تبلیغات

د ځوان پښت مشرتابه   ((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ(نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن استدلال او ويينه وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر […]

د ځوان پښت مشرتابه

 

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ(نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن استدلال او ويينه وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي،چې څوك يې له لارې اوښتي دي او (همداراز ) پوهېږي،چې څوك پرسمه لار دي .))

نن د ځوان پښت د مشرتابه په هکله خبرې کوو.دا په حقیقت عمومي مسوولیت دی،چې ټولو مسلمانانو او په تېره بیا هغوى ته متوجه دى،چې د ټولنې رسمي دیني مشري پر غاړه لري . پر دې آر ټول پوهېږو،چې په اسلام کې مسوولیتونه ګډ دي؛یعنې وګړي یو د بل مسئوول دي او په مسوولیتونو کې سره شریک دي .(( کلکم راع و کلکم مسوول عن رعییته))؛بلکې ټول یو د بل مسئوول دي . هر پښت د بل پښت مسئوول دی،چې دا لارښوونه ورته له تېر پښته رارسېدلې ده،باید ویې ساتي او نورو کهولونو ته یې ولېږي؛یعنې راتلونکی پښت دې مسوولیت منلو ته چمتو کړي؛نو د ځوان پښت د مشرۍ ویینه د ټولو دنده او مسوولیت دی .

څه چې دا ويينه د یو مجهول او یوې مسئلې په څېر ګرځولې دا ده،چې شاوخوا ته یې باید دقیقاً انده وکړو او ددې مجهول د هواري لار باید پیدا کړو او هغه دا ده،چې د یو وګړي یا کهول مشري په ټولو حالاتو او شرایطو کې یو شان نه ده او توپیر لري،بېلابېلې بڼې او څرنګوالی لري،کوم اوزارونه،چې کارېږي،توپیر لري او یوه ټاکلې نسخه نه لري، چې ټولو وګړیو ته هر وخت یو شان ورکړه شي؛نو په هر وخت او هر شرایطو کې باید دقیقاً ځیرنه وشي،چې په کوم ډول ترسره شي او کومه نسخه ورکړه شي .

 

دوه ډوله مسئوولیت

مخکې مې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع په ویینه کې وویل،چې موږ دوه ډوله دیني مسوولیت لرو : ځینې مسوولیتونه له ځانګړې بڼې او ټاکلي مخ سره د یو کار مسوولیت وي،د کار ټولې ځانګړنې،اجزا او شرایط یې اسلام ټاکلي او ویلي یې دي،چې دا کار په دې ټاکلي او ځانګړې بڼه وکړﺉ . البته دا کار یوې پایلې ته فرض شوی؛خو موږ د پایلې مسئوول نه یو،دې ته تعبدیات وايي . موږ کړای شو،چې دې ډول کارونو ته د بڼې او قالب مسوولیت ووایو. د ساري په ډول : لمونځ یو حکم دی،چې ټاکلې سريزې،شرایط،اجزا او موانع لري . حکم دا دی، چې موږ تل لمونځ پر همدې بڼه وکړو. محض تعبدي دی . البته دا کار په دې بڼې سره یوې پایلې ته دی؛بلکې پایله ورته شته .(( اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ(عنکبوت/٤٥)= هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.

)) خو موږ یوازې ددې پایلې د سريزې مسئوول یو؛نه خپله د پایلې . که دا سریزه سمه او پوره وکړو؛لکه څرنګه چې ټاکل شوې او حکم یې راغلی؛نو پایله به خپله ورپسې وي .

بل ډول مسوولیت داسې دی،چې موږ ورته د پایلې مسوولیت وايو؛ یعنې پایله د انسان پر غاړه اچوي او ورته وايي،چې پلانۍ پایله درنه غواړم؛خو دا پایله دې په کومه وسیله او کومه سریزه او کومو شرایطو او بڼې وشي؟ په هره وسیله،چې غوره وي او یوه ثابته،همجولیزه – یکنواخته او ټاکل شوې کچونه نه لري او په هر ځای او هر وخت کې دا وسیله توپیر لري .

د ساري په ډول : یو کس مو بندي دی او ورته یو لیک ورکوي،چې پلاني بندي ته یې په پلانۍ شېبه کې ورکړه، البته دا لیک یوې پاېلې ته کښل شوی دی؛خو دا کس یوازې ددې مسوول دی،چې لیک ورورسوي . بل وخت داسې وي،چې له نوموړي غواړﺉ، بندي راخلاص کړي؛خو دا چې په کومه لار یې راخلاص کړي دا ورته نه ټاکي، خپله هغه کس یې،چې پر هره وسیله راخلاصوي؛نو غوره ده .

په اسلام کې دوه ډوله مسوولیت دی : لمونځ،روژه او نور تعبدیات له لومړي ډوله دي؛خو جهاد له دویم ډول ځنې دی . په جهاد کې مسلمانان موظف دي،چې له اسلامه دفاع وکړي او د مسلمانانو خپلواکي وساتي؛خو په کومه وسیله؟ په توره،په ټوپک که په بله وسیله؟ دا پکې نور نه دي ټاکل شوي او اساساً د ټاکنې او کچونې وړ هم نه دی . مسلمانان په هر وخت کې موظف دي،چې دې کار ته خورا غوره وسیله وکاروي . ((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ(انفال/۶۰)= او څه مو چې له وسې پوره وي،د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ .)) باید وویني،چې په هر وخت کې تر ټولو غوره وسیله کومه ده .

د ښیون – هدایت او مشرۍ مسئله له دویم ډول ځنې ده . مسلمانان یو د بل د ښیون مسؤول دي . هر کهول د بل کهول د ښیون مسؤول دی،په تېره بیا هغوی چې د مشرۍ رسمي دنده پر غاړه لري . په هر حال دا پایله؛یعنې ښیون ترسره شي؛خو هغه وسیله،چې ترې ګټنه باید وشي، د تل لپاره او په ټولو ځایونو کې نه ده ټاکل شوې او د ټاکنې وړ هم نه ده .

((قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ (تحريم/۶)= خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي .))

په دې آیت کې خپله پایله وايي او له وسیلې سره کار نه لري .

په اسلام کې ښیون- هدایت او مشرتابه ته سل په سلو کې معلومه بڼه نه ده انځور شوې،چې ټولې اجزاوې،سرېزې،مقارنات،شرایط او خنډونه پکې په پام کې نیول شوي وي او اساساً د انځور او کچونې وړ نه ده؛ځکه سره توپیر لري . مشرتابه لکه د لمانځه په شان یو تعبدی او همجولیز- یکنواخت چار نه دی او یا د منتر ویلو په شان هم نه دی،داسې نه ده؛ لکه څوک چې “مار” یا “لړم” وچیچي او چوف یې کړې .

 

د وسیلو نسبیت او لڼدمهالوالی

یو څیز په یو ځای کې د ښیون- وسیله ده او ښايي همدا په بل ځای کې د بې لارۍ وسیله وي . هغه سول- منطق،چې یوه سپین سرې مؤمنوي که همدا سول لیک لوستي ته وکارول شي؛نو بې لارې به یې کړي .یو کتاب په یو وخت کې د پېر له ذوق او اندیزې کچې سره متناسب وي او د خلکو د ښیون وسیله وي او همدا کتاب په بل ځاې کې دبې لارۍ لامل دی .داسې کتابونه لرو،چې په تېر وخت کې یې خپله دنده سر ته رسولې او په زرګونو خلکو ته یې لارښوونه کړې؛خو همدا کتاب په بل وخت کې چاته لارښوونه نشي کړای او کېدای شي په اسانۍ د خلکو د بې لارۍ او اړنګ سبب شي،دا کتاب باید ضلال او بې لارې کوونکى وشمېرل شي، پلور پېر او خپرول یې له جنجاله خالي نه دی .عجبیه ده! هغه کتاب،چې په زرګونو خلکو ته یې لارښوونه کړې اوس د ضلال او بې لارې کوونکي کتابونو ځنې شمېرل کېږي؟!

هو! بې له اسماني کتابه او د سپین لمنو – معصومینو له واقعي وینا بل هر کتاب که په پام کې ونیسو؛نو لنډ وخت ته رسالت لري،وخت یې،چې تېر شو؛ رسالت یې پای ته رسي .

دا مطلب مې،چې ووایه، مهمه ټولنیزه مسئله وه،چې تر اوسه راته د یو مجهول او معما په بڼه پاتې دی،چې باید هوار شي او غوټه یې لا تر اوسه نه ده پرانستل شوې،تمه نشته،چې په همدې غونډه کې دا مطلب پوره روښانه شي،دا باید بیا بیا ځلې وویل شي،چې باور وکړو د هر وخت د ښیون وسایل ځانګړې په هماغه وخت پورې اړه لري . اړین دي،چې له اسلامه دې ته یو مطلب راوړم، چې په اسلامي اثارو کې دې مطلب ته هم پاملرنه شوې .

((ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (نحل/۱۲۵)= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او ورسره په غوره چلن استدلال او ويينه وكړه.))

د مفسرینو په اتفاق دې آیت د خلکو ښیون او بلنې ته درې بېلابېلې وسیلې بیان کړي دي دا درې وسیلې ځانګړي ځایونو ته دي .

“رب”،چې چېرته ویل کېږي،روزنې ته پېرزوینه ده؛دا ځکه چې مقام د بلنې او روزنې مقام دی؛نو د “رب” پر ویی تعبیر شوی : د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه . په کومه وسیله؟ په حکمت .

حکمت؛یعنې ټینګه خبره،چې د شک وړ نه ده، د منطقیینو او حکماوو په څرګنده ؛یعنې هغه خبره،چې سریزې یې سل په سلو کې یقیني وي؛یعنې د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه.پر برهان،پوهې او سل په سلو کې په نږه علم او عقل وي .

مفسرینو ویلي : په حکمت،برهان،عقلي او علمي دلیل بلنه، ځانګړې ډلې ته دي،چې استعداد یې لري .

((مَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ))؛یعنې د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه.

ځینې خلک د عقلي او علمي بیان استعداد نه لري،که علمي مسایل ورته وړاندې شي؛نو ګنګسېږي او د ښیون او لارښوونې لار یې نصیحت دی . د قيصې او تمثیل او حکایت پر ویلو او هر څه چې زړه یې نرموي،باید لارښوونه یې وشي . د موعظې سروکار له زړه سره دی؛خو د حکمت اوبرهان سروکار له عقل او اند- فکر سره دی،زیاتره خلک د زړه په پړاو او ننګېرنه – احساس کې دي؛نه د مغزو،عقل او اند په پړاو کې.

(( وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)) که له چا سره مخ شوې،چې موخه یې د حقیقت موندل؛نه بلکې خوله وهل وي؛نو ته هم له دې وګړي سره په غوره چلن استدلال وکړه او په استدلال کې د حق او حقیقت له لارې مه وځه،بې انصافي پکې مه کوه او دروغ پکې مه وایه .

دا آیت ښیون ته بېلابېلې طریقې ښيي او هره طریقه ځانګړې ځای ته ده؛نو جوتېږي هغه وسیله،چې د ښیون په مقام کې کارېږي، یوشان او همجولیزه نه ده .

 

د پېغمبرانو د معجزو اړپیچ

یو مشهور روایت ددې مدعا تایيد دی . که څه هم دا روایت د پېغمبرانو د معجزو په هکله دی،چې په بېلابېلو پېرونو کې یو شان نه وې؛خو زموږ مدعا تایيدوي،دا روایت د هغې پوښتنې ځواب دی،چې “ابن ‏اسکیت” له امام هادي رانقل کړی دی . “ابن اسکیت” له مشهورو ادباوو ځنې دی او د امام هادي په وخت کې اوسېده؛یعنې د متوکل د واکمنۍ پر مهال،چې متوکل هم وواژه . د وژنې علت یې دادی،چې نوموړی د متوکل د زامنو ښوونکی و، یو ورځ “ابن اسکیت” له متوکل سره ناست و او دواړه زامن یې راننوتل . متوکل پوهېده،چې ابن اسکیت له علویانو سره مینه لري . متوکل ورته وویل : زما زامن غوره دي که د علي زامن؛ حسن او حسین ؟ ابن سکیت له غوسې تک سور شو او ورته یې وویل : زما په اند د علي مریى؛ “قنبر” تر دې دوو زامنو او پلار یې غوره دی . متوکل حکم وکړ او دوه ترکي مریان راغلل او د ابن اسکیت ژبه یې په اورمېږ ترې راوویسته او په دې بڼه شهيد شو.

په هر حال ابن اسکیت امام هادي وپوښت : د رسول الله زویه! حضرت موسی (ع)،چې مبعوث شو؛نو د خلکو بلنې او ښیون ته یې ولې معجزه د همسا ښامارېدل ول، ید بیضا او داسې نور و؛خو حضرت عیسی (ع)،چې مبعوث شو؛نو معجزه او اوزارونه یې بل څه دي؛مورزېږي ړانده یې رغول،مړي یې راژوندي کول،زموږ پېغمبر،چې مبعوث شو؛نو دا یوه معجزه یې هم نه درلوده او معجزه یې بیان، کلام او قرآن دی .

امام هادي ورته وویل : دا د پېرونو او وختونو د اړپیچ له کبله و. د حضرت موسی (ع) په وخت کې یو څیز پر اندونو واکمن و او سترګې یې ځان ته را اړولې او هغه جادو او داسې څیزونه ول . د حضرت موسی (ع) معجزه د هغوی د کړنو په څېر وه؛خو په دې توپیر،څه چې له حضرت موسی (ع) سره معجزه وه،حقیقت یې درلود او څه چې له نورو سره ول، جادواو چشم بندي وه. د حضرت عیسی (ع) په وخت کې ځينې ډاکتران را پیدا شول،چې هېښنده درملنې یې کولې او د ټولو پام یې ځان ته رااړولی و.خدای د حضرت عیسی (ع) معجزه له دې ډوله وګرځوله . د پیغمبر اکرم پېر د خبرو او کلام پېر و او د خلکو پام سترو خبرو ته و؛نو ځکه د اسلام ستر معارف او پوهاوي د سترو ويناوو په بڼه او د فصاحت او بلاغت په بشپړ جامو کې ادا شوې دي .

ابن اسکیت وویل : اوس د مطلب پر پټه- رمز پوه شوم بیا یې وویل : د رسول الله زويه! اوس د خدای حجت څه دی؟

ورته یې وویل : عقل . ابن اسکیت وویل : هذا و الله هو الجواب

نو جوتېږي، چې د پېغمبرانو د معجزو د اړپیچونو علت دا و،چې په هر وخت کې د خلکو د ښیون وسیله توپیر لري او که نه شونې وه،چې له آدمه تر خاتمه به ټولو پېغمبرانو یو شان معجزه درلوده؛خو داسې نه وه او هر پېغمبر له خپل وخت او پېر سره سم معجزه درلوده .

 

د پېغمبرۍ طریقه

یو مشهور حدیث دی،چې په کافي کې ثبت شوی او ان د اهل سنتو په کتابونو کې هم راغلی دی . آنحضرت وايي : (( موږ له خلکو سره د هغوى د عقل هومره خبرې کوو.)) ( کافي ۱/ ۲۳ )

موږ چې له هر چا سره خبرې کوو، د عقل ظرفیت او د اند کچه یې په پام کې نیسو او په هماغه کچه ورسره خبرې کوو. که د چا د اند کچه لوړه وي؛نو په لوړه کچه او که ټیټه وي؛نو په ټیټه ورسره خبرې کوو. له عامي سره اوچتې اسماني خبرې نه کوو او کوم ځواب،چې سپین سرې ته ورکوو؛ نو هماغه حکیم ته نه ورکوو. مولانا جلال الدين بلخي همدې حدیث ته اشاره کوي، وايي :

پست مې ګویم به اندازه عقول

عیب نبود این، بود کار رسـول

د انبیاوو او فیلسوفانو په تول او ډول – طریقه کې یو توپیر دادی،چې فلاسفه تل په بیان کې یو سول او ټاکلې کچه کاروي . دوی پخپلې هټۍ کې یوازې یو توکی لري او ګهاک یې یوازې له یوه پوړه دی او دا یې بېوسي ده؛ځکه خپله موخه بې د یو لړ نومونو- اصطلاحاتو له پاکټونو،بل شان نشي ويلاى او ناچار یوه ټاکلی پوړ،چې په ژبه یې پوهېږي،همدوی یې په خبره پوهېږي او بس . د افلاطون د مشهورې مدرسې پر سر یې کښلي ول،چا چې هندسه نه وي ويلي؛نو نه دې راننوځي . دا مدرسه د “آتن” له ښاره بهر یو بڼ و،چې نوم یې “اکادمیا” و؛نو ځکه علمي ټولنو ته اکادمي وايي .

د انبیاوو په ښوونځي او لار کې هر ډول زده کوونکي ګټنه ترې کړای شي،هر ډول توکي پکې شته دی، هم خورا ستر،چې د افلاطون په څېر کسان دې پکې شاګردي وکړي او هم خورا ټیټ،چې ان د یوې سپین سرې پر درد هم وخوړل شي . د یوه پېغمبر پر ښوونځي هم داسې نه دي کښل شوي،که څوک غواړي،چې له دې ځایه ګټنه وکړي؛نو د افلاطون هومره زده کړه دې ولري .البته چې څومره یې زده کړه لوړه وي او وړ وي؛ نو ډېره ګټنه کړای شي؛خو چې څومره لږ وړ وي؛نو بیا هم د خپلې اندازې هومره ګټنه کړای شي .

 

غوره شاګردان

دلته پر یو بل مطلب هم پوهېدای شو او هغه دا چې د انبیاوو او اولیاوو پر خلاف د فیلسوفانو تر ټولو غوره شاګردان هغه دي،چې پخپله فیلسوفان یې لیدلي وي .د “افلاطون” یا “ارسطو” یا “بوعلي سينا بلخي” غوره شاګردان یې هماغه بلاواسطه شاګردان دي . تر ټولو غوره کس،چې د “بوعلي سينا بلخي” پر خبره پوه شوی،هماغه “بهمنیار جوزجاني” دی؛خو د رسول الله (ص)،حضرت علي (ک) او امام صادق (ره) غوره شاګردان څوک ول؟ ایا هغوی ول،چې د هغوی په وخت کې وو؟ نه ! داسې نه ده .

رسول اکرم پخپله وینا کې یو ټکي ته اشاره کړې،چې ښايي دا وینا هغو سمه نه وي درک کړي،چې په هماغه پېر کې ورسره ول .( بې له څو تنو؛لکه حضرت سلمان،حضرت ابوذر، حضرت مقدادرضى الله عنهم؛نور پرې یو هم نه پوهېده)

رسول الله وايي : ((نصر الله عبداً سمع مقالتی فوعاها و بلغها من لم یبلغه)) (امالي مفید/مجلس ۲۳/ ۱۸۶ )؛یعنې خدای دې له هغه سره مرسته وکړي،چې وینا مې واوري،ویې ساتي او هغه ته یې ورسوي، چې نه وي وررسېدلي . یا (( نضر الله عبداً سمع مقالتی….)) خدای دې دهغه ژوند خوشحاله کړي،چې دا کار وکړي .

بیا رسول الله وویل: (( رب حامل فقهٍ غیر فقهٍ ، و رب حامل فقهٍ من هو افقه منه)) ( فروع کافی ۵/ ۲۹۳ )؛یعنې ډېر داسې کسان دي،چې فقه وړي،حال داچې پخپله فقیه نه دي او داسې کسان هم شته،چې فقه هغو ته وړي،چې تر دوی ډېر فقیه دي .

“فقه” په لومړنۍ دیني څرګندنه؛یعنې دیني حقیقت او دیني حکمت،چې ژوراندۍ ته اړتیا لري . دلته موخه هغه حقایق او ویې دي،چې خلک یې له آنحضرته اوري .

رسول اکرم وايي : ډېری کسان،چې دا کلمات او حقایق راڅخه اوري او ساتي یې،پخپله ددې وینا د پوهې او شننې والا نه دي . ډېرى دا کلمات او دا حقایق نورو ته نقلوي،چې نور ددې حقایقو په پوهې او درک کې تر دوی غوره دي .

د ساري په ډول : یو کس له رسول اکرمه اوري : لا ضَرَرَ و لا ضِرارَ. خپله دا کس دومره واک نه لري،چې دا غونډله – جمله څومره روښانه ده، بیا راتلونکي کهول ته يې سپاري او هغه پرې ښه پوهېږي . دا کهول یې بل ته سپاري،ممکن شلم کهول ته راشي،چې تر لومړني او دویم کهوله به ښه پرې پوهېږي او ډېره وړتیا ولري .

قرآن هم داسې دی،نشو ویلای،چې پخواني خلک غوره پر قرآن پوهېدل؛ بلکې پر عکس ده . د قرآن اعجاز په دې کې دی،هغه شنلې – تفسیرونه،چې ورته کښل شوي،تل ترې مخکې دی؛یعنې هر وخت یې قرآن شنلې – تفیسر کړی دی،په بل وخت کې،چې پوهه او پوهېدنې ډېرې شوي او قرآن یې له هغه تفسیر سره سنجولې؛نو لیدلي یې دي،چې ترې دې شنلو- تفسیرونو،قرآن خورا لوړ او مخکې دی .

بل ځای ته نه ځو، همدا د فقهې علم په پام کې ونیسئ،د رسول الله اصحاب، د حضرت علي ملګري او د امام صادق ملګري، ان د “زُارره” او “هشام بن الحکم” په څېر کسان،پر هغو فقهي قواعدو،چې له رسول الله یا امامانو رارسېدلي،د “محقق حلي”، “علامه حلي” او “شیخ مرتضی انصاري” هومره پرې نشو پوهېدای او شننه یې هم نشوه کړای .

نو په فلسفي تول او ډول کې څوک د استاد د خبرو په مانا ډېر پوه شوی دی؟ هغه چې تر ټولو پخوانی وي؛خو د انبیاوو او اولیاوو په ښوونځي کې څوک ډېر پر مانا او موخې پوهېدلي دي؟ هغه چې په راتلونکي کې راځي او ډېره پوهه او پوهېدنه ولري . دا پخپله د نبوت معجزه ده .

د توحید د باب په روایتونو کې راغلي : خدای پوهېده،چې په اخرالزمان کې به ژوراندي راپیدا شي؛نو ځکه د “قل هو الله احد” او د “حدید” سورتونه يې لومړي نازل کړل،چې ستر او خورا دقیق توحیدي مسایل پکې دي؛یعنې د هغه وخت خلک ددې آیتونو وړ نه ول،په راتلونکي کې باید داسې خلک راشي،چې ددې آیتونو وړ وي . دا آیتونه یې اروایيز خواړه دي . البته دې آیتونو وروستى بريد بیان کړی که څوک تېرې ترې وکړي؛نو پوپناه به شي. دا د قرآن او د نبوت معجزه ده. (( لا تفنی غرایبه و لا تنقضی عجایبه=غرايب يې له منځه نه ځي او عجايب يې نه کمېږي . )) ( نهج البلاغه ۱۵۰ حکمت).

دا ټول مې ځکه وویل،چې کله د ځوان پښت د مشرتوب مسئله وړاندې کوو،چې څوک ونه وايي : مګر د ځوان پښت مشرتوب له پخواني کهول سره توپیر لري؟! مګر لمونځونه دوه دي،چې مشرتوب یې هم باید دوه وي؟ څرنګه چې پخوا عمل کېده اوس دې هم هماغسې وشي .

 

ځوان پښت که ځوانه انده ؟

دا دې هم ووایم،چې کله وایو ځوان پښت؛نو موخه هرومرو ځوان پښت نه دی، موخه هغه پوړ دی،چې د زده کړې او له نوي تمدن سره د اشنایۍ له کبله ځانګړی انددود لري،اوس که دا زوړ وي یا ځوان . ددې پوړ ډېری ځوانان دي؛ځکه وایم ځوان پښت او که نه ډېر بوډاګان دي،چې نوی اند دود لري او ډېر داسې ځوانان شته،چې د بوډاګانو او پخوانیو پېړیو په شان اند لري .په هر حال موخه هغه پوړ دی،چې ځانګړی انددود لري او مخ پر زیاتېدو دي او د راتلونکي زوړ او ځوان به ددې انددود څښتن وي او خدای مه کړه،که ددې کهول د مشرتوب او ښیون په هکله کوم فکر ونشي؛نو راتلونکي به په ټولیز ډول له منځه ولاړ شي.

زموږ په نظر ځوان پښت،تش ځانپالی او شهوتپالی دی او انګېرو،چې دا سم کار دی،چې ویې رټو او سپکاوی یې وکړو. دا کارونه يوازې دې ته دي،چې تاسې همداسې ویده پاتې شئ او د لارې چارې په هکله يې فکر ونه کړﺉ او چې کله راویښ شوﺉ؛نو وینئ چې اوبه له ورخه تېرې دي .

 

د خپل وخت عالم وسه

امام صادق وايي : (( العالم بزمانه لا تهجم عیله اللوابس))( کافی ۱/ ۲۶، ۲۷ )؛یعنې څوک چې خپل وخت وپېژني،پوه پرې شي او درک یې کړي؛ نو د شکمنو او ګنګسونکيو چارو له سخت بريده به خوندي وي . “هجوم” په پارسي کې د شدید برید ته کارېږي؛خو په عربۍ کې هغه برید ته ویل کېږي،چې ناڅاپي وشي او له چا لار ورکه کړي .

امام صادق وايي : که څوک د خپل وخت پر حالاتو پوه وي؛نو مشتبه چارې پرې ناڅاپي برید نه کوي او وار ترې نه ختا کېږي، داسې چې ونشي کړای خپل اند او ځواکونه راټول کړي او ورته د هوارې لار ومومي . دا ډېره ستره خبره ده .

د امام صادق په همدې وینا کې نورې غونډلې – جملې هم شته،چې وايي :(( لا یفلح من لایعقل و لایعقل من لا یعلم))؛یعنې څوک چې عقل نه کاروي او سمه انده نه کوي؛نو کله هم نه نېکمرغېږي او څوک چې پوهه نه لري؛نو سم تعقل نه لري؛یعنې عقل په پوهه ډېرېږي. “عقل”؛یعنې د شننې واک او د پېښو نښلول؛یعنې سریزې لاس ته راوړل او د پایلو وړاندوینه . عقل له پوهې خړوبېږي،عقل هغه څراغ دی،چې پوهه یې تیل دي . امام صادق زیاتوي : (( وسوف ینجب من یفهم))څوک چې پوه شي د کار پایله يې نجابت او پاکي ده؛نو په پایله کې ترې نفیس موجود جوړېږي؛یعنې له پوهې باید ونه وېرېږو او ګواښ یې باید ونه ګڼو. (( العالم بزمانه لا تهجم عیله اللوابس)) موږ ددې مفهوم په مخالف لوري کې یو،له پیله تر پایه او له جرړې تر پاڼې، له وخته بې خبر یو. همداسې په چورتونو کې ناست یو او ناڅاپي له یوې مسئلې سره مخېږو،د ساري په ډول : د ځمکو له ویش سره،چې ځمکنۍ سمونې رامنځ ته شي . دا مسئله راباندې ناڅاپي راځي؛دا چې له خپل وخته بې خبر یو او مخکې مو وړاندوینه نه وه کړه او شمېرلې مو نه وه،چې څه باید وکړو.

همداراز له دې هم بې خبره یو،چې په نړۍ کې او د پردې تر شا څه روان دي،نا څاپي د ښځمنو له حقوقو سره مخېږو،فرصت نشته،چې په دې هکله فکر وکړو او خپل ځواکونه ددې مسئلې پرشاوخوا راټول کړو، چې پوه شو دا مسئله په رښتيا هم جدي ده؟ دوی رښتیا وايي،چې ښځو ته دې ټولنیز حقوق ورکړل شي؟دوی په رښتيا حاضر شوي،چې خپلې مدعا ته نور کسان پیدا کړي؟ ایا په ترڅ کې نه غواړي،چې له دې شخړو بله ګټنه وکړي؟ بیا هم راباندې همداسې ناڅاپې پېښې راشي او موږ به همداسې بې خبره یو.

 

څه وکړو؟

داچې ددې کهول مشرتوب ته کومه طرح جوړه کړو؛نو تر دې مخکې مهمه داده،چې دا اند راکې پیاوړی شي،چې د مشرتوب او ښيون مسئله په بېلابېلو وختونو کې د تاکتیک او د عمل د څرنګوالي له اړخه په بېلابېلو وګړيو کې توپیر لري او موږ دې دا اند له ذهنه وباسو،چې نوي پښت مشرتوب په هماغه زوړ تول او ډول- طریقې وکړو. لومړی باید ځوان پښت وپېژنو،چې کومې ځانګړنې لري . ددې پښت په هکله دوه انددود خپور دی او معمولاً دوه ډوله ورمندون – قضاوت کېږي.

د یو پوړ په اند،ځوان پښت خام،پیسمن- مغرور پر ځاني غوښتونو او شهوتونو ککړ دی او په زرګونو نیمګړتیاوې لري .دا پوړ تل د ځوان پښت سپکاوی کوي او رټي یې .

خو خپله د ځوان پښت خبره پرعکس ده.دوی په ځان کې نیمګړتیا نه ویني،ځان د هوش،فطانت او سترو ارمانونو پزۍ – مجسمه ګڼي. پخوانی کهول،ځوان پښت تکفیروي او ناپوهان یې ګڼي او ورته وايي،چې کافر یئ، شهوتپالي یئ؛خو ځوان پښت دوی ته وايي،چې تاسې ناپوهه یئ او نه پوهېږﺉ .

البته له ټولیزه اړخه، یو کهول د پخواني کهول پر وړاندې ممکن نېکمرغه وي او ممکن هم کاږه وي .

 

د دوو کهولونو بېلګه

تر وینا مخکې مې د “احقاف” د سورت آیتونه ولوستل،چې زما په اند د دوو کهولونو بېلګه ده،چې یو یې سم او بل یې کوږ دی . داسې نشو ویلای،چې تل راتلونکی کهول تر پخواني فاسد دی او نړۍ د فساد خوا ته روانه ده او داسې هم نشو ویلای،چې تل راتلونکی کهول تر پخواني خورا پوره دی او او کوږوالی پکې نه راځي .

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ (احقاف/۱۵)= او موږ انسان ته سپارښتنه كړې چې له خپل مور وپلار سره نېكي وكړئ؛ مور يې هغه په ستونزو په ګېډه كې ساتلى او په سختۍ يې زېږولى دى او د پرګېډه كېدو او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده،تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسېږى او څلويښت كلن شي،وايې : (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پرمور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې ترسره كړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نېکه کړه او په واقع كې ما تا ته توبه كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو يم .))

دا آیت د نېک پښت انددود او انده ښيي . ویل شوي،چې دا آیت د امام حسین په هکله دی،البته امام حسین ددې آیت مصداق “اَتَمّ” دی؛خو آیت ټولیز دی،په دې آیت کې د نېک پښت پینځه شپږ ځانګړنې ویل شوي دي .

یو د خدای د پېرزوینو پر وړاندې د شکر پر ځای کولو اروا ده :(( رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ )) د خدای پېرزوینو ته ګوري،چې پر ده او پخواني کهول يې کړي دي،وايي : (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې تر سره كړم، چې ته يې خوښوې )) د هر نعمت شکر دا دی،چې د نعمت وړ ګټنه ترې وشي . بل داچې له خدایه د کار او عمل توفیق غواړي،هغه ګټور کار،چې خدای یې خوښوي :(( وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا ))

بل دا چې راتلونکى کهول یې هم په پام کې دی او سمونې یې غواړي او وايي: ((وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ))

بل له نیمګړتیاوو توبه ده،چې پخوا یې کړي دي :(( إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ )).

بل حق او هغو مقرراتو ته سر ټیټونه ده،چې خدای په تکوین یا تشریع کې ایښي دي . له مقرراتو سرغړاوی د پوپنا کېدو لامل دی :(( وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ)).

((أُوْلَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ (احقاف/۱۶)= دا هماغه كسان دي، چې موږ يې غوره كړنې قبلوو او له ګناهونو يې تېرېږو او په جنتيانو كې دي، (دا) رښتيانۍ وعده ده،چې تل به ورسره كېدله .))

دلته یې په غونډه – جمع بڼه یادوي . جوته ده،چې موخه ځانګړی وګړی نه دی .

د فاسد کهول په هکله وايي :

((وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتْ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ (احقاف/۱۷)= او چا چې خپل مور و پلار ته وويل : (( اُف (= د سپكاوۍ كوچنۍ خبره) پر تاسې! ايا ما ته وعده راكوئ،چې (زه له قبره) را ايستل كېږم؟! حال داچې له ما مخكې ډېر قومونه تېر شوي دي (او يو هم نه دى ژوندى) )) او هغوى دواړه له خدايه مرسته غواړي (او په زاريو وايي) : پرتا افسوس! ايمان راوړه،چې د خداى وعده حق ده!؛نو (هغه اولاد) وايي : (( دا خو يوازې د پخوانيو خلكو قيصې دي .))

یو خام او مغرور پښت، همدا چې دوه ټکي واوري؛نو څه ته هم نه ګوري او موروپلار ته وایي : “اُف” او د هغوی پر ګروهنو ملنډې وهي: ((أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ ))،تاسې راته ددې موهوماتو ژمنه راکوﺉ او وايي،چې قیامت شته،بل عالم شته، بل ژوند شته؛حال دا چې تېر شوي کهولونه راغلل ژوند یې وکړ او مړه شول . موروپلار،یې چې متدین دي او چمتو نه دي،چې د خپل ایمان او دین پر خلاف څه واوري؛نو وايي : ((وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ= پر تا افسوس! ايمان راوړه،چې د خداى وعده حق ده! ))

له دردونکیو چارو یوه دا ده،چې دینپال- متدین موروپلار ویني،چې زوی یې بې دینه شوی او کفر او ارتداد ترې ویني . په دې وخت کې چغه اسمان ته خیجي او وايي : ((مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ= دا خو يوازې د پخوانيو خلكو قيصې دي ))

دا آیتونه د دوو بېلابېلو کهولونو ښکارندوی ول،یو یې د نېک کهول حالت بیانوي او بل د فاسد کهول . اوس وینو چې زموږ ځوان پښت څرنګه دی؟

 

نننى ځوان پښت

زموږ ځوان پښت هم ښه اړخونه لري او هم نیمګړتیاوې؛ځکه دا پښت داسې ادراکات او ننګېرنې –احساسات لري،چې پخوا نه وې او له دې مخې ورته باید حق ورکړل شي او په عین حال کې اندیز او اخلاقي کوږوالى هم لري،چې لاره چاره ورته ولټول شي . که ددې ادراکاتو، سترو ارمانونو او ننګېرنو درناوی او ورته پاملرنه ونشي؛نو دې انحرافاتو ته لاره چاره لټول به ګټه و نه لري . په دې کې شرم نشته،چې په پخواني پښت کې اندونه دومره پرانستي نه وو او داسې ننګېرنې او ستر ارمانونه نه ول او بايد ددې ارمانونو درناوی وشي .

اسلام ددې چارو درناوی کړی . که موږ يې پر وړاندې بې پروا وسو؛نو ناشونې ده،چې د راتلونکي پښت د اندیز او اخلاقي انحرافاتو مخنیوی وکړو.کوم انددود،چې اوس د ځوان پښت پر وړاندې لرو؛نو یوازې د سپکاوۍ،نیوکې او ملنډو دی . ددې انحرافاتو مخنیوي ته باید بنسټیز فکر وشي.

 

ددې پښت په درد پوهېدل

بنسټیز اند دا دی،چې لومړی موږ ددې پښت درد وپېژنو،عقلي او اندیز درد،چې د ویښتیا نښه ده؛یعنې هغه څه ننګېري – احساسوي،چې پخواني پښت نه ننګېراوه.مولانا جلال الدين بلخي وايي :

حسرت و زاری که در بیماری اسـت

وقت بیماري هم از بیـــــداري اسـت

هر که او بیــــــــــــــدارتر پـــــــــر دردتر

هر کــــه او هشیـــــــــارتر رخ تر زردتر

پخوا به د خلکو پر مخ ورونه بند ول،چې په څنګ کې يې کړکۍ هم تړلې وې . څوک له بهره خبر نه و،له خپل ښار دباندې له بل ښاره خبر نه و،په خپل هېواد کې له بل هېواده خبر نه و . نن دا ورونه او کړکۍ پرانستل شوي دي،نړۍ ویني،چې د پر مختګ پر لوري روانه ده، د نړۍ پوهې ویني،د نړۍ وټیز – اقتصادي ځواک ویني،د نړۍ پوځي او سیاسي ځواک ویني، د نړۍ ولسواکي ،برابري،خوځښتونه،پاڅونونه او اوښتونونه – انقلابونه ویني. دا ځوان دی او ننګېرنه یې ستره ده او حق هم لري ،چې ووايي،موږ ولې وروسته پاتې یو؟

نړۍ لکه د اس د ټولن وټیز او سیاسي خپلواکۍ،آزادۍ،برم او عزت پر لوري په ځغاسته کې ده او موږ دې همداسې ویده وسو یا یې له لرې نندارې ته کېنو او خوله وازى وکړو؟

پخوانی پښت پر دې څیزونو نه پوهېده او نه ېې درک کاوه. نوی پښت حق لري،چې ووايي “بوت پال” جاپان او زموږ “مسلمان امت” په یو وخت کې په اند کې شول،چې نوي تمدن او نوي صنعت ته مخه کړي او جاپان دې برید ته ورسید،چې له لویدیځ سره ډغرې وهي او موږ په همدې حالت کې یو.

پخواني پښت پر خپلو اوږو د بهرنیانو دروند پیټی نه ننګېره- احساساوه؛خو نوی پښت یې ننګیري .ایا دا ګناه ده؟

نه! ګناه نه ده؛بلکې خپله دا ننګېرنه یو ډول الهي پیغام دی . که دا ننګېرنه نه وای؛نو جوته به وه،چې موږ پر عذاب او بدمرغي راتلونکې ده. اوس چې دا ننګېرنه راپیدا شوې؛نو معلومېږي،چې خدای موږ له دې بدمرغۍ ژغوري .

پخوا د خلکو د اند کچه خورا ټیټه وه او په خلکو کې لږ اړنګ او پوښتنه رامنځ ته کېده؛خو اوس ډېر شوی دی . طبیعي ده،چې کله یو اند لږ څه پورته راشي؛نو پوښتنې ورته راپیدا کیږي،چې مخکې ورته نه پیدا کېدې . باید دا اړنګ یې لرې شي او اندیزې اړتیاوې یې باید وځوابول شي . داسې ورته نشو ویلای،چې بېرته عوامو ته ستون شه . دا خپله یوه زمینه ده،چې خلک له اسلامي معارفو سره اشنا شي . یو ناپوهه او نالوستي ته خو حقیقت نشو ویلای؛نو د پخواني پښت ښیون او مشرتوب ته ځانګړي انددود ته اړتیا وه،چې د اند کچه یې ټیټه وه،ځانګړي بیان او کتابونو ته اړتیا وه؛خو نن هغه اندود او کتابونه په درد نه خوري او اړین دي،چې په دې اړه ژورې سمونې وشي، بايد له ورځني سول ،ژبې او اندونو سره اشنا شو او له هماغې لارې د خلکو پر ښیون لاس پورې کړو او مشرتوب یې وکړو.

د پخواني پښت د اند کچه دومره ټیټه وه که چا به ناسته کې اړوپیچ –ضدونقیض خبرې کولې؛نو څوک پرې نه پوهېده او نیوکه یې پرې نه کوله؛خو نن که چا لسم یا دولسم ویلی وي؛ نو پرې پوهېږي .

په هر حال ځوان پښت،اندونه،ننګېرنې،ادراکات او کوږوالی لري او که دې چارو ته یې پاملرنه ونشي؛نو د بې لارېتوب مخنیوی یې ناشونی دی .

 

الحادي ښوونځیو ته د ورماتېدنې علتونه

اتفاقا نورو ددې درد په پېژندنې ،ځوان پښت بې لارې کړی او ګټنه یې ترې کړې . ماتریالیستي-توکيز ښوونځي،چې په هېواد کې راوټوکېدل او الحادي موخو ته یې سرښنده وګړي وروزل؛نو دا کار یې له کومې لارې وکړ؟

له همدې لارې . پوهېدل،چې دا پښت داسې اندیز ښوونځي ته اړتیا لري،چې پوښتنې یې وځوابوي؛نو یو اندیز ښوونځی یې وروړاندې کړ. پوهېده،چې دا کهول یو لړ ستر ټولنیز ارمانونه لري،چې د لاس ته راوړنې په هڅه کې یې دي؛ نو دوی ځان له دې ارمانونو سره همغږی کړ او په پایله کې ډېری يې پر ځان راټول کړل او په څه صمیمیت او سرښندنه یې دا کار وکړ!

بشر همدا،چې څه ته اړتیا پیدا کړي؛نو ښه او بد يې په فکر کې نه وي، ګېډه،چې يې وږې شي؛نو د خوړو څرنګوالي ته نه ګوري،څه چې لاس ته ورشي؛نو پر هماغې ځان مړوي . اروا هم که دې برید ته ورسېده،چې د یو اندیز ښوونځي تږې شوه،چې پر ټاکلو اصولو یې پوښتنې ځواب کړي او ټولې نړيوالې ستونزې ورته همجولیزه هوارې کړي؛نو دې ته اهمیت نه ورکوي،چې سول یې پیاوړی دی که نه دی . بشر دومره هم په سولیز او ټینګو خبرو پسو نه دی؛بلکې په یو منظم او چمتو اند پسې دی،چې په همجولیزه بڼه یې هر پوښتنه وځوابوي . زموږ کار،چې فلسفه وه،لیدل مو،چې دا خبرې څومره بې عقله – سخیفه دي؛خو دا چې دا فلسفه په یو ځانګړي ځای کې وړاندې شوه او په دې لړ کې یوه تشه وه؛نو ځان ته یې ځای پرانست .

 

د اندیزې ودې نښه

ماشوم د شېدې خوړنې تر پېر وروسته ،مغزي او شعوري ځواک یې وده کوي، د پوښتنې حالت پیدا کوي،څه یې چې په شاوخوا کې وي،په اړه یې پوښتنې کوي،چې له پوهېدنې سره سم باید وځوابول شي،داسې ورنه ونه ویل شي،چې غلى کېنه او شیطاني مه کوه او ستا له دې کارونو سره څه؟ خپله دا پوښتنه د اند او مغزو د روغتیا نښه ده او معلومېږي،چې مانیزو ځواکونو یې وده کړې ده . دا پوښتنې د طبیعت اعلان دی، د خلقت اعلان دی، د خلقت غونډال-دستګاه نوې اړتیاوې اعلانوي ،چې باید ورته پاملرنه وشي .

د ټولنې حالت هم داسې دی،که په ټولنه کې نوې ننګېرنه او ادراک راوټوکېد؛نو د یو ډول ودې نښه ده. دا هم د خلقت اعلام دی،چې نوې اړتیاوې ښيي . دا باید له ځانپالۍ او شهوتپالۍ سره توپیر شي. باید تېر نه وځوو او ځاني غوښتنې یې و نه ګڼو او په دې موضوع پورې اړوند آیتونه وویل شي،چې :

((وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ(انعام/۱۱۶)= او كه ته د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي .))

((وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ(مومنون/۷۱)= او كه حق د هغوى په غوښتنو پسې تللاى؛نو اسمانونه او ځمكه او څه چې پكې دي، ټول به تباه شوي وو.))

 

 د قرآن هېرېدنه

موږ له دې کهوله ګیلمن یو،چې ولې له قرآن سره اشنا نه دی؟ ان پوهنتون ته هم ځي؛خو قرآن نشي لوستی . البته دا خواشینۍ ځای دی او ځان باید وپوښتو،چې تر اوسه مو په دې برخه کې څه کړي دي؟ په همدې فقه او شرعیاتو او قرآن،چې په مدرسو کې ویل کېږي،تمه لرو،چې نوى پښت به له قرآن سره پوره اشنايي ولري؟!

هېښنده خو دا ده،چې پخواني کهول قرآن هېر کړی او بیا له نوي کهوله ګیلمن یو،چې ولې له قرآن سره اشنا نه دی . قرآن پخپله په موږ کې هېر شوی او تمه لرو،چې نوی پښت دې پر قرآن منګولې ولګوي . اوس به یې درته جوته کړم،چې قرآن ولې په موږ کې هېر شوی دی .

که د چا پوهه د قرآن پوهه وي او په قرآن کې یې ډېر تدبر کړی وي او پوره د قرآن پر تفسیر پوه شي؛نو ددې کس موږ څومره درناوی کوو؟ لږ هم نه؛نو قرآن په موږ کې هېر شوی او پایله یې همدا بدمرغۍ دي،چې پرې اخته یو. موږ د رسول الله په هغه ګیله کې راځو،چې خدای ته یې کوي :

((يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا(فرقان/۳۰)= پالونكيه! په حقيقت كې زما قوم داقرآن پرېښې و.))

رسول الله د قرآن په هکله وايي : قرآن د خدای پر وړاندې وساطت کوي او منل کېږي او چې چا ورسره جفا کړي وي؛نو سعایت کوي او قبلېږي. وګ : کافی ۲/ ۵۹۹

هم پخواني پښت له قرآن سره جفا کړې او هم نوي او کوي یې . لومړی پخواني پښت او اوس نوی پښت جفا کوي .

د ځوان پښت په مشرۍ کې تر هر څه مخکې دوره کارونه باید وشي : یو دا چې ددې پښت درد وپېژندل شي او بیا یې د درملنې په هکله فکر وشي .ددې پښت،بې له درد پېژندنې ،پر هر کار لاس پورې کول بې ګټې دی .

بل دا چې پخوانی پښت باید لومړی ځان سم – اصلاح کړي . پخوانى پښت باید له خپلې سترې ګناه توبه وکړي،چی د قرآن هېرونه ده،ټول باید قرآن ته مخه کړو او تر سیوري لاندې یې د نېکمرغۍ پر لورې وخوځو.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست