تبلیغات

درېيمه برخه   د ښځــې عقـــل   قرآن كريم، ښځه داسې يو انسان بولي، چې ګردې انساني ځانګړنې او د انسانوالي لازمې وړتياوې او ځواكونه لري، نو ځكه په قرآن كې د ښځې د عقل كمى زياتى او څار شوى نه دى، بلكه، چې وويل شول، ښځه او نارينه د تكامل په پړاوونو كې يوازې […]

درېيمه برخه

 

د ښځــې عقـــل

 

قرآن كريم، ښځه داسې يو انسان بولي، چې ګردې انساني ځانګړنې او د انسانوالي لازمې وړتياوې او ځواكونه لري، نو ځكه په قرآن كې د ښځې د عقل كمى زياتى او څار شوى نه دى، بلكه، چې وويل شول، ښځه او نارينه د تكامل په پړاوونو كې يوازې په مزدورۍ پخې عقلمنې يو رنګ او په يوې كچې ښوول شوې دي، خو په ځينو احاديثو كې داسې تعبيرونه راغلي، چې د نارينه په پرتله د ښځې د عقل د كمبود ښودونكي دي، په دې باب څو ټكيو پاملرنه لازم ده:

1_ په پېژند، او ښانده كې د عقل نيمګړتيا، ډېرى نورو انسانانو ته ور منسوب شوې ده، د بېلګې لپاره ځينو وګړيو او طبقو ته اشاره كېږي، چې د اسلام له نظره د عقل پر كمزوۍ او كم عمقلۍ اخته شوي، كه ښځه وي يا نارينه:

1_ عجب، غاور توب او ځانمني، د عقل د كمزوۍ او كم عقلۍ نښه ده.

حضرت علي )ع( وايي: ))د سړي ځان ويل يې، د عقل د كمزوۍ )او كمښت( نښه ده(()1(.

2_ هغوى، چې له ناپوهانو سره ملګرتوب كوي، له عقله يې كمېږي)2(.

3_ عقلمنو ته غوږ نه نيول، عقل وژني)3(.

4_ )د ژوند له لازم بريده په ور اخوا چارواكي( زياتى كول، د عقل تباهي پرته ده)4(.

5_ تكبر د عقل د كموالي لامل دى)5(.

6_ هغوى، چې له يو څيز سره مينه پالي، نو په كم عقلۍ اخته كېږي)6(.

7_ شهوتپالنه، عقل له كاره غورځوي)7(.

8_ عقلمن په غوسه كې ځان كابو كوي، كه نه بې عقله دى)8(.

9_ هغه، چې تل په چټي چارو لګيا كېږي، كم عقل دى)9(.

دا ډول تعبيرونه او څرګندونې، د انسانانو ويښوالي ته دي، چې د خپلې ښاندې او عقلمنۍ دودې په لار كې پراته خنډونه له منځه يوسي او د خپل عقل د غوړېدا او تكامل لپاره زيار وكاږي)10(.

بلخوا، ځينې طبقات عقلمن ګڼل شوي، ان په عقلي كمال او د ښاندې د ځواك په پياوړتيا ستايل شوي دي، كه ښځه وي يا نارينه.

1_ عقلمن كمال غواړي او ناپوه شتمني غواړي)11(.

2_ عقلمن خپله نظر كره كوي او څه، چې ځان ته خوښ كړي، ډاډ پرې نه كوي)12(.

3_ عقلمن د خپلې ښاندې له مخې، عمل كوي)13(.

4_ له ځاني غوښتنو سره مخالفت اوچت عقل دى)14(.

5_ عقلمن دينوال او دين باورى دى)15(.

6_ د عقلمنى اوچته ګرايه دا ده، چې د حق پر وړاندې به عاجز وسې او منې به يې)16(.

شك نشته، چې دا ډول تعبيرونه، د انسان د پيدايښت ډول او ذاتي څرنګوالي ته څه اشاره نه لري، بلكې چاپيريالي او فرهنګي اغېزې انځوروي. دا ځكه انسان، چې كوم چاپېريال، روزنه او عملي دود خپلوي، نو غوړېدا ودې، تكامل او د ننني وړتياوو كارولو ته يې مناسبه لاره چاره ده. په دې اړه هر ډول نيمګړتيا او ناغېړي، د انسان د ننني ځواكونه سخت زيانمنوي او تر دې بريده وړاندې ځي، چې ځواكونه په ټولييزه ډول له كار غورځوي، نو ځكه كوم احاديث، چې د عقل د كمښت يا تكامل او ودې په هكله دي دغسې نانمښتي موضوع ته يې كتلې دي.

په انساني نوغي كې د عقل په باب يوه بله موضوع هم د يادونې وړ ده او هغه دا، چې په احاديثو كې عقلمني له دينوالۍ سره اړخ لګوونكې ګڼل شوې ده: پيغمبر اكرم )ص(: ))انسان په عقل ټولې ښېګڼې تر لاسه كولاى شي. او څوك، چې عقل نه لري دين هم نه لري(()17(.

امام صادق )رح( وايي: ))عقلمن، دينوال هم دى(()18(.

امام كاظم )رح( وايي: ))هشامه! خداى خپل پيغمبران او استازي راولېږل، چې خلك دين يې د عقل په مرسته له استازيو زده كړي، نو څوك، چې له دينه غوره ښانده ولري )او خپل عقل يې غوره كارولى وي(، نو د پيغمبرانو بلنه يې ښه ځواب كړې ده او څوك، چې د خداى له دينه ښه پوه شوى وي تر نورو عقلمن دى…(()19(.

ددې ښوونو په پامنيوي، او هغو آيتونو ته په پاملرنې، چې د ښځو ايمان او دينوالي يې منلې او د نارينه و له هغوى سره يې يو رنګ ګڼلې لكه دا آيت ]= ان…. و القانتات….[)20(.

نو په ډاګه خرګندېږي، چې ښځې پوره له انساني عقله، چې د دين لوړو درجو ته د ورسېدو لپاره لازم دى برخمنې دي په دې كې بيخي شك نشته، چې چېرې رښتيني ايمان وي او له خشوع، وېرې تواضع، پاكلمنۍ، ځان ساتنې، عبادت او…. سره مل وي، نو هلته به عقلمني او پوره انساني عقل هم شتون لري.

نو ځكه ښايي په ښځه كې د عقل نيمګړتيا، له دې ډول احاديثو ځنې وي، چې مطلب يې د هغه حالت خرګندول دي، چې انسان ته ورپېښېږي او هغه پورته كېدل او را پرېوتل دي، چې انسان يې خپل ځان ته چمتو كوي. او دا، چې دا چارې په يو ډول د انسانانو بد چلن دود پورې تړاو لري د لارې او طريقې په ادلون هم دا حالت اوړي او انسانان خپل انساني طبيعت بيا مومي. لكه د كبرجنو د عقل كارونه كمېږي او پر كم عقلۍ اخته كېږي. او، چې په روزنه او د نفس په پاكوالي له دننه دا ناوړه ځانګړنې ترې وڅنډل شي، نو د عقل د كارونې پر وړاندې دا پراته خنډونه له منځه ځي او بل ځل د انسان طبيعي عقل راغوړېږي او په ښيون او لارښوونې لګيا كېږي.

تېرو مطالبو ته په پامنيوي، ويلاى شو، چې ښايي په ځينو احاديثو كې د عقل د نقصان او څارېدل ښايي هغه حالت يې په پام كې وي، چې په هغه پېر كې ډېر ليدل كېدل، چې ښځې ډېرې لږې په اندېزو او علمي مسايلو بوختېدې او د خپل عقل غوړېدا ته يې څه پاملرنه نه درلوده او تل د ښځو په ځانګړنو مسايلو كې ورډوبې وې، نه دا، چې دا خبره په ښځو كې له يوه تغيير نه منوونكې طبيعته وي.

دا موضوع ډېرې بېلګې لري، چې په وګړيو يا ټولنيزو طبقاتو كې ځينې خويونه، ځانګړې او انځورونه، په هغه خصلتونو او طبيعتونو پورې اړوندېږي، چې په انسانانو كې د چاپېريالي، كورني يا روزنيزو لاملونو له اغېزو راد بره كېږي او بدلونېداى او ښه كېداى شي.

له دې ټكي په غفلته، دې ډول تعبيرونو ته په شويو كتنو كې، اخلاقي حالات له طبيعي ځانګړنو سره په تېرو كې نيول شوي دي.

د موضوع د ښه سپيناوي لپاره د امام علي )ك( يو بل روايت ته اشاره كوو: ))… ښځې د اړتياوو پر مهال پرهيزګارې نه دي، او د جنسي تحريك پر وخت صبر نه كوي، ښكلا ورته لازم ده، كه څه عمر يې خوړلى وي، غاوره او كبرجنې دي، كه څه بېوسې )هم( وي او… په هر حال ګوذاره ورسره كوئ او ښه خبرې اترې ورسره لرئ، ښايي كړنې يې )واوړي( او نېكې يې كړي(()21(.

د امام د وينا وروسته برخه )= په هر حال ګوذاره ورسره وكړئ، ښه خبرې اترې ورسره ولرئ، ښايي كړه وړه يې نېك كړي(( څرګندوي امام، چې ځينو ښځو ته ناوړه خويونه شمېرې، ټوليزوالى نه لري او ددوى د پيدايښت او طبيعت په څرنګوالي پورې تړاو نه لري. او كمى زياتى ورته نه جوتوي، بلكې دا خويونه يې له چاپېريال او ناسمو روزنيزو او اخلاقي مسايلو راولاړ شوې دي، ځكه كه دې ناوړو خويونو يې طبيعي لاملونه درلودل او د ماهيت او ذات يوه برخه يې وه او ددوى له هستۍ، اروا او بدنه يې راولاړېده، نو د تغيير او اوړېدنې وړ نه وه او د ادلون بدلون شونتيا يې نه وه، نو ځكه امام وايي: ))ګوذاره ورسره وكړئ، ښه خبرې ورسره لرئ، چې دوى )په خود راشي( او خپل چلن سم كړي((.

نو ځكه دا خويونه له چاپېريال، ټولنې او روزنيزې اوفرهنګي وروسته پاتې والې رادبره كېږي او په انساني او عاطفي چلنونو يې اړولاى او ناسمې كړنې يې سمولاى شو.

نو ځكه د ))عقلي نمګړتيا(( په تعبير كې ښايي منظور همدا د زمانې دوديزې بې فرهنګۍ وې، چې ډېرى ښځې پرې اخته وې، چې يو ټولنيز او چاپېرياليز واقعيت يې درلود.

ب_ ښايي د عقل د نيمګړتيا حديث، د نارينه او ښځې د مغزو د وزن توپير ته اشاره وي او دا يې په پيدايښت كې يو واقعيت دى)22(. په ښځو كې عاطفي او احساسي اړخ غښتلى دى او د هغو كار پېژاندو د څېړنې او تصديق له مخې، چې د ښځو د ژوند په بېلا بېلو اړخونو كې يې كړى په ښځو كې عواطف پياوړي او ښه راغوړېدونكي دي او دا د بشري ټولنې په دې برخه كومه نيمګړتيا نه ده، بلكې د اولادولۍ، روزنې او كورنۍ د اهميت په پار اړتيا هم ورته ده.

د اولاد د وګړې په جوړښت او د كورني چاپېريال په سم سمكۍ كې تر وچې كلكې عقلمنۍ عاطفي اړخ بنسټيزه ونډه لري، نو ځكه ښځې، چې د كورنۍ آريز ځړى او د اولادونو آريزه روزونكې ده بايد په دې اړخ كې تر نارينه و ډېره پرمختللې او متكامله وي او همدا څيز لاملېږي، چې انديزو او عقلي بېچليو مسئلو ته يې ډېر لږ پام وي او تل مسايل د عقل په كچه ونه تلي، بلكې ځان د عاطفي لارښوونې او ښيون ته ورسپاري او كورني او ټولنيز ژوند ته تودوخي او مينه وربښي.

ج_ د ښځې د عقل د نيمګړتيا حديث له قرآن سره اړخ نه لګوي، ځكه په هېڅ ځاى كې يې خبره راغلې نه ده، بلكې په ډېرو ځايونو كې يې، چې د انساني نوغي د هسكېدا او ځوړتيا خبرې كړي، نو ښځې او نارينه يې يو رنګ او په يوه كچه ګڼلې دي لكه، چې د ))ښځې د بشپړتيا(( په برخه كې مو اشاره ورته وكړه.

كه دا حديث له نورو رواياتو سره پرتله كړو، نو مخالف روايت يې هم تر لاسه كولاى شو. له امام علي )ك( يو روايت شوى، چې د نهج البلاغې كلام مقيدوي:

))له ښځو سره له سلا مشورې ډډه وكړئ، خو هغه ښځې، چې عقلي كمال يې ازمېښت شوى وي(()3(.

نو ځكه، د عقل د نيمګړتيا روايت، له دې ډول رواياتو سره مقيدوالى مومي او د عقل د نقصان د رواياتو ټوليزوالى له منځه وړي، او ټكر او ناسازګاري يې يوې خواته كوي او پايله دا كېږي، چې د نهج البلاغې كلام د ټولو ښځو په هكله نه دى او استثنايي ځايونه لري، چې په هاغه پېر كې استثنايي ځايونه ډېر لږو او زموږ په پېر كې ډېر دي.

له امام صادق )رح( هم يو روايت شوى، چې په ځينو ځايونو كې يې د ښځو د ښاندې او اوچتې پوهېدنې په باب خبره كړې ده: ))رب امراءةٍ افقه من رجال…(( )ډېرې داسې ښځې شته، چې په دين كې تر نارينه و ژوره ښانده لري((.

او دا د ښځې او نارينه يو رنګتوب نه، بلكې كله نا كله په پوهېدا او ښانده كې د ښمو له غوره والي خبره كوي.

)1( اليحاة 1/ 180 مخ. فارسي ژباړه 1/ 304 مخ.

)2( او )3( د امام علي )ك( روايت، بحار الانوار 1/ 160 مخ.

)4( د امام علي )ك( روايت، ميزان الحكمة 6/ 431 مخ.

)5( د امام محمد باقر روايت، بحار الانوار، 78/ 186 مخ.

)6( او )7( نهج البلاغه 330 مخ.

)8( او )9( د امام علي روايت، ميزان الحكمة 6/ 420 او 417 مخونه.

)10( دا ډېره مهمه موضوع يعنې: ))د ښاندې خنډونه(( د الحياټ په 41 څپركي لومړى ټوك، 294- 312 مخونو كې راغلى ده.

)11( د امام علي )ك( روايت، ميزان الحكمة 6/ 414 مخ.

)12( او )13( د امام علي روايت، ميزان الحكمة 6/ 414 مخ.

)14( د امام محمد باقر روايت بحار 78/ 229 مخ.

)15( د امام صادق روايت، الحياة 1/ 113 مخ.

)16( د امام كاظم روايت، الحياة 1/ 114 مخ.

)17( الحياة، 1/ 49 مخ، فارسي ژباړه 1/ 77 مخ.

)18( الحياة 1/ 113 مخ، فارسي ژباړه 1/ 189 مخ.

)19( الحياة 1/ 135، فارسي ژباړه 1/ 227 مخ.

)20( احزاب 35 آيت.

)21( وسائل الشيعه 14/ 130 مخ.

)22( په نجونې او هلك كې د مغزو د ودې پېر هم توپير لري: ))له لس كلنۍ تر يوولس كلنۍ د مغزو چاپيريال زياتېږي تر دې وروسته په نجونو كې په ښي ډول تمېږي او په هلكانو كې سوكه سوكه غځېږي(( داكتر حسين لطف آبايي، روانشناسي رشد 47 مخ، تهران، سمت، 373 ل.

)23( الحياة 1/ 193 مخ.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست