تبلیغات

شپږمه برخه   د ښځې په اړه تاوتريخوالى   په اسلامي ښوونو كې، د ګردو انسانانو په اړه هر ډول تاوتريخوالى منع شوى او په ټولنيزو اړيكو كې په نرمۍ او ګوذارې كولو ډېر ټينګار شوى دى: پيغمبر اكرم )ص( وايي: ))ايمان او له خلكو سره په نرمۍ چلن د خداى او استازي يې خورا […]

شپږمه برخه

 

د ښځې په اړه تاوتريخوالى

 

په اسلامي ښوونو كې، د ګردو انسانانو په اړه هر ډول تاوتريخوالى منع شوى او په ټولنيزو اړيكو كې په نرمۍ او ګوذارې كولو ډېر ټينګار شوى دى:

پيغمبر اكرم )ص( وايي: ))ايمان او له خلكو سره په نرمۍ چلن د خداى او استازي يې خورا ښه ايسي او له خداى سره شرك او تاوتريخوالى يې خورا بد ايسي((.)1( بحار الانوار 72/ 457 مخ.

په اسلام كې تاوتريخوالى او زوروري غندل شوې، ان د هر ژوي د نه ازارول سپارښتنه هم شوې ده.

امام صادق )رح( وايي: ))پر خداى قسم نېكان وژغورل شول. پوهېږئ، چې دوى څوك دي؟ دوى هغه كسان دي، چې ډېر كوچنى مېږى )چې په سترګو په سختۍ ليدل كېږي يا هر كوچنى موجود( هم نه ازاروي((.

دا خو پر خپل ځاى دي ان تر تاوتريخوالي هم ډېر لږ يعنې هر ډول ازارول يا يو ډول كړه وړه او وينا، چې د نورو د خپګان لاملېږي په اسلام كې يو شياني چار ګڼل شوي دي پيغمبر اكرم )ص( ويلي: ))څوك، چې مؤمن ازار كړي زه يې ازار كړى يم، او، چې ما ازار كړي خدا يې ازار كړى دى او هغه، چې خداى ازار كړي، په تورات، انجيل، زبور او قرآن كې لعنت پرې ويل شوى دى((. )1( بحار 75/ 152 او 150 مخونه.

امام صادق ويلي: خداى وايي: ))هغه، چې زما مؤمن بنده وځوروي، باخبر، چې مې له لوري درسره جګړه ده((. )1( كافي 2/ 350 مخ.

په اسلام كې دنورو سپكاوى نشته:

پيغمبر اكرم )ص( ويلي: ))خورا پست او ټيټ هغه دى، چې خلك سپكوي(( )1( بحار 78/ 192 مخ.

د خلكو ډارول او خپه كول هم له اسلامي خويونو يو لرې چار دى. پيغمبر اكرم )ص( ويلي: ))څوك، چې يو مؤمن خپه كړي، كه ټوله دنيا وركړې، كړه يې نه جبرانېږي او )د دنيا دا وركړه يې( هم څه بدله نلري(( )1( بحار 75/ 150 مخونه.

او په پاى كې هر ډول كړه وړه يا وينا، چې بل انسان خپه كړي او په يو دول نا انساني و برېښېږي، روا نه ده پيغمبر )ص( ويلي: ))او څوك، چې يو مؤمن د سپكاوي په هوډ )له ځانه( وشړي يا يې په سپېړه ووهي، يا سم ورسره ونه چلېږي، پرښتې پرې لعنت وايي، خو هله، چې مؤمن د خپل حق په اړه راضي كړي او له خپلې كړنې توبه وباسي او بښنه وغواړي…(( )1( علل الشرايع 2/ 210 مخ.

مؤمن يعنې ايمانوال ښځه او نارينه او دا ټول احكام دواړه رانغاړي او په كورنيو اړيكو كې يې پر لازمېدو ورزياتېږي. دا د اسلامي اندنې په ټوليزوالي كې دي، خو د ښځو په اړه د قرآني آيتونو او احاديثو له څېړنې څرګندېږي، چې له تاوتريخوالي په لرېوالي ډېر ټينګار شوى دى.

قرآن وايي:

نساء_ 19 آيت: ))… وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ، له ښځو سره په نېكۍ )او مهربانۍ( وچلېږئ(( ان له ښځې د بېلتون او طلاق پر مهال، قرآن د ))معروف(( پر بنسټيز آر ټينګار كوي:

قرآن وايي:

بقره: 231 آيت: )) وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النَّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لَّتَعْتَدُواْ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلاَ تَتَّخِذُوَاْ آيَاتِ اللّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُمْ مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ =(( له طلاق سره يو ډول ځورونې، كينې او ناسم چلنونه مل وي. قرآن له دې پېښو مخنيوى كوي او وايي: كومه ښځه، چې طلاقوئ، بايد د ))معروف(( آر په پام كې ونيسئ او هسې نه، چې په دې حال كې يې وځوروئ يا زيان ور ورسوئ او يا په تاوتريخوالي ورسره وچلېږئ، نو ځكه له ښځو سره په غوسه او پخلاينه كې د چلن كچه د ))معروف(( ار دى. په بل ايت كې هم، چې اولاد ته د تي وركولو د پېر په اړه خبره ده، قرآن پر ))معروف(( دډه لګوي او د ميندو د اړتياوو ورپوره كول د ))معروف(( په چوكاټ كې په تينګار او څاروي:

قرآن وايي:

بقره: 233 آيت: )) وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ=(( د اولاد والا ښځې د اړتياوو ورپوره كول بايد د ))معروف(( په كچې سره وي نه لازم او خضروري هومره، بلكې ترې ډېر. اوس له ښځو سره په چلن كې د ))معروف(( پر كچې د قرآن له ټينګارونو پوهېداى شو، چې د معروف د حدودو مانا ښه څرګنده شي، چې ايا ))معروف(( هماغه حق، قانون او عدل دى يا تر دوى وراخوا يو څيز.

په مجمع البحرين كې راغلي: ))معروف يوه رانغاړونكې نامه ده، او هر كار، چې د خداى د اطاقت يا ورته د نژدېوالي او له خلكو سره ښېګڼه وي او يا د هر كار يوه نامه ده، چې په شروع او يا عقلي قانون كې يې ښه والى او وړتيا منل شوې وي…(( )مجمع البحرين 3/ 159 او 25 مخونه.

شيخ طبرسي وايي: ))په معروف ورسره چلېدل، يعنې د خداى د حكم له مخې ورسره چلن او د اړتياوو په ورپوره كولو كې د ښځو د حقوق وركړه او ښې خبرې او ښه چلن ورسره كول دي. او هم ويل شوي: معروف دا دى، چې ښځې مه وهئ او بده خبره ورته مه كوئ او په ورين تندي ورسره وچلېږئ…(( )مجمع البيان 3/ 24 مخ( ووينئ، چې پر حق او عدل سربېره، ښه چلن او وينا، په ورين تندي چلېدل او د اخلاقي او ارزشي كچو رعايتول هم د ))معروف(( د مفهوم په پولو كې راځي.

نو وايو، چې ))معروف(( يو ټوليز ار دى، چې هېڅ تخفيص نه مني او په ټول كې له ښځو سره د اړيكو يو عام اسلامي قانون دى. قرآن له ښحو سره د سازش او تېرېدنې په كله وايي:

نساء: 19 آيت: )) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا=((.

طبريسي وايي: ))… دا، چې ښځې د زړه له پاسه وساتئ ډېره ښېګڼه او خير كثير پكې پروت دى.. او دا آيت هغه ميړونه راهڅوي )چې ښه يې نه ايسي له خپلو مېرمنو سره ووسي، نو ځكه( زغم، جوړ جاړي او له طلاقه ډډه كولو ته يې رابولي او دا زغم او صبر تر دې بديده دى، چې پر ځان، دين يا شتمنۍ زيان نه وي…((. )مجمع البيان 3/ 25 مخ(.

 

دا سپارښتنه هغو نارينه و ته ده، چې له خپلو مېرمنو سره د اخلاقي، عاطفي يا نورو مسايلو د نه سازش له امله طلاق ته مخه كوي او ځان كابو كولاى نشي او له ښځو سره په زغم د جوړ جاړي لار نه خپلوي او له ځينو غوښتنو يې صرف نظر نه كوي.

قرآن كريم د ښحو ځورونه سخته منع كړې ده:

احزاب: 58 آيت: )) وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا =((.

دېته ته ته په پامنيوي، چې دا آيت تر هغه آيت وروستته راغلى، چې خداى او استازي ته يې ازار رسانۍ پكې او څار كړې، نو ښه څرګندېږي، چې د ښځو ځورونه ډېره رټل شوې ده. دا له هغو آيتونو يوه بېلګه وه، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي مخه نيسي.

په احاديثو كې هم دا موضوع ډېره او څار شوې ده:

له امام باقره )رض( روايت دى، چې پيغمبر اكرم )ص( ويلي: ))ايا مېرمنې مو وهئ او بيا غواړئ، چې ورسره سملۍ هم(( )وسايل 14/119 مخ(.

اوس پوښتلېږي، چې ولې په قرآن كريم كې د ښحې وهل او څار شوي دي:

نساء: 34 آيت: )) الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا=((.

اسلام د مېړه او مېرمنې په ځانګړو مسايلو كې له مېړه د مېرمنې اطاعت لازم او يو مكلفيت بولي، او دا مېړه ته يو حق ګڼي. ددې حق اهميت او ضرورت او ددې اړتيا پوره كول په ډاګه دي. كه دا اړتيا پوره نشي او د ځينو ښځو له ګستاخۍ سره مخ شي، شونې ده، چې خورا تاوتريخوالى رامنځته كړي، ځكه په طبيعي ډول د نارينه قدرت ډېر دى. حال دا، چې قرآن كريم يې كړۍ راتنګه كړې او د مېړه غوښتنو د پوره كولو لپاره يې د هر ډول افراط )په تېره ددې وهنې مفهوم ته په پامنيوي( مخه نېولې او ورته يې قانوني طريقه )پړاو او اندازه( ټاكلې ده، چې په زور زياتي پاى ونه مومي. نو ځكه وهل هله وي، چې د مېرمنې او مېړه په ځانګړو اړيكو كې كوم خلاف چار شوى وي.

بله د پام وړ موضوع د ))وهلو(( څرنګوالى دى. په احاديثو او تفاسيرو كې د ))وهلو(( پولې او څرنګوالى په نښه شوى او داسې يې ويلي، چې منظور ډېر نرم وهل دي، چې هېڅ ډول اغېز پر ځاى پرېنږدي. ))1( مجمع البيان 3/44مخ(. او امام صادق دا ))وهل(( د مسواك په وهلو تفسير كړي دي: ))په دې آيت كې له وهلو مطلب، په مسواك وهل دي(( )2( )مجمع البيان 3/44 مخ(.

او په رښتيا دا يو ډول د كركې څرګندول او يو اخلاقي مخالفت دى نه بدني تنبيه. بايد په پام كې مو وي، چې دا هومره وهل، بايد له دوو اخلاقي او روزنيزو پړاوونو وروسته تر سره شي. دا دواړه پړاوونه په همدې آيت كې ويل شوي دي:

1_ فعظوهن: نصيحت ورته وكړئ.

2_ واهجرهن فى المفاجع: د سملاستو له ځايه يې لرې شئ.

د سملاستو ځاى هم امام باقر تفسير كړى دى: ))…يحول ظهره اليها: پرشا ورسره سملئ(( نه بل كوټې ته تلل او د كور پرېښوول او…، نو په سملاستو كې هم له هر ډول تاوتريخوالي او افراطه منع شوې ده، نو ځكه د عقل او شرع د منطق له مخې، كه مېرمنې د خپلو ميړونو له لومړي او خورا اړين حقه سرغړونه وكړي )يعنې نشوز(، نو لومړى له دوو اخلاقي او روزنيزو غبرګونونو سره مخېږي او ورپسې له تنبيهي پړاو سره، څومره، چې امام صادق )رح( په نښه كړې دى نه ډېر.

دا ټكى هم د ځير وړ دى، چې ځينو فقهاوو او څار كړى، چې له مېړه د مېرمنې اطاقتيوازې په هماغې ځانګړنې اړيكې كې دى او ان كه په شرع كې استمتاعات او نور خوندونه اخستل روا ګڼل شوى، نو اطاقت پكې لازم نه دى، ځكه څه دليل نلرو، چې هر ډول خوند اخستو ته په غاړه ايښوول واجب وي، چې ځينو ته يې غاړه ايښوول ))نشوز(( وګڼل شي)2(.سيد محسن حكيم، مستمسك العروة الوثقى 14/64 مخ.

د مېړه او مېرمنې په مسايلو كې، چې تمكين او نشوز يوه ثابته موضوع ده، نو دا هم بايد له تاوتريخوالي او زيان رسونې سره مله نه وي او د ))لاضرر(( له آر سره وسنجول شي، چې له مېرمنې د مېړه د غوښتنې پوره كول، ښځې ته د زيان لامل نشي. لاندې روايت ته ځير شئ:

))راوي وايي: د خداى ددې وينا په اړه مې امام صادق وپوښت: ))نه ښايي، چې يوه مور هم د خپل اولاد په پار څه زيان وويني او نه كوم پلار د خپل اولاد په پار…(( )وسايل الشيعه 14/137 مخ(.

امام وويل: ځينې تي وركوونكي ښځې، د خپلو مېړونو د غوښتنو خنډېږي او… خداى دا چار منع كړى دى، كوم مېړه، چې خپلې مېرمنې ته زيان ورسوي يا كومه مېرمن خپل مېړه ته، ان كه دا ځانګړى حديث مېرمنې ته د زيان رسونې په باب هم نه واى، د ))لاضرر(( عام او ټولنيز قانون د زيان ټول موارد رانغاړي، ځكه د ))لاضرر(( د مانا له مخې، په ټولنيزو، كورنيو او وګړنيو اړيكو كې هر ډول زيان رسونه منع ده.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست