تبلیغات

د كربلا ميدان زۀ به ظلمونه د يزيد درته بيان كړم څۀ لكه د نمر چې وي عيان هغه عيان كړم څۀ ژبه اور واخلي د زړۀ نۀ كۀ پنهان كړم څۀ واخله په تګيو چې د غم اوښكې باران كړم څۀ د تخيل سيند مې همه حباب حباب دی نن زړۀ مې پولۍ چې […]

د كربلا ميدان

زۀ به ظلمونه د يزيد درته بيان كړم څۀ
لكه د نمر چې وي عيان هغه عيان كړم څۀ
ژبه اور واخلي د زړۀ نۀ كۀ پنهان كړم څۀ
واخله په تګيو چې د غم اوښكې باران كړم څۀ
د تخيل سيند مې همه حباب حباب دی نن
زړۀ مې پولۍ چې پۀ اولاد د بوتراب دی نن
داسې ظلمونه چې فطرت هم ترې امان غوښتو
داسې وراني وه چې غارات هم ترې امان غوښتو
داسې طوفان ؤ ، چې هيبت هم ترې امان غوښتو
داسې تنګسه وه چې دهشت هم ترې امان غوښتو
د پاك نبي په نازوليو چې ستم شوی دی
دا جهان څۀ پۀ ملكوت کې  يې ستم شوی دی
د كربلا يوه بلا وه د بلا ګرمي
دومره ګرمي وه چې بيا نۀ كيده د چا ګرمي
سموم به چغې كړې چې نن ده نشته بيا ګرمي
سخته وي حق ده په رښتيا د ابتلا ګرمي
څومره چې لوړ وي خشكه څوكه هغه غربه لري
چې مرتبې جګې لري بلا په سر بۀ لري
هوا په تيښته وه چې ځم لمن د غر لټوم
د سيند بخار وی د سپرلي چرته سحر لټوم
ورځې په مخ لوستو غبار چې نمازديګر لټوم
ليمۀ به وې نظرته صبر كوه نمر لټوم
مزكې پولۍ د زړۀ خيمې كړې چې نور تاب نه لرم
سيند وې چې مزكی ته بې اب شوم حباب نۀ لرم
هلته نعمت ؤ ، چلند چلند يو ساعت سوری
د ګرمو ګرمو بړبوكوؤ، غنيمت سوری
نمر شو پۀ سر، په تن کې  پټ شو په هيبت سوری
كله موندی شي پۀ مېدان کې  د قيامت سوری
تندې د زړۀ پۀ چينو وچو کې  ډيرې كولې
او ژبو ټكندې غرمې وته خيرې كولې
شګې دعا كړه چې كه نن سيند و سيلاب نۀ شم
خدايه چې بيا تندې وهليو ته سراب نۀ شم
مښك و عنبر چې پۀ اولاد د بوتراب نۀ شم
ما كړې تراب چې په سنګدلو کې  حساب نۀ شم
پېغمبري زلمي غرمو ته بې كفن پراتۀ دي
كۀ د حېدر د زړه بڅري په خوږلن پراتۀ دي
لښكر د سيند اوبۀ پرې بندې كړې طوفان اوګوره
د كربلا سخته ګرمي او بيابان اوګوره
د پېغمبر د خونې كونډې ماشومان اوګوره
د درېيو ورځو جل اخستي سېدان اوګوره
چې زيړ زبېخلي غوندې ښكاري حيدري زلمي دي
د ګوټ اوبو چې پامته دار دي كوثري زلمي دي
د تندې حد ؤ، ماشومانو واوېلا اوكړه
يو تړقېدۀ بل بوګنېدۀ بل بۀ ژړا اوكړه
سكينې چغه دادې او د بابا اوكړه
اصغر سوره په ابابا کې  دماءما اوكړه
د تندې حد ؤ، پۀ عباس د صبر حد راغی
سپور د همت ته يې غېرت لكه مدد راغی
مشك په اوږه په يو يرغل غوڅې پرې كړې عباس
د سكينې دپاره دواړه مټې پرې كړې عباس
د كربلا شګې په خپلو وينو سرې كړې عباس
د اس نه پرېوته حسېن وته نعرې كړې عباس
لاله جي مشك مې پۀ ارمان د سكينې ژاړي
راشه چشمان مې پۀ خرمان د سكينې ژاړي
حسېن وئيل ورته لبيك لبيك زما وروره
داېمه درغلمه ْ، وادی خلم بلا وروره
ماته مې ملا د حوصلې شوه په مرګ  ستا وروره
پۀ ما دردمنه پۀ مېدان د كربلا وروره
حسېن پرې شوي اندامونه د عباس اونيول
څۀ يې پۀ لاس کې  نور يې ټول پۀ اوږه پاس اونيول
علي اكبر چې په بهار ؤ ، د ځوانۍ راغلی
هغه بلبل چې پۀ ګلزار ؤ ، د ځوانۍ راغلی
هغه طوطي چې پۀ چغار ؤ ، د ځوانۍ راغلی
هغه پېكر چې ورته هار ؤ ، د ځوانۍ راغلی
چې خط او خال يې پۀ بشره د پېغمبر ښكاره ؤ
پۀ قد قامت پۀ شجاعت لكه حېدر ښكاره ؤ
مقابلې لره زلمي علي اكبر لاړو
مقابلې ته د زرګونو يو نفر لاړو
د يزيدي فوځ پۀ پرو کې  لر او بر لاړو
اخر بهر پۀ يو نېزه کې  يې ځكر لاړو
پۀ پرېواتۀ شو ، وې بابا زما خبر واخله
په وروستي وخت کې  دې پۀ غيږ کې  خپل پسر واخله
حسېن وردو كړل دا يې وې د زړۀ قراره ولې
زما د مړاوي زړۀ چمن لره بهاره ولې
سر يې پۀ غيږ كړو وې چې ای زما سرداره ولې
ولې زما د ارمانونو انتظاره ولې
علي اكبر اوكتل پلار ته پۀ زير زير لاړو
د پلار پۀ مخ د كوثري اوښكو بهير لاړو
طواف د شمعې كله كيږي چې پتنګ پرېښود
كله كېدۀ شوه چې هغه مېدان د جنګ پرېښود
كله قاسم پېغمبري ، حيدري ، تګ پرېښود
لاړو مېدان ته د خوږې ناوې يې څنګ پرېښود
د مرګ  خزان د پېغمبر علي پۀ باغ ولګېد
مرګ  د قاسم پس د اكبر نه داغ پۀ داغ ولګېد
امام ولاړ دی شهيدانو ته حېران ګوري
چرته زاړه چرته ځوانان او ماشومان ګوري
څه پرده دارې سترګې هم د جنګ مېدان ګوري
يوه پۀ سور سالو کې  ناوې په ارمان ګوري
وائي زينب چې ژړا ښه ده خو لېمۀ چرته دي ؟
ما بۀ باران پۀ تږيو اوكړو خو اوبۀ چرته دي ؟
زړونه بۀ وائي دبيبيانو چې بهر ورشو
چې پۀ قاسم او پۀ عباس او په اكبر ورشو
چې مو سايه لـه سره درومي چې په نمر ورشو
دي مو د سر پړوني تلونكي چې تور سر ورشو
يوه ماشومه د خېمې په پرده لاس لګوي
ترور يې چې كوز كړي ځنې خلاص هغه يې پاس لګوي
رنګ يې پۀ وينو د اصغر ښكلي تندي ښكاري
پۀ اراده کې  يې د صبر غړوندي ښكاري
نۀ ځي خيمې ته كۀ نظر يې ګړندي ښكاري
چې لا په شونډو يې لـه غريوه رپندي ښكاري
واګې د زړه د استقلال پۀ لاس امام وركوي
حكم قدم ته به پۀ لوري د خيام وركوي

زړۀ يې پۀ ځائی كړ امام راوړ زيړ زبېخلی بچی
بانو وئيل امامه راكړه زما ښكلی بچی
اوبۀ دې وركړې كۀ دى څنګه داسې غلی بچی
اوښكې يې اوڅښلې وې واخله جل وهلی بچی
حرمل د غشي د توبرې ورته اوبۀ وركړې
زويه دې مخ د شهادت ته واخله سرۀ وركړې
بانو لاسونه ور اوږده كړل خو نظر يې نۀ ؤ
كسي يې دوغ ؤ ، د څۀ كار ؤ ، چې اصغر نۀ ؤ
زړه يې پخوا ؤ ، ناتوانه چې اكبر يې نۀ و،
دومره يې اووې هۍ ارمان دی چې حېدر يې نۀ ؤ
نن په دنيا کې  چې صاحب د ذوالفقار نشته
د معاويه د زوئی پۀ زړۀ کې  ځكه ډار نشته
حېران حېران به سكينې ورته نظر اوكړو
بيا د اصغر نه بۀ يې پورته پۀ مادر اوكړو
خبره نۀ وه څه تقرير يې پۀ پدر اوكړو
خو د ترور اوښكو يې پۀ زړۀ د غم خبر اوكړو
پۀ كوكو سر شوه وې زما په برادر څۀ اوشو
شوه ورتر غاړه وې چې مورې په اصغر څۀ اوشو
دلته دا حال ؤ، د لښكر نه بهر زوګ  راته  
د پېغور غشي د امام صاحب پۀ غوږ راتۀ
د خېمو خواته وار پۀ وار به شمر سګ راته
ورته پۀ جوش به د امام هاشمي رګ  راتۀ
غږ به يې اوكړو چې كۀ زوی يې د حيدر راشه
كله بۀ خلاص رانه دننه شې بهر راشه
امام اتمام ته د حجت ورته بهر راغی
ګويا په سر د كفرستان د تيرو نمر راغی
سترګې حيرانې وې حسېن ؤ ، كۀ سرور راغی
اوبۀ شو تريخي د كوفيانو چې حيدر راغی
حسېن ويل ورته زۀ څوك يمْ پېژندلی مو يمْ ؟
كۀ مو ليدلی پخوا نۀ يمْ اورېدلی مو يْم ؟
هغو ويل ورته چې مونږه همه تا پيژنو
حسېنه مونږه دې نيكه هم دې بابا پېژنو
ړاندۀ خو نۀ يو ښۀ سبا اوښۀ بېګا پېژنو
بس خو بېعت د يزيد اوكړه مونږه دا پېژنو
بې د بېعت نه د يزيد دی بل مفر نشته
كۀ دې انكار وي پۀ دې پوئی شه چې دې سر نشته
پوهه امام شو چې اوس وخت مې مقرر راغی
د قربانۍ دپاره وار زما د سر راغی
د خدای په در کې  حاضرۍ لره خبر راغی
هغه ساعت د شهادت مې منتظر راغی
هاتف اواز كړو لا پۀ ژوند درته يو غم پاتې دی
امامه! لا خو د يزيد حد د ستم پاتې دی
پس د اتمام نه د حجت يې ذوالفقار اونيو
د سامعې محل كوكار او شرنګهار اونيو
كوم پهلوان به د كند پوش فقير ګذار اونيو
اخر لـۀ لرې يې د غشو ورته وار اونيو
سوری سوری چې شو د اس نه ناتوان پرېوت
جګ يې اسلام كړكۀ پخپله پهلوان پرېوت
د خوشحالۍ نه شمر هسې ناروا اوويل
هغه ملګروته لـۀ جوشه مرحبا اوويل
برېت يې كړه تاؤ او بيا يې داسې پۀ خندا اوويل

زخمي زخمي ناتوان امام وته يې دا اوويل
تۀ راته ګوره چې خېمې دې پۀ رڼا لوټ كړم
زۀ چې نمسیاو لوڼه نګېندې د زهرا لوټ كړم
دا اورېدل ؤ چې لـه سوخته هغه ځوان پاسېد
د ژوند ډيوه يې پۀ سلګو وه پهلوان پاسېد
د اور بڅري ترې وتل همه چشمان پاسېد
لاس يې كړو غشي ته راوايې خست كمان پاسېد
وی ای شمره! بې غېرته خبردار اوسه
زۀ لا ژوندی يمْ د خېمو نه مې كنار اوسه
دغه ستم ؤ ، په ژوندينې چې امام وليد
خېر يې تالا ته د نبي د كور غلام وليد
دلته امام د قربانۍ بلند مقام وليد
دلته خپل ځان ته ثقلېن يې په سلا وليد
پۀ ننداره کې  ترې د ځان و تن خير لاړو
بيا خبر نۀ شو چې كوم وخت ورځنې سر لاړو

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست