې ،چې پېغمبر اکرم وي،عذاب پرې نه راځي  :  ((وَإِذَا تُتْلَى‏ عَلَيْهِمْ اياتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هذَاإِنْ هذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (انفال/٣٣) = [خو (پېغمبره!) څو ته يې په منځ كې يې (؛نو) خداى يې نه په عذابوي او (همداراز) تر هغه چې بښنه غواړي؛ خداى به يې عذابونکى نه وي . ]

نه په قرآن کې بېلاري ‏شته (وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجا) (کهف/ ١) او نه په پېغمبر اکرم کې بېلاري شته (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ.عَلَى‏ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (یس/٤،۵ )

هم د قرآن خبره د اړپېچ- اختلاف پرمهال د کاڼي کرښه ده (إِنَّهُ لَقَوْلٌ فَصْلٌ) (طارق/١٣) او هم دپېغمبر اکرم کلام د کاڼي کرښه ده (نهج البلاغه /٢٧٩خطبه ) .

هو! د خداى رسول د قرآن انځور دی او داچې د خداى رسول د مباهلې پرمهال حضرت علي (ک) خپل ځان بللى و؛نوحضرت علي هم د قرآن انځور دی؛نوکه په روايتونو کې راغلي،چې بې د حضرت علي (ک) د ولايت له منلو لمونځ نه قبلېږي؛نوهسې خبره يې نه ده کړې؛ځکه د “خم غدیر” ‏په آيت کې خداى خپل استازي ته وويل،چې بې د ولايت له ابلاغه رسالت نه بشپړېږي .

((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (مایده/۶۷) =پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه کړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى.))

هو! الهي رسالت بې له ولايته بشپړ نه دی . حضرت علي (ک) وايي : قرآن هغه سمندر دى،چې ژورو ته يې لاس رسى نشته .

نو پېغمبر اکرم هم پر ژوره نشو پېژنداى،چې دا خبره يې د اهل بيتوپه اړه هم صادقه ده؛نو که چا د پېغمبر اکرم او د اهل بيتو په اړه څه ليکلي؛نو په حقيقت کې يوازې خپل علم يې بيان کړى دى؛لکه هماغسې،چې څوک يو لوښى په سمندر کې ورغوپه کوي او څه اندازه اوبه را اخلي او وايي دا سمندر دى،حال داچې سمندر‏ کله هم په کوزه کې نه ځايږي .

 له آنحضرت (ص) څخه بښنه غوښتل

اوس چې پېغمبر اکرم د قرآن بشپړ انځور دى؛نو داچې سيرت یې ليکم، ترې بښنه غواړم؛ځکه د حضرت علي (ک) په څېر انسان بايد پېغمبر اکرم توصيف کړي،هغه پېغمبر،چې خداى يې ستاېنه کړې ده،هغه پېغمبر،چې خداى اسمانونو ته بوته او د پرښتوځاى يې د هغه پر ګامونه مبارک کړ،هغه پېغمبر،چې يوې اسماني سپرلۍ له “مسجدالحرام” څخه “مسجدالاقصى” ته په يوه شپه کې بوته .

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى (اسراء/١) =پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت .))

هغه پېغمبر،چې د ظرافت ،عاطفې او دقت نړۍ ده او کله به دې د هغه عاطفي کارونه داسې هک پک کړي،چې ګوته پرخوله به ورته ودرېږې. یوه ورځ يې اودس کاوه،چې يوه تږې پيشو يې وليده،اودس يې پرېښود او د اودس اوبه يې پيشو ته کېښووې . هغه پېغمبر،چې له دښمن سره په چلن کې لکه د غره کلک او له دوست سره په چلن کې تر اوبوڅخه نرم دى ؛له خپل حقه،ان له دښمنه ډېر په اسانه تېرېږي؛خو د قانون په پلي کولو کې دومره پرېکنده دى،چې قسم خوري،چې که لور مې هم د اسلامي احکامو پرخلاف څه وکړل؛نو الهي حدود به پرې جاري کړم . هغه مهال،چې د ډېرو لږو ليک لوست زده و؛ نو ویې  ويل :[طلب العلم فريضته على کل مسلم ومسلمه] (بحارلانوار٦٠٧/٦٨)،چې له څوارلس پيړيو تر تېرېدو وروسته د پوهې د زده کړې د اهميت په باب دومره څرګند شعار لا نه دى راغلى. په هغه وخت کې،که له يوه ټبره به چا يو تن وواژه ؛نوپه غچ کې به يې د وژنکي د ټبرڅوکسان وژل او بې رحمي ډېره زياته وه؛خوپېغمبراکرم حکم وکړ،چې که څوک د مکې په سفرکې وي او خپل څاروى مکې ته د ژر رسېدو لپاره وکړوي؛نو د هغه انسان لېینه – ګواهي اعتبار نه لري؛ځکه هغه چې خپل څاروى کړولى،په زړه کې خيرى لري او د داسې کس د لېینې – شاهدۍ منل ناروا دي .

هو ګرانه! دا احکام او مينه يې وه،چې هغه مړ ملت يې راژوندى کړ.

(( دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ (انفال /٢٤) = هغه تاسې داسې څيزونوته راوبللئ ، چې راژوندي یې کړئ .))

((مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ ( نساء/ ٨٠) =چاچې د رسول لاروي وکړه، په حقيقت کې يې زما لاروي کړې ده .))

((وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى (نجم /٣) = هغه هېڅ کله د ځاني غوښتنو له مخې څه نه وايي .))

((إِنَّكَ عَلَى‏ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (زخرف/ ٤٣) هغه تل پرسمه دى . ))

څنګه به وکړاى شم د هغه چا سيرت وليکم ،چې خداى په ځانګړې توګه تاييد کړى دى .

((وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْراً عَزِيز ا ( فتح /٣) ً= او خداى درسره په ناماتې بريا مرسته وكړي .))

په څو کرښو کې‏ څنګه ‏هغه پېغمبر معرفي کړم،چې خداى يې نوم  او ښوونځي ته مقام ورکړى دى (وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ) (الشراح /۴) .

ايا دا به شونې ‏و‏ي،چې د يو داسې انسان اخلاق په يوه وړوکې کتاب کې راټول کړو ،چې خداى یې په اړه ويلي ‏دي : (( وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم /٤ ) = او په رښتيا چې ته ستر خوىونه لرې.))

همدا قرآن،چې دنيا په “متاع قليل” يادوي، د پېغمبر اکرم اخلاقو ته ((عظيم )) وايي .

څنګه به وکړاى شو هغه پېغمبر وستايو،چې خداى ورته په دنيا کې کوثر او ډېر خېر ورکړى دى : ((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ ( کوثر/١) = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ.))

او په آخرت کې يې هم ورته د شفاعت لوړ مقام ورکړى دى . د هغه چا په هکله به څه ووایم ،چې زوکړې يې د فارس اورتون مړ کړ او بعثت يې د فساد لمبې مړې کړې .زوکړې يې د کسرى د ماڼۍ ستنې وخوځولې او بعثت يې د خلکو زړونه او مغزونه .

د هغه چا په اړه به څه به وليکم ‏،چې قرآن ټولو نړيوالو ته رحمت ګڼلى دى :(( رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ)).

دهغه چا په اړه به څه ‏ووايم،چې په ستروي‏ کې داسې ځاى ته ورسېد، چې يو خوا معراج ته ولاړ او د خداى مېلمه شو او بلخوا وايي : (( که په يو لرې ځاى کې يومريى راته بلنه راکړي؛نو پر سر سترګه به يې ومنم )).

ستروي ته یې همدومره بس،چې د اسماني سفر لپاره ورته اسماني سپرلۍ راوړل شوه او دومره تواضع لري،چې پر بې کتې خره سپرېږي .

باید ستروي ته یې‏ ووایم : جبرائيل پرې د خداى له لوري اسلام وايي او د تواضع په هکله به يې ووایم،چې د مکې پرماشومانوبه يې سلام اچاوه،د سجدې پرمهال به يې خپل تندى او زړه خداى ته سپاره او د کور ماشومانو به،چې د سجدې پرحال وليد؛ نو پرې سپرېدل او هغه هم سجده اوږدوله،چې ماشومان ترې ونه غورځېږي .

الله اکبر! څومره ستر دى دا انسان،چې په يوه شېبه کې به يې هم له خداى سره راز و نياز کاوه او هم به يې له ماشومانوسره مينه! د هغه د شخصيت ټول اړخونه نه کښل کېږي،نه يې ويلاى شو او نه يې انځورولاى شو.

نړۍ بايد کوچني ته دا احترام وويني او له خپلو بې محتوا شعارونو څخه ،چې د انسان د حقوقوپه هکله يې ورکوي خجالت وباسي ……….

ټوکې يې کولې؛خو کله به هم له بريده نه تېرېده ،د خپل زوى ابراهيم د مړينې پرمهال يې وژړل ؛خوکله يې هم د حق پرخلاف خبره و نه کړه .

په سهار کې به يې له خپل خداى سره راز و نياز کاوه او د ورځې به پر کار بوخت و. د خپلو يارانو اولادونو ته يې سیالي ايښووه او ګټوونکي ته يې انعام ټاکه؛خوڅنګه سیالي‏؟ هغه سیالي،چې اس چلونکى او غشى ايشتونکى يې له دينه د دفاع لپاره پر کار راشي،نه هغه سيالۍ، چې د ټولنې کوم درد درمل نه کړاى شي؛خو انعام يې څه و؟ د کجورې ونه،چې ټولو به يې له لرګي ،پاڼو، مېوې او سيوري ګټنه کوله (توليدي انعام نه مصرفي) .

 د  سيرت پوهنې غوره لار

  سيرت جوړونکي حکمونه

خداى به پر خپلو څرګندو او کله په پرله پسې حکمونو د پېغمبر اکرم کړلار او د ژوند سيرت ټاکه . څو بېلګو ته پام وکړئ .

١_ همدا چې حکم يې ورته وکړ،چې ووايه : پالونکيه ! پوهه مې زياته کړې (وَقُل رَبِّ زِدْنِي عِلْماً) (طه /١١٤) لار ورښيي،چې کله هم ځان له زده کړې فارغ او خلاص شوى مه ګڼه .

٢_همداچې په سهار او ماښام کې ورته د خداى د ياد حکم ورکوي او ورته وايي،چې له غافلينو مه وسه : ((وَاذْكُر رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ والآصَالِ وَلاَ تَكُن مِنَ الْغَافِلِينَ (اعراف/٢٠٥) = ((او خپل پالونكى دې ګهيځ او ماښام په زړه كې په  زاريو او وېرې، ورو او ارام ياد كړه او له ناخبرو مه وسه!))

دا د پېغمبر اکرم عبادي سيرت انځوروي ‏.

٣_ د سجدې ،تسبيح ،تهجد او تلاوت د حکم په ورکولو يې دهغه عبادي سيرت وټاکه .

حضرت ام سلمه بي بي (د پېغمبر اکرم مېرمن) وویل : پېغمبر اکرم به په نيمه شپه کې ولاړ و،لاسونه به يې پورته ول او اوښکې يې تويولې او ویل يې : (( خدايه! راکړي نعمتونه دې راڅخه مه اخله. دښمن مې ښاد نه کړې او له هغو بلا ګانو،چې دې ساتلى يم ،بېرته مې پرې ککړ نه کړې او د سترګې د رپ هومره هم ما پرخپل حال مه پرېږده او حضرت يونس يوې شېبې ته پرخپل حال پرېښوول شو،چې د کب په ګېډه کې راګېرشو)) . (بحاررانوار ١٦/٢١٧) .

هو! د پېغمبر اکرم خوى د الهي احکامو له مخې و. يوې بېلګې ته مو پام را اړوم : همداچې د احد په جګړه کې مسلمانانو د پېغمبر اکرم خبره ونه منله او ماتې يې وخوړه او دوه اويا ياران يې شهيدان شول اوغاښ يې مات شو او د مکې د مشرکينو له راتلونکې پرېشانه و،چې داسې چلن يې وکړ؛نو و یې ویل : (( څنګه به داسې خلک نېکمرغه شي،چې د خداى له رسول سره داسې چلن کوي؟ )) (کشف الغمه ۱/ ۱۸۸)،چې آيت راغى ،چې د خلکو راتلونکى په تا پورې اړه نه لري : ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ))؛يعنې ان که هغوى تر ټولو بد کارونه هم وکړل ؛نو ته مه نهيلېږه کېداى شي همدا مشرکان سبا مسلمانان شي .

 ((لَيْسَ لَكَ مِنَ الْأَمْرِ شَيْ‏ءٌ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ أَوْ يُعَذِّبَهُمْ فَإِنَّهُمْ ظَالِمُونَ ( آل عمران/ ١٢٨) = ته ( د كافرانو د بښنې يا له جګړې د تښتېدليومؤمنانو په باب) هېڅ ډول اختيار نه لرې؛خو داچې (خداى) وغواړي و يې بښي يا سزا وركړي؛ځكه هغوى ظالمان دي . ))

نو د پېغمبر(ص) کړنلار د الهي حکمونو پر بنسټ ده . د پېغمبر اکرم خوى دا و؛پر څه چې پوهېده؛نو هغه يې ويل او پرڅه،چې نه پوهېده،نه يې ويل .

‏خداى ورته وايي : خلکوته ووايه : زما خبرې د وحې پر بنسټ دي او د هماغې وحې تابع دي اوهېڅ کله نه وايم ،چې د خداى خزانې راسره دي يا داچې له ټولو عيبونو خبر يم يا داچې زه پرښته يم .( آل عمران/۱۴۴)

له خلکوسره د پېغمبر اکرم اړيکې داسې وې،چې خلکو به نېغ په نېغه پوښته، کله ‏د روح په هکله،[وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ (اسراء/ ٨٥ ) ] کله د سپوږمۍ د غټېدو او نرۍ کېدو‏ په هکله [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ (بقره/۱۸۹)  کله د د عمومي مالونو په اړه ‏[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ (انفال /١ ) ] کله د قيامت د ورځې د وخت په هکله [يَسْئَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ (اعراف /١٨٧)] او کله يې د ښځو د حيض په هکله [وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ (بقره/٢٣٢ ) ] او ته هم ( ای پېغمبره!) هره پوښتنه داسې ځوابوه.

 

د پېغمبر اکرم خوى

په انبياوو کې يوازې د اسلام پېغمبر دى،چې د ژوند د تاريخ جزئيات يې روښانه ثبت شوي دي،چې دا ‏مسلمانانو ته ‏ستر وياړ دى؛ځکه د نورو پېغمبرانو د ژوند په تاريخ کې يې تر مړينې وروسته ډېرې اړونې ‏راوړي؛نومناسبه به وي،چې دلته د پېغمبر اکرم خوى ته لنډه اشاره وکړو،چې له ژوند او اخلاقو سره به یې اشنايې ټولو ته ګټور وي. څه مو چې دلته راخستي،د بحارالانوار له شپارسم ټوک،سيره ابن هشام ؛ ((کحل البصر)) او د الميزان  تفسير له شپږم ټوکه راخستي دي .

 

د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه

د اسلام ستر پېغمبر د دروند خوى او سترې دبدبې خاوند و، په زړونو کې يې ځاى درلود او پر خلکو خورا ګران و،څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده او په اخلاقو،مانيزې ښکلا او پاکۍ پسوللی و . يوازې به چې و؛ نو په فکر کې به و او په خلکو کې به، چې و؛نو تندى يې ورين او موسکا يې پر شونډو وه .

د دنيا په مال کې له هغه څه لرې ګرځېده،چې د پېسمنۍ-غرور او د زړه تړنې لامل و او ډېر خوښ و،چې له خپل پالونکي سره خلوت شي.

د اسلام پېغمبر سخت دريځه نه و، خواږه او نرم اخلاق يې درلودل او د دنيا د نورو شتمنو او زورواکو په څېر نه و، چې تل يې غري کول .

يو بيدياني عرب اړتيا درلوده او رسول الله (ص) ته راغى،چې رامخکې شو،له پخوا يې چې څه د پېغمبراکرم په هکله اورېدلي ول، د پېغمبراکرم دبدبه پرې کېناسته؛ژبه يې بنده او پښې يې وچې شوې .

کتل يې لنډ وو،د چا څېرې ته به نه ځيرېده او ډېرى يې سترګې ځمکې ته وې او خلک د عطرو له بويه پوهېدل،چې رسول الله (ص) له دې ځایه تېر شوى دى .

د تګ پر مهال يې خپلې مخې ته کتل او چې غوښتل يې، شا، مخکې او يا شاوخو ته کتل؛ نو له ټول بدن سره به هغې لوري ته ورچورلېده او چې يې چاته اشاره کوله؛نو په ټول لاس يې ورته اشاره کوله او هېڅکله يې په سترګو او وريزو اشارې نه کولې . ډېر وخت به مخ پر قبله ناست و،ډېره ناسته پاسته يې له بېوزليو سره وه او ورسره به په يوه کاسه کېناسته او پر خپلو مهربانو لاسونو يې خواړه ورکول او کله هم و نه شول، چې کوم بېوزله د بېوزلۍ له امله ورټي او له هېڅ واکمن او ځواکمنه نه ډارېده. بېوزله او شتمن د رسول اکرم په نظر کې يو برابر وو او دواړه يې توحيد ته رابلل؛ نه يې نيوکې کولې او نه يې غوړه مالي او د غوړه مالۍ او ستاېنې اورېدو بې زاره و، ويل يې: (( د غوړه مالانو او چاپلوسانو پر مخ خاورې وشيندئ .))

هېڅکله يې څوک له ځانه خوار او ټيټ نه ګاڼه . په حيا او شرم کې بې سارى و،تر دې چې که کوم څيز يې خوښ نه و؛نو له څېرې به يې پوهېدل،چې دا څيز يې نه دى خوښ‌ او چې له چا به خپه شو؛ نو خپګان يې په څېره کې ليدل کېده؛خو کله يې هم پر چا نيوکه او ګيله نه کوله او چې کوم څيز به يې، خوښ شو؛نو له خوشحالۍ يې څېره د څوارلسمۍ سپوږمۍ په څېر ځلېده.

هېڅ نعمت يې نه رټه . خواړه يې نه ډېر ستاېل او نه ډېر رټل. نعمتونه يې ستر ګڼل که څه په ظاهره به واړه وو.

يوه ورځ يې د يوې مېرمن په کور کې يو کپ ډوډۍ له ځمکې راواچته، ښکل يې کړه او ويې خوړه او بيا يې ورته وويل : (( دا هغه څه دي، چې اسمان،ځمکه او پکې ژوي پکار وو،چې دا کپ در و رسي.))

په ټول عمر کې يې چا ته کنځل ونه کړه، له خولې يې چا بېځايه خبره وانه ورېده او هېڅکله يې سپک کار ونه کړ

ويل يې : پالونکي مې حکم راکړى چې :

١_ ټولې پټې او ښکاره چارې د هغه لپاره وکړم .

٢_له هغه تېر شم،چې پر ما يې تېرى کړى او هغه وبښم،چې زه يې بې برخې کړى يم .

٣_ په هغه پورې ځان ور ونښلوم چې ځان يې را څخه پرېکړى دى .

٤_چوپتيا مې د اندنې-تفکر لپاره وي .

٥_ليدل مې د عبرت لپاره وي .

له امام باقر(رح) روايت دى،چې د خداى استازي راته وويل، چې پالونکي مې د اوو ځانګړنو حکم راکړى دى :

١_ له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته.

٢_ د ((لاحول و لا قوة الا باالله )) د ذکر ډېر ويل .

٣_له خپلوانو سره مړى ژوندى وکړم ،که څه راسره يې نه کوي .

٤_هغوى ته وګورم،چې د شتمنۍ له کبله تر ما ټيټ وي او هغوى ته ونه وګورم، چې تر ما پورته دي .

٥_ د خداى په لار کې د چا له رټلو ونه وېرېږم.

٦_د حق خبره وکړم که څه ترخه وي .

٧_له هېڅ چا څه ونه غواړم .

رسول الله مبارک تر ټولو سخي و، مال يې نه زېرمه کاوه او که له خپل خرڅه به څه ورسره پاتې شول؛نو پر بېوزليو تر ايشلو مخکې به کور ته نه راستنېده .

کله يې هم کوم سوالګر تش لاس رخصت نه کړ اوڅومره يې چې له لاسه کېدل، د هغه د اړتيا په پوره کولو کې يې کوښښ کاوه او که داسې به نه شول ؛ نو په نرمه ژبه يې راضي کاوه .

د هر چا مېلمستيا يې منله او نه يې کتل،چې مېلمستيا د بېوزله ده که د شتمن،د سپين ده که د تور،د ازاد ده او که د مريي .

که چا ورته يو ګوټ شيدې هم ورډالۍ کولې؛ نو پر ورين تندي يې منلې او له ډالۍ راوړنکي يې مننه کوله ؛خو صدقه يې نه قبلوله او صدقه شوي خواړه يې هم نه خوړل .

که کوم واده ته به وبلل شو؛نو که کوم خنډ او مخنيوى به نه و؛نو د واده خوړې ته به ته او په ټاکل شوي وخت به په بلل شوي ځاى کې حاضرېده؛خو هغو غونډو ته به نه ته،چې يوازې شتمن به پکې ول او بېوزله به پکې نه وو او همداسې د فاسقانو غونډو ته خو به بيخي نه ته .

کله خو به داسې هم کېدل، چې رسول الله (ص) به يوه لرې مېلسمتيا منله، د بېلګې په توګه : يوه ورځ د مدينې په شاوخوا کې يو کلي ته مېلمه شو او هغوى ترې يوازې پر سوکړک مېلسمتيا وکړه او د خداى استازي به هم د زړه له کومې په داسې غونډو کې ګډون کاوه او په تېره د هغه چا مېلسمتيا او غونډې ته به پر ورين تندي ورتله،چې کوربه يې د تقوا خاوند و.

پېغمبراکرم(ص) به د ناروغانو پوښتنې ته ورتله، که څه د ناروغ کور به ډېر لرې و؛ په جنازه کې يې ګډون کاوه.

په جګړو کې،چې به ځواک ته اړتيا شوه؛نو ډېر وړانديزونه وشول، چې له مشرکه د مشرک پر خلاف کار واخلو؛خو هغه مبارک به پرېکنده ځواب ورکاوه: زه په مشرک بري ته وررسېدل نه غواړم .

د پېغمبراکرم تندى ټولو ته ورين،سينه يې ټولو ته پراخه، پر ټولو مهربانه و او د مهربان پلار په څېر يې ټولو ته په يوه سترګه کتل .

په حقوقو کې ورته ټول مساوي ول، بې له خداىه يې له چا په زړه کې وېره نه درلوده او د دنيا يوې چارې هم نه وارخطا کاوه.

دنيوي چارو بوختولای نشو؛خو د پرهېزګارانو تقوا.

د جامې ډول ته يې دومره ارزښت نه ورکاوه؛خو پاکوالي او سادګۍ يې ورته ارزښت درلود.

که اس و که قاطر، د سپرلۍ ګټنه يې ترې کوله او چې په کوم کار پسې به شو؛ نو ترسره کاوه يې او که څوک يې ملګری کېده ،له ځان سره يې سپراوه او دې ته يې نه کتل، داچې پر سپرلۍ راسره کېني، ازاد دى که مريی ،بېوزله دى که شتمن او بله داچې ډېر وخت خو پر خپله سپرلۍ نه سپرېده او ورسره به پلى تله .

خوږ بوي يې خوښ و، له بېوزليو سره يې داسې ناسته پاسته کوله، چې ته وا له هغوى ځنې دى .

تر ټولو ساده او تر ټولو پر نورو مهربانه و .

له اهل صفه وو سره په لورنې او مينه چلېده او رسول اکرم ته،چې ډالۍ يا صدقه راتله؛نو ورکوله يې ، د فاضلانو درناوى يې کاوه او د ښو اخلاقو خاوندان پرې ګران وو او د هغوى درناوى يې کاوه . شريفو خلکو ورسره ځانګړى مقام درلود او د هر قوم د مشر درناوى يې کاوه . زړه سوي یا صله رحم ته يې ډېر پام و او هغوى ورته د نورو په پرتله ګران وو، چې په دين کې به غوره او افضل وو . داسې څوک به پېدا نه کړئ، چې د خداى استازي ورسره جفا کړې وي .

که څوک تېروته او روسته به پوه شو،چې تېروتى او بښنه يې غوښته؛نو بښنه يې منله. له چا يې تمه نه درلوده او که چا داسې کوم کار وکړ،چې تمه به ترې نه کېده؛ نو څه يې ورته نه ويل؛خو هغه مهال ،چې د سمونې او ارشاد په موخه وو .

د بې ادبو پر وړاندې زغمناک و او داسې هم کېدل،چې ځينو به يې په مخ کې ناندارۍ کولې او د خداى د استازي حرمت يې نه ساته؛خو هغه به د متانت او ښو اخلاقو له امله چوپ پاتې کېده او څه يې ورته نه ویل .

د رسول اکرم د کور عادي خواړه روټه وه او ډېر وو، چې په کور کې يې خواړه نه وو .

کله خو په مياشتو مياشتو د پاک نبي (ص) په کور کې د پخلي اور نه بلېده. د کور معمولي خواړه يې اوبه او کجورې وې ؛خو پر کومه ورځ، چې به انصارو ورته شيدې راوړې . داسې کوم وخت رانغى، چې په يو وخت کې دوه ډوله خواړه وخوري . ډېرى يې خواړه اوبه او کجورې وې او که کوم وخت کجورې او ډوډۍ شوه؛نو يوازې ډوډۍ يې خوړه.

د بېوزليو او اصحابو په داسې مېلسمتياګانو کې يې هم ګډون کاوه،چې نه پکې غوښه وه او نه ډوډۍ او پخپله پکې وږى پاتې کېده او ډېر داسې وختونه راتلل،چې يوازې ډوډۍ او کجوره يې هم په مړه ګېډه نه خوړه او ډېر وو داسې وختونه،چې له لوږې يې تيږه پر نس تړله .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست