تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د ځمكې پاسوالان وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿ اسراء/۱۵﴾ =    او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول، (هسې نه) چې ومو لړځوي او سيندونه يې وبهول او لارې يې جوړې كړې، ښايي لار ومومئ. د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د ځمكې پاسوالان

وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿ اسراء/۱۵﴾ =    او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول، (هسې نه) چې ومو لړځوي او سيندونه يې وبهول او لارې يې جوړې كړې، ښايي لار ومومئ.

د ځمکې پاسوالان، دا غوڼدله – جمله چې څو ځله په قرآن كې راغلې، په څرګندنه كې يې ويل شوي: د غرونو بېخونه يو له بل سره نښتي دي او د زرې په څېر يې ځمكه رانغاړلې او همدې د ځمكې د سختو لړزېدو مخه نيولې، چې د ځمكې د دننه غازونو د فشار او دباو له لامله  شونې ده هره شېبه رامنځ ته شي. پر دې سربېره، د غرونو ځانګړي وضعيت، د سپوږمۍ د جاذبې (جزر و مد) پر وړاندې د ځمكې د پوټكي او مخ مقاومت زياتوي او اغېز يې تر ټيټه بريده رسوي. همداراز ورباندې د سختو توپانونو او دباوونو د همېشني حركت دنننی فشار راټيټوي؛ ځكه كه غرونه نه واى، د ځمكې پر هموار مخ سخت بادونه لګېدل او ارامي پكې ناشونې وه. (نمونه، 11: 182 مخ)

 له دې آيته ګټنه كېږي، چې د ويالو پنځون د غرونو له پنځون  سره اړيكه لري. ستر سيندونه، چې ټول كال بهېږي او شاړې ځمكې خړوبوي، د هغو اوبو له بركته دي، چې په غرونو يا څوكو كې يې د واورې او يخ په بڼه زېرمه شوي دي؛ نو ځكه د نړۍ ستر غرونه، د سترو سيندونو سرچينه دي او د غرونو شتون ،شونې ده په ځينو كې دا اشتباه راولاړه كړي، چې غرونه د ځمكې يوه برخه يو له بله بېلوي او د تګ راتګ مخه يې نيسي؛ نو په دې آيت كې راغلي، چې خداى پكې لارې او درې جوړې كړي، چې انسانان پكې لارې وركې نه كړي او موخې ته ورسي. (پيام قرآن، 2: 222 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!