تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ جنسي څوبتیاوې په خلوت او په تېره د خوب پر مهال په بستره کې ډېرې راڅرګندېږي؛ نو ځکه باید هڅه وکړو، چې کوچنیان هله په بستره کې سملي، چې ښه ستړي شوي او خوب ته چمتو وي. شونې ده په بستره کې ویښ پاتېدل ځینو فکري او عملي بېلارېتوبونو ته لاره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

جنسي څوبتیاوې په خلوت او په تېره د خوب پر مهال په بستره کې ډېرې راڅرګندېږي؛ نو ځکه باید هڅه وکړو، چې کوچنیان هله په بستره کې سملي، چې ښه ستړي شوي او خوب ته چمتو وي. شونې ده په بستره کې ویښ پاتېدل ځینو فکري او عملي بېلارېتوبونو ته لاره چاره جوړه کړي. باید کوچنیان پر ستوني ستاغ پرېوتو روږدي کړو او له پړمخ ویدېدو یې منع کړو. همدا راز نباید د خوب جامې یې تنګې وي یا روږدې شي، چې د بدن پر ځانګړو غړیو لاس ووهي. غوره ده روږدې شي، چې خپل لاسونه له بړستنې د باندې وباسي او تر ویدېدو مخکې ځان تش او اودسماتی وکړي او که خویندې او ورورڼه په یوې کوټې کې ویدېږي د مور تر څارنې او کنترول لاندې دې وي، چې احیاناً د ځینو ناسمو اړیکو له امله یې ترمنځ څه ستونزه رانشي.

پرې ټکي ټینګار کېږي چې:

[موږ نباید خپل کوچنیان پر خپل حال خوشې کړو او په خوشباورۍ او ساده توب یې له وضعیت او له نوروسره داړیکو او هم خپلمنځي اړیکو ځنې ناخبره پاتې شو.]

هوښیارې او باخبره میندې بې له دې چې د بدګومانۍ په زخمه کې راګېر شي یا د خپلو اولادونو د بې اعتمادۍ لاملونه چمتو کړي، په سنجول شویو تدابیرو، په نېغې او په تېره غېر مستقیمې څارنې تل د خپلو اولادونو له وضع باخبرې دي او که ډېر لږ څه بې لارېتوب پکې وویني، په مړانه او هوښیارۍ یې په ټکه سموي.

په دې عمر کې معمولاً یوه یادونه او د لزوم پر مهال یو ګواښ چارسازی دی او سخت  غبرګون ته څه اړتیا نشته؛ مهمه دا ده، چې په موقع او مخکې تر دې چې په کوچني کې یو ناوړه عمل د عادت په بڼه جرړه وځغلوي، له شتونه یې خبرې شي او په لومړیو پړاوونو کې یې له منځه یوسي.

په هر حال، په بستره کې ویښ پاتېدل، د بدن پر غړیو د لاس وهلو روږدېدل او پړمخ او ناسم ویدېدل په کوچنیانو کې د ناسمو حالات لپاره زمینه چمتو کوي او د بلوغ په پړاو کې یې ډېرې ستونزې جدي کېږي. غوره ده چې کوچنیانو ته وروښوول شي، چې کله ویدېږئ ځینې دعاګانې یا د قرآن لنډ سورتونه [لکه څلور ((قُل))] چې په دیني ښوونو کې یې هم سپارښتنه شوې، ولولي. دا چار یې روح آراموي او هم دا چې فکر یې د دعاګانو او سورتونو پر معنویاتو او حقایق بوختېږي؛ نو دا حال یې فکر غریزي مسایلو ته له ور اړولو مخه نیسي. پر دې سربېره دا کړنه یې د پرېشانه او خپه خوبونو له لیدو هم مخه نیسي، چې معمولاً کوچنیان یې په لیدو خپه کېږي.

پر وخت خپلو اولادونو ته لارښوونه

چې کوچنیان ځوان منګي شي؛ تر ډېره بریده جنسي غریزې پکې راپارېږي؛ نو باید پر خپل وخت لارښوونو یې د بلوغ له نښو او عوارضو خبر کړو، چې لومړی یې له هغو اندېښمنیو او پرېشانیو وژغورو، چې معمولاً پر دې وخت ورمخې ته کېږي او داسې وروښیو، چې دا یو طبیعي چار دی، چې ټول ورسره مخېږي؛ دویم دا چې پر خپل وخت لارښوونو یې دوستانو ته له ورتلو او یا د زیانمنو کتابونو له لوسته یې مړه خوا کړو.

کوچنیان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو بدني او اروايي ادلون بدلون او نوي او ناپېژاندي عوراض ورمخې ته کېږی؛ نو ځکه په دې اړه یې خبرونه ډېره لازمه او اړینه ده او نباید دوی په یوه تیاره او مبهم حالت کې خوشې کړو او وانګېرو، چې دا خو حیا او عفت دی.

دې ته په پامینوي، چې  نجونې تر هلکانو څو کاله ژر د ځوانۍ منګ ته رسي او پېغلې کېږي؛ نو له خپلو لوڼو سره د میندو اړیکه ډېره حساسه ده. مور باید په مینه او زړه سواندۍ له نوې پېغلې لور سره وي او د لور د رازونو د محرم او باخبرې لارښودې په نامه خپله ونډه ترسره کړي.

[په دې هکله تر برید هاخوا او نامعقوله حیا ،اولادونو ته مهمې ستونزې راولاړوي او دوی نورو او نا ډاډمنو لارو چارو ته ورسیخوي]

البته په ډې ټولو پړاوونو کې باید لارښونې له عفت او د لازمو ظرافتونو له مراعاتولو سره ملې وي، چې فطري او طبیعي حیا یې له منځه ولاړه نشي.

مور باید خپلې لور ته له وړاندې روغتیايي مسایل او شرعي مکلفیتونه وروښيي. همدا  دنده د پلار هم ده چې خپل نوی زلمی شوی زوی ترې خبر کړي.

پر دې سربېره موروپلار دې سوکه سوکه خپل اولادونه له واده خبر کړي، چې دا یو لامل دی، چې د بنیادم ځوځات پرې غځېږي؛ خو دا چې زلمی پر دې وخت او پېغله  کورنۍ جوړښت ته لازمه تیاري نلري؛ نو باید په زغم دا پړاو تېر کړي، څو د واده شونتیاوې ورته چمتو شي موروپلار دې خپل اولادونه وپوهوي، چې په کورني ژوند او ګانده کې د بریا شرط، ځانساتنه، پاکي او د لنډ مهاله بې برخېتوب زغمل دي، چې په دې پړاو کې هر انسان ته ورمخې ته کېږي او له آره د نېکمرغه ژوند لازمه په ځینو پړاوونو کې د ځينو بې برخېتوبونو زغمل دي او هېڅ چاره ترې نشته.

[تر واده وړاندې له مخالف جنس سره اړیکه ،ډول ډول وګړیز او ټولنیز خطرونه او زیانونه لري، چې له دې نه د بچېدو لپاره ، حکیم خدای ترې منع کړي یو.]

کوم کوچنیان چې سم دیني روزل شوي وي، د دیني ایمان په ملاتړ او د خدای او قیامت ورځې په پامنیوي، په ډېره اسانۍ دا پړاو تېروي او څه مهمه ستونزه نلري . همدا راز په هغو کورنیو کې، چې د نارینه و او ښځې ترمنځ معقول او شرعي حریم وي او په کورنۍ اړیکو کې اختلاط، ګډون او بې بندوباري نه وي؛ نو چې کله هلکان او نجونې بالغې شي، په طبیعي ډول له مخالف جنسه لرې کېږي او واټن نیسي او په دې توګه د جنسي پارونو او هیجاناتو ځنې بچېږي.

دا چار هم د جنسي بې برخېتوب زغمل ورته اسانوي او هم د اروايي روغتیا له پلوه یې له نامطلوبو عوارضو خوندي ساتي.

همدغسې زلمیان او پېغلې باید د ناسمو دوستانو له خطرونو ځنې د څو بېلګو په یادولو، له مخکې  خبر کړو او له اروايي مقاومته برخمنې کړو، په تېره  نجونې ډېر ساده توب لري؛ نو باید په موقع ډېر معلومات او خبرتیاوې ورکړای شي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست