تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ (یوسف/۹) ژباړه : (يوه وويل) : ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ،چې د پلار پام يوازې تاسې ته وي او تر هغه روسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو) نېكان شئ )) ټکي : انسانان […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ (یوسف/۹)

ژباړه : (يوه وويل) : ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ،چې د پلار پام يوازې تاسې ته وي او تر هغه روسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو) نېكان شئ ))

ټکي :

انسانان د نعمت پر وړاندې څلور حالته لري : کينه ،بخل، ايثار اوغبطه .

که له ځان سره يې وويل : موږ،چې پلانى نعمت نلرو؛نو نورخلک يې هم بايد ونلري ،چې دا بخل دى او که ويې ويل ،چې نورو ته دې هم ورسي حتى که په دې بيه وي ،چې موږ بې برخې شو؛نو دا ايثار دى او که ويې ويل: کوم نعمت،چې نور لري؛نو لري،کاشکې،چې موږ هم درلود؛نو دا غبطه ده .

امام باقر ويلي :زه کله له خپلو ځينو اولادونو سره مينه کوم ،پرخپل زنګون يې کېنوم،حال دا چې د دومره ميني مستحق نه دي ،هسې نه چې له نور اولاد سره مې کينه وکړي،او د يوسف کانه پرې ونشي.( تفسيرنمونه ،چې هغه هم د بحارله ٧٤ ټوک ، ٧٨مخ نه راخيستې دى ) .

پيغامونه :

١== خطرناک فکر پر انسان خطرناک کارونه کوي ( ليوسف ….احب …. اقتلو) .

٢== په اولاد کې د مينې تبعيض،هغوى تر ورور وژنې هم مخکې بوتلاى شي .(که څه هم له يوسف سره د پلارمينه بى دليله نه وه؛بلکې د يوسف د ځانګړنو له امله وه ؛خو ورونو يې دتبعيض احساس وکړ او خيال يي وکړ،چې له يوسف سره د پلار مينه بې دليله ده ؛نو کينې هغوى دې کار ته اړ کړل (أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا) .

٣== ځينې لنډ فکري او تنګ نظره خلک فکر کوي ،چې د خپل سيال لرى کول او وژل يې تر ټولوغوره لاره ده (اقْتُلُواْ يُوسُفَ ) .

٤== کينه انسان ورور وژنې ته هم اړ باسي (اقْتُلُواْ يُوسُفَ ) .

٥== ګناه کوونکي، ګناه کولو ته يو بل ته وسوسه کوي او يو بل هڅوي او له دې لارې ګناه کولو ته يې زړه هوارېږي ( ورونو يې يوبل ته د يوسف د وژنې هڅونه کوله ) (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ) .

٦== انسان د مينې غوښتونکى دى او د مينې کمبود د ډيرو خطرونو او کږلاريو لامل دى .( ورونو يې وويل : که يوسف مو له منځه يووړ؛نو د پلار مينه او مخه به راوګرځي ) (يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) .

٧== کينه کښ فکر کوي،چې که څوک له سترګو پناه شو؛نو زړه به هم پناه شي (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) (ورونو يې فکر وکړ،چې که پلار يې يوسف ونه ويني؛نو يوسف به د پلار له فکر او ياده ووځي او ټول فکر او ياد به يې دوى ته شي) .

٨== قرآن په زړونو کې د ځاى پيدا کولو عمل ښوولى دى (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا )( مريم /٩٦).؛خو شيطان په زړونو کې ځاى پيدا کولو ته ورور وژنه ښوولې ده ! (اقْتُلُواْ… يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) .

٩== کينه کښ فکر کوي ،چې که نور مې له منځه يوړل ؛نو نعمت به يې راپاتې شي (اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ) .

١٠== شيطان د نن ګناه ته، د سبا د توبې وړاندېز کوي (وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ) .

١١== علم او زده کړه تل له کږلاريو د مخنيوى لامل نده ؛بلکې ورسره په څنګ کې ايمان او تقوى هم پکارده .هو! د يوسف ورونو سره له دې ،چې د يوسف وژل يا شړل بد ګنل (وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ)؛خو بيا يې هم دا کار وکړ.

١٢== دا د وجدان تېرايستل اوګناه ته دلارې خلاصول دي ،چې انسان داسې له ځانه سره وګڼې ،چې تر ګناه روسته به توبه وکاږم . (ورونو يې وويل :تاسې يوسف له منځه يوسئ اوبيا به توبه وباسو او نيکان به شو) (وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ) .

۱۳ = ډېر كېږي، چې انسان د ګناه پر مهال د وجدان له مخالفت سره مخ شي؛ يا يې پر وړاندې ديني ګروهې خنډ شي او د ګناه مخه يې ونيسي، خو ددې خنډ د لرې كولو لپاره، خپل وجدان او ګروهه په دې خبره غولوي، چې بې درنګه به په ګناه پسې توبه وكاږم؛ يعنې لكه څنګه، چې د يوې ګناه لپاره شيطاني نقشه كاږي؛ د خپل وجدان تېر ايستو ته هم يوه شيطاني دسيسه كاږي او ډېر داسې كېږي، چې دا شيطاني نقشه اغېزمنه هم نشي او په دې توګه هغه ټينګ خنډ له مخې لرې كوي. د يوسف وروڼو هم همدا لار ونيوه او په دې توګه يې ځان هغه بوږنوړې لارې چارې ته چمتو كړ.

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست