تبلیغات

حضرت علي (ک ) وويل: ‏ له بخيلانو سره مشوره مه کوه، چې د خلکو له خدمته دې منع کوي او له بېوزلۍ به دې ويروي،له وېرندوکيو سره مشوره مه کوئ؛ځکه چې د مهمو کارونو په کولو کې مو اراده ضعيفوي. له حريصانو سره هم مشوره مه کوئ؛ ځکه چې ظلم ښکلى درانځوروي.‏(نهج البلاغه)  لنډه […]

حضرت علي (ک ) وويل:

‏ له بخيلانو سره مشوره مه کوه، چې د خلکو له خدمته دې منع کوي او له بېوزلۍ به دې ويروي،له وېرندوکيو سره مشوره مه کوئ؛ځکه چې د مهمو کارونو په کولو کې مو اراده ضعيفوي. له حريصانو سره هم مشوره مه کوئ؛ ځکه چې ظلم ښکلى درانځوروي.‏(نهج البلاغه)

 لنډه شرح : اسلام مو‏ په کارونو کې مشورې ته رابولي؛خو په څومره چې له ښو خلکو سره مشوره د پرمختګ او نېکمرغۍ لامل ګرځي، نو هماغومره له بدو او ضعيفو خلکو سره مشوره هم سرچپه پايلې لري؛نو ځکه حضرت علي وويل، چې له دې درېو ‏سره مشوره مه کوئ : بخيلان، ډارن، حريصان، چې بخيل دې له بښنى منع کوي‏،‏هغه بل دې اراده سستوى او هغه بل د زياتې غوښتنې له امله تا د خلکو پر مال ګېډه اچونې ته لا راهڅوي .

تر ټولو غوره

حضرت علي وويل:

تر ټولو سترنعمت روغتيا ده او تر ټولوغوره څيز،چې د انسان زړه پرې   ډکېږي،پر څښتن (ج) ايمان دى.‏ (تحف العقول)

 لنډه شرح :  په دې وینا کې حضرت علي تر ټولو نه پر ستر نعمت ګوته ايښې. روغتيا نه يواځې دا چې تر ټولو ستر نعمت دى؛ بلکې د ټولو فعاليتونو،هڅو ‏او برکتونو سرچينه ده او په مانیزو ‏نعمتونو کې به پر څښتن (ج) له ايمان پرته بله داسې رڼا پېدا نه کړئ،چې د ژوند لار درته رڼا کړي. پر څښتن (ج) ايمان د ناپوهۍ، خوارۍ، سپکاوۍ او چټليو درمل او د زړه ټکور دى .

د ګناه اغېز

امام صادق (رح) وايي:

هغوى چې د ګناه له امله مري دهغوى په پرتله ډېر زيات دي،چې پر طبيعي مرګ مري او هغوى،چې د نېکچارۍ له امله ژوند کوي،د هغوى په پرتله يې عمر زيات دى، چې طبيعي ژوند لري. (سفینة البحار)

لنډه شرح : نن سبا دا خبره جوته شوى، چې د جسمي ناروغيو يو ستر لامل اروایز‏ او مانیز ‏لاملونه دي او د اروایز‏ خپګان يو آریز لامل هغه فشار دى،چې د وجدان له اړخه د يوې ګناه تر کولو روسته پر انسان راځي . ګناهګار انسان د وجدان په محکمه کې محاکمه کېږي او له دردونکيو مانیزو ‏سزاګانو سره مخامخ کېږي،چې غبرګون يې په روح او جسم کې راښکاره کېږي؛خو نيکان د وجدان له اړخه هڅول کېږي او همدا مانیزه ‏هڅونه ورته نوى ژوند ورکوي او عمر يې زياتوي . پايله دا،چې ګناه عمر لنډوي او نيکي يې اوږدوي.

(د ژباړن لنډه شرح) : دې وینا پر ډېرو طبي مسلو رڼا اچولې او هغه دا چې هر کله هم چې چا ته ووايې اى وروره ! د ساري په ډول سګريټ مه څښه يا شراب مه څښه يا پلانی غلط کار مه کوه،چې هم ترې ‏دين منع کړي يو او هم نن سبا دا کارونه طب منع کړي؛ځکه چې خورا ډېر تاوانونه لري ( د ساري په ډول همدا سګريټ)؛نو درته به ووايي چې پلانې له 20 کالو راهيسې سګريټ څښي ؛خو تر اوسه لا هيڅ بلا نه دې وهلى؛نو زه به تل ورته هک پک وم چې اوس دې ته څنګه دا خبره وکړم چې په همدې سګريټ کې تر ننه 1200 سرطان (چنګاښ) جوړونکې مادې پېژندل شوي او همداسې نويو طبي څېړونو دا خبره جوته کړى هغوى چې سګريټ څښي؛نو 20% خپل عمر راکموي؛نو هغه خلک هم چې ګناه کوي او ګناه په طب کې يعنې هر کار چې د انسان د بدن په تاوان وي ؛نو په خپله ګورو او په تاريخ کې واويو چې پخوانيو خلکو به ډېر عمر کاوه؛نو علت يې دا و چې هغه کارونه چې نن سبا خلک کوي د هغه وخت خلکو به نه کول؛نو هغوى چې سګريټ څښي او وايي چې هيڅ بلا مو نه وهي ؛نو ايا هغوى ته معلومه ده چې دا څومره عمر مې چې وکړ ؛نو ايا زما رښتين عمر همدومره و او که نه له دې نه ډېر و چې په خپله مې د هغو کارونو پر تبر د خپل عمر د ونې ډډ وواهه چې هم ترې نه دين منع کړى و او هم ترې طب منع کوي؛نو پام مو وکړ چې په خپله دين هم دې خبرې ته په ډېره ښه توګه اشاره کړى ده . )

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!