تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ هېښنده داستان یوه ورځ پېغمبر اکرم (ص) جومات ته د جماعت نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

هېښنده داستان

یوه ورځ پېغمبر اکرم (ص) جومات ته د جماعت نمانځه لپاره ورروان و، په لار کې کوچنیانو لوبې کولې ، د پېغمبر (ص) په لیدو یې له لوبو لاس واخست او ورمنډې یې کړې ، پېغمبراکرم په مینه ښه راغلاست ورته ووایه کوچنیان به پر سر ورختل او د خوښۍ په ولولو یې ورته ویل :

((کن جملی؛اوښ مو شه ))پیغمبر (ص) هم په عاجزۍ او مهربانۍ ټیټېده،پر اوږو او شا یې سپرول او ورسره هملوبی کېده، داچې جومات ته ورتګ یې وځنډېد؛ نو یارانو یې حضرت بلال (رض) ورولېږه، و یې لیدل، چې په کوڅه کې کوچنیان ترې راتاو دي او لوبې ورسره کوي، بلال (رض) دوی شړل؛خو پېغمبراکرم (ص) ترې منع کړ ویې ویل : د کوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي ))کوچنیانو له پېغمبر (ص) اکرم نه لاس وانخست . پېغمبر (ص) بلال (رض) ته وویل : زموږ کورته ورشه او څه راوړه، چې کوچنیانو ته یې ورکړو . بلال (رض) یې له کوره اته دانې غوزان راوړل .

پېغمبر (ص) په موسکا کوچنیانو ته وویل : اوښ مو په دې غوزانو پلورئ ؟

کوچنیانو په خوشحالۍ غوزان واخستل اوپېغمبر اکرم (ص) یې پرېښود .

رسول اکرم (ص) وویل ؛((رحم الله اخی یوسف باعوه بثمن بخس دراهم معدودته وبا عونی بثمان جوزات ؛ خدای مې دې پر ورور یوسف ولورېږي، چې په ناڅیزه بیه ؛ په څو شمېرلو درهمو یې وپلوره او زه یې په اتو غوزانو [1]))

دا ډېر هېښنده داستان دی، په دې اړه تردې اوچت مطلب راوړل کېدای نشي . د انسانیت مشر موروپلار ، روزنپوهانو او هغوی چې د الهي روزنې د زده کړې په لټه کې دي ، یو ستر درس یې ورزده کړ او دا ټکی ډېر پاموړ دی، چې هېڅ څیز ددې مخه نیوای نشي، چې پېغمبر(ص) له کوچنیانو سره له لوبو ،خوشحالولو او غوښتنې ته یې له رغندې مثبت ځوابولو منع کړي . ان د جماعت نمانځه لومړی وخت، چې خورا فضلیت لري او چې بلال (رض) ماشومان ترې شړل، پیغمبراکرم (ص) یې منع کوي اوپه ډاګه ورته وایي !((د کوچنیانو تر خپه کېدو د نمانځه د وخت تنګېدل راته ښه دي؛ یعنې پېغمبر (ص) و نه ویل، چې د کوچنیانو لوبې او غوښتنې ته یې ورپاملرنه یو ځانګړی وخت لري او اوس د نمانځه وخت دی او غوښتنه یې پرېږدو او نمانځه ته ولاړ شو ، او یا داچې یې و نه ویل: زه پېغمبر یم او له کوچنیانو سره لوبه راته بده او شرم دی او وګړه مې راټیټوي؛ بلکې خپله داوینا یې په عمل کې زباته کړه، چې ((صغراث هم امرا ئنا ؛ کوچنیان زموږ امیران دي .[2]))

 د کوچني درناوی

پېغمبر اکرم (ص) ویلي : ((د خپلو اولادونو درناوی وکړئ او په ادب او غوره دودونو یې وروزئ او هم ورسره وچلېږئ ))

هر انسان د ذاتي مینې د غرېزې له مخې د ځان او خپل شخصیت مینوال دی او ښه یې راځي نور یې احترام وکړي،کوچنیان چې کوچني او حساس انسانان دي، له دې قاعدې مستثنی نه دي او ښه یې ایسي، چې نور په تېره موروپلار یې په ارزښت ورته قایل وي او حترام یې وکړي .

احترام یو بنسټیز آر او د کوچني د شخصیت د ودې خورا مهم لامل دی ؛ نوځکه په الهي ادیانو کې د موروپلار یوه مهمه روزنيزه دنده ګڼل شوې ده او رسول اکرم (ص) دادنده په ډاګه په یوه لنډه غونډله کې ویلې ده :

((اکرموا اولادکم ؛ د اولادونومو درناوی وکړئ[3] ))

او په بل روایت کې یې ځینې روزنيزې دندې په نښه کړي : ((مورو پلار ته نه ښایي خپل اولادونه په حماقت او ناپوهۍ تورن کړی[4]))یعنې نه ښایي اولادونه سپک او وکنځي او دا حق  ناپوه، بې شعوره ، بې عقله ، بې ارادې ، بېچاره ، لټ او ….. الفاظ ورته وکارول شي .

 ګلخنده

مېلمه د کوربه کشری زوی وپوښت: څنګه یې ؟ کوچنی، چې شرمېده ترور شو اوځواب یې ور نه کړ ، پلار يې خپه شو او غوسه یې وويل : ((احمقه !ورته ووایه الحمدالله ښه یم )) زوی خپه شو اومېلمه ته یې وویل : احمقه !الحمدالله ښه یم !))

د کوم کوچني،چې نور درناوی او عزت وکړي، شریف انسان ترې جوړيږي او له نورو سره به همدغسې وچلي؛ خوپه ډېری ځایونو کې مور پلار عملاً  د خپلوکوچنیانو سپکاوی او بې احترامي کوي؛ لکه د سپرلیو په موټر کې یې پر چوکۍ نه کېنوي، چې کرایه یې ورکړي او معصوم کوچنی یا باید ودرېږي یا د موروپلار په غېږ کې کېني . د خبرو اترو پر وخت په ادب ورسره خبرې نه کوي ، د نورو په څېر ستړي مشي او سلام ورسره نه کوي ،په ادب غږ ورته نه کوي ، په کورني مسایلو کې سلا مشوره ورسره نه کوي ،چې خپلې دندې ترسره کړي ،لازمه مننه ترې نه کوي ،په تاوتریخوالي او بد اخلاقۍ ورسره چلي او ددې په څېر لاملېږي،چې کوچنی ځان سپک وننګېري اوپه  پای کې یو پست او جنایتکار انسان ترې جوړ شي .

یو عالم لیکي : ((موروپلار باید هڅه وکړي د خپل اولاد د زړه تل ته ورننوځي، چې مسایل هاغسې وویني، چې اولاد یې ویني ،پام یې وي، چې په زغم او نرمۍ ورسره خبرې وکړي او غږ یې تر هغو خبرواترو لوړ نشي، چې له خپل همکار او مېلمه سره یې کوي او که کومه یادونه ورته لازمه شوه؛ نو په ورین تندي دې ورسره مطرح کړي، هسې نه خپګان راپېښ کړي[5] .

مورپلار ته نه ښایي خپلو اولادونو ته پېغور ورکړي ،ټپسوري یې کړي او و يې کنځي ؛ ځکه پخپله بدژبۍ او په ژبه نورو ته زیان وراړول ، ستره ګناه ده .

پېغمبراکرم (ص) ویلي :((پر هر کنځل مار حرام دي، چې جنت ته به ورننوځي [6]))

په بل روایت کې وایي :((مؤمن پېغور نه ورکوي ،څوک نه لعنتوي ، کنځل نه کوي[7]))

بد ژبي پر کوچنیانو پرېمانه ناوړې اغېزې شيندي اوکه مور وپلار غواړي اولادونه یې احترام وکړي او مودب او باشخصیته شي ؛ نو باید خپلو کوچنیانو ته شخصیت اووګړه ورکړي اواحترام یې وکړي اوپه ناروا بدو خبرو ویې ونه ځوروي اوکله هم په وینا اوعمل کې یې سپکاوی ونه کړي .

رسول اکرم (ص) ویلي ((اولادونو ته مو په درناوي ورغږ کړئ او په غونډه کې ځای ورکړئ اوپه تریو تندي ورسره ونه چلئ [8]))

کوچنی دومره محترم دی او احترام یې مهم دی، چې رسول اکرم (ص) ان د تریو تندي اجازه هم نه ورکوي؛ خو افسوس، چې ‌ډېری مور پلار خپل کوچنیان کنځي او سپکوي یې او له آره اولاد انسان نه شمېري او په عین حال کې تمه  لري، چې ادبناک اوبا شخصیته وګړي ترې جوړ شي .

 کوچنیانو ته د پېغمبر اکرم(ص) عملي درناوی

وګړیو په تېره کوچنیانو ته د وګړې ورکولو یوه لار ورباندې سلام اچول دي . له دې امله په روایاتوکې راغلي،چې رسول اکرم (ص) پر ګردو مسلمانانو؛ لویو وړو،تور،سپین،سرو ،ازاد او مریي سلام اچاوه[9]

په تېره چې تل به پر کوچنیانو تېرېده، سلام یې پرې اچاوه او پرسرونو یې لاس ورته راکښود[10].

انس بن مالک (رض) وایي : موږ کوچنیان وو ،چې پېغمبرراغی او سلام یې راباندې واچاوه .په بېړه له یوې لارې تېرېده او پر څو کوچنیانو یې سلام واچو[11].

رسول اکرم(ص)ویلي (( پینځه څیزونه دي،چې ژوندی یم،پرې به یې نږدم یو یې پر کوچنیانوسلام دی، چې تر ما روسته دود او سنت شي او خلک یې عملي کړي[12] .

سهل بن عدي (رض) وایي : پېغمبراکرم (ص) ته یې څښاک راووړ ، حضرت ترې وڅښل، د آنحضرت په ښي خوا کې یو هلک و،کیڼ خوا ته یې مشران او بوډاګان ول ،آنحضرت هلک ته وویل :اجازه راکوې، چې اوبه دې بوډاګانو ته ورکړم ؟

هلک وویل :نه پر خدای قسم ،ستا له لاسه راکړې برخه به چاته ورنکړم ، پېغمبر هلک ته کټوری ورکړ[13].

پېغمبراکرم (ص) لکه څنګه چې د درناوي په پار خپلو اصحابو ته په کنیه غږ کاوه،پر کوچنیانو یې هم کنیه ورایښووله او په کنيه یې غږ ورته کاوه او په دې توګه یې شخصیت ورکاوه او د دوی زړونه یې ترلاسه کول[14] .

له حضرت (ص) سره دځینو کوچنیانو بیعت کول هم کوچنیانو ته دپیغمبر(ص) عملي درناوی دی .

د مناقب خاوند وایي :

حسنینوله پېغمبر(ص) سره بیعت وکړ،که څه لا شپږکلن شوي نه وو[15] .

عبدالله بن جعفر او عبدالله بن زبیر له هغو کوچنیانو ځنې دي، چې په اوه کلنۍ یا اته کلنۍ کې یې له آنحضرت سره بیعت وکړ ، پېغمبر(ص)اکرم، چې ولیدل دواړه بیعت ته راغلي ؛نو په موسکا شو او لاس یې ور اوږد کړ او بیعت یې ورسره وکړ.[16]

هو ! د اسلام ستر پېغمبر(ص) په بېلابېلو فرصتونو او مناسبتونو کې د کوچنیانو احترام کاوه او د دوی وګړې او شخصیتونه یې غوره کول .

په مینه او درناوي کې زیاد ښت (افراط)

امام باقر(رح) ویلي : خورا ناوړه پلرونه هغوی دي، چې له خپلو اولادونو سره په مینه کولو کې افراط وکړي [17] .

لکه څنګه چې له کوچني سره مینه لازمه  او له پرېکنده حقوقو ځنې یې ده او مینه ورسره نه کول ناوړه پایلې لري ؛نو دغسې له اندازې ورهاخوا او بې ځایه مینه کول ورسره هم  زیانمن اوستونزه راولاړوونکې ده اوپه اړه یې یو ډول ظلم ګڼل کېږي؛ځکه وړاندې مووویل، مینه د کوچني اروا ته لکه بدن ته خواړه دي ؛خو که تر بریده واوړي او بې ځایه ګټنه ترې وشي ؛نو پر زیان تماميږي .

په مینه او نازولو کې افراط او زیادښت د کوچني اروا ناانډولوي او ډېر ژر پر هر څه خپه کېږي اوپه  ځوانۍ او د ژوند په راروسته پړاوونو کې یې د بد مرغۍ لاملیږي .

ځینې کوچنیان له خپل برید ورهاخوا ځان ته پر شخصیت او وګړې قایل دي او د ځانمنۍ پر لور وردرومي او مور پلار هم ددې ناوړه حرکت زمینه او لاره چاره ورچمتوکوي ، ورځ پرورځ یې پر بدمرغۍ ورزیاتوي او انګېري، چې د خپل اولاد خدمت کوي ،حال داچې په باب یې ستره ګناه کوي !

رسول اکرم (ص) سره له دې چې کوچنیانو او تنکیو ځوانانو ته په درناوي قایل و؛ خو چې کله به یې یوه روزنيزه تېروتنه ترې ولیده ، سملاسي یې مخه نیوه .

حضرت جابر(رض) وایي : پیغمبر(ص) ته د ((جهینه)) ټبر استازي راغلل ،یو هلک یې غوښتل خبرې وکړي ، پېغمبر(ص) ورته وویل :تم شه مشر مو چېرې دی[18]؟

اوپه دې توګه رسول الله (ص) وپوهاوه ،چې دلته ستا د خبرو ځای نه دی؛ بلکې ادب او مصلحت ایجابوي ،چې تر دې مشر دې خبرې وکړي .

عمر، د ابي سلمه زوی وایي : د پېغمبر(ص) په غېږ کې وم او لاس مې د کاسې هرې خوا ته وړه ، پېغمبر اکرم (ص) چې ولیدم،راته یې وویل : هلکه ! ((بسم الله )) ووایه اوپه ښي لاس دې له خپلې مخې خوره[19].

هو! عمر د ابي سلمه کوچنی زوی، چې پلار مړی او اوس له مور سره د آنحضرت (ص) تر پالندوینې لاندې دی ؛خو چې ویني بې ادبې کوي ؛ نو سم له لاسه یې په سمونې لاس پورې کوي اوپه پام کې نه نیسي ،چې پلار مړی دی او خپه به شي؛ځکه د کوچني روزنه تر احتمالي خپګانه ډېره مهمه ده او په بله وینا په مینه کې افراط او بې ځایه نازول یې تر څو شېبو خپګانه ډېر زیانمن دي .

کوچني ته ازادي لازمه او اړینه ده؛خو نه ښایي له بریده واوړي او له خپل ځواکه یې ناوړې ګټنې ته اړ کړي .کوچنی د فطرت له مخې غواړي ازاد وي ،څه چې غواړي و یې کړي ،هر څه ته لاس وروړي ،څه چې له نورو سره دي ،ترې یې واخلي او هېڅوک یې د غوښتنو خنډ نشي؛خو دا چار د کوچني پر ګټه اومصلحت نه دی؛ ځکه دا ښه او بد نه پېژني او پر خپل خیر و شر نه پوهېږي ، داروزنپوه دی، چې باید له لومړیو میاشتو یې غوښتنې واړوې،څه چې د ماشوم پرګټه او صلاح دي، په مینه دې ورسره وچلېږي او چې نه دي، په درایت او عقل دې یې مخه ونیسي .

د ماشوم باید باور وشي، چې په مطلق ډول ازاد او خوشې نه دی او هره غوښتنه یې منل کېدای نشي؛ بلکې په بدو چارو او ناروا غوښتنو کې ټینګ چلن ورسره وشي اوپوښتنه ګروېګنه ترې وشي .

((ژیلبرت روبن )) وایي: ((لوس باد اوردن کودک منتج به عصبانیت های شدید واستبدادرای اومی گردد واغلب باعث سلطه طلبي وی می شود لوس کردن اطفال ،انها را موجودات بدبخت وضعیف وبی اراده واتکالی بار می اورد  ))

((د کوچني له بریده ورهاخوا نازولتوب د سختې غوسې او سر زورۍ لامل ګرځي، نازولتوب له کوچنیانو بدمرغه او بې ارادې موجودات جوړوي [20]))

نو ځکه که کوچني مو له بل کوچني سره په لوبو کې په جنګ شو یا پر ځمکه راولوېد او له څه ځانګړې ستونزې سره مخ نشو ورته مه ترورېږئ، له ځمکې یې مه راپورته کوئ ؛ بلکې پرېږدئ، چې پخپله راپورته او چوپ شي اوچې چوپ شو ؛ نو هله یې د لوبو له سم څرنګوالي سره اشنا کړئ .

که ناروغ شو درملنه یې وکړئ، داسې نه چې له خپل کار او ژونده لاس واخلئ او دکټ تر څنګ یې ډډه وهئ او د خپګان اوښکې ورته تویوئ ، چې په پایله کې ماشوم له ځانه راضي او ډېر تمه کوونکی رادبره شي او که په غټوالي کې کومه ورځ لږ شانته ناروغ شي؛ نو پر تمه به وي، چې مور یا مېرمن یا…..له ماښامه تر ګهیځه کټ ته په خپګان ویښه ناسته کېني ،چې داپخپله یوه روحي ناروغي ده اوپه خپګان حضرت علي (ک) وایي: ((له ځانه راضي کېدل یو ناوړه روحي حالت دی [21]))

خو افسوس، چې یو شمیر میندې او پلرونه د ډېرې مینې له امله د خپلو اولادونو نیمګړتیاوې او بدې نه ویني یایي نالیدي ګڼي او د سمونې په لټه کې یې نه وي؛ نو ځکه انسان کله بې ادبه هلکان ویني،چې کنځل کوي، ملنډې وهي ،ګلونه او لښتې راشکوي ،د نورو مالونو ته زیان وراړوي او…،خو موروپلار یې نه یوازې له دې چارو ځنې نه منع کوي ؛ بلکې په خندا اوبې ځایه پلویتوب یې هڅوي .

کوچنی له سختو اوستونزوسره اشنا کول

موسی بن جعفر (رح) ویلي :((ښه ده ماشوم سختو چارو ته وهڅوو،چې په غټوالي کې زغمناک شي[22]))

داچې د انسان په ژوند کې لوړې ژورې،سختې او کړاوونه ماتې او ناکامۍ شته؛ نو پکار دي میندې،پلارونه، لایق او زړه سواندي روزنپوهان کوچنیان داسې وروزي،چې د ژوند په سختو وختونو کې د ستونزو پر وړاندې مبارزې او مقاومت ته جسمي او روحي چمتو والی ولري .

کوم کوچنیان، چې تل په نازو نعمت او مطلق سوکالۍ کې وسي او څه چې غواړي ورکول کېږي اوله کوچنۍ ستونزې سره نه مخېږي؛نو داډول کوچنیان په غټوالي کې ډېر کمزوري ،نازولي او ژر خپه کېدونکي رادبره کېږي ،چې دایوه ستره روزنيزه تېروتنه ده .

روسو وایي :((که هڅه مو وي، چې د کوچنيانو ټولې ستونزې هوارې کړئ ؛نو د سبا لپاره به  ډېری بدمرغۍ ورته چمتو کړئ ؛یعنې دوی به مو نازک او رقیق القلبه رادبره کړي وي او داسې به مو روزلي وي، چې د واقعي نارینه و له شانه سره نه ښایي .که یو تن له ټولو صدماتو او زیانونو معاف وبولو ؛نو  د طبیعي جوړښت پر خلاف به یې چلېدلي یو . هو ! بیا هم ټینګار کوم ،داچې کوچنی ستر نعمتونه او نېکمرغۍ درک کړي ؛نو باید له کوچنیو رنځونو سره اشنا شي . دا یو بشري فطرت دی که جسم ډېر په سوکالۍ کې وي ،روح فاسدېږي .

څوک چې درد و رنځ و نه پېژني ،نه به د شفقت او مینې پر خوند پوه شي او نه به د لورنې پر حلاوت . د دغسې کس زړه له هېڅ څيزه نه اغېزمنېږي؛ نو په دې توګه د معاشرت او ناستې پاستې وړ نه دی ،په بنیادمو کې به د یوه  ((دیو)) په څېر وي. [23]))

یوه ورځ فاطمة الزهرا پېغمبر (ص) ته وویل :رسول الله په کورکې مو فرش نشته ؛یوازې د پسه پوټکی دی، چې د شپې پرې ويدېږو او د ورځې خپل اوښ ته پرې واښه اچو .

پېغمبراکرم(ص) ورته وویل له همدې وضع سره جوړجاړی وکړه ــ اوقانع وسه ــ موسی بن عمران (ع) له خپلې مېرمنې سره لس کاله وسېده او یوازې یوه قطواني[24] عبا (یا څادر )یې درلود [25]))

پېغمبر اکرم نه یوازې له خپلې لور سره یوه خوله کېږي نه او خپګان ورسره نه څرګندوي ؛ بلکې د حضرت موسی (ع) او مېرمن زاهدانه ژوند وریادوي او د صبر اوقناعت سپارښتنه ورته کوي .

درنو میندو ،پلرونو  او روزنپوهانو ! اولادونه مو لوییږي اوپه پای کې رانه بېلېږي او په ژوند کې به له پېښو اوسختیو سره مخ شي ؛ نو همدا اوس یې راتلونکي ژوند ته چمتو کړئ او د بې ځایه او افراطي زړه سواندۍ،مینو او احترامونو پر ځای د مقاومت خپلواکۍ او پر ځان د ډاډمنتیا درس ور زده کړئ .

باید کله لوږه تنده ورکړو ،کله یې پر فرش یا ځمکه ويده کړو ،کله یې د سختو چارو کولو ته اړ کړو، چې له دې چارو  سره یې مینه پیدا شي ، چې په راتلونکې کې له ستونزو سره په مخامخېدو کې کمزوري او بېوسي نه وي.

پلارمړي کوچنیان

کله په ټولنه کې په عادي ډول یا د جګړو او نورو پېښو له امله وګړي له نړۍ ځي او کوچني ماشومان ترې پاتېږي ،چې څارنې اومينې ته اړین وي . دوی چې خپل پالندوی له لاسه ورکړی، نباید بې پلاري او د مینې کمښت وننګېري؛بلکې باید د ټولنې هر یو تن يې  پر وړاندې ځان پازوال وبولي او زړه سواندي پلار او مهربانې مور په څېر ورباندې مینه او لورنه وکړي .

د اسلام انسان ساز ښوونځي په خپلو اخلاقي کړلارو کې په دې اړه خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې کړي او د پلارمړیو پالندوینه یې غوره نېکې کړنې ګڼلې دي .

رسول اکرم (ص)ویلي :((خدای تعالی پلارمړي د پلار له نعمته د بې برخېدو په پار ، وګړي یې ورسره د نېکۍ لپاره هڅولي دي ؛نو څوک یې چې پر ساتنې لګیا شي، خدای به یې وساتي او څوک چې د مینې لاس ورباندې راکاږي،خدای به په جنت کې د هغو ويښتانو هومره ماڼۍ ورکړي، چې لاس یې ورباندې کاږلی او داماڼۍ به تر دنیا او څه چې پکې دي سترې دي،په دې جنت کې څه چې انسان وغواړي، چمتو دي او جنتیان پکې تلپاتې دي [26]))

نه ښایي په اسلامي ټولنه کې پلار مړي ته تر خپل اولاده لږه پاملرنه وشي . نباید چې دبې پلار اولاد په مخ کې انسان خپل اولاد ښکل کړي یایې ونازوي یا څه ورکړي ؛ځکه په دې د پلار مړي زړه ماتېږي ؛بلکې دا باید د خپل اولاد په څېر ورته د هيلې یو لامل او د رحمت سیوری وي.

رسول اکرم (ص) چې پر کوچنیانو  په لورنه کې ایکې  یوازې و، له پلار مړیو کوچنیانو ،په تېره له هغوی سره، چې پلرونه یې داسلام په لار کې شهیدان شوي ول ،فوق العاده چلن درلود.

عبدالله بن جعفر (رض) وایي :((ښه مې یادېږي، چې پېغمبر اکرم(ص) مې مور ته راغی او زما د پلار له شهادته یې خبره کړه په ژړا یې زما او زما د ورور پر سرونو د مینې لاس راښکود .

بیایې وویل :خدایه ! جعفر په ثواب او نېکۍ ستا لوري ته درغی ؛نو په ځوځات کې یې ځایناستی شه، هسې چې د خپلو ښو بندګانو په پاتې شونو کې ځایناستېږې . روسته یې وویل : اسماء زېری درکوم ،خدای جعفر ته دوه وزرونه ورکړي ،چې په جنت کې پرې الوزي ،مور مې وویل دامطلب خلکو ته ووایه.

پېغمبر(ص) پاڅېد، له  لاسه یې ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود، منبر ته وروخوت او زه یې پر ټيټ پاټکي په خپل مخ کې کېنولم او…له منبره راکوز شو،خپل کور ته ولاړ اوزه یې هم له ځان سره بوتلم، امر  یې وکړ، چې خواړه ورته راولي،زما په ورور پسې یې یو تن ولېږه او هغه یې هم راوست، خواړه یې راوړل او له پېغمبراکرم(ص) سره مو وخوړل ، چې ښه اوخوندور خواړه ول ،تردې روسته درې ورځې دپېغمبر (ص) په کورکې پاتې شوو ،چې آنحضرت (ص) به له خپلې هرې مېرمنې کره تله ،موږ  هم ورسره تلو او تر درېیو ورځو روسته خپل کور ته ستانه شوو،بیا پېغمبراکرم (ص) کور ته راغی او ما مې د خپل ورور د پسه پر بیه ناندرۍ وهلې ،چې رسول الله (ص) داحال ولید،و یې ویل : خدایه!راکړه ورکړه یې برکتي کړې او ددې دعا په برکت په ټول عمر کې مې راکړه ورکړه ګټوره وه [27]))

د موته تر غزا روسته همداچې د اسلام لښکر مدینې ته رانژدې شو ؛نو پېغمبر اکرم (ص) او مسلمانان یې له ښاره دباندې ښه راغلاست ته ورغلل،پېغمبر (ص) پر خپلې سپرلۍ سپور و او لښکر ورسره و،په لار کې یو شمېر کوچنیان راورسېدل، چې د خپلو پلرونو او خپلوانو په لټه کې ول ،پېغمبر (ص) وویل :کوچنیان له ځان سره سپاره کړئ او د جعفر (رض) زوی راکړئ  او مخکې یې له ځان سره سپور کړ ورته یې وویل : ((عبدالله !خوشحال وسه، چې پلار دې په اسمان کې له پرښتو سره الوتنه کوي[28] ))

بشیر بن عقربه جهني(رض) وایي :د احد د غزا پر ورځ مې پېغمبر (ص) ولید ورته مې وویل :پلارمې څه شو ؟ راته یې وویل :شهید شو، خدای دې يې وبښي . و مې ژړل ،رسول الله (ص) ونیوم او لاس یې زما پر سر راښکود او له ځان سره یې سپور او بوتلم یې، راته یې وویل :نه غواړې زه دې پلار اوعایشه  [بي بي ] دې موروي[29] ؟

پېغمبر اکرم (ص) او بندي کوچنیان

په هغو جګړو کې چې د پېغمبر اکرم (ص) ،کافرانو او مشرکانو ترمنځ کېدې ؛نو ډېری وخت د دښمن لښکر ماتې خوړه او یو شمېر به د اسلام لښکرو ونیول ،چې ښځې اوکوچنیان به هم پکې ول .رسول اکرم (ص) له کوچنیانو سره په مینه چلېده اوکه لښکر به یې په کوم ځای کې بې مینې ورسره چلېدلی و؛نو نیوکه به یې پرې کوله . پېغمبر(ص) به د نیول شوي موروپلار د بېلتون مخه نیوه ،تر هغې چې اولادیې بالغ شي .

چې کله به بې موره کوچنی ماشوم ونیول شو ؛نو پر مشرکانو یې نه پلوره او هغه نیول شوې ښځه چې ماشومان یې درلودل، له خپلو اولادونو سره یې پر مشرکانو پلورلېده[30]؛یعنې ماشوم یې له موره نه بېلاوه .

پېغمبر(ص) ته یې له یمنه یوه ډله اسیران راوستل ،په لارکې یې خواړه پای ته ورسېدل  او په اسیرانو کې یې یو نجلۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره وپلورله . همداچې پېغمبر (ص) ته راورسېدل ،نو ژړا یې واورېده. حضرت وویل : دا ولې ژاړي ؟ ورته وویل شول :یا رسول الله ! اذوقې ته مو اړتیا  وه ؛ نو د خپلو اړتیاوو لرې کولو لپاره مو ددې ښځې لور وپلورله ؛ نوځکه د خپلې لور په بېلتون کې ژاړي .رسول اکرم (ص) چې پوه شو ،سملاسي یې بیه ورولېږله چې لوریې راولي ، ولاړل او لور یې راوسته .پېغمبر اکرم (ص) وویل :((یا دواړه وپلورئ یا یې وساتئ [31]))

رسول اکرم (ص) به په جګړو کې نیول شوي نابالغ هلکان نه وژل . د بني قریظه و یو تن یهودي ((عطیه ))وایي . پېغمبر اکرم (ص) ته یې وروړاندې کړو ،هغوی چې په ځانګړې ځای کې وېښتان راشنه شوي ول ــ چې دبلوغ نښه ده، وژل یې او چې راشنه شوي نه ول، خوشې کول یې، داچې زه بالغ شوی نه وم ؛ نو پېغمبر(ص) راخوشې کړم[32].

[1] راهنمای پدران ومادران ، ۲ت / ۵۴مخ . عوفي ،جوامع الحکایات .محمد بن قاسم ، روش الاخیار

[2] المیزان تفسیر ، ۱۹ټوک /۶۸۹مخ . مستدرک الوسائل ۲ټوک ، ابواب الاولاد، ۶۷باب . بحارالانوار ، ۱۰۴ټوک / ۹۷مخ .

[3] مکارم الاخلاق ، ۱ټوک /۴۲۶مخ .بحارالانوار ۱۰۴ټوک/ ۹۵مخ .باتربیت مکتبي اشنا شویم ، ۳۱۵مخ ، بحارالانوار،۱۰۴ټوک /۹۵مخ .

[4] کافي ،۶ټوک /۵۰مخ .وسائل الثیعه ،۱۵ټوک /۱۹۹مخ.

[5] ګفتار فلسفي ، کودک ، ۲ټوک /۱۰۸مخ.

[6] محجته البیضاه ، ۵ټوک /۲۱۵مخ.

[7] حاکم نیشابوري ،مستدرک ،۱ټوک /۵۷مخ .

[8] جامع الاخبار،۱۲۴مخ.

[9] مستدرک الوسائل

[10] صحیح مسلم ،۱۴ټوک /۱۴۹مخ .صحیح بخاري ۸ټوک/۶۸مخ.

[11] صحیح مسلم ۱۴ټوک/۱۴۸مخ.مکارم الاخلاق ۱ټوک/۳۱مخ.

[12] عیون اخبار الرضاء ،۲ټوک/۸۱مخ .علل الشرایع ،اټوک/۱۲۴مخ .مکارم الاخلاق ۱ټوک /۲۱۷مخ.

[13] صحیح مسلم ،۳ټوک/۲۰۱مخ .بحارالانوار۱۶ټوک/۲۴۷مخ .

[14] غزالي ،احیاء العلوم ،۲ټوک /۳۶۳مخ.سنن النبي ۵۲مخ .محجته البیضاء ،۴ټوک /۱۳۲مخ .

[15] بحارالانوار۴۳ټوک/۲۷۸مخ.کودک ،فلسفي ۲ټوک /۹۷مخ.

[16] صحیح مسلم ۱۴ټوک/۱۲۶مخ .مجمع الزواید ۹ټوک/۲۸۵مخ.

[17] یعقوبي تاریخ ۲ټوک/۳۲۰مخ.

[18] محجة البیضاء ،۳ټوک/۳۶۶مخ.

[19] صحیح مسلم ،۱۴ټوک/۱۹۳مخ.

[20] ګفتار فلسفي ،کودک ،۲ټوک/۲۴۵مخ.

[21] غررالحکم ،۴۴۶مخ.

[22] کافي ،۶ټوک /۵۲مخ .وسایل الشیعة،۱۵ټوک/۱۹۸مخ .

[23] اسلام وتعلیم وتربیت ،۱ټوک /۱۸۷مخ.

[24] قطوان ،په کوفه کې دیوه ځای نامه ده .

[25] السیرة الحلبیة ،۲ټوک/۲۰۷مخ.

[26] بحارالانوار ،۷۵ټوک /۱۲مخ.

[27] اعلام الوری ۱۱۱مخ .بحارالانوار ،۲۱ټوک/۵۶او۵۷مخونه .

[28] مجمع الزواید ،۹ټوک/۲۷۳مخ .

[29] مجمع الزواید ،۸ټوک/۱۶۱مخ.

[30] سیرة الحلبیة ،۲ټوک/۳۴۶مخ

[31] صحیح بخاري ،۵ټوک/۲۱۸مخ .محجة البیضا ،۳ټوک/۴۴۷مخ.

[32] حاکم نیشابوري ،مستدرک الصححین ۳ټوک/۳۷مخ.شیخ طوسي ،امالي ،۳۹۰مخ/۸۵۷ګڼه .بحارالانوار،۲۰ټوک/۲۴۷مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!