تبلیغات

نهمه برخه   د ښځې رسالت   انسان )يعنې ښځه او نارينه( په عين حال كې، چې يو مختار او آزاد موجود دى او په خپله خوښه هوډينواى او په جلا جلا لاروكې، يوه لار ټاكلاى شي، خو بيا هم طبيعي جبري قوانينو را ايسار كړى، چې وتلاى ترې نشي. لكه: انسان وږى كېږي، لوږه […]

نهمه برخه

 

د ښځې رسالت

 

انسان )يعنې ښځه او نارينه( په عين حال كې، چې يو مختار او آزاد موجود دى او په خپله خوښه هوډينواى او په جلا جلا لاروكې، يوه لار ټاكلاى شي، خو بيا هم طبيعي جبري قوانينو را ايسار كړى، چې وتلاى ترې نشي.

لكه: انسان وږى كېږي، لوږه يې په خوړو لرې كېږي،هوا ته اړتيا لري او بايد سا واخلي يا ناروغېږي او درملو ته اړتيا پيدا كوي او يا په پاى كې ترودې او ځوانۍ وروسته، سوكه سوكه زور يې خېژي، زړېږي او مري. په دې ډول مسايلو كې، اراده او اختيار هېڅ ډول اغېز نلري او انسان بې له غاړې ور ايښوو بله لار نلري.

له دې ثابته آره دې بنسټيز چورليز ته ور رسوو، چې پر هر موجود واكمن جبري قوانين د تغيير وړ ندى او ادلون بدلون ته يې هڅه كول، د موجود د هستۍ څرنګوالى له منځه وړي او شتون يې تس نسوي او كه ژوند يې دوام هم ومومي، نو كېداى شي، يو ګټور موجود ترې رادبره نشي. د هستۍ پر موجوداتو واكمن نه اوړېدونكي قوانين، او له دې پر ښځه او نارينه واكمن قوانين، د هر يو له ونډې او رسالت سره نشلېدونكې اړيكه لري او هر يو )ښځه او نارينه( بايد خپله ونډه او رسالت د همدې قوانينو په چوكاټ كې ولټوي او ومومي. او ځان له دې ګومانه لرې كړي، چې ښځه د نر ونډه ومومي او نر د ښځې او دا ځان ته يو ډول تكامل پرمختګ او ټوپ وبولي؟!

))د فيزيولوژي قوانين د ستوريو د نړۍ د قوانينو په څېر ټينګ او د تغيير وړ ندي او شونې نده، چې انساني تمايلات پكې څه لار ومومي…((.)1( انسان موجود نا شناخته / 101 مخ.

نو هر موجود، بايد د خپل انساني ډګر او هويت په چوكاټ كې، په هلو ځلو بوخت شي او د فكر او عمل په ډګر كې ګام كېدي او ځان د مادي ژوند له كچې وباسي او انساني تكامل ته ورسي.

د ښحې اونر په اړه ددغسې ثابتې او نه ماتېدونكې كچې په رڼا كې، د هر يوه )نر او ښځې( ځانګړې ونډه او رسالت رامخې ته كېږي. نر او ښځه سره له دې، چې په انساني نوغي كې يو رنګ دي، خو د طبيعي قوانينو له مخې، هر يو ځانګړې ونډه لري. د ښځې ونډه، ښه ښځه كېدل او د نارينه ونډه، ښه نارينه كېدل دي، يعنې څه، چې طبيعي قوانينو ور تر غاړې كړي او له دوى يې سم تر سره كول غوښتي دي. ))ښځه بايد د خپل ځانګړي جوړښت په بهير او لوري كې د خپلو طبيعي نعمتونو پرخوالي ته هڅه وكړي، بې له دې،چې په نارينه و پسې په پټو سترګو ولاړ ه شي. د بشريت د تكامل په لار كې يې دنده تر نارينه و خورا ستره ده او نه ښايي سرسري يې وګڼي او خوشې يې كړي، د ځوځات او خپل په پرخوالي كې د دواړو )نر _ ښځه( اهميت مساوي نه دي…((. )2( انسان موجود نا شناخته/ 103 مخ.

د حقوقو تساوي او انساني برابري، د دواړو جنسونو د ونډې او رسالت د مساوي كېدو پر مانا لاملېږي، چې د هر جنس آريزه ونډه ښه تر سره نشي، او له دې ټكي په بشري ټولنه كې بنسټيزې نادودې رادبره شي. د ښځو د حقوقو پلويان، كه همدا لار ېخپله كړي او د دواړو جنسونو هر اړخيز يو رنګتوب تبليغ كړي، نو دواړه له خپلو اريزو ونډو له ترسره كېدو وباسي.

بله موضوع، چې د ښحې او نارينه په يو رنګ سازۍ او ښځينه كړه وړه پر نارينه سازۍ اړولو كې د پام وړ ده، دا ده، چې دا ډول يورنګ سازيتوب د نارينه پالۍ له اندنې راولاړېږي او ارزښت مذكر جنس ته وركوي او زيار كاږي، چې ښحې راوهڅوي، چې ځانونه نارينه وته ورسوي اوپه څېر يې فكر او عمل وكړي او د نارينه و په څېر احساس او عواطف ولري او دنارينه په څېر ونډه ولري، چې دا دواړو جنسونو ته يو ستر سپكاوى دى، ځكه په رښتيا دغسې نه ده او د غوراوۍ كچه او ارزښت نارينه كېدل اومذكر جنس نه دى،چې د ښځو پلوي خوځښتونه، د ښځو پر نارينه سازۍ لګيا شي، چې له دې لارې ښځو ته هويت او وګړه وروبښي او د ښځېتوب اوچت مقام ناليدلى وګڼي؟ ښځه كېدل پخپله كمال او ارزښت دى او انساني تكامل ته مناسب بستر دى، لكه، چې نارينه كېدل كمال او ارزښت دى، هر د الهي قوانينو له مخې، د يوې وندې ذمه واري لري او د يو رسالت درون پېټى ورتر غاړې دى، چې ددې وندې تر سره كول، مطلوب كمال ته رسېدل اود دنيا او آخرت نېكمرغي ده. او هغه، چې فكر كوي، چې بايد په مخالفې ونډې كې ولوبېږي، چې تكامل ومومي، نو ځان ته په ټيټ كتو اخته شوى او له خپلې ونډې هم وروسته پاتې شوى دى، ځكه ځان يې پېژندلى نه دى او له ځان پردى شوى دى.

دلته د انساني حركت جبري ډګر دى، چې فيزيولوژيكي او پسپكو فيزيولوژيكي قوانينو، د هر جنس مخې ته خپله لار ور ايښې ده او د هر جنس تكامل پر هماغې لارې تلل دي، چې هر د دواړو د پيدايښت له موخې سره اړيكه لري او هم د هر يو له بدني او اروايي ځانګړنو سره سازګاري لري.

نو، ځكه په قوانينو ، ښوونه او روزنې او ګردو ټولنيزو ډګرونو كې بايد دا كچه او تول له هر يو جنس سره متناسب وي.

))د ښوونې او روزنې كار پوهان، بايد د نارينه او ښځو د غړيو او اروا اختلافات او د دوى طپيعي دندې په پام كې ولري او دې بنسټيز ټكي ته پام د راتلونكي تمدن په جوړښت كې د اهميت وړ دى((. )1( انسان موجود نا شناخته/ 103 مخ.

په كومو هيوادونو كې، چې نارينه د ښځو او ښځو د نارينه و ونډې تر سره كړي او په پايله كې يې، چې كومې ستونزې ترې راولاړې شوي، دلته يې د راوړو ګنجايش نشته، خو په رسنيو كې دا ډول خبرو نه هم ډېر خپرېږي، چې پام مو ورته وي.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!