تبلیغات

د ښځې ګواهي   وولې تر نارينه و د ښځې ګواهي ټيټه ګڼل کېږي، دا يو تبعيض نه دى؟ په اسلام کې، د ښځې شهادت د نارينه د شهادت په څېر د يو آر په توګه منل شوى دى، که څه په ځينو مواردو کې، د نارينه او ښځې د ګواهۍ د اعتبار څرنګوالى توپير […]

د ښځې ګواهي

 

وولې تر نارينه و د ښځې ګواهي ټيټه ګڼل کېږي، دا يو تبعيض نه دى؟

په اسلام کې، د ښځې شهادت د نارينه د شهادت په څېر د يو آر په توګه منل شوى دى، که څه په ځينو مواردو کې، د نارينه او ښځې د ګواهۍ د اعتبار څرنګوالى توپير لري. کله يوازې د ښځې ګواهي منل شوې او کله يوازې د نارينه. په ډېرى مواردو کې هم د هر يوه، په يوازېتوب يا يو ځاى قبلېږي او په ځانګړو مواردو کې د دوو ښځو ګواهي، د يوه تن نارينه له شهادت سره برابره ده.

د اسلام په عدلي غونډال کې د ))شهادت(( د احکامو د يوې څنډې پر حکمتونو او رازونو د پوهېدو لپاره غوره ده، چې څو ټکيو ته پاملرنه وشي:

 

لومړى: د شهادت اعتبار

له يوې پېښې د خبرېدو او اګاهۍ ښکاره کول او شهادت او د پېښېدو څرنګوالى يې، هله د قضايي حکم منشا کېداى شي، چې له حد اکثر اعتبار او ډاډه برخمن وي. بلخوا د ګواه او شاهد د وينا اعتبار يې، له اروا پوهنې سره تنګه اړيکه لري. بله مساله دا، چې د ښځې اروايي جوړښت، د بدني جوړښت په څېر يې، له نارينه سره توپيرونه لري. تجربي ارواپوهانو د پراخو پلټنو پر مټ، هر يو نارينه او ښځې ته متفاوتې جسمي او اروايي ځانګړنې شمېرلي، چې ځينې يې دا دي:

1_ پر ځان ډاډ:

د څېړنو له مخې، تر ښځو په نارينه و کې پر ځان ډاډينه ډېره ده. نارينه ځان ته لوړې موخې په پام کې نيسي او لاس ته راوړو ته يې هڅه کوي، خو د ښځو پر ځان ډاډېينه په ټيټه کچه کې ده او ځان ته کوچنۍ او لنډ مهالې موخې ټاکي )1(. ]کتاب زن، 424 مخ، اخستل شوى دى له: هايد ژانت، روان شناسي زنان، 88_ 89 مخونه[.

دا ځانګړنه د شهادت په ورکړه کې ونډه درلوداى شي. هغه، چې پر ځان له ټيټې کچې ډاډه برخمن وي، د يوې موضوع په اثبات يارد کې ډېر لږ بريمنېداى شي، ځکه ډېر د دنننيو او بهرنيو لاملونو تر اغېز لاندې وي او شکمنېږي.

2_ عواطف او احساسات:

د نارينه او ښځې تر منځ، د احساساتو او عواطفو په اړه محسوس توپيرونه مشاهده کېږي، ښځه تر نارينه خورا عاطفي ده او پر همدې مزاج او خټه زيږېږي او ژوند ورسره کوي. په عمده توګه د نارينه و انرژي، بهرنۍ نړۍ تر بريد لاندې نيسي او پر چاپېريال د لاسبري او د کابو کولو په لټه کې يې دى، حال دا، چې په عمده ډول د ښځو او اروايي انرژي د ننسۍ او عاطفي نړۍ ته ورمتوجه ده او په خپل ژوند کې ارتباطي اړخونه ته ډېره پاملرنه لري.

دا توپير هم په ګواهۍ او شهادت کې مهمه ونډه درلوداى شي، ځکه د چا، چې د اروايي انرژۍ مخه او پاملرنه، پر چاپېريال تسلط او کابو کولو ته وي، تر هغه به له خرګند او پوره درکه برخمن وي، چې د اروايي انرژي مخه يې د نننۍ نړۍ ته وي او دېره لږه پاملرنه يې بهرني لاملونه او چاپېريال ته وي، له همدې امله د لومړي تن ګواهي له ډېر اعتباره برخمنه ده.

3_ هيجاني کېدل:

په دې باب ويل شوي، چې ښځه تر نارينه هيجاني ده. ))ترمن(( او ))ميلر(( د سترو وګړو د غبرګونونو له خېړنې موندلې، چې د ډار، غوسې، کرکې او لورنې په وختونو کې د نارينه او ښځې غبرګونونه کمي او کيفي اختلافات لري او د ښځې پر ډېر هيجاني کېدو سربېره، هيجان يې له نارينه سره هم توپير لري)1(. ]کتاب زن، 433 مخ، اخستل شوى له: روان شناسي اختلافي زن و مرد، 83 او 84 مخونه[.

د هيجاناتو د منشا په باب تجربې څېړنې ښيي، چې هيجاني فعاليتونه، د بدن په ځانګړو برخو پورې اړوند نه، بلکې په ګرد بدن کې خپاره دي او د ننني متر شحې غدې او ځينې بيوشيميا يې لاملونه پکې ونډه لري. د دننيو غدو د ترشح توپير )تفاوت ترشح غدد درون ريز( د ښځې د لا هيجاني کېدو ښودونکى دى.

بلخوا څومره، چې د يوه تن ګواهي او شهادت خورا دقيق او ژور وي، د ډېر اعتماد وړتيا لري او که د چاپوهېدنې له اروايي حالاتو او روحي هيجاناتو يې اغېزمنې وي، د اعتماد کچه يې کمېږي. په پايله کې بايد د قاضي حکم، چې له دېر حساسيته برخمن دى د شخړې دواړو لوريو ته ښه اوچت اطمينان پيدا کړي او د بې عدالتۍ او بې انصافۍ له هر ډول شکه لرې وي. شک نشته، چې ډېر هيجانات، د هغې موضوع په تشخيص او اظهار نظر کې منفي اغيز شيندي، چې ګواهي پرې ورکول کېږي. )شکى نيست که هيجانات زياد، مى تواند در تشخيص و اظهار و نظر درباره موضوع مورد ګواهى تاثير منفي ګذارد(.

 

دويم: د ښځې د شهادت منل:

که په ځينو ځايونو کې د نارينه د شهادت قبليدل او د ښځې نه منل کېږي، پر نيمګړتيا يا تبعيض دليل وي، د پېښې بل لورى هم بايد صادق وي، چې په حينو مواردو کې هډو د نارينه ګواهي کوم څيز نه اثباتوي او يوازې د ښځې شهادت، معتبر ګڼل شوى دى! )1( ]لکه د زوکړې اثبات، د باکرې توب اثبات، په بېلا بېلو ځايونو کې د ښځينه عيبونو اثبات او ادعا او…..[ په داسې حال کې، چې يو هم پر غوراوي او نيمګړتيا دليل نه دى، بلکې د حقايقو د رابرسېرولو او خرګندولو لپاره دى او دا توپيرونه، د موضوع له ځانګړنو او له دې د وګړيو د پوهېدنې له څرنګوالي راولاړ شوي دي.

 

دېيم: په پيکه )ناګوارو( چارو کې شهادت:

په وژنه او زنا په خېر چارو کې له يوه تن نارينه سره دوو ښځو د برابرۍ شهادت کټ مټ د ښځې له ارواپوهنې سره اړخ لګوي، ځکه ښځه تر نارينه ډېره با حيا ده او د سخت شرم له امله او د زنا په څېر له صحنو سره په مخامخېدو کې معمولاً مخ ترې اړوي. د نارينه پر خلاف، چې حساسيت او پلټنه پکې راپارېږي! له دغسې منظرو سره د ښځې مخامخېدل، کومه نيمګړتيا يې نده، خو په طبيعي ډول د وګړيو په تشخيص او د عمل په څرنګوالي کې، د تېروتنې شونتيا پکې ډېره ده. په پايله کې د شاهدانو د شمېر په زياتېدو، د تېروتنې احتمال راټېټېږي.

همدغسې ښځه تر نارينه ډېره عاطفي ده او نارينه تر ښځې توند مزاجى دى. د ښځې دا ځانګړنه، چې په خپل ځاى کې سمه او پر ځاى ده، ځانګړي وضعي اثار او پايلې هم لري، چې بايد په اړه يې هوښيار وسو. ددې ځانګړنې طبيعي پايلې دا دي، چې ښځه د وژنې په څېر له ځوروونکيو صحنو سره په مخامخېدو کې، سخته اغېزمنېږي او په ځير د صحنې له ليدو ډډه کوي، له همدې امله شونې ده، چې سم وژونکى او د وژنې څرنګوالى ونه پېژني او شهادت يې له ډېرې لږې ځيرنې برخمن وي او د بل شاهد په ورګډېدو د تېروتنې احتمال راټيټېږي.

 

¯¯¯


 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست