تبلیغات

د کورنیو اړیکو ستونزه ډېره ستونزمنه او په اسانۍ هوارېدونکې نه ده او په ټولو هېوادونو کې شته . “ویل دورانت” وايي: “ که فرض کړو،چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یو او پوه شو،چې ددې پېړۍ د لومړۍ څلورمې ستره پېښه څه وه؛نو دا د جګړې پېښه یا د فرانسې پاڅون نه و؛بلکې د […]

د کورنیو اړیکو ستونزه ډېره ستونزمنه او په اسانۍ هوارېدونکې نه ده او په ټولو هېوادونو کې شته .

“ویل دورانت” وايي: “ که فرض کړو،چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یو او پوه شو،چې ددې پېړۍ د لومړۍ څلورمې ستره پېښه څه وه؛نو دا د جګړې پېښه یا د فرانسې پاڅون نه و؛بلکې د ښځو د وضع بدلون و،تاریخ داسې ځپنده بدلون ډېر لږ لیدلی او سپېڅلی کور،چې د ټولنیز نظم سټه وه او د ښځې او مېړه ګډ ژوند،چې د شهوت پالنې او د انسان د نه ټیکاو د وضع خنډ و،هغه پېچلی اخلاقي قانون،چې موږ یې له وېرې تمدن او معاشرت ته رسولي وو؛نو هغه ټول په اړ دوړیزه لېږد ککړ شول او ټول دودونه،تفکر او د ژوند بڼه یې راڅخه واخسته.”

لویدیځ اندیالان سر ټکوي،چې کورنی نظم یې له منځه تللی او د دودونو سټه یې سسته شوې،ځوانان د واده له دندو اوږه سپکوي،د موروپلار مینه لږه شوې، په تېره بیا د بال بچ_کوړمه پر وړاندې د مور مینه راکمه شوې،د نننۍ نړۍ ښځه په ابتذال اخته شوې،هوسونو د مینې ځای نیولی،طلاقونه ډېر شوي،ارموني ګڼ شوي او د ښځو او مېړه ترمنځ خلوص او مینه راټیټه شوې ده.

 

خپلواکي که د لویدیځ پېښې ؟

ځینې بې خبره داسې انګېري،چې په کورنۍ اړیکو کې دې هم د لویدیځ پېښې وشي؛ځکه دوی دا مسایل د ټرانسپورټ،برق د ستنو او د اوبو رسونې د پیپونو په څېر ګڼي،چې اروپايانو وار له مخه په غوره ډول هوار کړي او موږ ورسره اوس هم لاس او ګرېوان یو.

دا تشه لاپه ده،هغوی په کورنۍ چارو کې تر موږ ډېرې ستونزې لري، د ښځې له ښوونې او زده کړې که تېر شو،د کورنۍ نېکمرغیو په هکله تر موږ لږ نېکمرغي دي .

د تاریخ جبر

ځینې بل څه انګېري،چې د ښځې د ازادۍ له کبله کورنۍ نظم سست شوی او فساد پکې راننوتی او د ښځې آزادي د صنعتي ژوند او د علم او تمدن د پر مختګ پایله او د تاریخ جبر دى؛بله چاره نشته،چې دې فساد او بې نظمۍ ته غاړه کېږدو او هغه کورنۍ،چې پخوا نېکمرغي وه،تل ترې سترګې پټې کړو.

که داسې و انګېرو؛نو ډېر سرسري فکر به مو کړی وي .دا منم که وغواړوکه نه صنعتي ژوند په کورنیو اړیکو اغېز کړى او کوي یې ؛خو په اروپا کې د کورني نظم د له منځه تلو لاملونه دوه دي : یو هغه دودونه،ظالمانه او جاهلانه قوانین،چې تر دې پېړۍ مخکې پر ښځه واکمن ول،تر دې چې په لومړي ځل په نوولسمې او د شلمې پېړۍ په پیل کې په اروپا کې ښځې ته د مالکیت حق ورکړ شو.

بل مخکې تر دې،چې صنعتي ژوند ددې بې نظمۍ او اړدوړۍ مسول وي،د اروپا پخواني قوانین او اوسنۍ سمونې یې ګرمې دي؛نو ختیځو مسلمانانو ته هیڅ اړتیا نشته؛پر کومه لار، چې هغوى تللي، موږ هم پرې ولاړ شو او په هر ډنډ کې،چې هغوی پرېوتي موږ هم پرېوځو. موږ باید د لویدیځ ژوند ته په هوښیارۍ وګورو،له علم،صنایعو،تکنیک لړ د ستاینې وړ له ځینو ټولنیزو مقرراتو یې لاروي وکړو او هغه دودونه او قوانین،چې ورته یې سترې بدمرغۍ رامنځ ته کړي،ترې ډډه وشي.

( سرچینه : نظام حقوق زن در اسلام،استاد مرتضی مطهري)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست