تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د کوثر زېرى  د  پېغمبر اكرم (ص) دوه زامن؛ “عبدالله” او “قاسم” په كوچنيوالي كې مړه شوي وه. كفارو ورته ويل: (( د محمد زوی نشته؛ نو تر دې وروسته به يې اولاد نه وي .)) پر هغه ورځ،چې د رسول اکرم (ص) كوچنى زوى “عبدالله” ومړ؛ نو يو كينه كښ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د کوثر زېرى

 د  پېغمبر اكرم (ص) دوه زامن؛ “عبدالله” او “قاسم” په كوچنيوالي كې مړه شوي وه. كفارو ورته ويل: (( د محمد زوی نشته؛ نو تر دې وروسته به يې اولاد نه وي .))

پر هغه ورځ،چې د رسول اکرم (ص) كوچنى زوى “عبدالله” ومړ؛ نو يو كينه كښ “عاص بن وايل” د دې پر ځاى،چې له پېغمبر اكرم (ص) سره خواخوږي وكړي،د ټولو مخكې چغې كړې : ((محمد بې اولاده شو، ځوځات به يې نه وي، محمد ابتر دى .))

 په دې خبرو پېغمبر اکرم (ص) او خديجه بي بي ډېر وځورېدل.حضرت جبراييل پر پېغمبر اکرم (ص) نازل شو او ويې ويل: ((رسول الله! د خديجې پر خېټه ماشوم لور ده، چې خداى به ستا ځوځات له همدې وغځوي او د ټولو امامانو مور به وي .))

 پېغمبراكرم (ص) دا زېرى پر حضرت خديجې وكړ،چې په اورېدو يې ډېره خوشحاله شوه .

 (١)عبد الرحمان صفوري شافعي؛ نزهه المجالس: 2/ 227.

 (٢)قندوزي حنفي؛ینابیع الموده:۱۹۸ مخ.

(٣)حسن بن مولوی : تجهیز الجیش: 99 مخ.

 (٤)شعیب ابو مدین بن سعد مصري؛روض الفائق : ۲۱۴ مخ.

(٥) احقاق الحق: 10/ 12)

خداى پر پېغمبر اکرم (ص) د كوثر سورت نازل كړ .

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ -فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ -إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړى دى؛نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه اوقرباني وكړه؛[ ځكه ] يوازې ستاكينه كښ (دښمن ) بې سټې دى . ))

“کوثر” له کثرته اخستل شوى،چې د ډېرخير په مانا دى او څرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛ لکه وحې، نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛خو د سورت وروستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم (ص) ځوځات دى؛ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر” ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل : (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛نو که له کوثره مراد ځوځات نه وى؛نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا  پيدا کولاى نه شو .

د((ابتر)) ټکى په اصل کې “پرې لکۍ” څاروي ته ويل کېږي او په څرګندنه-اصطلاح کې هغوى ته ويل کېږي،چې ځوځات ترې نه وي پاتې ( بې بنياده او ميرات) او داچې د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله)زامن په ماشوم توب کې مړه شوي ول؛ نو دښمنانو به ويل: ((هغه نور ځوځات نه لري او ابتر دى))؛ځکه په جاهلي  دود او فرهنګ کې نجلۍ ددې وړتیا نه درلوده،چې د خپل پلار نوم ژوندى وساتي؛نو د(إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) جمله ښيي،چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځوځات دى،چې بېشکه د حضرت “فاطمة الزهرا” له لا رې وغځېدو. دا له برکته ډک ځوځات د حضرت خديجې بي بي له لارې د خداى رسول ته ورکړشو.

“فخر رازي” په “کبيرتفسير”کې وايي: ((د فاطمې څومره برکتي نسل دى،چې د “صادق”،”باقر” او “رضا” په څېر امامان ترې زيږېدلي اوسره له دې،چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د حضرت بي بي فاطمې ډېر نسل ووژل شو؛خو نن سبا يې په زياتره اسلامي هېوادوکې نسل شته.))

پر داسې وخت،چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛نو څېره يې له غوسې او شرمه توره اوښته او د ژوندۍ ښخولوپه فکرکې به يې شو او په دې لټه کې و،چې څنګه له خلکو وتښتي؛خوپر دې وخت خداى لور ته د “کوثر” لقب ورکوي،چې جاهلي فرهنګ او دود پر الهي او انساني فرهنګ واړوي .

د روايتونوپه رڼا کې،د جنت يوه وياله يا حوض “کوثر” نومېږي ،چې جنتيانو ته به ترې اوبه ورکول کېږي ؛لکه چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله ) د “ثقلينو”په متواتر روايتو کې ويلي: ((“کتاب” او”عترت” له يو بله نه بېلېږي څو د قيامت پر ورځ د “کوثر”د حوض ترڅنګ راسره يوځاى شي.))

خداى د خپلو اولياوو ملاتړ دى،هغوى چې پېغمبر ابتر ګانه؛نو خداى ورته قولي او فعلي ځواب ورکړ. د فاطمې ورکړه فعلي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى . خداى نه يوازې د اولياوو؛بلکې د ټولومؤمنانو ملاتړ دى .

((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ (حج\٣٨)

ډالۍ ورکوونکى خداى (ج) دى ،ډالۍ اخستونکى پېغمبر اکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛نو د (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ) عبارت کارول شوى، چې د خداى لويي او د ډالۍ سترتوب يې راښيي .

  پېغمبر اکرم ته يې ابتر ووايه ؛نوخداى ورته وويل :(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)

 هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته ابتر وايي،ځواب يې دادى،چې خداى ورته کوثر ورکړي ،چې د ټولو عقل ورته حيران شي .

خداى په آيت کې کوثر ته مصداق رانه ووړ،چې همداسې مهم پاتې شي،کېداى شي دې ته اشاره وي،چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي .

تاريخ ژوندى ګواه دى،چې دا الهي ورکړه کوثر و .په نړۍ  کې هيڅ نسل د بي بي فاطمة الزهرا د نسل هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره بيا  هغوى چې د مور له اړخه هم “سيدان” دي او “سيدان” يې وګڼو؛نو په نړۍ کې د ساداتو شمېر ددې غيبي خبرمعجزه ده.

د پېغمبر اکرم (ص)  په څېر انسان ته د کوثر ورکول هغه وخت دا مانا لري،چې ورکوونکى يې د علم،حکمت،قدرت او حکمت سرچينه وي؛نو د کوثر ورکول، د خدايي  صفاتو اوکمالاتوښکارندوى دى . (محب الدين طبري؛ذخاير العقبى: ٤٤ مخ)ليکي :((د فاطمې د زوکړې وخت چې راورسېد؛نو خديجې بي بي د قريشو له ښځو مرسته وغوښته؛خو ورته يې وويل:”چې زموږ دې ونه منله او له يتيم سره دې واده وكړ؛ځكه درسره مرسته نه كوو.”خديجه پرېشانه شوه . دغه وخت څلور ښكلې او نوراني ښځې،چې ستايل كېداى نشي،  مرستې ته راغلې او ورته يې وويل: “مه پرېشانه كېږه ! موږ خداى ستا مرستې ته رالېږلي يو.” يوې وويل: “زه ستا نيا “حوا” يم. دويمې وويل:زه “مريم” يم. درېمې وويل: زه “آسيه” يم او څلورمې وويل:زه “كلثوم” د حضرت “موسى” خور يم.

 فاطمه چې وزېږېده؛نو خدای ته پر سجده پرېوته او ګوتې يې اسمان ته ونيوې.

وګورئ:

(١) صفوري شافعي؛نزهة المجالس.

(٢)ذخايرالعقبى :٤٤،٤٥ مخ.

(٣)ينابيع المودة ١٩٨،  ١٩٩مخونه.

(٤)نورالابصار:٥٤ مخ.

(٥) الاصابة : ٨ ټوک.

(٦)ترمذي :٥ ټوک.

(٧) د ملا موصلى سيرة: اسعاف الراغبين، 227.

(٨) احقاق الحق : 10/13

     د بي بي فاطمې د زوكړې په باب د تاريخپوهانو ترمنځ اختلاف دى.ځينې وايي چې : (( له بعثته پينځه كاله مخكې(؛يعنې د كعبې د بياودانۍ پر كال) زيږېدلې ده.))

 (كليني؛اصول كافي: 1/458) يې له بعثته پينځه كاله وروسته ليكي.(يعقوبي؛تاريخ 1/512)وايي: بي بي زهرا په 23 كلنۍ كې وفات شوه؛نو بايد چې زوكړه يې د بعثت پر كال وي او دا خبره د شيخ طوسي (مصباح المتهجد 56 مخ ) له وينا سره اړخ لګوي ،چې وايي : (( بي بي فاطمې له علي (ک) سره په ديارلس کلنۍ کې واده وكړ ( تر هجرته پينځه مياشتې وروسته ).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!