تبلیغات

د پېژندګلو او معرفت اوزار ١_حواس په دې هکله قرآن شريف وايي :((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه او سترګې او عقلونه دركړل؛ […]

د پېژندګلو او معرفت اوزار

١_حواس

په دې هکله قرآن شريف وايي :((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ =خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ ، چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه او سترګې او عقلونه دركړل؛ دا ځكه چې( د خداى د نعمت) شكر وكاږئ .(٣٢)؛

٢_عقل

عقل ستر الهي نعمت او د انسان باطني حجت دى،چې د عقل په مرسته هم محسوسات په سمه توګه وپېژنو او هم د چارو د شننې ځواک ‏پيدا کړو .

٣_وحې

وحې د الهي معارفو سرچينه ده او له هغه ځايه،چې د وحې سرچينه د خداى ناپايه پوهه ده؛نو تر ټولو د ډاډ وړ او پياوړى اوزار دى،چې د بشر په برخه شوې ده .

 

د پېژندګلو يا پوهاوي سرچينې:

١_طبيعت

د قرآن شريف ډېرو آيتونو په بېلابېلو طبيعي موضوعاتوکې “تدبر” ته رابللي يو؛لکه د ځمکې او اسمانو پيدايښت،د شپې او ورځې راتګ،په اوبو کې د بېړۍ حرکت،غرونه ،ځناور او ……

٢_تاريخ

د تاريخ لوستل ګټور او له پېښو،برياوو او ناکاميو سره اشنايي د انسان د تاريخ په لوستو د هستۍ پر قوانينو پوهېداى شو: ((لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ)) (٣٣)

٣_انسان

د انسان د بېلابېلو اړخونو څېړنه ددې لاملېږي،چې د وسې،وړتيا او اړتياوو په اړه ژوره پوهه يې تر لاسه شي. خداى په قرآن شريف کې وايي:((سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ ان يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ)) (٣٤) .

 

د معرفت او پېژندګلو د لار خنډونه:

١_ ځاني غوښتنې :

(( وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ)) (٣٥) څوک به تر هغه بې لارې وي، چې په خپلو ځاني غوښتنو پسې ځي؟

٢_ د پلار نيکه غلط دودونه :

(( وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (احزاب/۶۷)= او وايي (به): (( پالونكيه! په واقع كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛نو له موږه يې (سمه) لار وركه كړه. (٣٦)

٣_لنډګروهي- تعصب او انديز‏ استبداد:(( وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ)) (٣٧)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست