تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د کړنو انځور يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿آل عمران/۳۰﴾ = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د کړنو انځور

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِنْ سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿آل عمران/۳۰﴾ = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي او دا هيله څرګندوي، چې (كاشكې) د ده او د بدو كړنو ترمنځ يې ډېر (زماني) واټن واى؛ او پر بندګانو خوږمن خداى مو له خپلې (سرغړونې) وېروي.

 قرآن مجيد په دې آيت او نورو ډېرو آيتونو کې له دې حقيقته پرده اوچتوي چې په قيامت کې د انسان ښې او بدې کړنې په يوه بڼه انځورېږي او د محشر ډګر ته حاضرېږي. د ((تَجِدُ)) اصطلاح د وجدان له مادې او د موندلو پر مانا ده؛ يعنې هر څوک په قيامت کې خپل کړه وړه مومي او هيله کوي چې د ده او ناوړه کړنو ترمنځ يې خورا واټن وای. پرېمانه آيتونه هم دا مطلب تاييدوي. د کهف سورت ۴۹ آیت وايي چې ګناهګارن د قيامت پر ورځ ، خپلې تېرې کړنې مخامخ ويني، همداراز د زلزال ۷ او ۸ آيتونه وايي: ((نو څوک چې د يوې ذرې هومره ښه (كار) وكړي، وبه يې ګوري او څوک چې د يوې ذرې هومره بد (كار) وكړي، وبه يې ګوري)). نو ځکه پخپله انسان د قيامت پر ورځ، ښې يا بدې چارې مومي او ويني یې. ډېری روایات هم پردې مطلب ګواهي ورکوي.

پېغمبر اکرم(ص) يو نصيحت غواړي ته وويل: (( قيسه! هرومرو يو ملګرې لرې چې درسره ښخېږي، حال دا هغه ژوندی دی او ته مړ يې، که هغه ښه او عزتمن وي؛ نو عزت درکوي او که پست او خوار وي؛ نو (ناخوښو پېښو) ته دې ورسپارې، بیا هغه يوازې له تا سره محشورېږي او ته هم يوازې د قیامت ډګر ته ورسره راځې او په اړه يې پوښتلېږې ؛ نو هڅه کوه چې په ښه بڼه يې وکړې ځکه که هغه ښکلې او ښې وي؛ نو مينه ورسره کوی؛ که نه بې له هغه به له بل چا نه ډارېري او هغه ستا کړه وړه وي.)) (نمونه ۲: ۵۰۴ مخ)

د امام صادق (رح) وايي: (( چې مړی په قبر کې کېښولېږي يو تن يې پر وړاندې راښکارېږی او ورته وايي: انسانه! موږ درې څېزونه وو: یو دې رزق، چې د عمر په پای کې دې پرې شو او بل دې کورنۍ چې ته يې پرېښوولې او ستانه شول او زه چې ستا عمل يم؛ نو درسره پاتې شوم، خو تر هغوی دې کم ارزښته ګڼلم.))  (الميزان، ۳: ۱۹۱ او ۱۹۴ مخونه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!