تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول نن د پوهې او تجربې  په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر  مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي  یې دي : یو نارینه د کوروالي پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول

نن د پوهې او تجربې  په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر  مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي  یې دي : یو نارینه د کوروالي پر مهال يو مار وانګېره ؛ نوکوم بچی چې له دې کوروالي وزيږېد ؛ بدن يې د مار او سر يې د انسان و[1].

ښکلی او لوستونی روایت

امام رضا(رح) ويلي :یو پاچا« دانیال» ته ورغی ورته يې وويل : ښه مې راځي، چې ستاسې په څېر یو زوی ولرم . دانیال ورته وويل :په زړه کې درته څنګه یم ؟

ورته يې وويل : خورا راته ستر او راباندې ګران يې.

دانیال وويل : د کوروالي پر مهال مې پر فکراو یاد کې وسه او بڼه مې وانګېره.

پاچاهمدغسې وکړل؛نو زوی یې  چې وزيږېد دانیال ته ورته و[2].

هېښنده کیسه

حضرت موسی بن عمران علیه السلام – له څوکلونو شپونتوبه روسته – حضرت شعیب علیه السلام ته وويل : ناچار باید وطن ته مې مور او کورنۍ ته ورستون شم ؛نو څه مرسته راسره کوئ ؟

حضرت شعیب(ع) وویل : سږکال چې مېږو څومره تورو سپین بچي وزېږول؛نوستادې وي .

حضرت موسی(ع) هم دې ته په پامنيوي،چې پوهېده، چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال پر جنین چاپېریال او د موروپلار افکاراغېز لري ،یو هېښنده تدبیر یې و سنجاوه او هغه داچې د مېږو د دوه ځاني کېدو وخت چې راورسېد؛ نو د خپلې کونټۍ ځینې برخې  یې وتوږلې او نورې یې پر خپل حال پرېښوولې او کونټۍ یې د مېږو په شپغالي کې نېغه ودروله اوتوره و سپینه ټوټه يې پرې ور واچوله ،بيا يې پسونه ورخوشې کړل،په پايله کې پر هماغه کال ټول بچي  تور او سپین ول[3] .

لکه څنګه چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار او انګېرنې د ماشوم پر جسم اغېز لري ، پر روح او اروايې هم ډېر اغېز شیندي،که موروپلار د کوروالي پر مهال ،ډاډمن ،پاکه روحیه،روغ رمټ او الهي افکار ولري ؛ نو د ماشوم روح به ترې برخمن شي او اپوټه که نشه او د خدای له یاده غافل یا په شیطاني افکارو کې ورډوب  وي؛ نو هډو ماشوم به يې له اروايي او مانیز پلوه پر ستونزو واخته وي؛نو ځکه اسلام سپار ښتنه کوي، چې کوروالی د خدای په نامه پیل کړئ -چې اولاد پر شیطاني شرک اخته نشي – او د خدای پر یاداو اوداسه وي،چې زړه یې ډاډه او پاکه روحیه ولري ،چې ددې ډاډمنتیا او پاکۍ له ارزښتمنو برکتونواو پایلو برخمن شي .

هسې نه کوروالی په ناډاډمن چاپېریال کې او د تشویش پر مهال ، د شیطاني افکارو او ګډې وډې روحیې په درلودو یا د نشې او غفلت پر حال یا د مېرمنې د شرعي عذر درلودو پر مهال ترسره شي ،چې پر څاڅکي نامطلوبې اغېزې پرېباسي.

ډاګتر الکسيس کارل وايي: «که ښځه یا مېړه د کوروالي پر مهال نشه وي ؛نو دایو واقعي جنایت دی؛ځکه په دې شرایطوکې چې کوم ماشوم زیږي ؛نواغلب له لادرمله عصبي یااروايي ناروغیوکړېږي[4] »

که د تاریخ د جنایتکارانو ژوندلیک وڅېړئ؛نو و به مومئ،چې د اغلبو څاڅکي یې په ناانډولواو نامناسبو حالاتو او له حرامو لارې جوړ شوي دي .

په څاڅکي کې د خوړو اغېز

لکه څنګه چې چاپېریال او د موروپلار اندې د جنین په جسم او روح کې اغېز شیندي؛نو کوم  خوراک څښاک، چې څاڅکی ترې جوړېږي، پر بچي هم اغېز پرېباسي؛نو ځکه موروپلار باید هڅه وکړي،چې د څاڅکي د جوړېدو په شپو ورځوکې دې د حرامو، ناپاکو او ورستو خوړو ډډه وکړي، چې د انسان پر ظاهري او باطني بد رنګوالي اغېز شیندي او پر ځای دې له حلالو،پاکو،قوي او هغو خوړو کار واخلي ، چې د ماشوم روح او جسم ښکلوي .

امام صادق (رح) یو ښکلی ماشوم ولید ویې ويل : (( باید د کوروالي پر شپه ددې ماشوم پلار«بهي»خوړلی وي[5]))

نوځکه څوک چې د صورت او سیرت له مخې ښکلی اولاد غواړي باید په خپلو خوړوکې دقت او ځیرنه وکړي .

تر څاڅکي جوړېدو روسته ځانګړې څارنې

تر څاڅکي جوړېدو مخکې پړاو له روزنيزو دندو او څارنو روسته،د دویم پړاو روزنيزې دندې او څارنې پیلیږي؛ یعنې له هغه وخته، چې څاڅکی جوړ او ماشوم وزېږي.

په دې وخت کې موروپلار،په تېره مورځانګړې دندې لري، چې باید سخت یې ورپام وي او پوه دې شي، چې د ښځې په زیلانځ کې د نارینه د «سپرم» ورننووتل او د ښځې له «اوم» سره له یو ځای کېدو یې د ښځې مورنۍ پېر پیلېږي . یوه دوه ځانې مېرمن له همدې وخته، مور شوې او کوم څاڅکی یې چې په زیلانځ کې پالل کېږي، پر وړاندې یې خطرناک مسوولیت لري.

له کله نه چې د نارینه څاڅکی د ښځې زیلانځ ته ورننووت، د زوکړې تر وخته،له جنین سره د پلار اړیکه تقریبا پرې کېږي او د پلار خوراک څښاک او حالات یې پر جنین اغېز نه لري، شتون او نشتون یې ورته یو رنګ دي؛خو د مور په باب خبره اپوټه ده؛ځکه څه چې پر مور اغېز شیندي ،پر جنین یې هم اغېزکوي .

‌‌ډاکتران وايي : تاثرات،انفعالات،خوشحالۍ،خپګان،ډار،غم، مینه او کینه پر جنین ځانګړی اغېز لري؛ یعنې باید دوه ځانې ښځه د دوه ځانیتوب له لومړۍ شېبې په تېره تر څلورو میاشتو روسته یې خپل درون مسوولیت ته ورپام وي او پوه شي، چې په زیلانځ کې  بچی یې د بدن د یوې برخې په څېر دی او څه چې له جسمي او روحي پلوه مور ته ګټور یا زیانمن وي ؛نو جنین ته یې هم دی .

د مور ښه او بد صفتونه؛ لکه ایمان ،تقوا، مینه، سخاوت ، مړانه ، ډاډ، غم، غوسه، تروري، بدویني، کینه، خیانت او په لنډو د مور ټولې ځانګړنې پر جنین اغېز لري او بچی یې له مخې جوړېږي او لکه چې  پېغمبراکرم(ص) ویلي : «اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغه یا بدمرغېږي[6] »

د مور په زیلانځ کې د بر خلیک ټاکنه

مخکې مو وویل چې اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغه او یا بدمرغېږي او له بېلابېلو اړخونو د ماشوم برخلیک د مور په لاس دی. امام باقر (رح)ویلي دي: «هغه پرښته چې د مور په زیلانځ کې د ماشوم  د جوړولو چارې پرمخ وړي،خدای وحې ورته کوي : د ماشوم په اړه مې قضا او قدر وکښئ او… پرښتې وایي : څه وليکو؟ خدای وحې کوي : سر راپورته کړئ او د مور تندی یې ووینئ. د مور په تندي کې یې یوه تخته ویني،چې د ماشوم څېره،مخ ،عمر، ژمنه، نېکمرغي،بدمرغي او ټولې چارې یې پکې کښل شوې دي .پرښتې په تخته کې کښلي کاږي او د ادلون بدلون وړتیاوې پکې هم لیکي[7]»

په دې روایت کې له تندي مطلب د مور افکار او ترې راولاړ شوي محصولات دي؛یعنې افکار، انګېرنې،غم او غوسې، ډار، پاکۍ او ناپاکۍ د جنین په برخلیک کې اغېزمن دي اوکله جنین تر خپلې مور هم ډېر اغېزمنوي .

یو عالم لیکي:«که مور د کوروالي پر مهال داسې وډارشي، چې رنګ یې واوړي او ولړزېږي؛نو د ماشوم په بدن کې یې رټې ليدل کېږي[8] »

یو بل عالم وایي: «شونې ده د ماشوم تر زوکړې وړاندې،د مور غوسه جنین ته خورا زیان ورورسوي ،تردې چې پر یوه عصبي موجود یې واړوي او له دې ټکي باید پوه شو،چې څومره پکار دي،چې مور  دې د دوه ځانیتوب په پړاو کې له غم،خپګان او غوسې ډډه وکړي او خپله ډاډمني او آرامي وساتي[9] »

د مور د اندو هېښنده اغېزې

د ایران په اسلامي جمهوریت کې یو پینځلن هلک (سید محمد حسین طباطبایي )د ټول قرآن شریف حافظ و او ددې فوق العاده نبوغ  لامل یې خپله مور داسې څرګندوي :

«چې کله پر سید محمدحسین دوه ځانې وم ؛نو د قرآن پر یادولو بوخته وم اوپه دې موده کې مې درېيمه برخه قرآن یادکړ»

طبیعي ده هغه مور، چې ټول فکر او پام یې د قرآن یادولو ته وراړولی وي؛ نو د جنین اغېزمني به یې هم دغسې وي . دا پېښه هغو میندو ته یو دلیل دی او ورښيي که یوه مور د دوه ځانۍ پر مهال له خدای سره مینه ، د قرآن لوست او له نفس سره جهاد ولري او د نورو له بې پتولو ډډه وکړي، غوږونه، سترګې او زړه له ګناه وساتي، له نامحرم سره ټوکې او ناسته ولاړه و نه لري،ځان یې له رذیله خویونو ساتلی وي او له پاکلمنۍ او حیا برخمنه وي او …

نو دا ټول په ماشوم کې د پاکۍ زمینه او لارې چارې چمتو کوي او نېکمرغۍ او کمال ته د ور رسېدو لپاره وړتیا پکې پیدا کوي.

ځکه د«پاکې ونې»مېوه پاکه  وي؛نو ځکه امام صادق (رح)ویلي: «طوبی لمن کانتامه عفیفة؛د پاکلمنې مور پر درلودونکي دې خوشحالي وي[10]»

اپوټه که مور د دوه ځانۍ پر مهال، ګناهکاره او بې حیا وي، ځان له نامحرمه نه ساتي، ناسته ولاړه او ټوکې ورسره لري، غیراخلاقي  او چټي فیلمونه ګوري،فاسدې موسیقي اوري،غیبت کوي،تورونه تړي ، دروغ وایي، خیانت کوي، د خدای له یاده غافله وي، له قرآن سره کینه کښه  او شیطاني افکار ورباندې واکمن وي او … نو دا ټول پر جنین اغېز پرېباسي او د بدمرغۍ لارې چارې یې ورچمتوکوي.

د ناپېلیون په باب لیکي:«له جګړو او سوبو سره یې ډېره مینه درلوده ، تاریخپوهان یې د مور له خولې روایتوي ،چې کله پر ناپېلیون دوه ځانې وم؛ نو تل مې له خپل مېړه سره په جګړو کې برخه اخسته؛نو ځکه ناپېلیون جګړو ته سخت ورمات و[11] »

له همدې امله د پېغمبراکرم(ص)په سیرت کې راغلي،چې دوه ځانو ښځو په تېره حضرت فاطمةالزهرا(س)ته یې اجازه ورکوله، چې کله ناکله د جګړې د ډګر لیدو یا نژدې ورشي[12]،چې د جهاد او د خدای په لار کې د تورو وهلو منظرې وګوري او ډاريې له منځه ولاړ شي او د جهاد مینه پکې ورننوځي او په دې توګه په خپل زیلانځ کې ماشوم وخوروي، چې سبا ټولنې ته تکړه، مېړنی ،د خدای په لارکې پر جهاد میېن زوی وروړاندې کړي.

پر جنین د خوړو ښکاره او مانېزې اغېزې

د مور خواړه د جنین پر جسم او روح یو اغېزمن لامل دی،که مور د دوه ځانۍ پر مهال شراب وخوري او نشه شي؛نو په زیلانځ کې یې اولاد هم نشه کېږي.

پوهان وايي: خواړه د ماشوم په طبیعي جوړښت،ښکلا،د غړیو په توازن او د وېښتانو په رنګ کې اغېز لري؛کومې میندې،چې په دوه ځانۍ کې د خوړو له پلوه پرکمښت اخته وي؛نو غالباً له جسمي او عقلي پلوه نيمګړي او پر سختو اروایي تشویشونو اخته اولاد زېږوي . د یوې شمېرنې له مخې،اتیا سلنه ناقص الخلقه ماشومان او هغه کوچنیان،چې د مغزي،عصبي او جسمي ودې پر نیمګړتیا اخته دي، د دوه ځانۍ په پړاوکې ، یې میندو ښه خواړه خوړلي نه دي[13].

اسلامي روایاتو هم دې ټکي ته پوره پاملرنې کړي او د خوړو او مېوو په باب یې – په تېره د بهي او خرما په اړه، چې د ماشوم په ښکلا او خوش اخلاقۍ کې مهمه اغېزه لري- خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې کړې دي[14].

لکه څنګه چې خواړه له طبيعي پلوه ځانګړنې لري او په جنین کې مثبت یا منفي اغېز لري،له مانېز پلوه هم ځانګړې اغېزې لري،چې باید د میندو پوره ورته پام وي . پاک او حلال خواړه پر مور او ماشوم یې مثبت او ښه اغېز لري او اپوټه ،حرام خواړه د ماشوم پر مانيز او روحي  جوړښت منفي او ډېر زیانمن اغېز لري.

«راوړي یې دي،چې د بحارالانوار خاوند ملا مجلسي،په وړوکتوب کې له خپل پلار سره جومات ته تله ؛خو یوه شپه چې د جومات انګړ ته ورورسېد؛نو تم شو او جومات ته ورنغی او پر لوبو شو، بلخوا د اوبو سقاو خپل ژی کېښود او د نمانځه لپاره جومات ته ورننووت،دې اوه کلن ماشوم ظاهراً میخ یاستن پیداکړه او ژی یې سوری کړ، اوبوترې دارې وهلې او دې ته یې خوند ورکاوه، نمونځ وشو او له ژي هم اوبه تویې شوې.

سقاو چې راغی او دا حال یې ولید، و یې ویل : چا دا کار کړی ؟

وویل شول : د مجلسي زوی!!

پلار یې خبر او ډېر خپه شو،کور ته ولاړاو خپله مېرمن یې له پېښې خبره کړه ورته یې وویل : مېرمنې! د څاڅکي تر جوړېدو وړاندې روسته مې د خوړو او نورو دستوراتو له پلوه هر څه مراعات کړي ؛نو که کوم لنډون شوی وي؛نو ستا له لوري به وي؛ځکه د هلک دا چار بې علته نه دی، فکر وکړه چې څه دې کړي؟

مېرمنې یې سوچ وکړ او وریاد شول،و يې ویل: سمه ده، پړه یم، چې پر دې زوی مې دوه ځانې وم؛ نو د څه کار لپاره د ګاونډي کور ته ورغلم او چې راستنېدم؛نو په کورکې یې د انار ونه وه؛نو داچې دوه ځانې وم ، تریو څیز ته مې اشتها راغله او خیال مې وکړ،چې دا انار تریو دی؛نو له ټټره مې ستن راوایسته او انار مې پرې سوری کړ او و مې روه ؛ خو انار خوږ و، پرېمېښود او ولاړم او د کور خاوند ته مې څه ونه ویل .

وایي : په ستن یې چې د انارو څومره اوبه رودلې  وې ،هماغې د هلک پر جنین اغېز کړی و او په اوه کلنۍ کې یې ژی په ستنه سوری کړ![15]

یو ځوان خپلې مور ته وویل: کله ننګېرم، چې د باطنو پر نورانیت مې یوه توره کرښه ځغلي؛حرام خور نه یم، له بدچارو سره مې ناسته پاسته نشته، عبادت په لټۍ نه کوم ،تر پلټنې روسته دې پایلې ته ورسېدم ، چې و دې پوښتم،چې ښایي د دې لټۍ  او تورې کرښې عامل له تانه راته لېږدول شوی وي،حقیقت راته ووايه ،چې درمل یې وکړم.

مور یې وویل : چې پر تادوه ځانې وم ؛نو پلار دې په سفر کې و، د زردآلو وخت رارسېدلی و،له کوره نه وتم ، د زروآلود پېرولو زمینه راته نه وه ،یوه ورځ جامو غوړولو ته بام سر ته وختم،سترګې مې پر هغو زردآلو ولوېدې،چې ګاونډي وچولو ته خپاره کړي ول،ددې زردآلو یوه لښته مې وخوړه او روسته پښېمانه شوم ؛خو خجالت مې ایسته، چې له ګاوندي بښنه وغواړم .

ځوان وویل: مورې ! د مسالې علت پیدا شو او ګاونډي ته د بښنې اخستو لپاره ورغی [16] .

حرام خواړه جنین ناروغوي او ډېر وخت یې بې لارېتوب او ګناه ته راکاږي؛ نو ځکه مور  دې هڅه وکړي ،چې د دوه ځانۍ پرمهال دې حرام خواړه و نه خوري او پلار دې هم هڅه وکړي،چې خپلې مېرمنې ته د حلالې لارې خواړه چمتوکړي ،چې پاک اولاد یې پر برخه شي.

د ماشوم زوکړه

امام رضا(رح) وویل : انسان ته درې ځایونه خورا وحشت ناک دي :

۱-هغه ورځ، چې زېږي او نړۍ ویني .

۲-هغه ورځ چې مري او آخرت او آخرتیان ویني .

۳-هغه ورځ چې راپاڅي او داسې مسالې ویني،چې په نړۍ کې یې لیدلي نه وي[17].

د ماشوم د زوکړې وخت د مور او ماشوم په ژوندکې یوه خورا حساسه شېبه شمېرل کېږي؛ ځکه جنین باید هرومرو له  نهه میاشتني تمه له یو خطرناک پړاوه تېر شي او مور هم باید یو ستر کړاو وګالي،که څه ددې کړاوګاللو یې دروند اجر شته.

پېغمبراکرم(ص) ویلي: «ښځه د زيږون پر مهال داسې اجر لري،چې عظمت اوستریا یې د درک وړنه ده[18] »

ښځې او ماشوم ته زېږون یو خورا ستونزمن چار دی؛ نو تر زوکړې روسته دواړه سخت استراحت او آرامۍ ته اړتیا لري او مور پر استراحت سربېره مناسبو خوړو ته هم اړتیا لري؛ لکه کجورې،چې له ظاهري او باطنی پلوه ښه اغېز لري .

پېغمبراکرم(ص) ویلي: « د ښځې تر زوکړې روسته ،لومړی خواړه دې یې کجورې وي؛ځکه که تردې ښه خواړه وای؛ نو خدای به د حضرت عیسی(ع) د زوکړې پر مهال پر مریم (س)خوړلي ول[19] »

رسول اکرم(ص) د خدای تعالی له خولې وایي : «پر عزت، جلال، عظمت او لوړ مقام مې قسم ،که ښځه د زوکړې پر ورځ کجورې  وخوري؛نو اولاد یې که زوی وي که نجلۍ ، هرومروبه زغمناک وي[20] »

د ماشوم لومړۍ جامې

ماشوم دې تر زوکړې روسته په تړمو اوبواو صابون ووینځي او په پاکه سپینه ټوټه کې دې یې راونغاړي ،په ښي غوږکې دې یې اذان اوکیڼ کې دې یې اقا مه ورته ووایي، بیادې یې ښکل کړي؛لکه چې پېغمبراکرم (ص) د حسنینو په زوکړې همدغسې وکړل[21] .

پوهان ګروهن دي،تر زوکړې روسته د انسان لومړی غړی،چې کار پیلوي، غوږ دی. غوږ، غږ اوري او مغزو ته یې ورلېږي او ماغزه یې ساتي .

د زوکړې په لومړیو شېبو کې د اذان او اقامې ویلو مانا داده،چې لومړنی غږ، چې ماشوم یې واوري، باید د توحید او نبوت غږ وي. شونې ده وویل شي : ماشوم چې له زیلانځه نوی راوتلی،پر څه نه پوهېږي،شعور او درک نه لري او څه توپیر لري ،چې اذان واوري که ساز و آواز !!

ځواب یې دادی: ماشوم یې ښه اوري او خپل اورېدلي ضبطوي . په دې باب لاندې هېښنده داستان ته پام وکړئ:

«په امریکا کې یوه ۲۳ کلنه نجلۍ د مغزو پر ناروغۍ اخته شوه ، عملیات یې کړه،چې په سد کې شوه ؛نو په فرانسوي ژبه یوه مذهبي سندره ترې واورېدل شوه ،مور و پلار یې حیران شول،طبیب یې د تعجب علت وپوښت، ویې ویل : لور موپه ټکي فرانسوي نه پوهېږي، په فرانسوي ژبه کوم کتاب نلري ،فرانسوي ملګری نه لري .ناڅاپه  یې مور دا معما هواره کړه؛لور مې د درېیو میاشتو وه ، چې له دویمې نړیوالې جګړې نه امریکا ته یو شمېر فرانسوي کډوال راغلل ،په دوی کې یوه نرسه ښځه وه،چې د خپل مذهب په باب متعمبه وه او په ګاونډ کې مو پرېوته، کله موږ کره راتله ،ماشوم يې په غېږکې نیوه او له ژړا يې د ماشوم  چوپولو ته ترانې ورته ويلې؛ نوڅرګنده وه ؛څه یې چې ورته ویلي، مذهبي رنګ یې درلود،له هغې ورځې یې په مغزو کې دا ترانې پاتې شوې،په ۲۳کلنۍ کې چې په سد کې شوه،ترانه یې له مغزو څخه ژبې ته راغله او بېواکه یې له خولې راووته[22].

ددې ونډې او اغېز په پامینوي ،پېغمبراکرم(ص)سپارښتنه کوي،چې د ماشوم په غوږونو کې دې پر اذان او اقامې سربېره،د حمد، اخلاص، ناس، فلق، ایه الکرسي او حشر سورت وروستي آیتونه ولولﺉ[23].

د عظیم الشان پېغمبر(ص) دې ته ورپام دی، چې نوزېږی ماشوم د اذان اقامې او د قرآني آیتونو په دقیق مفهوم نه پوهېږي؛ خو دا الفاظ یې په مغزو او اعصابو کې ژور اغېز شیندي او د ماشوم په روح او اروا کې کرښه راکاږي او له دې کلیماتوسره یې مانوس او اشنا کوي.

 د ماشوم لومړي خواړه

له حضرت انس (رض) روایت شوی : د ابوطلحه د مېرمن ام سلیم، چې ماشوم وزيږېد،پېغمبراکرم(ص) راته وویل : انسه! مور ته دې ورشه ورته ووایه:د خپل اولاد نوم،چې دې غوڅ کړ،څه ورپورې مه نښلوه او ماته یې راولېږه . انس وایي: پیغام مې ورساوه او ماشوم مې په لاس کې راونیواو حضرت(ص) ته مې راوست ، پېغمبر اکرم (ص)امر وکړ،چې درې دانې کجورې راوړه . دا چار مې وکړ . آنحضرت(ص) د کجورو زڼي لرې کړل او یوه یوه یې په خپله خوله کې وژوله، چې نرمې شوې،بیا یې د ماشوم خوله وازه کړه او په خوله کې  یې ورکېښووله… اوپه پای کې یې وویل:  ((ورشه او مور ته دې ووایه : خدای دې یې درته مبارک ،مهربان او پرهیزګار کړي[24] .))

ام المؤمنین عایشه(رض) وایي: « ماشومان  یې چې حضرت پېغمبر (ص)ته راوستل،حضرت  مبارکي ورکوله او خوله  یې وروازوله.

حضرت علي (ک) وایي : «د خپلواولادونوخو له مو په کجورو وازه کړئ.  پېغمبراکرم (ص) د حسنینوخوله په کجورو پرانسته»

 د ماشوم نامه ایښوونه

پر پلار د ماشوم ړومبی رسمي او لازمي حق دادی، چې ښه نامه ورباندې کېدي . رسول اکرم (ص) ويلي : « من حق الولد علی الوالدان یحسن اسمه ویحسن ادبه ؛پر پلار د اولاد له حقوقو ځنې یو دادی، چې ښه نامه پرې کېدي اوپه ښه ادب یې وروزي[25] »

پر اولاد د ښې نامې ایښوونه ،په ډېری روایاتوکې اولاد ته د پلار د ښې ډالۍ په نامه اوڅار شوې ده او پر ښې نامې ایښوونې د اسلام د ټینګار علت دادی، چې د هر چا لقب او نامه یې  د شخصیت ،اصالت او ګروهې ښوونکې ده او د عمر تر پایه یې ورسره وي،که ښکلې وي، په ټولنه کې یې د عزت او ویاړلامل وي او که بده وي؛نو پرې خجالت  او کړېږي؛ نو ځکه پېغمبراکرم (ص) د وګړیواو ښارونو بدې نامې اړولې[26]))

امام صادق (رح) ویلي: « د رسول اکرم (ص) دود و،چې د خلکو او ښارونو بدې نامې یې اړولې»

په یوه روایت کې راغلي،چې د حضرت عمر(رض) د یوې لور نامه «عاصیة» یعنې ګناهکاره وه،رسول اکرم(ص)یې نامه وربدله کړه او «جمیله»؛ یعنې ښکلې یې ونوموله[27] .

سعید بن مسیب (رض) وایي : د ماما زوی مې وشو او نامه یې پرې «ولید» کېښووله . پېغمبراکرم (ص) وویل: د خپلو فرعونانو نامه مو پرې کېښووله؟ نامه یې بدله کړئ او عبدالله نامه یې پرکېښووله[28]. د کنزالعمال او اعلام الوری د روایت له مخې، رسول اکرم (ص)پردې نامې ایښوونې تر نیوکې روسته وویل : « په دې امت کې به د ولید په نامه[29] یو تن راشي،چې پر امت به یې شر پر خپل قوم د فرعون تر شره ډېر وي[30] »

پر اولادونو څرنګه نامې کېدو؟

پېغمبراکرم(ص) وویل : «پر اولادونه مو د پېغمبرانو نامې کېدئ او غوره نامې عبدالله او عبدالرحمن دي[31] »

رسول اکرم (ص) تر بعثت روسته ،پر یوازېني زوی، ابراهیم نامه کېښووله،د ابراهیم خلیل الله همنومی، چې د خدای یو غوره پېغمبر و او پر خپلو لمسیو یې د هارون علیه السلام – چې د موسی  علیه السلام ورور او وزیر و- د زامنو نامې کېښوولې؛ یعنې حسن او حسین[32] .

باید داسې نامه کېدو،چې د ماشوم د ګروهې ښووونکې وي، داسې نامه چې شیطان غندي،داسې نامه چې د انسانیت اوچتو شخصیتونو او نامي سپېڅیلو ته یې ورمنسوبوي.

پېعمبراکرم (ص) ویلي : « که څوک څلور زامن لري او پر یوه یې هم زمانوم ایښی نه وي؛نو په حقیقت کې ظلم یې راباندې کړی دی [33]»

ممنوع نامې ایښوونې

نه ښایي پر خپلو اولادونو داسې نامې کېدو،چې د ځانمنۍ او غرور بوی ترې راولاړېږي یا یې ناپاکیو او بدیو ته ورکاږي او یا يې بدنامو او ناپاکو ته ورمنسوب کړي،چې داپخپله پر اولادونو یو ډول ظلم او بې احترامي یې ده.

خو افسوس یو شمېر پلرونه او میندې په نامې ایښوونه کې خپل شرعي او ټولنیز مسوولیت نه پلی کوي او پر خپلو اولادنو پرېوتي او بې منځپانګې ، د طاغوتانو، پاچایانو او د غیر اخلاقي فیلمونو د هلکانو او نجونو نامې ږدي،چې داچار له قرآن او نبوي سنتوسره اړخ نه لګوي او د شیطانانو،د دین او قرآن د دښمنانو د خوشحالۍ لامل ګرځي . دا ډول نامې ایښوونې یا له ناپوهۍ او د پردیو د فرهنګ پر وړاندې له ځان بایلنې راولاړې شوي او یا داچې د اسلامي نامو یو ډول بې احترامي کول او ترې کرکجنېدل دي .

ښو نامو ته عملي درناوی

ابورافع (رض) وايي: وامې ورېدل، چې پېغمبر اکرم(ص) وویل: «که پر چا مو د(محمد) نامه کېښووله؛نو مه یې وهئ او بې احترامي یې و نه کړئ[34]»

یعیش غفاري(رض)وایي : پېغمبر اکرم یوه اوښه درلوده،یوه ورځ یې وویل: څوک به یې ولوشي؟ یوه وویل:«مرة[35]» آنرحضرت وویل :کېنه! بل راپاڅېد،چې اوښه ولوشي . پېغمبر اکرم (ص) وویل :نامه دې څه ده؟  هغه هم وویل :«مروة». آنحضرت وویل: کېنه. بیا بل څوک راولاړ شو. آنحضرت وویل: نامه دې څه ده ؟ویې ویل: «جمرة[36]» آنحضرت وویل:کېنه .  ورپسې یو بل تن راپاڅېد، پېغمبراکرم(ص) ورته وویل : نامه دې څه ده ؟ ویې ویل : «یعیش[37] » آنحضرت ورته وویل :و یې لوشه[38].

ابوحدرد (رض) وایي:پېغمبراکرم(ص) وویل: څوک به مې دا اوښ وشړي؟ یا داچې ویې ویل: څوک به يې مقصد ته ورسوي ؟ یو تن راپاڅېد، و یې ویل : زه . پېغمبر اکرم(ص) ورته وویل: نامه دې څه ده؟ ویې ويل :پلانی. آنحضرت (ص) وویل:کېنه – ته وا نامه یې سمه نه وه- ورپسې یوبل تن پاڅېد و یې ویل : زه . پېغمبر(ص)وویل:نامه دې څه ده؟ ويې ویل : «ناجیة[39]» آنحضرت وویل : وړ یې؛نو و يې شړه[40]

که موږ د پېغمبراکرم(ص) له دې سبقه عبرت واخلو؛ نو پر خپلواولادونو به نامناسب او پردۍ نامې کېنږدو.

په نامې ایښوونې کې مناسبتونه په پام کې نیول

یو تن رسول ا کرم (ص) ته ورغی ويې ویل : پرون شپه مې لور وزیږېده څه نامه پرې کېدم؟ آنحضرت ورته وویل: پرون شپه د مریم سورت راباندې رانازل شو؛نو پر لور دې مریم نامه کېده؛هغه هم مریم پرې کېښووله[41] .

د زوکړې پر مهال که اسلامي مناسبتونه په پام کې ونیسو؛ نو کېدای شي پر اولادونو مو غوره نامې کېدو او په دې اړه به خپل شرعي مکلفیت ښه ترسره کړو.

د اولاد د زیري زېری ورکول

صالح اولاد که نجلۍ وي که هلک، ښو بندګانو ته د لورین پالونکي یوه ستره لورنه ده .

پېغمبر اکرم (ص) وایي: « ښه اولاد د خدای له لوري یو خوږ بویه ګل دی، چې پر خپلو بندګانوکې یې وېشلی دی[42] »

امام صادق (رح)ویلي:« د نارینه له نېکمرغیو ځنې داده،چې صالح اولاد ولري[43] »

دې ته په پامینوي چې صالح اولاد،نعمت،نېکمرغي ، ویاړاودانسان دهیلې لامل دی؛نومناسبه ده انسان چې داولاد دزوکړې خبرواوري ددې سترنعمت په شکرانه کې ، خدای وستاېې اوزیري ورکوونکي ته یې زېری وکړي.

ابو رافع (رض)چې پر رسول اکرم(ص) دا ابراهیم د زوکړې زېری ورکړ؛ نو حضرت په زیري کې یو مریی ور ډالۍ کړ[44].

[1] بحارالانوار،۶۰ ټوک ۳۶۷مخ

[2] بحارالانوار۶۰ټوک ۳۶۶مخ.

[3] [صافی تفسیر، ۴ټوک/۸۸مخ ]

[4]  (کارل ،راه زندګی، ۹۱مخ )

[5] مکارم الا خلاق ، ۱ټوک \۳۲۸مخ .

[6] متقي هندي ، کنزالعمال ، ۴۹۰روایت . یعقوبي تاریخ ۲ټوک\۹۴مخ . بحارالانوار۵ټوک\۱۵۷مخ .

[7] اصول کافي ، ۶ټوک\۱۴مخ

[8] [اعجاز خوراکیها،۱۷۲مخ ]

[9] ګفتارفلسفي ،کودک ،۱ټوک\۱۱۸مخ

[10] بحارالانوار، ۲۳ټوک\۷۹او۱۳۸مخونه

[11] تعلیم وتربیت ، ۱ټوک/ ۱۴۷مخ ،اخستل شوی له:الخلق الکامل،۱/۱۰مخ

[12] واقدي ،مغازي ،اټوک \۲۴۹مخ . اعیان الشیعه،۱ټوک\۳۸۹مخ.

[13] بهداشت جسمي وروانی کودک، ۶۲مخ .

[14] مکارم الاخلاق،۱ټوک / ۳۲۱ او  ۳۲۷ مخونه .مستدرک الوسایل ۳ټوک / ۱۱۳ او۱۱۶مخونه .

[15] تربیت فرزند ازنظر اسلام،۶۸مخ .

[16] حسین انصاریان، نظام خانواده دراسلام ، ۴۳۹مخ.

[17] مسندالامام الرضا، ۱ټوک \۲۸۲مخ .

[18] امالي صدوق، ۴۱۱مخ . بحارالانوار۱۰۴ ټوک \۱۰۶مخ .

[19] مستدرک الوسائل ۲ټوک/ ۶۱۹مخ .

[20] وسایل الشیعه ۱۵ټوک \ ۱۳۴مخ . بحارالانوار۱۰۴ټوک/ ۱۱۶مخ. المحاسن۲ټوک /۵۳۵مخ

[21] علل الشرایع ،۵۷مخ.

[22] نظام خانواده دراسلام،۴۰۰مخ .

[23] مستدرک الوسائل،۲ټوک/ ۶۱۹مخ .

[24] مجمع الزواید ۹ټوک/۲۶۱مخ (۲) صحیح مسلم ۱۴ټوک\۱۲۷مخ (۳)کافي ، ۶ټوک/۲۴مخ .

[25] وسائل الشیعه،۱۵ټوک \۱۱۵مخ .

[26] واقدي، مغازي،۴۵مخ.وفاالوفآ باحوال دار المصطفی۲ټوک \۲۶۶مخ .بحارالانوار۱۰۴ټوک \۱۲۷مخ . وسایل الشیعه ۱۵ټوک\۱۲۴مخ .

[27] صحیح مسلم، ۶ټوک\۱۷۳مخ او ۱۴ ټوک\۱۱۹مخ .

[28] بحارالانوار ، ۱۸ټوک\۱۲۶مخ .

[29] ظاهراً مرادترې «ولیدبن عبداالملک » یومرواني خلیفه دی، چې تاریخ یې په اړه وایي: «وکان الولیدجباراً ظالماً ؛ یو سرغړانداوظالم و» .جلال الدین سیوطی ،تاریخ الخلفا۲۲۳ مخ .

[30] کنزالعمال ۱۶ټوک\۴۳۰او۵۹۲ مخونه . اعلام الوری، ۴۵مخ .

[31] مکارم الاخلاق ۱ټوک \۴۲۱‍مخ . بحارلانوار۱۰۴ټوک\۹۲مخ .

[32] ابن سعد،طبقات۱ټوک\۱۲۶مخ.بحارالانوار۲۱ټوک\۱۸۳مخ .

[33] کافي ۶ټوک\۱۹مخ. بحارالانوار۱۰۴ټوک\۱۳۱مخ.

[34] مجمع الزواید، ۸ټوک\۴۸مخ .عیون اخبارالرضا۲ټوک\۲۹مخ .

[35] مرة: ترخه ونه.

[36] جمرة: داورټوټه.

[37] یعیش: ژوند وکړه.

[38] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[39] ژغورونکی

[40] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[41] مجمع الزواید،۸ټ\۵۵مخ.

[42] کافي ، ۶ټ \۲او۳مخونه .بحارالانوار۱۰۴ټ \۹۸مخ.

[43] .پورته سرچینې .

[44] طبري ،تاریخ ، ۲ټ\ ۳۶۲مخ . بحارالانوار۲۱ټ\۱۸۳مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!