تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د پېژند وزلو ناكارېدل   لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ = هو! (داچې حق يې و نه مانه؛ نو) پر ډېرو يې (د الله) د عذاب ژمنه جوته شوې؛ نو ځكه ايمان نه راوړي.   إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ ﴿یس/۸﴾ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د پېژند وزلو ناكارېدل

 

لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۷﴾ = هو! (داچې حق يې و نه مانه؛ نو) پر ډېرو يې (د الله) د عذاب ژمنه جوته شوې؛ نو ځكه ايمان نه راوړي.

 

إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ ﴿یس/۸﴾ = په حقيقت كې موږ يې په غاړو كې تر زنو غړوندي وراچولي، چې سرونه يې نېغ پاتې دي (او ښكته كولاى يې نشي.)

 

وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿یس/ ۹﴾ = او مخې ته یې مو هم دېوال جوړ کړی او تر شا یې هم دېوال او (سترګې يې) مو ورپوښلي؛ نو ځكه ليداى نشي.

 

وَسَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿یس/۱۰﴾ = او پر دوى بې توپېره ده، که يې ووېروې که يې ونه وېروې، ايمان نه راوړي.

 

په ظاهر په 7 آيت كې له الهي فرمانه مطلب، د شيطان لارويانو ته د جهنم د عذاب ژمنه ده؛ لكه چې د سجدې سورت په 13 آيت كې لولو:

وَلَوْ شِئْنَا لَآتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَاهَا وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ =

 

((او كه موږ غوښتاى؛ نو هر انسان ته به مو (د زور له مخې) لازم ښیون کړى واى؛ خو (انسانان مو ازاد پرېښی او) خبره او ژمنه مې حق ده، چې دوزخ به هرومرو له ټولو (بې ايمانه او ګناهګارانو) پېريانو او انسانانو ډك كړم!))

البته دا د هغوى په باب دى، چې يو مخې يې له الله سره خپله اړيكه پرې كړې او ځېل يې تر روستي بريده رسولى دى؛ ځكه انسان هله سمېږي او لار ته ورسخېږي، چې يو مخې یې توحيدي فطرت په ناوړو كړنو او خويونو له منځه وړى نه وي؛ كه نه پر زړه يې مطلق تياره خپرېږي او د هيلو ټولې دریمڅې پرې بندېږي.

له آره انسان له ځانه د بهر نړۍ په باب د معلوماتو لاس ته راوړو لپاره له وزلو كار اخلي، چې پېژندوزلې ورته ويل كېږي. يوه برخه يې؛ لكه عقل، وجدان او فطرت د ذات په دننه كې دي او د انسان ظاهري حواس؛ لكه سترګې او غوږونه يې له ذاته دباندې دي.

دا وزلې كه سمې وكارېږي؛ نو ورځ تر بلې  پياوړېږي او حقايق ښه او دقيق راښيي؛ خو كه څه موده په کږنیزو او انګېرنیزو- انحرافي بهيرونو كې ولوېږي يا له آره ګټنه ترې ونشي؛ نو سوكه سوكه شړېږي يا يو مخې اوړي او حقايق اپوټه ښيي.

دا د انسان ناسم اندونه او كړنې دي، چې د پېژندوزلو نعمت ترې اخلي او دلته انسان پخپله آريز ګرم دى. په همدې دليل، په قرآن او رواياتو كې ټينګار شوى، كه انسان څه ګناه وكړه، سملاسي دې توبه وكاږي او په توبه كې له ځنډه او پر ګناه له ټينګاره دې ډډه وكړي او كوچنى خنډ دې پر لوى خنډ او بند تر اوړېدو وړاندې لرې كړي او د پرمختګ لار دې پرانستې پرېږدي او د خپلې مخې دوړي دې كېنوي. (نمونه، 18: 320 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!