تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ښوونځي پېر، د ښوونځي پېر د ښوونې او روزنې له پلوه خورا ښه وخت دی، کوچنی او ښوونځی، د روزنې او د ادب ور زده کولو وخت، کور او ښوونځی نوک واورۍ دي، زموږ په ټولنه کې له ښوونځیو سره د موروپلار اړیکه کمزورې ده، د کوچنیانو درسي مسئالې، له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ښوونځي پېر، د ښوونځي پېر د ښوونې او روزنې له پلوه خورا ښه وخت دی، کوچنی او ښوونځی، د روزنې او د ادب ور زده کولو وخت، کور او ښوونځی نوک واورۍ دي، زموږ په ټولنه کې له ښوونځیو سره د موروپلار اړیکه کمزورې ده، د کوچنیانو درسي مسئالې، له زده کړې او ښوونځي سره جوړجاړی،

د ښوونځي پېر د ښوونې او روزنې له پلوه خورا ښه وخت دی. په دې پېر کې ماشوم له یوې خوا له آرامۍ او ثباته برخمن دی او بلخوا، اروايي ځانګړنې  یې ورکې د روزلو او ادب زده کولو لپاره پوره چمتوالی رادبره کوي.

په اسلامي ښوونو کې  دا پېر به بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې ټول په کوچني کې ددې اساسي ځانګړنو څرګندونکي دي.

د اسلام پېغمبر(ص) ماشوم په دې دوره کې په ((عبد)) یاد کړی، چې د اطاعت او غاړې اېښوونې څرګندونکی دی. په بل روایت کې یې  دا وخت د ((تادیب)) پېر نومولی ؛یعنې د روزنې او د ادب ور زده کولو وخت او په بل روایت کې یې، له مشرانو سره ملګرتوب او د اولاد ادب ورزده کولو پېر ښوولی دی.

له دې تعبیراتو راولاړېږي، چې لومړی:

[کوچنی په دې پېر کې روزنې ته ډېر ورمات وي؛]

دویم د کوچني  رسمي ښوونه له همدې پړاوه پیلېږي؛ نو ځکه د کوچني د ښوونې او روزنې لپاره نباید دا طلايي فرصت په اسانۍ له لاسه ورکړو.  باید په دې پېر کې د کوچني روزنې ته په ټینګه ملا وتړو او له شته ارامۍ او ثباته ډېره ګټه واخلو او هېر مو نه وي، چې په دې پېر کې شته ارامي تر توپان وړاندې ارامي  ده او کوچنی ددې پېر په وروستو کې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته د ورسېدو د ناڅاپي بدلونونو په درشل کې کېږي او له نا ارامۍ او کړکېچ سره مخېږي. که په دې پېر کې د کوچني  سمه فکري، عاطفي او اخلاقي روزنه ونشي؛ نو د ژڼتوب پر  مهال به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، چې ښایي حل یې  هم هومره اسان نه وي.

کوچنی او ښوونځی

کوچنی ددې پېر په پیلامه کې یو نوي چاپېریال ته ورننوځي، چې له کورني چاپېریال سره مهم توپېرونه لري. کوچني تر دې وخته په کورني چاپېریال کې له نورو سره په جوړ جاړي کې څه مهمه ستونزه نه درلوده؛ ځکه د کورنۍ غړي ډېر ورته تېرېدل او دا چار یې وراسان کړی و؛ خو په نوي چاپېریال کې له نورو سره د سازش لپاره باید ډېره هڅه وکړي، چې په انډیوالانو کې ټولمنلی شي. دا هڅې چې معمولاً له خنډونوسره مخېږي،  په ټولنیزه روزنه کې یې اغېزمنه ونډه لري.

[دا پېر د ملګرتوب او زده کړې وخت هم دی.]

کوچنی په دې عمر کې له همزولو سره د ملګرتوب سخته څوبتیا لري او دا کار په کورنۍ کې ناشونی دی؛ همدغسې معمولاً په کورني چاپېریال کې د علم زده کړه هم ده. ان که کوچني ته په کور کې د زده کړې شونتیاوې هم چمتو وي، مثلاً مور خپل ماشوم ته  ښوونه وکړای شي؛ خو بیا هم کوچنی په ښوونځي کې له شتونه مړه خوا کوي نه؛ ځکه له همزولو سره اوسېدل او ټولنيز ژوند ته غاړه ایښوول داسې څه نه دي، چې دا موخه په کورنۍ کې ترسره شي. بلخوا، ښوونځي ته تلل یوه بله مهمه ونډه هم لري او هغه داچې کوچني ته د اروايي تي غوڅولو (فطام) او د خپلواکۍ د نوي پړاو د لاس ته راوړو لپاره لاره چاره چمتو کوي، چې د کوچني د ودې لازمه ده.

 کور او ښوونځی نوک واورۍ دي

په دې پېر کې کور او ښوونځی هر یو خپله ځانګړې ونډه لري. په کور کې اړیکې خورا وګړیزي او عاطفي او په ښوونځي کې خورا ټولنیزې او منطقي وي؛ له همدې لامله کور او ښوونځي د کوچني ودې ته د لازمو لاروچارو د چمتو کولو له پلوه نوک و ورۍ دي او باید یو له بله سره همکاري وکړي؛ نو ځکه د ښوونځي له ښوونکيو او مسوولینوسره د موروپلار همکاري او اپوټه یې له ځانګړې اهمیته برخمنه ده. څېړنو ښوولې ده:

[په کومو ښوونځيو کې چې موروپلار د ښوونځیو له مسوولینو سره ډېرې لږې اړیکې درلودلې دي، زده کړیالان له ډېرو چلیزو ستونزو سره مخ ول[1].]

د خواشینۍ ځای دی، چې زموږ په ټولنه کې له ښوونځیو سره د موروپلار اړیکه کمزورې ده او دا لنډون نه یوازې د کورنیو له خوا، چې کله د ښوونځيو د مسوولینو لخوا هم ده او د کورنیو له فرهنګي او روزنيزو همکاریو ښه هر کلی نه کېږي. دا جریان باید واوړي او دواړه په تېره کورنۍ د اولاد په سمه روزنه کې ددې اړیکو له اهمیت او اړتیا خبر شي او هڅه وکړي، چې خپلې دندې سمې ترسره کړي. فرانسوي مشهور روزنپوه موریس دُبس وايي:

((زموږ د ټولو هیله ده، چې د کور ورونه ښوونکي ته او د ښوونځي ورونه کورنیو ته پرانستل شي. کورنۍ او ښوونځي په یوازې ځان د کوچني پوره روزنه کړای نشي[2]))

غالباً کورنۍ انګېري که خپل اولادونه ښوونځي ته شامل کړي؛ نو په اړه یې د ښوونې او روزنې دنده ترسره کړې او نور یې تینګې ګډونوالۍ ته څه اړتیا نشته. حال داچې د ښوونې او روزنې له دواړو خواوو په تېره د روزنې له پلوه ټینګه اړتیا ده، چې باید د ښوونځيو له مسوولینوسره اړیکه ولري. ښوونځی  یوازې د زده کړیالانو پالنه کړای نشي او هم نه په کورنۍ پورې اړوند کمښتونه جبرانولای شي؛نو ځکه:

[ له کورنیو او نورو بنسټونو مسوولیت لرې کولای نشو، چې یوازې پر ښوونځیو د ښوونې او روزنې درون پېټی ورکېدو.]

د بریا یوارینۍ لار د کورنیو، ښوونځیو او نورو بنسټونو ترمنځ پوره همغږي را دبره کول دی، که څه د ښوونځي ونډه له ځانګړي اهمیته برخمنه ده؛ په تېره ښوونکی د کوچني په وده کې ډېر اغېز او نفوذ لري. کوم ښوونکي، چې  بسیا  په خپله دنده کې ماهر وي او له خپلې دندې سره مینه ولري او زده کړیالان خپل اولادونه وبولي او مینه ورسره وکړي؛ نو په روزنه کې یې ډېره رغنده ونډه لوبولای شي.

د ښوونکو او زده کړیالانو ترمنځ تودې او عاطفي اړیکې هم د زده کړیالانو په زده کړه ییزو بریاوو کې اغېزمنې دي او هم پر زده کړیالانو د ښوونکيو اغېزمنۍ ته لار هواروي او د ښوونکي له مخې ډېرې روزنیزې ستونزې له منځه وړي.

له زده کړې او ښوونځي سره جوړجاړی

په دې پېر کې یوه بنسټیزه او مهمه مساله شته، چې نورې مسالې یې تر یوه بریده تر خپلې رڼا لاندې تتې کړې دي او هغه له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني روږدول دي؛ البته دا چار هومره اسان هم نه دی؛ خو دلته د ویلو ټکی دا دی چې:

[ناوړه کورني شرایط په ښوونځي کې د کوچني پرچلن او له دې نوي چاپېریال سره په سازګارۍ او جوړجاړي کې اغېز شیندي؛]

مثلاً که په کورنۍ کې له کوچني سره په مینه کولو کې افراط یا تفریط وشي؛ د وروڼو او خویندو ترمنځ نامطلوبه سیالي وي؛ کورنۍ سره شړېدلې وي؛ یا موروپلار د خپلو اولادونو په اړه پر مهمو روزنيزو تېروتنو اخته وي؛ مثلاً کوچنی سپکوي، پر ځان ډاډمني پکې  کمزورې کوي او یا یې سخت ډبوي او….

په دې ټولو مواردو کې له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني په سازګارۍ کې ستونزې راولاړېږي؛ البته دا په هغه حال کې  دي، چې کوچنی له طبیعي هوښه برخمن وي.

موروپلار دې هڅه وکړي، چې په لومړني ښوونځي کې دې  اولادونه له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي کړي. له ښوونځي او سبقه تښتېدونکي کوچنیان د کمزوریو، ناسازګارو او کج خلقه زده کړیالانوپه نامو پېژندل کېږي او له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي شوي نه دي؛ البته نباید د دې روږدېدو په رادبره کولو کې افراط وکړو. تجربه راښيي، چې ځينې کوچنیان او تنکي ځوانان داسې پر ټولګي او ښوونځي روږدي دي، چې بې له کتاب او نمرو بل څه نه پېژني او په ښوونځي کې هم پر ښو زده کړیالانو پېژندل کېږي؛ خو د ژوند په ډګر کې کمزوري  او روسته پاتې دي[3]. له همدې امله نباید و انګېرو، چې د لومړي ښوونځي یو زده کړیال باید هر وخت پر درس او مطالعې بوخت وي او یو مخې له نادرسي مسالو لرې وي. په دې اړه منځلاري ډېر اهمیت لري، که نه په نورو برخو کې به د زده کړیال وده ګډه وډه شي.

[کوچنیان او په تېره ژڼي پر درسي مطالعې سربېره باید له نا درسي څېړنو- چې د فرهنګي ودې یې لاملېږي- هم برخمن شي.]

نن تر یوه بریده د رادیو و تلویزیون ځینو کړلارو دا تشه ډکه کړې؛ خو دا چار پر دې مفهوم نه دی، چې دا وزلې کوچنیان او ژڼي له فرهنګي څېړنو مړه خوا کوي.

د کوچنیانو درسي مسئالې

داچې لومړی ښوونځي د کوچنیانو د زده کړې ړومبی پېر دي؛ نو په تحصیلي برخلیک کې يې ځانګړی اهمیت لري. د کوچنیانو تحصیلي او درسي بریا ته باید څو لاندې ټکي په پام کې ونیسو:

نه ښايي تل خپل اولادونه په سبقونو او ازمېیونو کې له ماتې او ناکامۍ وډار کړو. له ماتې ډار یې د بریا خنډېږي او په ویینو او پوښتنو ګروېکنو کې یې له ورګډېدو مخه نیسي او سوکه سوکه یې د سبق او ټولګي له کړۍ باسي.

کوچنیان باید یادکړي، چې انسان شونې ده کله موخې ته په ورسېدو کې له ستونزو سره مخ شي او په بیړه  ور ونه رسي؛ نو ځکه د ماتې په حال کې باید بیا هڅه وکړي او له نه بریا نهیلی او زړه ماتی نشي.

باید پام مو وي چې:

[پر له پسې ماتې له انسانه پر ځان ډاډمنتیا لرې کوي.]

باید داسې لارې چارې چمتو کړو، چې کوچنیان بریاوې- که څه په یوې ځانګړې برخه کې وي- تجربه کړي. د بریا ترلاسه کول پر ځان ډاډمني رادبره کوي او دانسان روحي ځواک ورزیاتوي.

که کوچنی په کوم سبق کې څه ستونزه لري، باید د ښوونکي په همکارۍ یې په لرې کړو ، چې کوچنی مخ پر ځوړ نشي او ورځ تر ورځې یې په دې اړه یې کمزوري زیاته نشي.

باید هره ورځ څو دقیقې له کوچني سره ځانته خبرې اترې وکړو او د ښوونځي، ټولګي او سبق له حالاتو یې وپوښتو.

[کوچنی د موروپلار پاملرنې، تایید او هڅونې ته اړتیا لري.]

باید د کوچنیانو خبرې ښه واورو او بې زغمه نشو، چې په دې توګه دوی هم له نورو سره د سمو اړیکو جوړېدل زده کړي(۱).

مخکې تردې چې کوچنی د یوې ناکامۍ او ماتې له امله ټپسوری کړو، باید دیوې بریا له امله یې تایید، تشویق او وهڅوو، چې پر ځان ډاډمني یې زیانمنه نشي.

کوچنیانو ته چې کومې کورنۍ درسي دندې ورکول کېږي، باید څارنه پرې وکړو؛ خو په خپله یې دا دندې پر غاړه وانخلو او یا یې درسې پوښتنې ځواب نه کړو؛ بلکې ترې وغواړو، چې سبق بیا په دقت ولولي او راته یې څرګند او توضیح کړي؛ مثلاً که یو سوال حلولالی نشي، ورته ووایو، چې سوال بیا ولوله او واضح یې کړه یا د کومې جملې یا غونډلې پر مفهوم نپوهېږي دوه ځلي دې یې ووایي او توضیح دې یې کړي. که تر دې پړاو روسته بیا هم ستونزه یې هواره نشوه، پړاو په پړاو لار وروښیو یا ورته ووایو، چې له ښوونکي دې وپوښته او بیا پایله راته وایه.

چې کوچنی پر سبق ویلو لګیا وي؛ نو نباید په رادیو، تلويزیون او چغو سرو یې له سبقه پام واړو. که کوچنی ځان ته کوټه لري یا په کور کې اضافي کوټه وي؛ نو هلته دې پر سبق ویلو بوخت او روږدی شي؛ نو په دې حال کې به یې ټول پام سبق ویلو ته وي.

[ټول پام چې سبق ته ورواوړي؛ نو ښه یې یادېږي.]

نباید کوچنیان یو له بل سره پرتله کړو. دوی جلا جلا استعدادونه لري. که کوم کوچنی په یوې برخې کې لږه وړتیا لري، نباید له امله یې ټپسوری کړو؛ بلکې  مرسته ورسره وکړو، چې په دې برخه کې ترشوني بریده خپلې کمزورۍ جبریان کړي؛ تمه دې ونه لرو، چې د هغه بل په څېر، چې په دې برخه کې وړتیا لري، پرمختګ وکړي.

[پرتله کول، د بل بریاوې د خپل اولاد پرمخ راایشتل،بې ځایه تمې ترې درلودل او وګړیز توپیرونه نالیدي ګڼل مهمې روزنیزې تېروتنې دي، چې کله ویجاړوونکې اغېزې لري.]

کوم کوچنیان، چې ډېر لږ استعداد او وړتیا لري، د چلن لار ورسره دا ده، چې پرمختګ ته یې که څه ډېر لږ وي پام وکړو او لا ډېرو پرمختګونو ته یې وهڅوو، په یقین چې دا کوچنیان په یوه یا څو برخو کې له اوچتو استعدادونو برخمن دي، چې سمه روزنه یې د ژوند لار ورهوارولای شي.

که په کورنۍ کې یو اولاد له ښو بریاوو برخمن وي؛ نو نباید نور اولادونو ته په ټيټه وګورو. چې دا کار یې وګړه ټکنۍ کوي او پر ځان د  ډاډمنتیا ننګېرنه له لاسه ورکوي.

[د درسي روسته پاتېوالي یو خورا مهم لامل پر ځان د ډاډمنتیا له لاسه ورکول دي.]

باید کوچنیان پر خپلو سبقونو پوهېدو ته وهڅوو، چې د طوطي په څېر یې له یادولو ډډه وکړي. کوچنیان په لومړني ښوونځي کې له پیاوړې حافظې برخمن دي او د نهه کلنۍ په شاوخوا کې یې حافظه خپلې وروستۍ ودې ته وررسي. د حافظې دا پیاوړتیا لاملېږي، چې د لومړني ښوونځي زده کړیال هر مطلب ټینګ حفظ کړي؛ خو ژور پرې پوه نشي. ځينې مطالب دي، چې باید کوچنی ښه پرې پوه شي؛ لکه ریاضي. که کوچنی روږدی شي، چې دا ډول مطالب بې له پوهېډو یې یوازې حفظ کړي؛ نو په دې حال کې په راوروستو پړاوونو کې به له ټینګو ستونزو سره مخ شي.

[د طوطي په څېر د مطالبو حفظول یو خورا مهم آفت دی، چې په تاسف زموږ روزنېز غونډال پرې اخته دي.]

که ماشوم مو ښه هوښیار وي؛ نو تل یې دا ځانګړنه ده او نورو ته بیا ځلي مه واست، چې دا چار یې له فعالیته غورځوي او پر ټپه یې دروي او هم د غرور او ځانمنۍ حس پکې راپاروي.

که کوچنی مو له درسي پلوه لږه وړتیا لري یا له سبق سره یې مینه ډېره لږه وي او ښه سبق نه وايي؛ نو لټ او ناپوه ورته مه واست. دا ډ ول نومونې ناوړه اخلاقي او روزنیزې اغېزې لري او هم قانع کوي یې چې یو لټ او ناپوه دي، کوم ماشوم، چې ځان دغسې بولي؛ نو خپل فعالیت له لاسه ورکوي او پر ناکامۍ او نورو نامطلوبو حالاتو اخته کېږي.

بیخي داسې کار و نه کړو، چې پر ښوونځي او ښوونکي د زده کړیال ډاډ او د رناوی راټیټ شي.

[له ښوونکي او ښوونځي سره د کوچني د مینې راکمېدل لاملېږي، چې کوچنی له سبقه زړه توری شی.]

که  کوم وخت یو ښوونکی له زده کړیالانوسره نامناسب چلي؛نو باید په لومړي پړاو کې له خپله ښوونکي سره موضوع اوڅار شي او د نه هوارېدو په حال کې د ښوونځي مدیر ته مراجعه وشي؛ په هر حال هېر مو نشي، چې کوچني ته ښوونکی د پلار یا دویمې مور په څېر دی او درناوی یې پر کوچني او کورنۍ فرض دی. کله کورنۍ د ښوونکي له وسې هاخوا تمې لري، چې د موروپلار او ښوونکي په اړیکو کې ځینې ستونزې راولاړوي(۲).

د یادونې وړ ده، چې له نورو سره د اړیکو ټینګول یو هنر او مهارت دی، چې باید هر انسان یې زده کړي او په تېره کوچنیان باید له پیله له دې هنر سره اشنا شي. د اړیکو یو ډول کلامي اړیکه ده. کوچنی باید زده کړي، چې څنګه له نورو سره خبرې وکړي، له کوم لحن او کلیمو ګټنه وکړي، څرنګه د نورو خبرو ته غوږ کېدي او…

ډېر لیدل کېږي، چې د یوې ناوړې خبرې یا نامناسب لحن کارول د انسانانو په اړیکو کې ډول ډول ګډوډۍ رامنځ ته کوي. ځینې د نورو د خبرېدو زغم نلري او د نورو په خبرو کې ورلوېږي، دغسې وګړي له نورو سره په اړیکو نیوو کې بریالي نه دي.

دا واقعیت هېرولای نشو، چې یو شمېر ښوونکي خپله دنده د معاش او ژوند یوه وزله ګڼي او له ښوونې او روزنې سره مینه نلري. دوی له ناچارۍ دې دندې ته مخه کړې او که په بل ځای کې ښه پیسې ورکول کېږي؛ نو هلته وردرومي؛ نو ځکه دغسې وګړي واقعي  ښوونکي نه دي. د ښوونکي ددندې نمانځنه، د واقعي ښوونکیو نمانځنه ده او نباید دوی له هغوی نورو سره یو رنګ وګڼو.

[1] روان شناسي تربیتي، ۱۵۸ مخ

[2] موریس دبس، مراحل تربیت، ۱۱۷ مخ.

[3] مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!