تبلیغات

د ګناه لارې چارې په انسان کې د ګناه لارې چارې الف – غريزه په انسان کې غريزې شته چې پر افراط وتفريط يې اخته کوي ؛نو بايد د کابو کېدو، تعديل او انډول لارې چارې يې وپېژنو. حضرت علي (ک) وايي : خداى پرېښتې په عقل ځانګړي کړي [ او په تکويني توګه په […]

د ګناه لارې چارې

په انسان کې د ګناه لارې چارې

الف – غريزه

په انسان کې غريزې شته چې پر افراط وتفريط يې اخته کوي ؛نو بايد د کابو کېدو، تعديل او انډول لارې چارې يې وپېژنو. حضرت علي (ک) وايي : خداى پرېښتې په عقل ځانګړي کړي [ او په تکويني توګه په عقل پسې ځي] ځناور يې په شهوت او غوسې ځانګړي کړل [ او په تکويني توګه خپلې حيواني غريزې پوره کوي]؛خو انسان ته يې د هرڅه په ورکولو سره[عقل، غوسه او شهوت] شرافت ور وباښه؛نو که انسان د عقل لاروي وکړي؛مقام به يې له پرېښتو اوچت وي؛ځکه چې د غوسې او شهوت په درلودلو یې بیا هم د عقل لاروي کړې ده او که په شهوت او غوسې پسې شو؛ نو له ځناورو به هم ټيټ وي؛ ځکه د عقل په درلودلو سره سره په غوسې او شهوت پسې تللی دی.[1]

کوم کسان چې له حيواني غريزو لاروي کوي،قرآن يې په هکله وايي:

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لاَّ يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لاَّ يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لاَّ يَسْمَعُونَ بِهَا أُوْلَئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[2]

ژباړه : او په واقع كې موږ ډېرى پېريان او انسانان دوزخ ته پيداكړي دي (؛ځكه چې) هغوى زړونه [=عقلونه] لري؛خو(فكر پرې نه كوي او) نه پوهېږي او سترګې لري؛خو څه پرې نه ويني او غوږونه لري؛خو څه پرې نه اوري؛هغوى د څارويو په څېر دي؛ بلكې تر څارويو هم بتر بې لارې دي :(هو) دوى پوره ناخبره دي (ځكه د هدايت (اوښيون) هر ډول امكانات يې درلودل؛ خو بيا هم بې لارې دي ) .

غريزي قواوې

د اخلاقو عالمان وايي: د ګناهونو جرړې او انګېزې له درې قواوو سرچينه اخلي:

  1. ‏- شهويه قوه .
  2. غضبيه قوه .
  3. وهميه هوه .

شهويه قوه؛په نفساني خوندونو کې انسان د افراط لوري ته راکاږي،چې پايله يې په فحشاء او بديو کې ډوبېدل دي .

غضبيه قوه؛انسان تيري، سرکښۍ او ظلم ته اړباسي .

وهميه قوه؛په انسان کې د ځانمنۍ او پېسمنۍ – کبر روحيه را ژوندۍ کوي او په دې لار کې يې پرستروګناهونو ککړوي.[3]

که ښه ځيرشو؛ نو جوتېږي چې ډېرى ګناهونه (نه ټول ) له دې درې قواوو سرچينه اخلي . د انسان په وجود کې ددې درې قواوو شتون لازمي دى؛خو که کابو او کنټرول نشي افراط و تفريط ته راښکودل کېږي او د ډېرو ګناهونو لامل به شي. د ساري په توګه:انسان، ځناور او بوټي په اوبو ژوندي دي؛ اوبه که په يو غټ ډنډ کې بندې شي او ورته ټينګ ورخ او پوله واچول شي،که سېلاو هم پرې راشي؛ نو کابو به يې کړي چې هر وخت مو اوبو ته اړتيا و؛لږ ورخ به راپرېږدو او اوبه به ترې راروانې شي . که د ډنډ ورخ او پولې سستې وي او سېلاو راشي؛نو ورخ به وشلوي او سيلاو به پټي،کورونه او بڼونه له منځه يوسي .

په انسان کې،غضب د دفاع او شهوت قواووې د کهول د پایښت لپاره ايښوول شوى؛خو که دې غريزو پړي وشلول ؛نو خورا جنايتونه،جنسي انحرافات او بدلمنۍ به رامنځ ته کړي. پايله دا که وغواړو چې خپل وجود او ټولنه له ګناه پاکه کړو؛نو بايد خپلې غريزې او ځاني غوښتنې کابو کړو؛البته د شهواني غريزو د کابو کېدلو لپاره ځينې لارې شته،چې وروسته به پرې رڼا واچول شي .

(ب) – زړه

په قرآن کې ١٢٣ ځلى د زړه ویی راغلې ده. په بېلابېلو آيتونو کې د کافرانو،منافقينو او مجرمانو زړونه په ټاپه شويو زړونو،ناروغو زړونو،سخت زړونو،کږو زړونو او قفل کړاى شوى زړونو ياد شوي دي؛د زړه څېړنه خورا وخت غواړي؛ خو زړه دانسان د هوډ نيونې او قومندانۍ مرکز دى، روغ او پاک زړه د نيکچاریو سرچينه ده او ناروغ او تور زړه د فساد سرچينه ده، له خدايه د اطاعت او له ګناه څخه د ډډې په موخه موږ بايد خپل زړه پاک او سوتره وساتو.

امام صادق وايي: ((ما من مومن الا و لقلبه أُذنان فى جوفه، أُذُن ينفث فيها الوسواس الخناس و أُذُن ينفث فيها الملك فيؤيد اللَّه المؤمن بالملك فذلك قوله تعالى «و ايّدهم بروحٍ منه – د مومن زړه دوه غوږونه لري. په يوغوږکې يې ((وسواس خناس)) چوف کوي او په بل کې يې پرېښته چوف کوي او خداى ددې پرېښتې له لارې د مومن لاسنيوى کوي او خداى وايي،چې زه مومنان د خپل روح له لارې پياوړي کوم.[4]))

زړه د نيتونو ځاله ده

پاک او ناپاکه نيتونه دواړه له زړه سرچينه اخلي او د ګناه او کوږوالي نيتونه د زړه له ناپاکۍ سرچينه اخلي؛له ګناه څخه د ژغورنې لپاره بايد سرچينې ته يې ځيرشو، بايد پاک و سوتره يې کړو. پېغمبراکرم (ص) وايي :(( نيّة المُؤمِنِ خيرٌ من عَمله و نيّةُ الكافِر شرٌّ من عَمَله و كلّ عامل يعمل على نيَّتِه د مومن نيت يې تر کړنې غوره دى او د کافر نيت يې تر کړنې ډېر ناوړه دى او انسان د خپل نيت له مخې چارې ترسره کوي.[5]))

ددې حديث د شرح په هکله ډېر مطلبونه ويل شوي دي ؛خو ښائي غوره وينا دا وي چې نيت د هوډ نيونى او د کړنو د کولو ځاله ده ؛نو که د مومن نيت پاک وي؛نو غوره او نيک کارونه به وکړي،که و يې هم نه کړي ؛نو د ښو کارونو لپاره به خو چمتووالى لري.د کافر نيت ناپاک وي؛نو ځکه فسادي کارونه کوي ،که بدکار هم ونه کړي؛نو د ناوړو کارونو د کولو لپاره خو چمتووالى لري .

امام صادق وايي :((دوزخيان به ځکه تل په دوزخ کې وي،چې دوى نيت کړى و،که تل په دنيا کې پاتې شي ؛نو تل به له خدايه سرغړوي او جنتيان به ځکه تل په جنت کې وي،چې نيت يې دا و، که په دنيا کې د تل لپاره پاتې شوي واى ؛نو تل به يې د خداى اطاعت کاوه؛نو ځکه دواړه ډلې د خپل نيت له مخې تلپاتې شوې. ))

وروسته به پردې ټکي رڼا واچوو، چې ځينې عوامل؛لکه خواړه، انډېوال او چاپېريال،د نيت په جوړښت کې بنسټیزه ونډه لري؛که خواړه حلال وي او چاپېريال او انډېوال هم غوره وي؛نو د نيک نيت لامل ګرځي او که خواړه حرام وي او چاپېريال او انډېوال دواړه بد وي؛نو د ناپاکه نيت لامل ګرځي .

په اسلام کې هغه عمل ارزښت لري، چې د نږه او پاک نيت له کبله شوى وي او که نه خداى يې نه مني.پېغمبراکرم(ص) وايي: ((اِنّ اللّهَ لايقبل عَملاً فيه مِثقال ذرّة من رِيا په کوم عمل کې چې لږه ريا هم وي؛ نو خداى يې نه مني.[6]))

امام صادق وايي :(( که مومن د نيک کار د کولو نيت وکړي او ويې نه کړي؛نو د کولو هومره ورته ثواب ليکل کېږي او که مومن د بدکار نيت وکړي،څو ويې نه کړي؛نوعذاب ورته نه ليکل کېږي.[7] ))

مينه او کينه

زړه په انسان کې د مينې او کينې مرکز دى او دا بايد د اسلام د ښوول شوي دود له مخې پېیون – تنظيم شي؛ځکه له يو څيز سره مينه کول انسان دې ته اړباسې چې ويې کړي او همداراز که له يو څيزسره کينه ولري ؛نو ورته شا کوي . امام صادق وايي :(( هل الايمان الا الحب و البغض – ايمان له مينې او کينې پرته بل څه نه دى.))د ساري په توګه: څوک په کور کې ناست دى، ناڅاپه پيشو راځي او دده له کوره غوښه تښتوي،هغه په پيشو پسې منډه وهي؛ خو پيشو له کوره وځي او په کوڅه کې ترې تښتي؛نو د کور خاوند هم بېرته راستنېږي؛ځکه له غوښې سره د کور والا مينه همدومره وه.که يو ګيدړ راشي او له کوره يې چرګ وتښتوي،دا به ورپسې په کوڅه کې ترهغه منډې وهي،چې ګيدړ دښتې ته وتښتي؛نو بېرته ترې راستنېږي؛ځکه له چرګ سره يې مينه همدومره وه. که يو ليوه ترې له کوره پسه يوسي؛نو په دښتو کې به ورپسې ترهغه منډې وهي چې ليوه غره ته وخېژي؛نو بېرته راستنېږي؛ځکه مينه او کينه يې هم دومره وه،اوس یې که ليوه کوچنى ماشوم يوسي ؛نو ورپسې به دښتې اوغرونه ولټوي، شپې به سبا کړي،تيارې به رڼا کړي او وايي: ترهغه به يې په لټون کې يم،چې د ماشوم جنازه مې لاس ته نه وي راوړي .

له دې بېلګې جوتېږي چې مينه،کينه او درجې يې د انسان په اراده او حرکت کې تر کومه بريده ونډه لري.له يو څيزسره چې د انسان مينه ډېره وي ؛نو ډېر ورپسې وي او که له يو څيز سره کينه ولري ؛نو خپله دښمني او کرکه ورسره په ډاګه کوي. اسلام د انسان مينه او کرکه د خداى د اطاعت په لار کې کاروي، چې د انسان د هوډ نيونې ځاله پاکه او سوتره وي .

اندوآنده- فکر او اندیشه

د انسان په وجود کې دکارونو بله سرچينه فکر دى . روغ فکر پاکه او سوتره ميوه ورکوي او ناروغ فکر ناروغه ميوه ورکوي.حضرت علي (ک) وايي : ((مَن كَثُر فِكرهُ فِى المَعاصى دَعَته اِلَيها

– څوک چې د ګناه په هکله ډېر فکرکوي ؛نو ګناه کولو ته به يې هم اړکړي.[8] ))

عيسى عليه السلام “حواريونو” ته وويل: ((وانا امركم ان لاتحدثوا انفسكم بالزنا فضلاً من ان تزنوا…. – زه تاسې ته امر کوم چې د زنا په باب ان فکر هم مه کوئ ؛زنا کول خو لا لرې خبره ده؛ ځکه که څوک خپل روح او اند له زنا خبر کړي ؛نو مثال يې داسې دى: که څوک په يوه ښکلې خونه کې اور بل کړي، که څه هم خونه و نه سوځوي؛ خو لوګى به يې ښکلي دېوالونه تورکړي.[9] ))

يعنې د ګناه په هکله فکر،د انسان د هوډ نيونې ځاله ککړوي او ښائي داسې ځاله به د خداى د اطاعت په پرتله د ګناه تپو تېرو ته نږدې وي .

دګناه د پيدا کېدو لارې چارې

په ګناه پېژندنه کې د ګناه د لارو چارو پېژندل خورا مهم دي. څوک چې له ګناه ډډه کوي،لومړى بايد د ګناه لارې چارې وپېژني او تر پېژندو وروسته يې مخنيوى او درملنه وکړي. په بدن کې د ويټامينونو کموالى انسان د ميکروبونو د جذب لپاره چمتو کوي او يا هم د ځينو ناروغيو د پالنې، پراختيا او خپرونې لامل ګرځي، دا کموالى بايد پوره شي، چې د ميکروبونو د جذب او د ځينو ناروغيو د روزنې لارې چارې له منځه ولاړې شي؛ نو موږ بايد لارې چارې او زمينې وپېژنو او له منځه يې يوسو.

که په کور کې “کنارآب” يا “خاک انداز” “ماشي” پيدا کوي ؛نو ايرې او دوا اچول پرې بې ګټې دي؛بايد ټپ شي .

د ګناه لارې چارې ډېرې دي،چې هر يوځانګړى کميت – څومره والى او کيفيت – څرنګوالى لري چې دادي :

  1. روزنيزې او هڅوبیزې – فرهنګې لارې چارې
  2. کورنۍ لارې چارې
  3. وټیزې – اقتصادي لارې چارې
  4. ټولنيزې لارې چارې
  5. اروايي لارې چارې
  6. سياسي لارې چارې .

 

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] جامع السعاده، ۱/ ۳۴،

[2] اعراف/۱۷۹

[3] د فخررازي تفسير ٢\ ١٠٤

[4] کافي ٢\٢٦

[5] کافي ٢\ ٨٤

[6] بحار٧٢\ ٣٠٤

[7] کافي/۲/ ۱۲۵

[8] فهرست غرر

[9] بحار ۱۴/ ۳۳۱، سفینة البحار ۱/ ۵۶۰

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!