تبلیغات

اوومه برخه    د ښځې او سړی اختلافي ارواپوهنه   د يوه انساني روح په نامه د ښحې په ارواپوهنې پورې اړوند مسايل، ډېر پېچلې دي، په تېره دې ته په پامنيوي، چې ښحينه او نارينه دوصيه سره اختلاف لري په كومو ځايونو كې، چې دا انساني روح سره يو شان او په كومو كې، […]

اوومه برخه

 

 د ښځې او سړی اختلافي ارواپوهنه

 

د يوه انساني روح په نامه د ښحې په ارواپوهنې پورې اړوند مسايل، ډېر پېچلې دي، په تېره دې ته په پامنيوي، چې ښحينه او نارينه دوصيه سره اختلاف لري په كومو ځايونو كې، چې دا انساني روح سره يو شان او په كومو كې، چې اختلاف لري، نو ارزونه يې يو مهم چار دى، ځكه نارينه او ښځينه جنس په عين حال كې، چې يو ګوني او د انساني روح درلودونكي دي، بنسټيزې اختلافي وجهې هم لري، چې د پلټنې وړ دي او له دې ليد لوري د ښځينه اروا د اړخونو څېړل يو كارستان دى، چې زغمناك كار پوهان غواړي، چې د اختلافاتو وجهه يې رابرسېره كړې.

په در باب څېړنې شوي او كتابونه هم كښل شوي دي، خو بايد دا علمي خوځښت دوام ومومي او اسلامي پوهان دې دا موضوع له اسلامي ښوونو سره وارزوي او دا څېړنې ددې لاملېږي، چې حقوقپوهان او ټولنپوهان، د ښحې د قام په ټاكنه كې بې لارې نشي او د افراط او تفريط لار خپله نه كړي.

دلته يې په لنډو ځينو توپيرونو ته اشاره كوو:

1_ د نجلۍ او هلك وده:

كاروهان وايي: ))… تر هلكانو د نجونو وده ګړندۍ وي، په دې مانا، چې تر هلكانو په نجونو كې د هډوكو د جوړښت وده، د غاښونو راختل او د تناسلي غددو وده ګړندۍ ده، د ماشومتوب او بلوغ په پېر كې تر هلكانو د نجونو منځنى مخكې والى )سبقت( د يو يا دوو كالو په حدودو كې دى…(( روان شناسي اختلافي: 202 مخ.

2_ بدني ځواك او كاري وس:

بېشكه په انساني يا حيواني موجوداتو كې، د نارينه جنس بدني ځواك دېر دى، نو ځكه سختو هلو ځلو ته ځان نيواى شي او په عمل كې دا ډګر د مذكر جنس دى.

3_ جنسي غدد:

په نارينه اوښځو كې د تناسلي غددو وضعيت، توپير لري او هر يو د نسلي پايښت جلد جلد ذمه واري لري له زماني پلوه د نارينه او ښځو دلارو چارو تر منځ ډېر توپير شته او همدا راز د ارثي خويو په ليږد كې يې اغيز، چې دا موضوع د نر او ښځې پر تن، اروا، عاطفي، ذوق، سليقې او هنري احساس ژور اغېز لري، چې په پايله كې د ښځې او نر په وګړه كې اغېزمنه وه او له دواړو جنسونو، دوه ګونې وګړې جوړ وي.

4_ عاطفي اړخ:

په ډاګه ده، چې په عاطفي اړخ كې، ښځه او نر، ډېر توپيرونه لري، ښځې له دېرو عواطفو برخمنې دي از ژر له احساسي او عاطفي صحنو اغېزمنېږي.

په دواړو جنسونو كې يې عاطفي ارزښتونه، په جنسيتي ډول پورې تړاو لري، ښځه په ښځينه ليد او روحيه ژوند او انساني مسايلو ته ويني او نر يې د نارينه په روحيې، نو دا، چې جنسي ځانګړنې د نر او ښځې د ليد په څرنګوالي كې ډېره ونډه لري، نو دا پخپله د پيدايښت په غونډال كې يو ستر حكمت دى، چې ښځه له ډېرو عواطفو برخمنه وي، چې د نسل سازۍ او كورني جوړښت چارې ښه تنظيم اوسمبال شي.

5_ د ناروغيو پر وړاندې مقاومت:

دواړه جنسونه په بدني ځواك او د ناروغيو پر وړاندې په مقاومت كې سره توپير لري. د مقاومت مقدار، د نر او ښځې په ژوند كې اغېزې لري ان د ژوند په څومروالي او څرنګوالي هم اغيز لري.

))په منځني ډول تر ښځې د يوه نارينه عمر اوه كاله لږ دى، ويينه دا ده، چې په دې چار كې، بيولژيكي عوامل لاس لري يا چاپيريالي؟ څيړنو ښوولې، چې د عضويتونو پر وړاندې تر نارينه و د ښځو مقاومت ډېر دى او ښايي دليل يې داوي، چې په كروموزونو كې يې ځانګړي جنونه وي، نو ځكه يې مقاومت ډېرښت وي او بل دا، چې ښحې د ))استروژن(( د هورمون له امله د ناريه په پرتله د زړګنيو حملو پر وړاندې مقاومت لري(()1( روان شناسي زنان، 246 مخ.

6_ عقلي اړخ:

په نارينه او ښځه كې د مغزو وزن سره توپير لري. په ټولو خېلونو كې، د ښځې ككرۍ كوچۍ او ذنحاعي موادو مقدار يې تر نارينه لږ دى، نو ځكه يې په ټولو خېلونو كې تر نارينه و قد لنډ دى. په ټولو خېلونو كې يې له سلو تر دووسوو ګرامو تر نارينه و ماغزه لږ دي. دا په انساني ژوند كې يوواقعيت دى، چې دواړه جنسونه په عين يو رنګتوبكې دا توپيرونه لري او عين حكمت او عقلمني ده، ځكه دواړه جنسونه په مسووليتونو او ونډو كې په پرېمانه ګډون سره، هر يو ځانګړى مسووليت او ونډه هم لري، چې د پيدايښت غونډال د هر يو پر غاړې ور ايښي او ددې ځانګړنو مسووليتونو لازمه داده، چې په بدني جوړښت كې يې توپير شته او د غړيو څرنګوالى يې جلا جلا دى او دا يو نا منښتى حقيقت دى.

په علمي او فلسفي مسايلوكې ليدل شوي، چې د سترو فلسفي ښوونځيو بنسټګر نارينه وو او ستر اختراعات هم د نارينه و كار دى، خو په دېرو لږو استثنايي ځايونو كې دا يو جوت آر دى، چې په ژوند كې انساني نيكمرغۍ لپاره عقلي وده لازم ده، چې په ښځو كې هم دا وده شته، نو ځكه په هغو احكامو كې، چې شرط يې عقلي وده او سم درك دى، د ښحې او نر تر منځ څه توپير نشته. همدا راز دا، چې عقل د خداى او نشو پيژندنې لپاره يې غوره وزله ده او انسان تلپاتې لوړ مانيزو ارزښتونو ته رسوي، په دې هكله هم د ښحې او نارينه تر منځ څه توپير نشته. په قرآن كريم كې مؤمنان او مؤمنانې او… يو د بل تر څنګ راغلي، او دا حقيقت راخرګندوي، چې په ديني تكامل كې نر او ښځه سره برابر دي د بېګلې په توګه:

اسلام په مالي او اقتصادي چارو كې، شرط عقلي وده ګڼلې ده او دا په هغو احكامو كې او څار شوي، چې په جنسي بلوغ او ټولنيز بلوغ پورې اړوند دي. تر جنسي ودې او بلوغ، ټولنيز او عقلاني بلوغ او وده غوره او متكامله ده. قرآن كريم وټيزو مسايلو ته اهميت وركوي، نو ځكه يې شرط پكې عقلي بلوغ ګڼلى دى. په دې وده كې، د نجونې او هلكتر منځ څه توپير نشته، دواړو، چې كله هم عقلي وده ومونده، خپله پانګه په لاس كې نيواى او په وټيزو فعاليتونو كې ګډون كړاى شي.

د امام مهدي عليه السلام د راښكاره كېدو اود ارماني ټولنې د جوړښت په پير كې ښځې هم د فقاهت اودين پوهنې په ډګر كې له لوړ مقامه برخمنې دي. امام باقر )رح( وايي: ))د حضرت مهدي په واكمنۍ كې ټولو خلكو ته حكمت او پوهه ورښوول كېږي، تر دې، چې ښحې په كورونو كې د خداى په كتاب او نبوي سنتو، ورمندون كوي(( بحار 52/352 مخ.

دا، چې د قضاوت لازم شرط، فقاهت او د احكامو سمه پېژندنه ده، نو ځكه دا روايت مو په ګانده كې د ښځو له فقهي مقامه خبر وي.

7_ په ځينو نورو څيزونو كې يې توپير:

))د ذهني ازمېينو په تقريري برخه كې نجونې ډېرې نمرې وړي. د نجونو ذهني وده ډېرى په تقرير پيلېږي. حال دا، چې د هلكانو ذهني وده په عملي مهارتونو تر سره كېږي…

په رياضي ازمېينو كې، نارينه مخكې دي، د رياضي مسايل، چې په تقريري بڼه او څار شي نجونې له هلكانو سره برابرې ښيي، خو هلكان له اعدادو او هندسي انځورونو سره په مخامخېدو كې تر نجونو مخكې دي.

په فضايي هندسه كې په منځني ډول هلكان تر نجونو وړاندې دي.

د نجونو او ښځو په زړه پورې ځانګړنه دا ده، چې داسې څيزونه لنډ مهاله په خپله حافظه كې وساتي، چې يو له بل سره هيڅ تړاو نلري او پخپله هم ورپورې څه تړاو نه لري، خو هلكان، په دوى پورې اړوند څيزونه يا هغه څيزونه، چې يو له بل سره منطقي اړيكه ولري. د لنډ وخت لپاره په حافظه كې ساتلاى شي، نو د همدې ځواك په درلودو ښځه د منشيتوب چارې ښه تر سره كولاى شيز نجونې درسي مطالب كه پوه پرې شي يا نه، خو ښه يې حفظوي، خو هلكان هڅه كوي، چې لومړى د مطالبو تر منځ منطقي اړيكه رادبره كړي او بيا يې حفظ كړي((.

Psychology- THEMES AND UARIATIONS WAYNE WEITEN, 1989- BROOKS Cole Publishing Company p.p. 421- 422.

8_ ټولنيز چلن:

))د امريكا په متحدو ايالاتو كې له 32 كلن )1933_ 1965 ز( څېړنو څرګندېږي، چې دا نارينه تل تر ښځو غوسناك دي، خو ښحې يوازې بد ژبې دي، په دې مانا ښځې د نارينه په پرتله، چې كله په غوسه شي، نو كنځي حا دا، چې نارينه سوكان او لغتې وهي…((.

دلته د ګورن هوت يوې انديالې ښځې خبرې راوړو، چې په ټولنيز چلن كې د ښځې او نارينه و تر منځ توپير راښيي:

))ښځه د بدني جوړښت، فيزيولوژي او ارواپوهنې له اړخه له نارينه سره څرګند توپير لري او دا توپيرونه لامل شوي، چې د ښحې ټولنيزه ونډه، بې له نارينه وي(()1( كورين هوت، ايا براستي مردان از زنان بهترند؟/ 3 مخ.

ترجمه: داكتر محمود بهزاد، انتشارات رودكي، 1361 تهران.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست