تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ دین فطري دی د قرآن او روایاتو له مخې ،خدای ته پاملرنه او دین یو فطري چار دی او د هر انسان په خټه کې شته؛ یعنې هر ماشوم چې زيږي، په طبیعي ډول خدای نمانځي او دین موندوونکی دی ؛ خو داچې بهرني لاملونه یې بې لارې کړي . رسول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دین فطري دی

د قرآن او روایاتو له مخې ،خدای ته پاملرنه او دین یو فطري چار دی او د هر انسان په خټه کې شته؛ یعنې هر ماشوم چې زيږي، په طبیعي ډول خدای نمانځي او دین موندوونکی دی ؛ خو داچې بهرني لاملونه یې بې لارې کړي .

رسول ااکرم (ص) ویلي :((کل مولود یولد علی الفطره حتی یکون ابواه یهودانه وینصرانه =((هره زېږېدلی د خدای نمانځنې او دینوالۍ پر فطرت نړۍ ته راځي؛ خو داچې مورپلار یې یهودیت یا مسیحیت ته راکاږي [1]))

د موروپلار یوه درنه دنده داده، چې د ماشوم په اروا کې دا پاک فطرت وروزي . باید موروپلار هڅه وکړي، چې د وړوکتوب له وخته داسې یو چاپېریال چمتو کړي،چې د اولاد ایمان، اخلاق، عواطف او خدای نمانځی فطرت یې وده او تکامل ومومي او خدای هاغسې ومومي، چې تږی انسان تنده مومي .

دا به ستره او زیانمنه تېروتنه وي،چې د کوچني په لومړیو کلونو کې د روزنې مهمې دندې ته یې ور شاکړو،چې ګنې ماشوم پر څه نه پوهېږي او اوس لا ژر دی او بیا په را وروستو کلونو کې دیني او ګروهیزو مسایلو ته د نه اهمیت ورکولو په پار او ټوله مخه دنیوي چارو ته ورګرځول یوه ستره تېروتنه او زیان دی؛ نوځکه هغه پلرونه چې دې بنسټیزې دندې ته شا کوي ،پېغمبراکرم(ص) ترې سخت کرکجن دی .

روایت شوی،چې رسول اکرم (ص) یو شمېر کوچنیانو ته وکتل،و یې ویل :

((د پلرونو له لاسه یې د اخر الزمان پر اولادونو افسوس!

ورته وویل شول : یارسول الله ! مشرک پلرونه یې ؟

و یې ویل :نه ! مؤمن پلرونه یې چې خپلو کوچنیانو ته دیني فرایض او احکام نه ورښیي او که پخپله اولاد یو لړ دیني مسایل زده کړي ،پلرونه یې د کولو مخه نیسي او دا یې خوښیږي، چې اولاد یې د دنیا ناڅیزه ګټه تر لاسه کړي ،زه له دې پلرونو کرکجن یم او دوی له ما کرکجن دي[2] ))

ددې روایت له مخې د دین د احکامو زده کړه او له دیني حقایقو سره د کوچني اشنا کول، د موروپلار په تېره پلار خورا مهمه دنده ده .

خورا مهم څیز، چې اولادونه مو له ډول ډول فرهنګي،ټولنيزو ،اخلاقي او وټیزو مفاسدو او بې لارېتوبۍ ساتي ،پر خدای قیامت ،جنت او دوزخ ټینګه ګروهه ده او دا هله تر لاسه کېږي،چې موروپلار په وړوکتوب کې د خپلو کوچنیانو دیني چارو ته ټینګه پاملرنه ولري او د خپلو اولادونو د خدای نمانځنې فطرت خړوب کړي .

پلار دنده لري خپلې مېرمنې اواولادونو ته عبادي ،عقیدتي او اخلاقي احکام ور زده کړي،چې په زړه کې یې د ایمان او تقوا رڼا ولګي؛ځکه قرآن وایي :

((عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ [3]=مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي .))

کوچني ته د پیغمبر اکرم (ص) د ګروهېزې زدکړې یوه بېلګه

فضیل بن یسار وایي ،له امام باقر څخه مې واورېدل، چې یې وویل : رسول اکرم (ص) د یوه کار لپاره له کوره بهر شو،په لار کې له فضل بن عباس سره مخ شو، آنحضرت (ص) وویل : دا کوچنی مې شا ته راسپور کړئ ! سپور یې کړ او آنحضرت په خپل لاس له شانه ونیوه ، ورته یې وویل : هلکه ! له هغه خدایه وډار شه، چې ستا په مخ کې حاضر دی . هلکه ! له هغه خدایه وډار شه، چې بې له تا درته بسیا دی او چې څه دې غوښتل له خدایه یې وغواړه او که مرستې ته دې اړتیا وه، ترې یې وغواړه او که ټوله هستي یو لاس شي او وغواړي هغه څه چې خدای درمقدر کړي، در یې نه کړي؛ نو و به نشي کړای او لکه چې ګرد سره مخلوقات وغواړي، هغه څه درکړي، چې خدای غوښتي درته نه دي ؛ نو وس به یې پیدا نه کړي . پوه شه بریا له صبر ، خوشحالي له خپګان او کړاو او اساني له سختۍ سره مله ده او …. خدای وایي : که د ټولو بندګانو زړونه مې راټول شي او په اړه مې د خورا ناوړه بنده د زړه په څېر فکر وکړي ،د ماشي د وزر هومره مې له سلطنت او واکمنۍ نه کمېږي او که د ټولو بندګانو زړونه مې د خپل ښه بنده د زړه په څېر په اړه فکر وکړي، بیا هم د ماشي د وزر هومره مې پر واکمنۍ نه ورزیاتېږي اوکه ټولو بندګانو ته چې څه غواړي، ورکړم دا کار راته داسې دی، چې څوک ستنه په سیند کې ډوبه کړي ــ یعنې هومره مې له زېرمو کمېږي، چې ستنه یې د سیند له اوبو کموي ـــ؛ ځکه ورکړه په یوه خبره کېږي او ژمنه مې هم په یوه خبره عملي کېږي؛ ځکه په مازې چې یو څيز ته ووایم، چې ((شه ))؛نو ((شي )) (۱)

۷کلن ،۱۰کلن ،۱۵کلن او ترې ورپورته اولاد باید پر سم اودس کولو ، تیمم ،نمونځ ،روژې ،پاکوالي ،چټلۍ اوپر نورو دیني احکامو ځان پوه او عمل پرې وکړي ،کومه نجلۍ چې پېغله شي ،باید د حجاب ،محرم و نامحرم ،له نامحرمو سره د خبرو په څرنګوالي اوخپلو ځانګړو مسائلو پوه شي .تکړه او جامع الشرایط عالم وپېژني،چې خپلې دیني پوښتنې ترې وپوښتي اوکه اولاد په دې اړه کمزوري ولري ؛نو پلار اصلي مقصر دی او په قیامت کې تر پوښتنې ګروېګنې لاندې نيول کېږي .

رسول اکرم (ص) ویلي :((د یوه نارینه ستره ګناه داده، چې مېرمن او اولاد یې ناپوه وي او پر خپلو دیني احکامو پوه نشي ))(۲)

ویل کېږي : لومړی څيز، چې په قیامت کې د نارینه مخه نیسي ،مېرمن او اولادونه به یې وي،چې د پالونکي پر وړاندې به یې تموي او وایي : خدایه !زموږ حق ترې واخله ؛ ځکه پر څه چې نه پوهېدو،راته یې و نه ښوول،حرام یې راباندې خوړل او نه پوهېدو ؛نو له نارینه تاوان اخستل کېږي (۳)

ګرانو لوستونکیو ! روایت ته ښه ځير شئ او په منځپانګه کې یې غور وکړئ،هسې نه په قیامت کې له دې سترې ستونزې سره مخ او له ګرېوانه ونیول شو .

دې اهمیت ته په پاملرنې ابو سعید خدرې (رض) وایي :چې کله د ((وامراهلک با لصلاة ؛(پېغمبره !)کورنۍ ته دې د نمانځه امر وکړه ))

آیت (۴)نازل شو ؛نو رسول اکرم (ص) نهه میاشتې د هر نمانځه پر وخت د فاطمې او علي وره ته تله ویل یې ((الصلاة یرحمکم الله ؛نمونځ وکړئ خدای دې ورولورېږي ))(۵).

دا خورا هېښنده ده، چې پېغمبر اکرم پوره نهه میاشتې ،د ورځې پینځه ځل د خپلې واده شوې لور وره ته ورځي او د نمانځه لومړی وخت وریادوي ! ایا همدا یو ځای راته بسیا نه دی، چې د موضوع پر اهمیت پوه شواو د خپلو اولادونو د عباداتو په اړه په ټینګه عمل وکړو ؟

کوچنی اوعبادت

معمولاً کوم کوچنیان، چې په دیني کورنیو کې زېږي ؛نو له درې څلور کلنۍ د موروپلار یا مشرانو په لاروۍ یو لړ کړنې تر سره کوي؛لکه په څېر یې رکوع او سجدې کوي، درېږي، کېني، شونډې خوځوي او…او دا دیني ښوونو ته یوه ښه لاره چاره او زمینه ده .

په یوه روایت کې په بېلا بېلو عمرونو کې د کوچني د عبادت پیل ، مقدار او ترتیب راښوول شوی دی :

امام باقر یا امام صادق ویلي : ((داچې ماشوم درې کلن شو، اوه ځل ((لااله ــالاالله ))ورته وواست،بیا پرېښوول کېږي، چې ددرېیو کالو ، اوو میاشتو اوشلو ورځو شو؛نو اووه ځلې ((محمد رسول الله )) ورته وواست او تر څلور کلنۍ یې پرېږدئ ،بیا اوه ځل ((صلی الله علی محمدو آل محمد))ورته وواست او تر پوره پينځه کلنۍ یې پرېږدئ ، بیا یې مخ پر قبله ودروئ، ورته وواست، چې سجده وکړي ؛بیا یې تر شپږ کلنۍ پرېږدئ،چې شپږ کلن شو؛نو رکوع او سجده وریاده کړئ ، چې پوره اووه کلن شو،ورته دې وویل شي : لاسونه او مخ دې ووینځه او نمونځ وکړه ،بیا یې پرېږده، چې پوره د نهو کالو شو، بیا پوره او سم اودس ورزده کړه او د نمانځه امر ورته کېږي او چې یې و نه کړ ،تنبیه کېږي او چې پوره اودس او نمونځ یې زده کړه؛نو انشاء الله خدای یې مور اوپلار بښي[4] .))

په دې روایت کې په ډېر ساده او محدود ډول د دیني ښوونو پړاوونه څرګند شوي او راښيي، چې له درې کلنۍ د لس کلنۍ تر پیله دې په دې اړه هېڅ ډول ګواښ ،سختګیري او تاوتریخوالی ونشي او پر کوچني دې ډېر ،درانه اوبې موقع مسایل ور ونه تپل شي .

د ارواپوهنې یو استاد وايي : نه ښایي کوچني ته په لنډ وخت کې له بريد ورهاخوا پرېمانه او ډېر مطالب وروړاندې شي؛ ځکه ستړی او غوسناکوي یې اوپایله یې اپوټه ده[5] .

موروپلار او روزنپوه باید له څلور کلنۍ یا پینځه کلنۍ ورو ورو حمد او سورت ورزده کړي او ورپسې سوکه سوکه د نمانځه فرایض او ذکرونه وروښیي او په شپږ یا اووه کلنۍ کې دې یې نمانځه ته وهڅوي ؛ یعنې همداچې د نمانځه وخت راورسي، په دې ترڅ کې چې پخپله نمونځ کوي ؛نو خپل کوچني ته دې هم ووایي، چې نمونځ وکړه او ترې وغواړي، چې نمونځ پرېنږدي ،ان د ګهیځ نمانځه ته یې هم راویښ کړي او که په نمانځه کې یې ناغېړي کوله ؛ نو لومړی دې نصیحت ورته وکړي ، او که نه تر لس کلنۍ وروسته دې په پوره احتیاط او ټول جدیت سره نمانځه ته اړ کړي .

موروپلار په دې کړلارې په اسانۍ خپل اولاد له نمانځه سره اشنا او ورباندې روږدوي یې، داسې چې بالغ شول؛ نو پخپله بې له څه زور زیاتي په شوق او مینه نمونځ کوي ؛نو له همدې امله په ډېرو روایاتو کې ټينګار شوی، چې کوچنیان مو له شپږ یا اووه کلنۍ نمانځه ته اړ کړئ[6].

د رمضان میاشتې د روژې په باب هم همدا مطلب دی او کوچنی باید له شپږ یا اووه کلنۍ څه نا څه له روژې سره اشنا شي او د وسې هومره یې روژې نیوو ته اړ کړو .

امام صادق (رح) وویل : چې کوچنی روژه نیوای شي ؛ نو باید و یې نیسي [7]))

که مورپلار او روزنپوهان پر خپلو دیني او اخلاقي دندو عمل وکړي او خپل کوچنیان عبادت او دینولۍ ته راهڅوي او له فساد او ناپاکۍ یې مخه نیسي؛خو که کوچنیان د ټولنیزو فسادونو د اغېز له مخې چې کورني چاپېریال ته یې ورننووتي ،د موروپلار ویناوو ته اعتنا و نه کړي او ناوړه او ناسم چلن ته دوام ورکوي ؛نو په دې شرایطو کې به یې موروپلار د بې دینه کړنو پر وړاندې پازوال نه وي .

امام صادق د ((قوا انفسکم واهلیکم ناراٌ ….ځان او کورنۍ مو د دوزخ له اوره وساتﺉ )) آیت په باب وپوښتل شو،چې څنګه خپله کورنۍ له الهي عذابه وساتو ؟

ورته یې وویل : امر و نهې ورته وکړئ .

ورته وویل شول :امر و نهې ورته کوو ؛ خو نه یې مني .

و یې ویل : نو په دې حال کې تاسې خپل مکلفیت ترسره کړی او کوم مسوولیت مو چې پر غاړه و، غاړه مو پرې خلاصه کړې ده[8].

له کوچني به ډېر عبادت نه غواړئ

د کوچنیانو د عبادت په اړه پاموړ ټکي دادي،چې روزنپوه نباید کوچنی ډېرو او ستومانوونکیو عبادتونو ته اړ کړي . یو شمېر ناپوه موروپلار په دې ګومان، چې خپل اولادونه دینوال او خدای نمانځي رادبره کړي ،له حده ورهاخوا عبادت او مستحبات ورتپي؛ لکه وایي : باید هر ګهیځ تر نمانځه وروسته به څو ځل پلانۍ دعا او ذکر وایي او په څېر یې ؛خو دې ته یې پام نه دی،چې دا ډول تپنې نه یوازې اسلام ته ګټورې نه؛بلکې کوچني د دین په اړه بد وینوي او له قرآن او اسلامي احکامو یې زړه توروي .

رسول اکرم (ص) ویلي : (( اسلام یو ټینګ دین دی؛نو په ګوزاره او نرمۍ ورننوځئ او د خدای بندګان د خدای په عبادت کې مه اړباسئ ، چې د هغه سپاره په څېر به وي ،چې خپله سپرلۍ هومره ځغلوي، چې نوره تلای نشي او په پایله کې نه مقصد ته ورسي او نه به سپرلۍ ولري چې سپور پرې شي [9]))

روزنپوه دې پر کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د ډېرو او درنو عباداتو له ورتپلو ډډه وکړي؛بلکې باید په ځینو ځایونو کې یې ترې منع کړي؛ځکه هسې نه د ډېر افراط له امله ستړي او په پایله کې ترې زړه توري شي .

رسول اکرم (ص) حضرت علي (ک) ته وویل :(( په دین کې به په ګوزاره چلې او داسې عمل کوه، چې د خدای له عبادته دې بد رانشي او زړه توری ترې نشې [10].))

امام صادق وویل : طواف مې کاوه، چې پلار مې راباندې تېر شو او تنکی ځوان وم ،چې په عبادت کې مې هڅه کوله ،په خولو کې یې ډوب ولیدم ،راته یې وویل :زویه ! د خدای چې کوم بنده ښه راځي ؛نو جنتي کوي یې او له ډېرو لږو کړنو یې خوښېږي[11].

یعنې دومره ځان مه کړوه؛البته ځینې وخت پکار دي روزنپوه کوچنی او تنکی ځوان یو لړ مستجي عباداتو ته اړ کړي؛ خو هله دې پردې کار لاس ورپورې کړي،چې هغه چمتو،خوشحال او تازه ومومي، که نه له فرایضو دې زیات څه ترې نه غواړي .

حضرت علي (ک) ویلي: ((زړونه د څوبتیا او ناڅوبتیا حالات لري ، د څوبتیا پر مهال یې مستحباتو ته اړ کړئ او د ناڅوبتیا پرمهال د فرایضو پرکولو قناعت وکړئ [12].))

په دیني ښوونو کې له کوچني او ژڼي سره ګوزاره کول

امام زین العابدین (رض) ویلي :((دکوچني حق دادی، چې پر مهربانۍ ورسره وچلیږې او ګوزاره ورسره وکړې او شخړه او لانجه ورسره و نه کړې ،دا دود د کوچني ودې او ښیون ته وړ او خورا مناسب دی[13] .))

په دې روایت کې ګوزاره یوه بنسټېزه روزنيزه مساله اوڅار شوې، چې باید په ټولو برخو په تېره په عباداتو او دیني ښوونو کې په پام کې ونیول شي .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((په نرمۍ یې ورزده کړئ ،نه سختۍ؛ ځکه پوه او ګوزاره کوونکی ښوونکی تر سختګېره ښه دی [14]))

که وغواړو د خپلو اولادونو د روزنې په کار کې مطلوبو پایلو ته ورسو؛نو باید ځان په دې وسله پوره سمبال کړو ؛ځکه ویل شوي: په شاتو تر سرکې ښه مچان نیوای او مار له سوړې په نرمۍ او د لاسا رایستای شو .

امام صادق ویلي : ((څوک چې له خلکو سره په نرمۍ وچلي؛نو څه چې ترې غواړې ،ترلاسه به یې کړي [15]))

متعال خدای د پېغمبر اکرم (ص) د بریاوو خواله په نرمۍ اوګوزاره کې بولي ، وایي : ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[16] = نو خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه بد خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو ترې تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه خداى توكل كوونكي خوښوي . ))

په آیتونو او روایاتو کې له څېړنې دا مطلب ترلاسه کېږي، چې د انسانانو روزنه او ارشاد او په زړونو کې یې ورننووتل ،په تېره دیني روزنه بې له نرمۍ او ګوزارې ناشونې ده او د خپلو موخو په پراختیا کې د نړۍ له نورو مشرانو سره د الهي پېغمبرانو توپیر همدا مساله ده ،چې پېغمبرانو کله هم په زور،ګواښ او تاوتریخوالي لاس پورې کړی نه دی؛ بلکې د لورنې او ګوزارې وسله یې کارولې ده .

رسول اکرم (ص) وایي : (( سره ګوذاره وکړو [17]))

او په بل روایت کې وایي :((اعقل الناس اشدهم مداراة للناس ،واذل الناس من اهان الناس ؛ډېر عقلمن هغه دی، چې له خلکو سره ډېره ګوزاره کوي او هغه ډېر پست دی، چې خلک سپکوي [18]))

 

د پېغمبر اکرم (ص) د ګوزارې بېلګې

امام صادق (رح) ویلي :((رسول اکرم (ص) نمانځه ته ودرېد او حسین [چې کوچنی و]د آنحضرت ترڅنګ و،پېغمبر (ص) تکبیر ووایه؛خو حسین ونشو ویلای، پېغمبراکرم بیا تکبیر ووایه ؛خو بیا هم حسین ونشو ویلای، تردې چې پېغمبراکرم (ص) تکبیرونه وویل او حسین په اووم ځل وویلای شو؛نوځکه د نمانځه په لومړیو کې ــــ اوه ځل تکبیر ویل سنت شو [19]))

هلال بن حکم (رض) وایي :چې مدینې ته راغلم ؛نو له پېغمبره (ص) مې ځينې اسلامي احکام زده کړل؛لکه که انسان پرنجی وکړي ،باید د خدای شکر وکاږي اوکه بل څوک پرنجی وکړي او د خدای شکر وکاږي ؛ نو باید دعا ورته وکړي؛یعنې ورته ووایې :((یرحمک الله )).یوه ورځ مې په پېغمبر (ص) پسې نمونځ کاوه،چا پرنجی وکړ،و مې ویل: ((یرحمک الله ))چې دا غونډله مې وویله؛نو ټول جماعت راته وران وران ولیدل،و مې لیدل، چې ولې راته د سترګو په کونجو کې داسې وینئ ؟ جماعت ((سبحان الله ))وویل،چې پېغمبر اکرم نمونځ پای ته ورساوه ،ویې ویل :چاپه نمانځه کې خبرې کولې ؟ ورته وویل شو،دې بیدیاني! پېغمبر اکرم (ص) راوغوښتم راته یې وویل :نمونځ یوازې د قرائت او د خدای د یاد لپاره دی ؛نو چې نمانځه ته ودرېدې ،باید حالت دغسې وي .

بېدیاني وایي : تر پېغمبر اکرم (ص)مې خورا مهربان او ګوزاره کوونکی ښوونکی لیدلی نه دی (فما رایت معلما ارفق من رسول الله [20])

روایت شوی، چې تل یو انصاري ځوان په پېغمبر (ص) پسې لمونځ کاوه او ګناه یې هم کوله ،پېغمبر (ص)یې له دې وضعیته خبر کړ. آنحضرت (ص) وویل :په پای کې نمونځ به یې له بدیو منع کړي،څه وخت وروسته ځوان توبه وکړه اوله ګناه یې لاس واخست[21].

امام صادق ویلي :پېغمبر(ص) یوې ډلې انصاري ځوانانو ته ورغی، و یې ویل :قرآن درته لولم ،که هر یو وژړل ؛نو جنتي به وي ،د زمر سورت (۷۱) آیت یې تر پایه ولوست (وسیق الذین کفروا الی جهنم زمرا….؛یعنې [دقیامت پر ورځ ]کافران ډلې ډلې جهنم ته ورشړل کېږي او….،))ټولو وژړل ؛خو یو یې وویل: یا رسول الله ! ځان مې پر ژړا واچو ؛ خو اوښکې مې تویې نشوې . رسول اکرم (ص) ورته وویل :دوه ځل یې لولم ،چاچې ځان پر ژړا واچو ؛نو دا هم جنتي دی . پېغمبر(ص) بیا آیتونه ولوستل او ټولو وژړل او دې ځوان هم ځان پر ژړا واچو اوټول جنتیان شول[22].

هو ! د رحمت پېغمبر د احکامو او دیني ،اخلاقي، ټولنېزو او…مسایلو په ښوونه کې له پوره نرمۍ او ګوزارې کاراخسته اوله سحتګېرۍ یې ډډه کوله .

 

بې دیني د پلار د تاوتريخوالي پایله

یو دیني مبلغ وایي :د یوه طبیب دوست کور ته ورغلم ؛خو پام مې شو چې نمونځ نه کوي ،حیران شوم ؛ځکه کورنۍ مې یې پېژنده، چې نېکان او نمونځ کوونکي پکې ول ،پلار یې ملا و او هیله کېده، چې د لوړو زده کړو خاوند زوی به یې هم نمونځ کوي او دینوال وي؛نو ځکه هوډ مې وکړ او د نمانځه نه کولو علت مې ترې وپوښت .

ورته مې وویل :ډاکتر صیب! کورنۍ مو دیني او په تېره پلار دې ملا او ته پخپله هم د مطالعې خاوند او لوړې زده کړې دې هم کړي؛خو ولې نمونځ نه کوې ؟

راته یې وویل :ښاغلیه ! پلارمې بې دینه او بې نمانځه کړم !!

ومې ویل : څنګه ؟!

و یې ویل :په زور او وهلو ډبولو یې د ګیهځ نمانځه ته پاڅولم اوپه زور یې د دیني مکلفیتونو ترسره کولو ته اړایستم اوزه دغسې له نمانځه او عبادته کرکجن شوم ،چې د کلونو کلونو په تېرېدو سره سره اوس مې هم په ذهن کې هغه ترخې خاطرې پاتې دي او نمونځ مې ښه نه ایسي ! فاعتبروا یا اولی الابصار!!!

د ایران یو مشهور لیکوال ((جلال آل محمد ))وایي : ځکه مې یو وخت د الحادي ښوونځیو لار ونیوه،چې پلارمې د دیني مسایلو او عملي کولو په اړه یې سختګیر و او لامل شو، چې له دینه زړه توری شم [23] .

هو ! په عباداتو کې له کوچني سره زور زیاتی،تاوتریخوالی ، سختګیري او د ګوزارې نه کولو پایله بې له دې بل څه نه وي .

له همدې امله په اسلام کې دکوچنیانو وهل ډبول، ان ښوونې او روزنې ته یې منع ده ؛خو په ځانګړي ځای او ځانګړي څرنګوالي سره .

حضرت علی (ک) یو شمېر کوچنیانو ته وویل : (( خپل ښوونکي ته وواست : که د روزنې په پار تر درېیو لښتو ډېر مو ووهي ؛ نو غچ ترې اخستل کېږي .[24]))

او په بل ځای کې وایي : (( د کورنۍ کوچنیا ن مو په خوږه ژبه، نمانځه او پاکوالي ته اړ کړئ …[25]))

ښوونکی او روزنپوه که د توندۍ، سختګیرۍ ، تاو تریخوالي او تنبیه پر ځای، له اخلاقو، مینې، رښتینولۍ ، هڅونې ، تېرېدنې او ګوزارې کار واخلي؛ نو ډېره بریا به یې پر برخه وي او زده کړیال به په مینه د خپل ښوونکي او روزنپوه له لوري اوڅار شوې مطالب زده کړي او دیني ښوونو او عبادي کړنو ته به ورمات شي .

پوهان وایي : وهل ډبول، چې په کوچني کې کومې اغېزې شیندي؛ تر هغو اغېزو ‌ډېرې لږې دي ،چې پرېکنده یادونې او ورو ورو لاسوهنې یې په کوچني کې شیندي[26].

اسلام او د کوچني تنبیه او ډبول

یو شمېر میندې، پلرونه او روزنپوهان ګروهن دي، چې د ماشوم ډبول یو لازم او ګټور چار دی او باید تادیب ته یې په ډبولو لاس پورې کړو؛ خو د اسلام د ښوونې او روزنې په سول کې له کوچني سره مهرباني او نرمي لومړنی آر دی او ډبول نه یوازې ړومبی روزنیزه وزله نه بولي ؛ بلکې زیانمن لامل یې ګڼي او نهې کړې یې ده؛خو په ځانګړو شرایطو او وختونو کې یې د یوې احتیاطي او وروستۍ حل لارې په توګه جایز کړي دي .

حضرت علي (ک) ویلي :(( عقلمن انسان په ادب او روزنې نصیحت مني او څاروي یوازې په وهلو روزل کېږي [27]))

یو تن وایي :له زویه مې امام موسی بن جعفر (رح) ته شکایت وکړ ،راته یې وویل :((مه یې وهه؛بلکې ادبولو ته یې ورباندې غوسه شه ؛خو پام دې وي ،چې غوسه دې اوږده نشي او ژر پخلا شه [28]))

امام په دې روایت کې په ډاګه ډبول منع کړي او پر ځای یې ډېرو لږو عاطفي مجازاتو ته اجازه ورکړې ده .

د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص)او امامان د بشري روزنې بریالي روزنپوهان ول، خپل اولادونه او لمسیان یې خورا ښه روزلي دي ؛ خو د دوی په ټول عمر کې مو لیدلي نه دي، چې د روزنې په سپېڅلي چارکې به یې وهل ډبول کړي وي .

ام المؤمنین عایشه بي بي وایي :((رسول اکرم (ص) یوازې له کفارو سره د جګړې په ډګر کې وهل ډبول کړي [29]))

ددې خبرې مانا داده،چې پېغمبر اکرم کله هم خپلې مېرمنې، اولاده ، لمسیان او چوپړیالان وهلي ډبولي نه دي . ډېری پوهان په تېره د کوچنیانو ارواپوهان، ډبول یو زیانمن چار بولي اووایي : ډبول کوچنی نه سموی ،که څه شونې ده، چې ظاهري ژر تېرېدونکې اغېزې ولري؛ خو مهم او نه جبرانوونکي زیانونه هم لري .برتراندراسل (۱۸۷۲ــ۱۹۷۰ز) لیکي : ((په ګروهه مې هډو وهل ډبول بیخي سم نه دی[30]))

بل عالم لیکي : موروپلار چې په کورکې څومره په تاوتریخوالي چلي ؛ نو اولاد به یې هم تاوتریخجن شي . څېړنو ښوولې، چې تاوتریخوالی په هغو کورنیو کې ډېر لیدل کېږي ،چې سختګېرې وي او دکوچني روزنې ته وهل ډبول اړین بولي [31]))

پولنډي څېړونکی ډاکتر ((الیس مپلر)) د یو شمیر سر زورو چارواکیو لکه چایسسکو ،استالین او هیتلرپه اړه څېړنې کړي او لیکي :

((دوی ټول په وړوکتوب کې موروپلار وهلي او ډبولي او ددې هر یوه چورت هم ورباندې خراب شوی نه دی او وهل یې زغملي دي [32]))

وهل ډبول وروستي درمل

لکه چې وویل شول اسلام په روزنه کې وهل ډبول د اړین لامل په توګه روا نه بولي،په تېره په وړوکتوب او تر بلوغ وړاندې وخت کې او که په ځینو روایاتو کې تجویز شوي ؛نو وروستۍ لاره چاره او د یوې احتیاطي وزلې په توګه، په ځانګړي وخت او شرایطو کې مطرح شوي دي .

په روایاتو کې راغلي ((اخرالدواء الکی ؛دا غول ،وروستي درمل دي [33]))

او یو عربي متل دی :((السیف اخر الحلیل ؛توره وروستۍ چاره ده ))؛یعنې د شونتیا تر بریده نباید داغ کېښوول یا تورې ته لاس شي ؛ بلکې هله ترې کار واخستل شي، چې بله لار نه وي او بې له دې بله چاره نه وي .

روزنپوه هله وهل ډبول کړای شي،چې ټولې لارې یې وهلې وي او پایله یې اخستې نه وي ؛نو ځکه باید پرېکنده عمل وکړي او وروستۍ وسله په مجاز برید کې وکاروي ،چې البته په دې حال کې د وګړیو په سمونې او سالم سازۍ کې د وهلو ډبولو له ونډې نمښته نشوکړای .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((اولادونه مو په اوه کلنۍ کې نمانځه ته اړ کړئ او که په لس کلنۍ کې یې نمونځ نه کاوه ؛نو و یې ډبوئ[34]))

حضرت علي (ک) ویلي :((د کورنۍ کوچنیان موپه خوږه ژبه ،نمانځه او پاکوالي ته اړ کړئ او چې لس کلن شول؛نو و یې وهئ ؛ خو تر دریېو ګوزارونو یې ډېر مه وهئ [35]))

په دې دوو روایاتو کې په ډاګه وهل ډبول اوڅار شوي ؛ خو په لس کلنۍ او محدود چوکاټ کې د نمانځه لپاره نه بل څه ته .

هېڅ پلار حق نلري بې له لومړیو لارو له وهلو او له اغېزو یې له نهیلۍ ، خپل کوچنی نمانځه ته وډبوي؛ بلکې باید لومړی په ۶ یا ۷ کلنۍ کې په مینه ، نرمۍ ، خوږه ژبه ، هڅونې ، انعام ورکونې ، ورو ورو یې نمانځه ته اړ کړي او که کوچني څه پاملرنه ونه کړه ؛ بیا هم یې وهلای نشي ؛ بلکې باید دګوزارې دود خپل کړي، تر دې چې کوچنی لس کلن شي ، که بیا هم پایلې ته و نه رسېد او ټولې لارې یې پرمخ وتړل شوې ، بیا دې یې په مجاز حد کې ووهي .

باید روزنپوه د یوه طبیب په څېر لومړی درد وپېژني ، بیا دې مناسب درمل تجویز کړي او یا دې په جراحۍ عملیاتو لاس پورې کړي .                                                                                 که ناروغي په لنډ شانته پرهېز او درملو رغېږي ؛ نو کوم عاقل ځان ته اجازه ورکوي، چې رغېدا ته یې ګېډه په چاړه څیرې کړي ؟!                                                                                        نباید روزنپوه بې د ستونزې او حل لارې له پېژندو یې پر کوم اقدام لاس پورې کړي ؛ ځکه وهل ډبول خو له روزنپوه سره د یوې وسلې یا ځانګړو درملو په څېردي ، چې باید د اړتیا پر مهال او مناسبه موقع کې کار ترې واخلي .

روزنپوه نباید د مجازاتو وروستی پړاو په لومړي پړاو کې وکاروي ؛ ځکه په دې حال کې یې ځان وروستیو پړاوونو ته بې وسلې کړی او ښیون ، روزنې او درملو ته به څه وزله و نه لري .

که ماشوم په خوږه خبره، یا یوې یادونې یا لږ شانته غوسې لارې ته راوستای شو ؛نو څه پکار، چې په ګواښ اوڅپېړې او د لرګي په ګوزار یې مجازات کړو او لطیف روح او جسم یې وځورو.

که روزنپوه پوهېږي، چې وهل ډبول دکوچني پر نا غوره چلن اغېز نه لري؛ نو نه ښایي بې موخې یې ووهي؛ ځکه له وهلو د اسلام موخه د نامناسب چلن سمونه ده او که دا موخه پوره نشي؛ نو وهل یې چټي او بلکې حرام دي .

موروپلار یا روزنپوه حق نلري د غوسې په پار یا په نورو پلمو د لېوني په څېر پر کوچني لګیا شي ،په لغتو یې ووهي اوپه څپېړو او لښتو یې مخ شین کړي یا یې په سره وسپنه وداغي او مرګاني کړي ؛نو په دې حال کې روزنپوه باید قصاص شي او موروپلار هم باید ((دیه ))ورکړي .

په وهلو ډبولو پورې اړوند شرعي احکام

۱ــ که څوک پرمخ په څپېړه یا بل څه ووهل شي ،چې مخ یې شور شي ؛نو باید نیم شرعي مثقال سره ورکړي،چې هر مثقال یې اتلس نخوده دی . او که شین شي ،درې مثقاله او که تور شي باید شپږ مثقاله سره ورکړي ؛ خو که چا د بدن بل ځای په وهلو ،سور ،شین یا تور کړ ؛نو څه چې وویل شو ،نیمايي دې یې ورکړي .

۲ــ که هلک یو کبیره ګناه وکړي ،ولي یا ښوونکی یې تادیب ته هومره وهلای شي، چې دیه پرې واجب نشي .

۳ــ که څوک هلک داسې ووهي، چې دیه واجب شي ؛نو د کوچني دیه مال دی اوکه ومري باید ورثې ته یې ورکړي او که پلار خپل بچی هومره ووهي ،چې ومري ؛نو دیه یې نوره ورثه وړي او خپله پلار ته د دیه څه نه ورکول کېږي[36] .

له دې دریېو مسالو ښه ګټنه کېږي،چې کوچنی بې دلیله وهلای نشو او که کومه کبيره ګناه وکړي [یا تر لس کلنۍ وروسته نمونځ و نه کړي]؛نو هومره یې وهلای شو،چې دیه واجب نشي او که وهل د دیه تر بریده ورسېدل ؛نو ورکول یې واجب دي .

د وهلو ډبولو پر مهال د څو ټکیو په پام کې نیول اړین دي :

۱ــ هڅه وکړو کوچنی د نورو په مخ کې ونه وهو؛ځکه د کینې او روحي خپګان لاملېږي .

۲ــ پلار باید د خپل اولاد د مجازاتو لپاره له خویندو او وروڼو یې او روزنپوه دې د زده کړیال له همټولګیو مرسته و نه غواړي ؛ځکه دا کار به یې دخپلمنځي کینې او دښمنۍ لاملېږي .

۳ــ د روزنپوه دې پام وي،چې د بدن حساس ځایونه؛ لکه سترګې ، غوږونه ،مخ ،زړه او…و نه وهي اوغوسناک دې نه وي ؛ځکه شونې ده کوچني ته نه جبرانېدونکي زیانونه ور واوړي[37] .

غیر بدني تنبیهات (وهل ټکول )

غیر بدني وهل دوه ډوله دي :یو ډول یې زیانمن،خطرناک او تر بدني وهلو بدتر او له شرعي پلوه حرام دي؛ لکه : له کوچني سره بد اخلاقي ، په کوچني کې د ډار،وحشت ،اندېښنې او ترهې پیداکول ،په تیاره او نامناسبو ځایونو کې یې بندي کول ،له کوره شړل، همېشنۍ ټپسورۍ ، کنځل ،توهین او سپکاوی،په پېغور ورته د نورو صفت کول ،بې عدالتي او له حقه یې بې برخې کول ، د نورو په مخ کې یې وهل ټکول او…

دویم ډول یې هغه مجازات دي،چې هومره خطر نه لري؛بلکې که عاقلانه اوپه موقع ترسره شي، ګټور به هم وي؛ لکه :لږه غوسه ،د لږ وخت لپاره له لوبو تفریح منع کول ،ددې ویل چې له پلاني کاره دې خپه یم ،ټنده ترېوول ،یو یا دوه وخته خواړه نه ورکول ،د کور یاله کوره پر بهر چارو یې مکلفول او…

یو شمېر بد اخلاقه او ناپوهه پلرونه او روزنپوهان، چې له پوهې او منطق سره څه تړاو نلري، کورنی چاپېریال په کنځلو ،سپکاوي ،بې احترامۍ،چغو او وهلو ټکولو داسې تریخوي، چې د زغملو وړ نه وي . انګېري، چې کور پوځي غونډ او د جګړې او دعوا ډګر دی ؛خو له دې غافل دي، چې کور د وسېدانې،ارامۍ ،امن ،مینې،صمیمیت ،سولې پخلاینې ،تېرېدنې او مړانې ځای دی، د عدل ،انصاف، عشق او فضلیت ټینګه ماڼۍ ده، د پاکۍ ،یو رنګۍ ،وفا او صداقت روڼ ابشار او څڅوبی دی او لنډه داچې :کور د روزنې او انسانیت غوره جنت دی ، نه د وحشت او فرعونیت سوځنده دوزخ .

یوه زیانمنه تنبیه ،په ماشوم کې د ډار راپنځول دي . ډېری وګړي ګروهن دي ،چې باید کوچنی له پلار او روزنپوه وډار شي، چې دا کار خلاف چارې ،ترهه او وحشت رادبره کوي ؛خوپوه دې شي، چې په کوچني کې د ډار او ترهې راپنځول یوه ستره تېروتنه او زیانمن چار دی . پېغمبر اکرم (ص) ویلي ((پرهغه دې افسوس وي، چې د ظلم په پار یې اطاعت کوي ))

او په بل روایت کې وایي :((په قیامت کې هغوی ناوړه خلک دي ،چې نور یې د شرله ډاره احترام کوي ))

نه یوازې دې کوچنی له پلار او روزنپوه و نه ډارېږي ؛بلکې باید سخت ورته ګران وي اوپه لیدو یې خوشحال شي؛لکه څنګه چې نباید انسان هم له خدایه وډارشي ؛ځکه ډېر مهربان او عادل دی او چا ته بې استحقاقه سزا نه ورکوي؛ بلکې باید د پالونکي له مقامه ـــ چې د علم ، حکمت او څارنوالۍ مقام دی ــ وډارشي؛یعنې په حقیقت کې انسان باید له خپلې ګناه او د نورو پر حق له تېري وډار شي؛ځکه همدا چارې دي،چې د پالونکي د غوسې لامل اوپه پایله کې د انسان د عذاب او سزا لامل ګرځي .کوچنی باید د پلار له مجازاتو او عدالته وډارشي ،نه پخپله له پلار او استبداد یې؛ یعنې کوچنی باید پوه شي، چې پلار د کور د وګړیو د بې ادبیو او ناوړو چارو پر وړاندې بې توپیره نه پاتېږي ؛ بلکې هر خلاف چار او بې ادبۍ ته مناسبه سزا په پام کې نیسي؛ نو په دې حال کې به اولاد د پلار د تنبیه او سمو مجازاتو له ډاره په ګناه او بې ادبۍ لاس پورې نه کړي اوهر یو به هڅه کوي، چې خپله دنده ښه تر سره کړي، چې پر سزا اخته نشي .د ګناه ،بې ادبۍ او قانون ماتونې په پار له سزا ډار ،نه یوازې کوچنیانو؛بلکې د کورنۍ ټولو غړیو او ټولنې ته یو لازم او ګټور چار دی او روزنپوه باید ددې رادبره کولو ته لاره چاره چمتو کړي، چې څوک یې پر رایادولو د ګناه کولو جرات ونه کړي .

داسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) په کورني چاپېریال کې ددې زمینې راپنځولو لپاره مور و پلار ته امر کوي، چې خپله کوړه په مناسب ځای کې راځوړنده کړي : ((علقوا السوط حیث یراه اهل البیت فانه لهم ادب ؛ کوړه مو د کور په داسې ځای کې را ځوړنده کړئ، چې د کورنۍ غړي یې ویني ، ځکه دایې د تادیب یوه وزله ده[38] ))

پخپله دې ته په پا منیوي، چې کوړه د سر غړاندو د سزا وزله ده ، په لیدو یې انسان ته سزا وریاد ېږي او هر څوک د خپل کار حساب سنجوي؛ نو ځکه د بشریت روزنپوه پېغمبر اکرم(ص)، روزنپوهانو ته دا روزنیز امر ورکوي . ددې دود پایله داده، چې او لادونه به دنده پېژاندي او مودب رادبره شي ؛ خو که ډار یې پخپله له پلاره وي ، چې د پلار سیوری کمرنګ شي؛ نو پر ناوړو چارو به لاس پورې کړي او بې مسوولیته او بد چاري به ترې جوړ شي .

ډېره او بې موقع پړه اچول یوه بله نابدني تنبیه ده ، چې خورا زیانمنه او فساد را ولاړوونکې ده .

حضرت علي (ک) ویلي : ((په پړه اچولو او ټپسورۍ کې زیادښت کول ، د ځېل او مخالفت اور ژبغړاندوي [39]))

که څه نه ښایي کوچنی پر خپل سر خوشې کړو ، باید په لازمو لارښوونو یې له خپلو دندو سره اشنا کړو ؛ خو پام مو وي، چې پرله پسې پړې اچول ، کوه مه کوه او د اولاد په چارو کې له اندازې ډېره لاسوهنه ، دوی بې لایتوب ، بد اخلاقۍ ، ځېل او ناوړو دریځنیونو ته اړ باسي .

که کوچنی څه ناسمي لري ؛ نو باید روزنپوه عاقلانه او شخصیت ته یې په درنښت او نه سپکاوي سمه لار ور وښیي او که پړه لازمه وي ؛ نو په مناسبه موقع او چمتو روحي او ټولنیزو شرایطو کې د یوه طبیب په څېر ور په ګوته شي ، نه داچې تېروتنه او ښویېدنه یې پر مخ ورو تپل شي او هر وخت یې پړوي او په پایله کې یې مخالفت او غبرګون ته اړ کړي . که کوچني څه خطا وکړه ؛ نو نباید د نورو په مخ کې یې خطا مطرح کړو ؛ ځکه دا کار یې نورو ته بې پتوي او پر مخالفت یې ورزیاتېږي او د غچ اخستو روحیه ورسره پیداکېږي .

پېغمبر اکرم (ص) ویلي :((که کومې ښځې چې ستاسې چوپړ یاله ده زنا وکړه ،سزا یې دا ده : حد پرې جاري کړئ ،خو ګناه یې پر مخ مه ورتپئ او مه یې خجالتوئ [40]))

ټپسوري او پړه اچول دومره کړوونکې او ناروا ده او زیانمنې اغېزې لري ، چې پېغمبر (ص) اجازه نه ورکوي ،ان هغه چې د بې عفتۍ په پار چې باید حد پرې جاري شي ،ټپسوري نشي اوتردې خو دا ډېره ناوړه چار دی ،چې کوچنی پر ناکړي چار ټپسور کړو .

یو روزنپوه وایي : څېړنې ښیي،چې د کوچني د غوسې او ټولنېزې ناخوښۍ معمولي دلیل ؛په ناکړي کار یې ټپسورول دي [41]))

[1] بحارالانوار ،۷۷ټ/۱۳۶مخ.

[2] محجة البیضا ،۳ټ/۷۳مخ

[3] تحریم ــ ۶ایت

[4] مکارم الاخلاق ،۱ټ /۴۲۴مخ +وسایل الشیعه ،۱۵ټ //۱۹۳مخ .

[5] روان شناسي کودک به زبان ساده ،۵۵مخ.

[6] سنن ابی داوود ،اټ/ ۱۳۳مخ+متقي هندي ،کنزالعمال ، ۱۶ټ/۴۴۰مخ+مستدرک الوسایل ۱ټ /۱۷۱مخ.

[7] وسایل الشیعه ۴ټ/۱۹مخ +مستدرک الوسایل ۱ټ/۱۷۱مخ.

[8] نورالثقلین تفسیر ،۵ټ/۳۷۳مخ.

[9] ابن قتیبه ،۱ټ /۳۲۷مخ+اصول کافي ،۲ټ /۸۶مخ.

[10] اصول کافي ،۲ټ /۸۶او۸۷مخونه .

[11] اصول کافي ۲ټ/۸۶او۸۷مخونه .

[12] غررا لحکم،شرح ،۲ټ/۶۰۳مخ.

[13] بحار الانوار،۷۴ټ/۱۹مخ+تحف العقول ،۳۰۶مخ

[14] بحارالانوار ۷۷ټ/۱۷۵مخ+منیة المرید ،۶۹مخ.

[15] بحارالانوار ۷۵ټ/۶۴مخ+اصول کافي ۲ټ/۱۲۰مخ.

[16] آل عمران /۱۵۹

[17] بحارالانوار ۷۵ټ/۵۲او۵۳مخونه .

[18] بحارالانوار ۷۵ټ/۵۲او۵۳مخونه .

[19] مناقب ال ابی طالب،۴ټ /۷۴مخ +بحارالانوار،۴۳ټ/۳۰۷مخ.

[20] اسدالغابه ،۵ټ/۴۰۸مخ.

[21] بحارالانوار ،۸۲ټ/۳۲۸مخ.

[22] صدوق ،امالي ،۵۴۵مخ+بحارالانوار،۹۳ټ/۳۲۸مخ.

[23] مجموعه مقالات کنګره بررسي اندیشه واثار تربیتي امام خمیني ،۶مخ.

[24] منهج التربیة عندالا مام علي ،۸۳مخ.

[25] میزان الحکمة،۱ټ/۷۵مخ.

[26] رشد وشخصیت کودک ،۲۰۶مخ.

[27] غرر الحکم، شرح ،۲ټ/۵۵۲مخ.

[28] بحارالانوار ،۱۰۴ټ/۹۹مخ.

[29] نهایة المسول في روایة الرسول ،۱ټ/۳۳۹مخ.

[30] درتربیت ،۱۶۵مخ.

[31] رفتار های بهنجار ونا هنجار کودکان ونو جوانان ،۷۶مخ.

[32] روزنامه خراسان ،۱۳۷۸/۷/۲۴.

[33] نهج البلاغه ،۱۶۷خطبه +بحارالانوار ،۶۲ټ/۱۱۸مخ.

[34] سنن ابی داوود ،۱ټ/۱۳۳مخ.

[35] میزان الحکمة ،۱ټ/۷۵مخ.

[36] مجموعه ورام ،۲ټ/۱۱۵مخ.

[37] دشیعه عالمانو د فتوا وو ټولګه .

[38] طبراني معجم الکبیر ،۱۰ټ/۲۸۴مخ +عقدالفرید،۲ټ/۴۲۰مخ.

[39] غررالحکم ،شرح ،۲ټ/۴۳مخ + بحارالانوار،۷۷مخ/۲۱۲مخ.

[40] مجموعه ورام ،۱ټ/۵۷مخ.

[41] رفتارهای بهنجاروناهنجار کودکان ونو جوانان و…،۵۷مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست