تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د کړنې افت وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا ﴿نساء/۳۸﴾ = او [بل] هغوى چې خپل مالونه خلكو ته د ښودانې لپاره لگوي او پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري (؛ځكه شيطان يې ملګرى […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د کړنې افت

وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا ﴿نساء/۳۸﴾ = او [بل] هغوى چې خپل مالونه خلكو ته د ښودانې لپاره لگوي او پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري (؛ځكه شيطان يې ملګرى دى) او د چا چې شيطان ملګرى وي؛ نو څه بد ملګرى دى .

ريا او ځانښوونه يو ستر ټولنيز کړاو دى. د اسلام له نظره د هرې کړنې ارزښت يې په نيت پورې تړلى دى او په بل تعبير نيت د هرې کړنې بنسټ دى، خو نږه نيت. اسلام تر هر څه وړاندې د نيت دوسيه څيړي. د رسول اکرم (ص) په مشهور حديث کې راغلي: ((هره کړنه په نيت پورې يې اړه لري او په کړنه کې د هر چا برخه د خپل نيت له مخې ده، چې څوک د خداى لپاره جهاد کوي، اجر يې پر خداى دى او چې څوک د دنیوي څيز لپاره جګړه کوي يا ان نيت يې د ((عقال)) (وړوکی پړی، چې د اوښ پښه پرې تړي) تر لاسه کول وي، برخه يې يوازې همدا ده)) دا اهميت له دې لامله دى چې نيت، کړنې ته بڼه او شکل ورکوي. هغه چې د خداى لپاره يو چار کوي، بنسټ يې ټينګوي او ټوله هڅه يې داده، چې خلک ښه ګټه ترې واخلي. خو چې څوک د ځانښوونې لپاره کوم چار وکړي، يوازې د چار په سرسري او ظاهري بڼه لګيا وي او د اړمنو باطن او ګټې اخستنې ته اهميت نه ورکوي. کومه ټولنه چې په ځانښوونې روږده شي، نو نه يوازې له خداى، ښو خويونو او غوره ملکاتو لرې کيږي، بلکې ګردې ټولنيزې کړلارې يې له منځپانګې تشېږي او په يو موټي بې مانا ظواهرو کې رالنډيږي او د دغسې انسان او ټولنې برخليک څومره دردناک دى! د نبي کريم (ص) په يو حديث کې راغلي: ((پر خلکو يو وخت راځي، چې باطنونه يې چټليږي او ظاهر يې ښکلى، دا ځکه دنيا ته يې سترګې نيولې وي او الهي اجر ته يې پام نه وي. دين يې ريا او ځانښوونه کېږي او په زړه کې يې له خدايه ډار نه وي، خداى دا ټول په سخت عذاب او کړاو اخته کوي او چې څومره خداى د ډوب شوي په څېر بلي، دعا يې نه قبليږي)) (نمونه، ٢٧: ٣٦٣ مخ).

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!