تبلیغات

  د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو […]

 

د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر

د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو له بريده وساتي.د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري.(51)

 د پېغمبراکرم (ص) روحي ځواک

 د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مېړانې،زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د “فجار” په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن  ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي رسول.

 “ابن هشام” په خپل سيرة كې د پېغمبر اکرم له خولې راوړي،چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول،چې ويې توغوي. )) (52)

 “ابن اثير” هم په “النهاية” كې دا حديث راخيستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به،چې تنګسه او سختي راغله؛ نو موږ به پېغمبر اکرم ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته نږدې نه و. (53)*

 له شپنۍ  تر سوداګرۍ

له بعثت مخکې،د پېغمبر اکرم د ژوند يوه برخه په شپنۍ كې تېره شوې ده.څه وخت يې د څارويو  پر روزلو تېره كړه،چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي؛ ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر خداى ايمان دى.

 په حديث كې راغلي:خداى داسې پېغمبر نه دى رالېږلى،چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نه وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي.

ډېرو سيره ليكونكيو هم د پېغمبر اکرم له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ ويې ويل: هو! ما هم څه موده په “قراريط” کې د مكې رمه څرولې ده. (54)

د کوم شخصيت،چې له “ابولهبانو” او “ابوجهلانو” سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي،چې يوازې حق ته تسليم شي؛نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي.

دويم علت: داسې انسان ته،چې په رګونو كې يې د غيرت،مېړانې او ازادۍ وينه بهېږي،ډېره سخته ده،چې د قريشو ظلمونه،فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي؛نو ځكه پېغمبر اکرم سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي،چې د مكيانو له ناوړو لرې وي؛ البته دا په دې مانا نه ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې  چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي؛بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د خداى له لوري وو؛ځكه لا د بعثت وخت ورته نه و چمتو شوى.

درېم علت: دا كار ښه فرصت و،چې حضرت “محمد”(ص) په اسمان، ځمكه،ستوريو،تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي.

كه څه هم د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي ؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې،بې نيازه نه ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه  كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.

 د ابوطالب وړانديز

“ابوطالب”،چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي؛نو ورته يې وويل :”خديجه” د “خويلد” لور د قريشو سوداګره ده،چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په “شام” كې وپلوري؛نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې.(55)

د حضرت “محمد” (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه،چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي؛نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي؛ځكه حضرت “محمد”(ص)  پوهېده، چې په خلكو كې په  امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

 حضرت خديجه چې د “ابوطالب” او حضرت “محمد”(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه او ورته يې وويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى،زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. (56)

د خداى رسول راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې خداى تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وسيله ده.

دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه دا چې: آيا حضرت “محمد” (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د “اجير” په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و،چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه)؛نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت “محمد”(ص) د عزت نفس غوښته وه،چې د خديجى اجير نه؛بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي؛ دا ځكه چې:

لومړى: د “ابوطالب” په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت “محمد”(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي؛بلكې له دې مخکې “ابوطالب” له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت “محمد”(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي.(57)*

دويم:”يعقوبي” په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نه و. (58)

د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو،حضرت خديجې خپل وكيل او دوو  مريانو ته وويل : له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت “محمد”(ص)  كول؛ تاسې پرې د نيوكې حق نه لرئ او څه يې چې درته ويل؛نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ.

كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل؛خو حضرت “محمد”(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د “تهامه” په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت “محمد”(ص) په دويم ځل د “عاد” او “ثمود” له سيمو راتېر شو،چې  په ليدو يې په چورت كې شو.پردې سربېره،پخواني يادونه يې پر زړه راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و.

كاروان مكې ته رانږدې شو،”ميسره”د حضرت خديجې مريي حضرت “محمد” (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې  خبره كړئ.

حضرت خديجه په خپل دوكان كې ناسته وه او حضرت “محمد”(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې ميسره هم راورسېد.(59)

 ميسره،څه چې په سفر كې تېر شوي وو،ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت “محمد”(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:

 امين  په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر “لات” او “عزى” قسم وخوره،چې په خبره دې باور وكړم.امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل دا چې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې؛نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى،چې په “تورات”  او انجيل كې يې زېرى شوى دى.

 حضرت خديجه  د اسلام بېلګه مېرمن

تر هغې ورځې پورې د حضرت “محمد” اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نه و،چې واده وكړي؛خو “شام” ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت “محمد”(ص) د كارپوهۍ او مېړانې له امله ډېر ګران و؛نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې؛خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخستې او د انعام پېسې يې و نه منلې او د “ابوطالب” كور ته روان شو او څه،چې يې ګټلي وو،په دواړو لاسو يې “ابوطالب” ته ډالۍ كړل.

د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت “محمد”، “ابوطالب” ته ګټلې پېسې وركړې،چې واده ورته وكړي.

 حضرت “محمد”(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي؛خو څنګه وشو،چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو “عقبه بن ابي معيط” “ابوجهل” او “ابوسفيان” مركې نه وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو،چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د خداى په لار كې ولګوله.كور يې،چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و،د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛ خو څه چې ترې انكار كېداى نه شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نه لري ؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.

 تاريخ ګواه دى،چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.

 حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه،چې د با ايمانه مېړه په لټه كې وه؛نو ځكه يې پېغمبر اکرم په اړه وايي: “حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده”.

 له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت “محمد” (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛ خو يوازې د “محمد” او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم.

“ابن اثير” ليكې: “عفيف” نومې سوداګر “مسجدالحرام” ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې پېغمبر اکرم له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې  پېښې پوهېدانې ته د پېغمبر اکرم تره  “عباس” ته ورغى، “عباس” ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې  ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم، چې ددې دين پلويان وي.

د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نه لرم؛خو غوره به وي،چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.

 د واده ظاهري او باطني لاملونه

مادي انسان،چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني،او انګېري:

دا چې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه؛نو د سوداګريزو چارو  د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت “محمد”(ص)  هم دا،چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و؛ نو سره له دې،چې عمرونه يې انډول نه وو (درويشت او څلوېښت)؛ خو بيا يې هم واده وكړ؛ خو تاريخ وايي چې: له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نه؛ بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې شاهدان يې دا دي:

1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي “ميسره” ورته د حضرت “محمد”(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات،چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه.ځه ولاړ شه! ته او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه،دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم.

حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو،”ورقه بن نوفل” ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. (61)

2 _ يوه ورځ “حضرت خديجه” په کور كې ناسته وه،چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې.په دې غونډه كې يهودي عالم هم و،چې ناڅاپه يې حضرت “محمد”(ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې.عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت “محمد”(ص) څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت “محمد” (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛نو لانجه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي.

يهودي عالم ورته وويل: دا ته څه وايې!؟ مګر څوك حضرت “محمد”(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى.؟

 حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په “تورات”  كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه  كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل: بختوره به وي،چې له حضرت “محمد”(ص) سره واده كوي.(62)

3 _”ورقه بن نوفل”،د حضرت خديجې تره،د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د خداى له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او دا چې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه؛كله كله يې حضرت خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي،چې ته به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې. )) (63)

4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد،چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې “ورقه بن نوفل” ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ،چې:له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي.(64)

 دا هغه پېښې دي،چې ځينو تاريخپوهانو راخستې او په تاريخي کتابو كې  ثبت دي او ددې خبرې پخلى كوي، چې له حضرت “محمد”(ص) سره د حضرت خديجې  واده د معنوياتو له مخې و او دا بې ځايه خبره ده،چې وايي حضرت خديجې له حضرت “محمد امين”  سره د سوداګريزو چارو د سمبالولو لپاره واده كړى و.

 مركه

شك نشته،چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. “ابن هشام” وايي: حضرت خديجې پېغمبر اکرم ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! دا چې ته په قوم كې پر “امين” مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې؛نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم.حضرت “محمد”(ص) ورته وويل: په كار ده،چې په دې  باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. (65)

خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: “نفيسه” د “عليه” لور وه، چې د حضرت خديجې پيغام يې پېغمبر اکرم ته ورساوه:” محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نه رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ،شرافت او عزت وړانديز وكړم؛نو و به يې منې؟ حضرت “محمد” ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت “محمد” ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې،چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ “نفېسې” ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. ته يو وخت وټاكه،چې د هغه وكيل  (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پر ځاى شي.

 د خداى رسول “ابوطالب” له دې پېښې خبر كړ؛غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى “ابوطالب” د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: زما وراره “محمد بن عبدالله” كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛نو تر ټولو غوره دى،كه څه هم له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى،چې د چا په لاس کې نه پاتې كېږي؛ خو اصل او نسب پاتېدونى دى.(66)

 د حضرت خديجې عمر

مشهوره ده،حضرت خديجې چې له حضرت “محمد” سره واده كاوه؛نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه؛خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي.

حضرت خديجې پخوا هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: “عتيق بن عايذ” او “ابوهاله بن بناش التميمي” وو.

 

51_ نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

52_  سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

53_  نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

54_ سره ابن هشام ، 1ټوك/ 166

55_ بحار 16ټوك/ 22مخ

56_ سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158،كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

57_ بحار، 16ټوك/ 22

58_ تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

59- الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

60_ بحار ، 16ټوك/ 18

61-سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 26

62_ بحار، 16 ټوك/19

63_بحار، 6ټوك/ 104

64_بحار، 6/104

65_ سيره ابن هشام 1/ 204

66_ مناقب 1/30، بحار 16/16

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!