تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (نحل/۱۱) ژباړه : خداى په همدې اوبو كښت زیتون او كجورې او انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي،بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده .   شونې ده، وپوښتل شي، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

يُنبِتُ لَكُم بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأَعْنَابَ وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (نحل/۱۱)

ژباړه : خداى په همدې اوبو كښت زیتون او كجورې او انګور او راز راز مېوې درته زرغونوي،بېشكه په دې كې انديالو ته يوه نښه ده .

 

شونې ده، وپوښتل شي، چې ولې قرآن په دې ټولو مېوو كې يوازې په درېيو مېوو؛ ښوون ، كجورې او انګورو ډډه وهلې ده. ويلاى شو، چې له غذايي پلوه د نورو مېوو پر پرتله دا درې مېوې د انسان بدن ته ګټورې دي. د ښوون غوړي د بدن د انرژي توليد ته ډېر ارزښت لري، په اوچته كالورۍ تودوخه توليدوي او له دې پلوه توان بښونکي خواړه دي. همداراز د ځيګر، پښتورګو او د توري د ډبرو لرې كولو ته ډېر اغېزمن دي.

په قرآن كې زيتون په ((شجره مباركه)) ياد شوي[1]. له امام حسن (رض) څخه په يو روايت كې لولو: آدم ) خپل زوى ته د وصيتونو په ترڅ كې وايي: زيتون خوره؛ ځكه، چې له خير او بركته ډكه ونه ده[2].

خرما هم ډېر كلسيوم لري،چې د هډوكو د ټينګښت آريز لامل دى او همداراز فاسفورس هم لري، چې د مغزو د جوړښت يو آريز عنصر او د اعصابو د كمزورۍ او ستړيا مخه نيسي، د ليدو قوت زياتوي او هم پوتاشيم لري، چې په بدن كې يې نشتون د معدې د زخم حقيقي علت بولي او شتون يې د بدن عضلاتو او انساجو ته ډېر ارزښتمن دي. شمېرنې ښيي، چې د كجورو خوړوونكي ډېر لږ پر سرطان ناروغۍ اخته كېږي او لامل يې په كجورو كې د منېزيوم شتون بولي. د كجورو خواږه ان د شكر ناروغانو ته هم ګټور دي؛ نو ځكه له پيغمبر) په يو روايت كې لولو: (( په كوم كور كې، چې خرما نه وي؛ نو اوسېدونكي يې وږي دي)) . د پوهانو په وينا انګور هم، يو ډول طبيعي درملتون دى. خواص يې د مور شېدو ته ډېر ورنژدې دي او له دې امله پوره خواړه شمېرل کېږي. انګور په بدن كې د غوښې دوه ګرايه تودوخه پيدا كوي او د زهرو ضد هم دي. د وينې چاڼ، روماتېزم او نقرس ته هم درمليز اغېز لري. انګور معده او كولمې پاكوي، خپګان له منځه وړي او خوشحالي راولي، اعصاب قوي كوي او پكې شته ويټامينونه انسان غښتلى كوي. پر دې سربېره، چې يو اغېزمن خواړه دي د ميكروب وژنې ځواک هم لري او ان د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې يو اغېزمن لامل هم دى. له پيغمبر ) په يو روايت كې لولو: (( غوره مېوې مو، انګور دي)) [3]

 

رسول اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم ) فرمايي :

  • په سباناري کې کجورې وخورئ،چې د ګېډې چينجي وژني[4].

 

    1. ښځې چې اولاد وزېږاوه؛ نو لومړي خواړه دې يې کجورې وي (؛ځکه) که تر دې غوره خواړه واى ؛نو پاک خداى به د”عيسى” (عليه السلام ) د زوکړې پر مهال پر”مريم” خوړلي واى.[5]
    2. ðپاک خداى وايي: پر عزت، دبدبه او مقام مې قسم! که ښځه د ماشوم د زوکړې پر ورځ کجورې وخوري؛نو که اولاد يې زوى وي که لور، هرومرو به زغمناکه وي [6].
    3. څوک چې د خوب پر مهال اوه کجورې وخوري؛ نو د کولنجو (بادو) له ناروغۍ به خوندي وي او د ګېډې چينجي يې له منځه وړي .[7]
    4. انګور دانه دانه وخورئ،چې دا خوندور خوراک دى [8].
  • ای علي! بدن د زيتونو په تيلو غوړوه،چې 40 شپې به له شيطانه خوندي يې [9]

 

 

حضرت علي (ک) وايي :

  • تازه کجورې دوه ځانې ښځې ته ښه خواړه او درمل دي . خدای حضرت مریم بي بي ته وحې وکړه: ((وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا = او د کجورې د ونې ډډ وخوځوه، چې تازه پخې کجورې درباندې راتویې شي[10].))
  • د نوزېږي کومي په کجوره پرانځئ، پېغمبراکرم (ص) له حسن او حسین سره دغسې وکړل[11] .
  • ړومبی څیز، چې د ځمکې پر مخ وخوځېد، د کجورې ونه وه[12].

  

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

[1] نمونه تفسیر، 11/ 172

[2] وسائل الشيعه، 25/ 96

[3] نمونه، 11: 172 مخ.

 

[4] (صحيفة الرضا : ٤٩ او٥٨ احاديث)

[5] (مستدرک الوسايل ٢\٦١٩)

[6] (بحارالانوار ١٠٤\ ١١٦)

[7] (مستدرک الوسايل ١٦ \٤٦١)

[8] (سفينة البحار ١/ ٥٣٥ )

[9] تحف العقول

[10] مریم (۱۹) – ۲۵ آیت

[11] تحف العقول

[12] تحف العقول

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!