تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ عاطفه او په ژوند کې یې ونډه د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې  مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

عاطفه او په ژوند کې یې ونډه

د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې  مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له مخې انسان وسمن دی، چې د مینې له مخې بل انسان ته دنننۍ لېوالتیا پیدا کړي او له دې لارې زړګنۍ مینه ورسره ومومي.

په انسان کې عاطفي وړتیا یې د ډ ېری کمالاتو د ودې لاملېږي. دا کمالات هغه امتیازات رانغاړي، چې په انسان کې د ((بل غوښتنې)) له مخې رادبره کېږي؛ لکه مینه او دوستي؛ سرښندنه او له ځانه تېرېدنه، عفو او ګذ شت، ورکړه او بخشش، لاسنیوی او همکاري، زړه سوی او غمرازي او په ټولنیز ډول نور پر ځان ړومبي ګڼل.

بې وفايي، هېرول، قدرناپېژندنه، د اړتیا پر وخت درناوی او بې له دې بې اعتنايي، تاوتریخوالی او دښمني، یوازې د ځان په فکر کې کېدل او له نورو ناخبري او… دا ګرد سره مهمې روحي او اخلاقي نیمګړتیاوې دي، چې په عاطفي نشتمنۍ کې جرړه لري.

له دې ځایه موندای شو، چې د انسان عاطفي روزنه تر کومې کچې په روحي سلامتۍ، د ټولنیزو اړیکو په ښه کولو او د ژوند د کچې د څرنګوالي په لوړولو کې اغېزمنه ده، تر دې چې:

[په انسان کې  عاطفي تشه په بل هېڅ څیز ډکولای نشو.]

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د کورنۍ ونډه

کورنۍ ړومبی او بنسټیز مرکز دی، چې باید په کوچنیانو کې انساني  عاطفه وروزي. د زوکړې پر مهال، عاطفه هغه تخم دی، چې باید په مساعد چاپېریال کې وده ومومي. په بله وینا: عاطفه په پيل کې، بالفعل حالت نلري او په ماشوم کې د یوه  صفت په بڼه فعاله نه ده؛ بلکې باید د فطرت له نورو اړخونو سره یو ځای، سوکه سوکه او د مساعدو شرایطو په چمتو  والي کې له ((قووې)) پر ((فعل)) واوړي؛ نو که کورنۍ عاطفې غوړېدا ته لازم شرایط ونلري(؛ یعنې کورنی چاپېریال له عاطفي پلوه کمزوری وي) د کوچني عاطفي روزنه له ستونزې سره مخېږي.

کومې کورنۍ، چې له عاطفي پلوه مطلوب وضعیت نلري یا هغه کورنۍ، چې بسیا خپلو کوچنیانو ته نه ورسي یا هغه ماشومان، چې په روزنتونونو کې لوییږي؛ نو دا چې له مناسبې عاطفي روزنې ځنې نه برخمنېږي، له خورا ستونزو سره مخېږي او مطلوبه اروايي روزنه نه مومي.

[بېشکه د کورنۍ یوه مهمه ونډه، د کوچنیانو عاطفي روزنه ده، چې بدیل یې پیدا کولای نشو.]

کومه مینه، چې مور او نژدې خپلوان؛ لکه پلار، خور، ورور په تېره مور له خپل ماشوم سره کوي؛ نو جوته ده، چې بل هېڅوک یې ورسره نه کوي. یوه دایه او پرستاره د کوچني په ژوند کې د مور ونډه  درلودای نشي او نه یې تشه ډکولای شي.

چې مور په ځانګړې مینې کوچني په غېږ کې نیسي، تی ورکوي یا د ماشومتوب په ژبه خبرې ورسره کوي او له سترګو یې د مینې په برښنا کوچني ځلېږي، چې کله مور ماشوم د شپې غېږې ته رانژدې او نازوي یې او… نو په دې ټولو حالاتو کې مور د مینې خواږه خپل کوچني ته ورڅکي او د عشق او عاطفې تودوخه یې د بدن ذرې ذرې ته وررسوي او همدا د مینې او عشق تودوخه ده، چې په کوچني کې د عاطفې تخمونه پالي او د عشق له اکسیر او د مینې له کیمیا سره یې اشنا کوي.

کوم کوچنیان، چې له کورنۍ دا مانیز  ځواک نه اخلي؛ نو عاطفي پالنه یې خورا کمزورې لا څه چې په نشت شمېر ده. څېړنو ښوولې : هغه کوچنیان، چې په روزنتونو کې یا د جګړې، یا د کورنۍ له منځه تلو یا په هر علت له کورنۍ لرې لوی شوې وي، که څه  توکیزې اړتیاوې یې ور پوره شوې وي؛ خو له سختې عاطفې تشې کړېږي، چې بېلګې یې په صنعتي هېوادونو کې ښه ترسترګو کېږي.

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه

په واقع کې د دې ویینې آریز ټکی، د کوچنیانو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه ده.

عاطفه او احساس د ښځې د روح خورا مهمه ځانګړنه ده، چې ګردې فرعي ځانګړنې ترې راولاړې شوې دي. دا ځانګړنه د ښځې د روح په ښانده کې هومره اهمیت لري، چې بې  پېژندنې یې د ښځې روحیات ، ځانګړنې او وګړه پېژندای نشو. خدای تعالی ښځې ته د موروالي خطرناکه دنده ورسپارلې او تر نارینه له خورا مینې او عاطفې برخمنه ده.

دا موقعیت لامل شوی، چې د ښځې روح ډېر لطیف وي او د ((بل غوښتنې)) روحیه پکې ډېره پیاوړې وي . په ښځه کې دا فطري پانګه یو ګرانبیه نعمت دی، چې د دې په خپله وده او کمال کې او هم د بشري ټولنې په لوړتیا کې ډېره اغېزمنه ونډه درلودای شي.

[په کورنۍ کې د ښځې شتون، په واقع کې بله ډيوه ده، چې په کور کې د مینې رڼا خپروي او له عاطفي پلوه کورنی چاپېریال مړوي.]

د مېړه او مېرمنې ترمنځ، تر هر څه د مخه مېړه د مېرمنې د مینې له رڼا برخمنېدای او د خپلې روحي پیاوړتیا لپاره ترې ګټه اخلي؛ خو د ښځې آریزه ونډه هله ده، چې په کورنۍ کې د ((مور)) په نامې پر خپله ونډه لګیا وي.

[مورنۍ مینه د انساني مینې هسکه څوکه ده، چې ساری یې موندلای نشو]

ته وا ښځه په پنځون غونډال کې دا خطرناکه دنده پر غاړه لري، چې د کورنۍ له لارې په کوچنیانو کې انساني او عاطفي  ارزښتونه وپالي او په عمل کې د مینې ،د بل ړومبي ګڼلو او سرښندنې سبقونه – چې د انسانیت او معنویت بنسټیز اړخونه شمېرل کېږي -زده کړي.

داچې مور ته د ځوځات پالنې درنه دنده ورترغاړې ده؛ نو دا هله ترسره کولای شي، چې له دغسې دننني ځواکه برخمنه وي او ټولې سختي چارې او کړاوونه ورباندې خواږه کړي، پر دې سربېره مور باید د مینې په تودوخه د خپلو اولادونو زړونه نرم کړي، روح یې لطیف کړي، چې په عمل کې یې له انساني نړۍ سره اشنا کړی؛ نو ځکه میندې په کورنۍ او بشري ټولنه کې د انساني مینې ډیوې او د انساني ارزښتونو د پاسوالۍ له پلوه یې د مشرۍ ونډه خوار مهمه ده.

[په جرات ویلای شو چې بې له سپېڅلې موره، روزنه له جدّی ستونزو سره مخ ده.]

اوس دې حیاتي او بنسټیزې ونډې ته په پامنیوي، دا پوښتنه اوڅارېږي، چې څنګه د راتلونکي ځوځات په وده کې له دې مینناکې سرچینې کار واخلو؟

په ځواب کې یې  دوو بنسټیزو مسوولیتونو ته اشاره کړای شو:

یو مسوولیت د خپله ښځې دی او بل د نارینه یا په ټولیز ډول د ښځې پر وړاندې د ټولنې مسوولیت دی . لومړی د ښځې د مسوولیت په اړه ګړېږو.

په ځینو ټولنو کې ښځې ځان هېر کړی او له ځانه پردۍ شوې ده

متعال خدای چې ښځې ته د مینې پانګه او روحي ځانګړنې ورکړي؛ نو د نورو فطري پانګو په څېر، پخپله وده نه کوي یا دا چې په هرو شرایطو کې له زوال او منځه تګه بچ شي. په ښځه کې د دې لومړنۍ پانګې وده او غوړېدا په مساعدو شرایطو او مناسبه روزنه کې نغښتې ده او که پالنې ته یې لازم شرایط چمتو نشي؛ نو پانګه ځوړېږي او له منځه ځي.

دلته بنسټیزه مساله داده، چې لومړی ښځه باید سم ځان وپېژني او له دې خدای ورکړیو روحي ځانګړنو سره ځان اشنا کړي، چې په لاس ته راوړو کې یې هېڅ کړاو ګاللی نه دي؛ ځکه که ښځه د دې فطري پېرزوینو له شتونه ناخبره وي یا یې قدر و نه پېژني؛ نو له نورو څه تمه درلودای شو، چې په ښځه کې د دې الهي پېرزوینې درناوی وکړي؟

په دې باب تریخ واقعیت دا دی :

[افسوس ، په اوسني فرهنګ او تمدن کې، ښخه تر نورو  د خپلو اصیلو ارزښتونو په نټه کې مخکې شوې ده.]

او دا پېښه په اروپا کې تر صنعتي انقلاب روسته پیل شوې، چې ښځه- د ډېری لویدیزو تاریخپوهانو او پوهانو[1] په منښته- په پانګوالي غونډال کې پانګوالو ته یوه  وزله شوې او له شتونه یې په فیلمونو، سوداګریزو اعلانونو،  هټیو، هوټلونو او ان ټاکنیزو ډنډورو کې د خپلو موخو او پانګو ډېرولو لپاره کار اخلي.

نو په دغسې شرایطو کې ښځه څنګه د انساني عواطفو سرچینه، د کورنۍ مرکز او د راتلونکي نسل روزنپوه وي؛نو  پکار ده، چې ښځه په دغسې ټولنو کې لومړی ځان سم وپېژني، خپلې هېرې آریزې دندې رایادې کړي، خپل ړومبي فطرت ته ورستنه شي، چې سپېځلې مور شي؛ یعنې په یوه لاس زانګو وزنګوي او په بل نړۍ!

[1] ویلي دورانت، ((لذات فلسفه))، ۱۵۱ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!