تبلیغات

د کوچنیانو عاطفي روزنه عاطفه او په ژوند کې یې ونډه د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له […]

د کوچنیانو عاطفي روزنه

عاطفه او په ژوند کې یې ونډه

د کوچنیانو په روزنه کې له بنسټیزو موخو ځنې یوه هم، د دوی عاطفي روزنه ده. په دې ویینه کې له عاطفې مطلب، په انسان کې هغه وړتیا، فطري او دنننۍ لېوالتیا ده، چې نور پر ځان ړومبی ګڼي. د دې فطرې وړتیا له مخې انسان وسمن دی، چې د مینې له مخې بل انسان ته دنننۍ لېوالتیا پیدا کړي او له دې لارې زړګنۍ مینه ورسره ومومي.

په انسان کې عاطفي وړتیا یې د ډ ېری کمالاتو د ودې لاملېږي. دا کمالات هغه امتیازات رانغاړي، چې په انسان کې د ((بل غوښتنې)) له مخې رادبره کېږي؛ لکه مینه او دوستي؛ سرښندنه او له ځانه تېرېدنه، عفو او ګذ شت، ورکړه او بخشش، لاسنیوی او همکاري، زړه سوی او غمرازي او په ټولنیز ډول نور پر ځان ړومبي ګڼل.

بې وفايي، هېرول، قدرناپېژندنه، د اړتیا پر وخت درناوی او بې له دې بې اعتنايي، تاوتریخوالی او دښمني، یوازې د ځان په فکر کې کېدل او له نورو ناخبري او… دا ګرد سره مهمې روحي او اخلاقي نیمګړتیاوې دي، چې په عاطفي نشتمنۍ کې جرړه لري.

له دې ځایه موندای شو، چې د انسان عاطفي روزنه تر کومې کچې په روحي سلامتۍ، د ټولنیزو اړیکو په ښه کولو او د ژوند د کچې د څرنګوالي په لوړولو کې اغېزمنه ده، تر دې چې:

[په انسان کې عاطفي تشه په بل هېڅ څیز ډکولای نشو.]

 

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د کورنۍ ونډه

کورنۍ ړومبی او بنسټیز مرکز دی، چې باید په کوچنیانو کې انساني عاطفه وروزي. د زوکړې پر مهال، عاطفه هغه تخم دی، چې باید په مساعد چاپېریال کې وده ومومي. په بله وینا: عاطفه په پيل کې، بالفعل حالت نلري او په ماشوم کې د یوه صفت په بڼه فعاله نه ده؛ بلکې باید د فطرت له نورو اړخونو سره یو ځای، سوکه سوکه او د مساعدو شرایطو په چمتو والي کې له ((قووې)) پر ((فعل)) واوړي؛ نو که کورنۍ عاطفې غوړېدا ته لازم شرایط ونلري(؛ یعنې کورنی چاپېریال له عاطفي پلوه کمزوری وي) د کوچني عاطفي روزنه له ستونزې سره مخېږي.

کومې کورنۍ، چې له عاطفي پلوه مطلوب وضعیت نلري یا هغه کورنۍ، چې بسیا خپلو کوچنیانو ته نه ورسي یا هغه ماشومان، چې په روزنتونونو کې لوییږي؛ نو دا چې له مناسبې عاطفي روزنې ځنې نه برخمنېږي، له خورا ستونزو سره مخېږي او مطلوبه اروايي روزنه نه مومي.

[بېشکه د کورنۍ یوه مهمه ونډه، د کوچنیانو عاطفي روزنه ده، چې بدیل یې پیدا کولای نشو.]

کومه مینه، چې مور او نژدې خپلوان؛ لکه پلار، خور، ورور په تېره مور له خپل ماشوم سره کوي؛ نو جوته ده، چې بل هېڅوک یې ورسره نه کوي. یوه دایه او پرستاره د کوچني په ژوند کې د مور ونډه درلودای نشي او نه یې تشه ډکولای شي.

چې مور په ځانګړې مینې کوچني په غېږ کې نیسي، تی ورکوي یا د ماشومتوب په ژبه خبرې ورسره کوي او له سترګو یې د مینې په برښنا کوچني ځلېږي، چې کله مور ماشوم د شپې غېږې ته رانژدې او نازوي یې او… نو په دې ټولو حالاتو کې مور د مینې خواږه خپل کوچني ته ورڅکي او د عشق او عاطفې تودوخه یې د بدن ذرې ذرې ته وررسوي او همدا د مینې او عشق تودوخه ده، چې په کوچني کې د عاطفې تخمونه پالي او د عشق له اکسیر او د مینې له کیمیا سره یې اشنا کوي.

کوم کوچنیان، چې له کورنۍ دا مانیز ځواک نه اخلي؛ نو عاطفي پالنه یې خورا کمزورې لا څه چې په نشت شمېر ده. څېړنو ښوولې : هغه کوچنیان، چې په روزنتونو کې یا د جګړې، یا د کورنۍ له منځه تلو یا په هر علت له کورنۍ لرې لوی شوې وي، که څه توکیزې اړتیاوې یې ور پوره شوې وي؛ خو له سختې عاطفې تشې کړېږي، چې بېلګې یې په صنعتي هېوادونو کې ښه ترسترګو کېږي.

د اولادونو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه

په واقع کې د دې ویینې آریز ټکی، د کوچنیانو په عاطفي روزنه کې د مور ونډه ده.

عاطفه او احساس د ښځې د روح خورا مهمه ځانګړنه ده، چې ګردې فرعي ځانګړنې ترې راولاړې شوې دي. دا ځانګړنه د ښځې د روح په ښانده کې هومره اهمیت لري، چې بې پېژندنې یې د ښځې روحیات ، ځانګړنې او وګړه پېژندای نشو. خدای تعالی ښځې ته د موروالي خطرناکه دنده ورسپارلې او تر نارینه له خورا مینې او عاطفې برخمنه ده.

دا موقعیت لامل شوی، چې د ښځې روح ډېر لطیف وي او د ((بل غوښتنې)) روحیه پکې ډېره پیاوړې وي . په ښځه کې دا فطري پانګه یو ګرانبیه نعمت دی، چې د دې په خپله وده او کمال کې او هم د بشري ټولنې په لوړتیا کې ډېره اغېزمنه ونډه درلودای شي.

[په کورنۍ کې د ښځې شتون، په واقع کې بله ډيوه ده، چې په کور کې د مینې رڼا خپروي او له عاطفي پلوه کورنی چاپېریال مړوي.]

د مېړه او مېرمنې ترمنځ، تر هر څه د مخه مېړه د مېرمنې د مینې له رڼا برخمنېدای او د خپلې روحي پیاوړتیا لپاره ترې ګټه اخلي؛ خو د ښځې آریزه ونډه هله ده، چې په کورنۍ کې د ((مور)) په نامې پر خپله ونډه لګیا وي.

[مورنۍ مینه د انساني مینې هسکه څوکه ده، چې ساری یې موندلای نشو]

ته وا ښځه په پنځون غونډال کې دا خطرناکه دنده پر غاړه لري، چې د کورنۍ له لارې په کوچنیانو کې انساني او عاطفي ارزښتونه وپالي او په عمل کې د مینې ،د بل ړومبي ګڼلو او سرښندنې سبقونه – چې د انسانیت او معنویت بنسټیز اړخونه شمېرل کېږي -زده کړي.

داچې مور ته د ځوځات پالنې درنه دنده ورترغاړې ده؛ نو دا هله ترسره کولای شي، چې له دغسې دننني ځواکه برخمنه وي او ټولې سختي چارې او کړاوونه ورباندې خواږه کړي، پر دې سربېره مور باید د مینې په تودوخه د خپلو اولادونو زړونه نرم کړي، روح یې لطیف کړي، چې په عمل کې یې له انساني نړۍ سره اشنا کړی؛ نو ځکه میندې په کورنۍ او بشري ټولنه کې د انساني مینې ډیوې او د انساني ارزښتونو د پاسوالۍ له پلوه یې د مشرۍ ونډه خوار مهمه ده.

[په جرات ویلای شو چې بې له سپېڅلې موره، روزنه له جدّی ستونزو سره مخ ده.]

اوس دې حیاتي او بنسټیزې ونډې ته په پامنیوي، دا پوښتنه اوڅارېږي، چې څنګه د راتلونکي ځوځات په وده کې له دې مینناکې سرچینې کار واخلو؟

په ځواب کې یې دوو بنسټیزو مسوولیتونو ته اشاره کړای شو:

یو مسوولیت د خپله ښځې دی او بل د نارینه یا په ټولیز ډول د ښځې پر وړاندې د ټولنې مسوولیت دی . لومړی د ښځې د مسوولیت په اړه ګړېږو.

په ځینو ټولنو کې ښځې ځان هېر کړی او له ځانه پردۍ شوې ده

متعال خدای چې ښځې ته د مینې پانګه او روحي ځانګړنې ورکړي؛ نو د نورو فطري پانګو په څېر، پخپله وده نه کوي یا دا چې په هرو شرایطو کې له زوال او منځه تګه بچ شي. په ښځه کې د دې لومړنۍ پانګې وده او غوړېدا په مساعدو شرایطو او مناسبه روزنه کې نغښتې ده او که پالنې ته یې لازم شرایط چمتو نشي؛ نو پانګه ځوړېږي او له منځه ځي.

دلته بنسټیزه مساله داده، چې لومړی ښځه باید سم ځان وپېژني او له دې خدای ورکړیو روحي ځانګړنو سره ځان اشنا کړي، چې په لاس ته راوړو کې یې هېڅ کړاو ګاللی نه دي؛ ځکه که ښځه د دې فطري پېرزوینو له شتونه ناخبره وي یا یې قدر و نه پېژني؛ نو له نورو څه تمه درلودای شو، چې په ښځه کې د دې الهي پېرزوینې درناوی وکړي؟

په دې باب تریخ واقعیت دا دی :

[افسوس ، په اوسني فرهنګ او تمدن کې، ښخه تر نورو د خپلو اصیلو ارزښتونو په نټه کې مخکې شوې ده.]

او دا پېښه په اروپا کې تر صنعتي انقلاب وروسته پیل شوې، چې ښځه- د ډېری لویدیزو تاریخپوهانو او پوهانو[1] په منښته- په پانګوالي غونډال کې پانګوالو ته یوه وزله شوې او له شتونه یې په فیلمونو، سوداګریزو اعلانونو، هټیو، هوټلونو او ان ټاکنیزو ډنډورو کې د خپلو موخو او پانګو ډېرولو لپاره کار اخلي.

نو په دغسې شرایطو کې ښځه څنګه د انساني عواطفو سرچینه، د کورنۍ مرکز او د راتلونکي نسل روزنپوه وي؛نو پکار ده، چې ښځه په دغسې ټولنو کې لومړی ځان سم وپېژني، خپلې هېرې آریزې دندې رایادې کړي، خپل ړومبي فطرت ته ورستنه شي، چې سپېځلې مور شي؛ یعنې په یوه لاس زانګو وزنګوي او په بل نړۍ!

ښځې ته ستره ټاکنه

ښځې ته بنسټیزه مساله، چې باید تر هر څه وړاندې یې پخپله حل کړي دا ده، چې د ځان په باب له ټولنې څه تمه لري؟

ایا غواړي ټولنه د انساني وړتیا او په دې کې د شته ارزښتونو له کړکۍ وويني او په ارزښت ورته قایل شي؟

یا غواړي ټولنه د ځاني غوښتنو، شهوت او جنسي جاذبو له کړکۍ وویني او ظاهري او برسېرنو جاذبو ته یې ارزښت ورکړي؟

دې پوښتنې ته ځواب په ټولنه کې د ښځې برخلیک او وڼده په ګوتو کوي؛ نو ځکه ښځه چې دا پوښتنه ځوابوي، په یوه ستره ټاکنه لاس پورې کوي. دا ټاکنه؛ هم هغه لار، چې ښځه یې باید خپله کړي او هم هغه چلن، چې باید ټولنه یې ورسره ولري، ښکاره کوي؛ نو ځکه ښځه باید یو ځل د تل لپاره د دې پوښتنې پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

که ښځه وغواړي د شهوت په سترګو وروکتل شي، باید ورځ تر ورځې پر خپلې برسېرنې او جنسي جاذبو ورزیاتې کړي او په ډول ډول طریقو ځان راوړاندې کړي او دا هماغه څه دي، چې پر ((ګټې او شهوت)) ولاړ فرهنګ یې ترې غواړي؛ البته بیخي شک نشته چې د دې فاجعې ړومبۍ بلهار پخپله ښځه ده او دا مسخېدل، ابتذال، چټيتوب او له ځانه پردیتوب دی .

خو که ښځه وغواړي د یوه ((انسان)) په نامې وروکتل شي؛ نو باید په دې حال کې له خپلو برسېرنو ښکلاوو او جاذبو سترګې پټې کړي، چې په ټولنه کې نه په ځاني غوښتنو؛ بلکې په مانیزو او انساني جاذبو اوڅار وي.

په ډاګه ده که ښځه پرېکنده او په جدّیت په دې بهیر کې قدم کېدي، ټولنه به هم په مناسب چلن ورسره اړه کړای شي. په بله وینا: د ښځې دا غوښتنه او هوډ ،ګرد چاپېره ترې یو دېوال دی، چې له آفتونو یې ساتي او د ده د راپرځېدواو ځوړتیا مخه نیسي، دغسې ښځه پاکه او بې الایشه ده، چې د زړه په کور کې یې د انساني لوړو عواطفو ډیوه بله ده او د خپلې کورنۍ محفل په خپلې رڼا رڼا کولای شي؛ بې له دې د اولادونو د عاطفي روزنې لپاره بله لار موندای نشو.

د ساده توب او ستر فلسفه

په ټولنیزو مناسبتونو کې ښځې ته د ((ساده توب)) او ((ستر)) د آرونو مراعاتول اړین دي؛ ځکه له نارینه و سره په اړیکه کې یې انساني وګړه د برسېرنې جاذبې تررڼالاندې رانشي؛ ځکه:

[د جنسي څوبتیا ځواکمنۍ ته په پامنیوي، که په نارینه کې د دې څوبتیا هڅونې ته زمینه برابره وي؛ نو د دې څوبتیا هیجان او فعالیت به د نارینه پاملرنه د ښځې ظاهري او غریزي اړخونو ته وروګرځوي او د انساني او سالمو اړیکو د ټینګېدو مخه به یې ونیسي.]

په بله وینا : که د ښځې ښکلاوې او ظرافتونه نارینه و ته ښکاره شي؛ نو په لومړۍ درجه کې به یې شهواني اړخونه ورته اوڅاروي، نه انساني وګړه ، مانیز او عاطفي اړخونه؛ ځکه ښځه به د جنسي ګټنې په لیکه کې ودرول شي او سوکه سوکه به ابتذال ته راښکودل شي او په پایله کې د ((ښځې ابتذال)) به په ټولنه کې یو دود شي. ټولنې ته د دې دود لومړی زیان دادی، چې د کورنیو بنسټ سستوي؛نو له آره مو دې ټکي ته پام وي چې:

[څومره چې د مېړه او مېرمن تر چوکاټ دباندې د جنسي څوبتیا د مړولو شونتیا چمتو وي؛ نو هومره به د مېړه او مېرمنې ترمنځ مینه کمېږي.]

که ښځې په ټولنه کې د ((ساده توب)) او ((ستر)) لار خپله نکړي او په سینګار او ځانښوونې لاس پورې کړي؛ نو په دې حال کې نارینه ځان په ټولنه کې له راپاروونکیو او جذابو نندارو سره مخ ویني، چې زړه یې پردیو ښځو ته ورمات وي، په تېره که نارینه د ځاني غوښتنو له کابو کولو بېوسی وي؛ نو په هرو مخامخېدو کې یې له خپلې مېرمنې سره تړاو او تعلق راکمېږي او ان زړه به یې د دې او هغې په مینه کې راښکېل وي او په دې توګه به یې مېرمنې ته سیاله یا سیالانې ورپیدا شي او د کورنۍ تود مرکز به یې سوړ او ګډوډ کړي؛ نو ځکه :

[کومه ښځه، چې په ځان سینګارولو او د نورو د زړونو د راجلبولو لپاره په ټولنه کې راښکاره کېږي؛ باید دا حقیقت ومني، چې په دې کړنو نورو ښځو ته د زړونو د راجلبولو جواز هم ورکوي، چې کېدای شي یوه یې پر خپل ځان بلا هم شي!]

په لوېدیځو هېوادونو کې د کورنیو د شړېدلو لومړی درجه لامل همدا دی، چې کله بې بندوباري دود شي؛ نو لوګی یې تر ټولو وړاندې د کورنیو سترګې سوځوي، تر دې چې ډېری ګړي د کورنۍ جوړولو ته زړه نه ښه کوي، چې همدا اوس هم په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د وګړیو نفوس مخ پر ځوړ روان دی.

[په کومه ټولنه کې چې کورنی بنسټ مخ پر شړېدو وي، په واقع کې هر څه په تېره روزنه پکې مخ پر ورکاوي وي.]

نو له دې ځایه پوهېدای شو، چې د بې بندوبارۍ او د کورنیو د شړېدو ترمنځ ټینګه اړیکه نشته.

ښځې پر وړاندې د نارینه مسوولیت

د ښځې په اړه د نارینه بنسټیز ګام دادی، چې ښځه سمه وپېژني او هغه جاهلي پوهېدنې او ناروا تعصبونه یې چې په باب لري، له خپل ذهنه لرې کړي. افسوس چې په کوچنیو او سترو مدني ټولنو کې له ښځو سره ناسم چلن شوی، چې د ژوند کړۍ یې ورتنګه کړې.

بشري ټولنه په خپل پرمختګ کې؛ لکه څنګه چې نارینه ته اړمنه ده، د ښځې شتون ته هم ده او یو یې هم په یوازېتوب ټولنه پرمخ بېولی نشي؛ نو ځکه:

 

[که په یوه ټولنه کې نارینه له ښځې ناروا ګټنه وکړي او له خپل سالم فطرته لرې شي؛ نو نه یوازې ښځې؛ بلکې نارینه هم ورسره زیانمنېږي.]

 

ښځې ته د ((ګټې او شهوت)) په سترګه لیدل، یو نا امنه چاپېریال را دبره کوي، چې یو شمېر پکې په سختو کړاوونو کې سوځي او یو شمېر، چې کمزورې روحیه لري، د تباهۍ په پاڼ کې لوېږي.

که نارینه په ټولنه کې له ښځې د شهواني غوښتنو پر ځای روحي او اخلاقي کمالات وغواړي او دې کمالاتو ته پر ارزښت قایل شي؛ نو ښځو ته د ډېری ځان سینګارولو او ځانښوونې زمینې له منځه ځي؛ خو که په ټولنه کې د ښځو د سینګارولو حال همدغسې وي؛ نو له ځانه پردۍ کېږي او د نورو د هوسونو ښکار به وي؛ نو ځکه:

[نه یوازې ښځه؛ بلکې نارینه هم باید خپلې ځاني غوښتنې کابو کړي او د ښځې د انساني وګړې پالنې ته زمینه چمتو کړي.]

که نارینه ځان له سمونې معاف وبولي او ټوله پړه پر ښځې واچوي؛ نو کله هم د نارینه او ښځې په اړیکو کې شته ستونزه هوارولای نشي، ان که ښځه ((ساده توب)) او ((ستر)) رعایت کړي او له نارینه و سره په اړیکه کې له وقار او درونوالي هم کار واخلي؛ خو که نارینه سرغړاند نفس او ځاني غوښتنې کابو نکړي؛ نو ستونزه به هواره نشي؛ نو ځکه:

[د نارینه او ښځو په اړیکو کې، مسوولیت یو اړخیز نه؛ بلکې دوه اړخیز چار دی.]

هم ښځه باید خپل ځان ومومي او د خپلو دننني کمالاتو په پالنه او د خپلې انساني وګړې پر ودې لګیا شي او هم نا رینه باید د ځان د پاکوالي او د روحي او اخلاقي فضایلو د پالنې په فکر کې وي او باید د دواړو هڅې جوختې روانې وي، چې په پایله کې د نر او ښځې په اړیکو کې دا پخوانۍ ستونزه هواره شي.

د مېړه مسوولیت

باید په کور کې د ښځې درناوی وشي؛خو افسوس چې په ځینو کورنیو کې د ښځو واقعي ارزښت پېژندل شوی نه دی او نه یوازې مېړه، چې ان اولادونه یې هم پر وړاندې سپین سترګي کوي. د مېړه مهمه دنده ده ، چې د ښځې عزت وکړي او پاکو عواطفو ته یې پر ارزښت قایل شي. باید پر دې تریخ واقعیت منښته وکړو، چې غالباً موږ په کورنیو کې د ښځې له شان سره وړ چلن نه کوو او نه یې د روحي او عاطفي اړتیاوو د ورپوره کولو په فکر کې یو.

[افسوس چې ځینې وخت مېړه تر دې ځایه وړاندې ځي، چې ان مینه ورسره نه کوي او د خپګان په نړۍ کې یې یوازې پرېږدي.]

حال داچې د مېړه او ښځې ژوند پر دوه اړخېزې مینې ولاړ دی او په هغه کورنۍ کې چې د د واړو ترمنځ مینه نه وي؛ نو د مړې ډیوې مثال لري، له هغو ښځو به تېر شو، چې خپل فطرت ته یې شاکړې، ځان یې بایللی او له ځانه پردۍ شوې ده.

په هر حال کورنۍ چاپېریال هله د انساني عواطفو له رڼا رڼا کېږي او له تودوخې یې تودېږي، چې د مېړه او ښځې ترمنځ دوه اړخیزه مینه وي او د دې موخې لپاره دا نارینه دی، چې له خپلې مېرمنې سره په مینه کولو، د ښځې عاطفي سرچینه راوخوټوي او وبهوي، چې د اولادونو نوي ایښوول شوي نیالګي ترې خړوب او زرغون شي.

د خپلې ټولنې ښځو ته د عبرت سبق

د هېواد ښځې دې له نړیوالې وضع سمه پوهېدنه ولري او د نورو هېوادونو له تجربو ګټنه وکړي، په تېره څه چې په وروستیو پېړیو کې په صنعتي هېوادونو کې پېښ شوي دي. هېوادوالې دې خپل روحي او مانیز ارزښتونه ښه وپېژني او له هغو جریانونو دې ډډه وکړي، چې پایله یې د ښځې واقعي پوپنا کېدل او له ځانه پردیتوب دی.

[1] ویلي دورانت، ((لذات فلسفه))، ۱۵۱ مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست