تبلیغات

د ګناه ټولنېزى لارې چارې په دې باب پر لاندې اړخونو رڼا اچوو: ١- فاسد چاپېريال.٢-بې لاري مشران. ٣- ناوړه دوستان .٤- ټولنېزه بې برخیوالي ١-٤: فاسدچاپېريال: لکه څرنګه چې ډېران د ميکروب د ودې او پيدا کېدو لامل دى ؛نو همدا شان چټل او ناپاک چاپېريال هم ګناه ته لارې چارې هواروي .د کمي […]

د ګناه ټولنېزى لارې چارې

په دې باب پر لاندې اړخونو رڼا اچوو:

١- فاسد چاپېريال.٢-بې لاري مشران. ٣- ناوړه دوستان .٤- ټولنېزه بې برخیوالي

١-٤: فاسدچاپېريال:

لکه څرنګه چې ډېران د ميکروب د ودې او پيدا کېدو لامل دى ؛نو همدا شان چټل او ناپاک چاپېريال هم ګناه ته لارې چارې هواروي .د کمي (څومره والي) او کيفي (څرنګوالي) اړخه چاپېريالونه ډول ډول دي؛لکه د ښوونځي چاپېريال، د کور چاپېريال،د کار چاپېريال، د کلي چاپېريال ،د ښار چاپېريال، د پوهنتون چاپېريال ،د مدرسې چاپېريال،د روغتون چاپېريال او…………

   د چاپېريال اغېز :

د اعراف په سورت کې له ١٣٨څخه تر١٤١آيتونو پورې راغلي : حضرت موسى او پلويان يې چې له فرعون څخه وژغورل شول او له سينده پورې وتل ؛نو په لار کې له يو قوم سره مخ شول چې بوتپالي وو؛نو دوى هم حضرت موسى ته وويل:

قَالُواْ يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ = ((و يې ويل: موسى: ((لکه څرنګه چې دوى معبودان لري ،موږ ته هم يو معبود جوړ کړه ))

هو! حال دا چې حضرت موسى به دې خلکو ته تل لار ښوده؛خو دوى د چاپېريال تر اغېز لاندې راغلل. حضرت موسى وغندل اوورته يې وويل:

إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ إِنَّ هَؤُلاء مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ = (( تاسې په غوڅه توګه ناپوهه قوم ياست دا(بوتان چې وينئ ) ؛نوپايله به يې نابودي وي او څه چې کوي باطل او چټي دي )).

قارون د حضرت موسى د زمانې مخور او سرکښ شتمن و. يوه ورځ له خپلې شتمنۍ سره د خپل قوم پر وړاندې ودرېد . قرآن وايي:

فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ =او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: (( كاشكې څه چې قارون ته وركړل شوي دي، موږ هم درلوداى؛ ځکه چې هغه د سترې برخې خاوند دى!))

له فاسد چاپېرياله هجرت په اسلام کې يوه په زړه پورې موضوع ده . کوم چاپېريال چې پر فساد ککړ وي؛نه يوازې دا چې انسان يې نشي بدلولاى؛بلکې دين يې هم په ګواښ کې وي ؛نو په داسې حالت کې بايد له ناپاکه چاپېرياله لرې شو او هجرت وکړو او داسې ځاى ته ولاړ شو، چې پکې دين وي او دين خپور کړو، که دا خلک په همدې فاسد چاپېريال کې پاتې شول او تر اغېزې لاندې راغلل ؛نو نشي کولاى چې د خپلې ګناه پړه پر فاسد چاپېريال وروتپي.په قرآن کې داسې خلکو ته ګواښ شوى، چې ځاى به يې دوزخ وي . په تاريخ کې راغلي: ځينې مسلمانان په مکه کې ميشت وو او د خپل کور او مالونو له کبله يې له نورو مسلمانانو سره مدينې ته هجرت ونه کړاو همداراز د خپلو مالونو د ساتلو لپاره يې د مشرکينو په ليکو کې د “بدر” په جګړه کې هم ګډون وکړ او د مسلمانانو په لاس ووژل شول .

په قرآن کې راغلي:

اِنّ الّذينَ تَوفّاهُم المَلائِكةُ ظالِمى اَنفُسهم قالوا فِيمَ كُنتم قالوا كنّا مُستَضعَفين فى الارضِ قالوا اَلم تَكن اَرضُ اللَّه واسِعَة فَتُهاجِروا فيها فَاُولئِك مَأواهم جَهَنّمَ و سائَت مَصيراً [1]= په واقع کې هغوى چې پرخپلو ځانونو يې ظلم كړى و ( د روح قبضولو) پرېښتو ورته د ساه اخستو پر وخت وويل :((تاسې په څه حال كې وئ؟)) ( او سره لدې چې مسلمانان وئ ؛ خو د كفاروپه ليكه كې وئ) ؟هغوى ځواب وركړ: (( موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرېښتو ] وويل : (( ايا د خداى ځمكه پراخه نه وه؛چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) هغوى (څه عذر نه درلود او ) استوګنځى يې دوزخ دى، چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى .

په قرآن کې ٢٦ځل له هجرته خبرې شوي او په ځينو آيتونو کې مهاجرينو ته ډېر اجرونه هم ياد شوي دي. د هجرت يو مصداق له ګناه هجرت دى ( دنننى هجرت ) .

پېغمبراکرم(ص) وايي:

من فر بدينه من ارض الى ارض و ان كان شبراً من الارض استوجب الجنة و كان رفيق محمّد صلى الله عليه وآله و ابراهيم عليه السلام= څوک چې د خپل دين ساتنې لپاره له يوې ځمکې بلې ته د يو څپک هومره سفر وکړي؛نو د جنت وړبه وي ( اوپه جنت کې به ) د محمد او ابراهيم عليهما السلام يار وي.[2]))

حضرت محمد او حضرت ابراهيم عليهما السلام د جهان ستر مهاجر وو؛نو دا به هم ورسره په يوه ډله کې وي. په روايتونو کې راغلي: د امام صادق په مخ کې د فاسد چاپېريال خبره رامنځ ته شوه؛نو امام صادق خپل شاګرد (مفضل) ته وويل : (( که غواړې چې دين دې وساتې؛نو په فاسد چاپېريال کې مه اوسه؛ ځکه چې د فتنې ځاى دى.))

له دې حديثه جوتېږې چې فاسدچاپېريال انسان پرګناه ککړوي او د دين ساتنې لپاره ترې بايد هجرت وکړي. که چاپېريال سمولاى شي؛ نو پاتې دې شې چې ځينې وخت دا کار لازم هم دى او کنه له دې ځايه دې ولاړشي .

 د خلکو او چاپېريال تر اغېز لاندې راتلل

اسلام خلکو ته ښوونه کوي چې هرڅه يې بايد د خداى لپاره وي او تل دهغه خوښي په پام کې ونيسي،پر څه چې خداى خوشحالېږي،ورسره مينه وکړي او چې خپه کېږي؛نو دښمني دې ورسره وکړي او د هوډ کچه يې خلک او چاپېريال نه؛ بلکې خداى وي؛خو که د کړنو کچه د ټولنې عمومي ذهنيت ته کتل او له ټولنې سره يوه شان کېدل وي؛نو په ښکاره چاپېريال، له الهي کړنلارې وځي او د خلکو پر هوسونو ککړېږي. اسلام ډېرښت – اکثريت د حق او باطل کچه نه ګني او کله ناکله د ډېرښت واکمني هم ردوي. امام کاظم، هشام ابن حکم ته وويل:

يا هشام! لو كان فى يدك جوزة و قال الناس لؤلؤة ما كان ينفعك و انت تعلم انها جوزة و لو كان فى يدك لؤلؤة و قال الناس انها جوزة ما ضرك و انت تعلم انها لؤلؤة = هشامه ! که په لاس کې دې يو “غوز” وي او خلک ووايي، چې دا مرغلره ده ؛ نو هيچ ګټه به در و نه رسوي؛ځکه چې پوهېږې چې غوز دى او که په لاس کې دې مرغلره وي او خلک ووايي چې دا غوز دى؛نو تاوان به در و نه رسوي؛ ځکه پوهېږې چې مرغلره ده. [3]

خپل زوى ته د حضرت لقمان په وصيت کې راغلي :

((لا تعلّق قلبك برضى النّاس فان ذلك لا يحصل = خپل زړه دې د خلکو پرخوشحالۍ مه تړه؛ ځکه (هرکار چې وکړې )؛خلک نه خوشحالېږي.)) تردې وروسته يې خپل خر له غوجلې راوويست، خپله پرې سپور شو او زوى يې په ځان پسې را روان کړ، ېوې ډلې ته راورسېد؛نو ډلې وويل :دا زوړ سړى سخت زړى دى،خپله سپور دى او زوى يې په ځان پسې راروان کړى. تردې وروسته يې زوى پر خر سپور کړ او پخپله ورپسې شو. مخې ته بله ډله ورغله او ويې ويل : دا ښه زوى او پلارنه دي،پلار ځکه بد دى چې زوى يې سم نه دى او زوى هم ځکه بد دى چې د پلار درناوى نه کوي . تردې وروسته دواړه پر خره سپاره شول او مخې ته بله ډله ورغله او و يې ويل: دا داوړه څومره سخت زړي دي؛ دواړه پر بې ژبې څاروي سپاره دي، تردې وروسته حضرت لقمان او زوى دواړه له خره راکوز شول خر يې له ځانه مخکې کړ او ورپسې شول؛ يو بله ډله مخې ته ورغله او و يې ويل : عجيبه خلک دي،چې دومره ښه خر يې پرېښى او ورپسې پياده روان دي؛ نو حضرت لقمان خپل زوى ته وويل :

فلا تلتفت اليهم و اشتغل برضى اللّه جل جلاله = ودې لېدل چې د ټولو خلکو خوشحالول ناشونې دي ؛نو د هغوى په خوښې پسې زړه مه تړه او د خداى په رضاپورې زړه وتړه.[4]

روايت دى چې:(( څوک چې د خلکو د خوشحالۍ لپاره خداى خپه کوي؛نو هماغه خلک به يې ورټي او که څوک د خداى د رضا لپاره خلک خپه کړي؛نو خداى به يې له هرې دښمنۍ او ظلمه خوندي وساتي او خداى به يې يار وي.[5]

  د چاپېريال پوپناه کېدنې لاملونه

د فسق او ګناه ډاګيزه کول،له ګناه سره مرسته کول،پر ګناه خوښي ښوول، غيبت کول، پر نېکيو امر او له بديو منع کولو ته شا کول، د فاسدو مشرانو ټاکل او الهي پولو ته شا کول؛ ټول د چاپېريال په فاسدولو کې اغېزمن دي او په اسلام کې په ټينګه غندل شوي دي. ځينې ګناهونه چاپېريال نېغ په نېغه فاسدوي؛لکه بې ستري،بې لارې کوونکې برنامې؛لکه د اخلاقو ضد فيلمونه، د نشه يي توکيو کارول؛نه يوازې منع شوي؛بلکې پر اسلامې حکومت لازم دي ،چې مخه يې ونيسي.پردې سربېره پرخلکو هم لازم دي،چې پر اوضاع عمومي څارنه وکړي او پر نېکيو امر او د بديو مخه ونيسي. که دې دوو دندو ته ښه ځيرشو؛ نو دا د چاپېريال په پاکوالي کې بنسټيزه ونډه لري . يا په بله وينا انسان يو ټولنېز ژوی دى،ټولنه يې کور دى،د ټولني او چاپېريال پاکوالى به يې د پاکوالي لامل شي او د ټولني ناپاکي به يې ناپاک کړي؛نو ځکه کوم څيز چې ټولنه فاسدوي، په اسلام کې په کلکه منع شوى دى. ټولنېزه ګناه تر وګړنۍ ګناه په مراتبو ناوړه ده ؛ځکه په ټولنه کې ګناه دودېږي او د ګناه تخمونه شيندل کېږي . د ساري په توګه : که په يوځاى کې اور ولږي؛ نو بايد مړ شي او يا هم کابو شي او کنه لمبې به يې نورو ځايونو ته هم خپرې شي.

پېغمبراکرم(ص) د ټولنېزې ګناه په هکله وايي : (( يو ډله په بېړۍ کې سپره شوه،هرڅوک پخپل ځاى کې کېناست او بېړۍ روانه شوه ،يو سړي ترښځ راوخېسته او خپل ځاى يې سورى کاوه، ورته وويل شو :دا څه کوې؟ ويې ويل: خپله خوښه مې ده، خپل ځاى مې دى،څه چې کوم، آزاد يم؛نو که ترښځ ترې واخېستل شي، په بېړۍ کې ناست کسان به وژغورل شي او کنه ټول به ډوب شي .))

 هغه ګناهونه چې چاپېريال فاسدوي دادي

ډاګيزه ګناه :

د نور سورت په ١٩ آيت کې راغلي:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ= په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نۀ پوهېږئ.

 دا آيت وايي : دا((خوښه)) که څه هم چې د عمل پړاو ته و نه رسي؛خو بيا به هم د درناک عذاب لامل شي.دا مانا کړن – تعبير له ګناه څخه پر پرېوکون ټينګار کوي .که روغه ټولنه غواړو؛ نو يوه لار يې د ګناهانو پټول دي،چې غټ نشي او د خلکو په نظرکې عادي نشي .

پېغمبر اکرم (ص) وايي :

مَن أذاع فاحِشة كان كَمُبتدئها = څوک چې ناوړه کار خپروي؛نو لکه چې پخپله يې کوي.

المُستَتر بالْحسنة يعدل سَبعين حَسنة و المُذيع بالسّيّئة مَخذول و المستتر بها مغفور له= څوک چې په پټه نيک کار کوي؛نو اويا ځل ثواب به وګټي څوک چې ګناه خپروي،رټل شوى به وي او څوک چې ګناه پټه کړي؛نوخداى به يې وبښي.[6]

امام محمد باقر وايي:(( يجب للمؤمن ان يستر عليه سبعين كبيرة = پرمومن لازم دي چې تر اوياوو کبيره ګناهونو پورې د بل مومن ګناهونه پټ کړي او پرده پرې واچوي.[7]))

امام صادق وايي : (( په دې امت کې هیله لرم،چې بې له درې کسانو به حق وپېژني او دادي : (١) ظالم واکمن ، (٢) له ځاني غوښتونو سره هم خوله کېدل (٣) ښکاره ګناهګار.[8]))

همداراز وايي: ((اذا جاهر الفاسق بفسقه فلا حرمة له و لا غيبة = د ښکاره ګناهګار درناوى نشته او غيبت يې هم حرام نه دى.[9]))

پېغمبراکرم (ص) وايي :(( الّلهم إنّى أعوذُ بكَ من خَليل ماكِر… إن راى‏ حسنة دفنها وإن راى‏ سيّئة أذاعها = خدايه ! تا ته له ټګيجن انډيواله پناه دروړم؛ځکه نيک کار چې ګوري،پټوي يې او که بدکار وويني؛نوپه ډاګه کوي يې.[10]))

حضرت علي (ک) وايي :(( ذو العيوب يحبون اشاعة معايب الناس ليتسع لهم العذر = ګناهګار د نورو د ګناهونو پر خپرولو خوشحالېږي چې خپلو ګناهونو ته يې لار هواره شي.[11])) او همداسې په فقهي احکامو کې د پټ ګناهکار او ښکاره ګناهکار توپير شوى دى.

امام کاظم وپوښتل شو: يهودي، مسيحي يا مجوسي چې زنا کړي وي او ونيول شي؛نو حکم يې څه دى؟ويې ويل: ((يقام عليه حدود المسلمين اذا فعلوا ذلك فى مصر من امصار المسلمين او فى غير امصار المسلمين اذا رفعوا الى حكام المسلمين = اسلامي حدود دې پرې جاري شي؛که دا ګناه يې د مسلمانانو په ښار کې او يا يې له ښاره بهر کړى وي، بايد مسلمان قاضي ته راوستل شي.[12])) (١١٢)

له دې جوتېږي،که کتابوال هم په ښکاره ګناهونه وکړي ؛نو بايد حد پرې جاري شي.

حضرت علي (ک) وايي: ((شرالناس من لا يعفو عن الهفوة و لا يستر العورة = هغوى ډېر ناکاره دي،چې له ښويېدنو نه تېرېږي او عيب نه پټوي.[13]))

پام مو وي، چې د فساد او فحشا د مرکزونو پرانېستل خلک ګناه او بې سترۍ ته اړ باسي او دا ټول ښکاره ګناه ته لار هواروي.

بې حيايي او د پردې څيرې کېدل :

بې شرمي او د حيا د پردې څيرې کېدل د چاپېريال د پوپناه کېدنې لامل دي.د چاپېريال د پاکوالي او ساتنې لپاره بايد اسلامي حياء پر ځاى شي. د خداى پر وړاندې حيا، د خلکو او خپل ځان پر وړاندې حيا،د چاپېريال په سموالي کې اغېزمنه ونډه لري.

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( إستحيوا من اللّه حقّ الحياء = له خدايه بشپړه حياء وکړئ.[14]))

د حضرت علي (ک) ويناوې دي چې وايي :

من لا يستحيى من النّاس لم يستحيى من اللّه= څوک چې له خلکو حيا نه کوي؛نو له خداى به هم حيا ونه کړي.[15]

أحسن الحياء استحيائك من نفسك = له ځانه حيا تر ټولو نېکه حياء ده.[16]

    قرآن او حياء :

په قرآن کې په دې باب په ډول ډول مانا کړنو- تعبيرونو خبرې شوي دي :

  په ژبه کې حيا :

قرآن وايي:

  وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ[17] =او څوك چې بې له الله د نورو معبودانو عبادت كوي؛ نو تاسې (دې معبودانو ته) كنځلې مكوئ، هسې نه چې هغوى (هم د ظلم) او ناپوهۍ له امله “الله” ته كنځلې وكړي، دغسې موږ هر امت ته د هغه كړه ښايسته كړي دي، بيا هغوى ټول د خپل پالونكي لوري ته ورګرځي او خداى به دوى د خپلو کړنو له (حقيقته) خبر کړي ( او بدله او سزا به وركړي ) .

په خبرو کې حيا:

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [18] = په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نۀ ړوله.

  د لارې په تګ کې حيا:

فَجَاءتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاء قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[19] = نو له هغو دوو ښځو يوه خورا په حيا کې راغله او موسى ته يې وويل: ((پلار مې تا غواړي، تا زموږ (پسونو) ته اوبه وركړې دي، چې مزدوري يې دركړي )) موسى چې هغه[=شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قصه يې ورته واوروله؛ نو ورته يې وويل: ((مۀ وېرېږه، تۀ له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې.))

  د مېلمستيا په غونډو کې د ګډون حيا:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا=[20] مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مۀ ننوځئ؛ خو دا چې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (له وعدې مخكې مۀ ځئ چې) د خوړو پر انتظار كېنئ؛خو چې كله وبلل شوئ، ننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خپاره شئ او (تر خوړو وروسته) پر خبرو مۀ بوختېږئ، په واقع كې ستاسې دا كار پېغمبر ربړوي؛خو له تاسې شرمېږي (او څه نۀ وايي)؛خو خداى د حق (له ويلو) نۀ شرمېږي او چې كله له هغوى (= د پېغمبر له ښځو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د هغوى د زړونو د سپېڅلتيا او پاكۍ لپاره غوره دى او تاسې حق نلرئ، چې “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نۀ ښايي) چې (ترمړينې) وروسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ؛ ځكه چې دا كار د خداى په نزد ستره (ګناه) ده.

په کتوکې حيا:

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ. وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [21]= مؤمنانو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا ورته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه چې څه كوي خداى پرې ښه خبردى. او مؤمنو ښځو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نۀ ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه خپاره کړي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نۀ ښكاره كوي؛ خو بې له دغو خلكو: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو(بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [=وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نۀ وي،يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نۀ وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايي چې بريا ومومئ.))

  په اقتصادي چاروکې حيا:

لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ [22]= (ستاسې نفقه په تېره بيا بايد) هغوى اړمنو ته وي، چې دخداى په لار كې تنګلاسي شوي وي؛( او پرحق دين دا يمان راوړو له امله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون ورته اجازه نۀ وركوي، چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په كسب او سوداګرۍ لاس پورې كړي)، مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي ) او د هغوى د سختې استغنا په ليدو، بې خبره خلك پرې د شتمنو ګومان كوي؛ خو هغوى له څېرو پېژندل كېږي او هېڅكله له خلكو په ټينګار څه نۀ غواړي ( دا دي ځانګړنې يې ! ) او هر ښه څيز، چې د خداى په لار كې نفقه كړئ؛ نو په حقيقت کې خداى پرې ښه پو ه دى .

کور ته د ننوتو پرمهال حيا:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ. ذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ [23]= مؤمنانو! بايد چې ستاسې مريان او وينځې او هغه ماشومان چې مړانې نۀ وي وهلي،په درېو وختونو كې له تاسې اجازه واخلي: د سهار له لمانځه مخكې او غرمه چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر لمانځه وروسته (دا) درې وخته ستاسې، د ځان بربنډولو وختونه دي؛ خو بې له دغو وختونو نۀ پر تاسې څه ګناه شته او نۀ پر هغوى (چې كه هغوى بې اجازې راشي؛ځكه) ستاسې يو بل ته بيا بيا راتګ دى (چې په پاك زړۀ د يو بل خدمت وكړئ) پدې توګه خداى خپل آيتونه درته څرګندوي او خداى پوه حكيم دى، او چې كله ماشومان مو مړانې ووهل؛ نو بايد(درنه) اجازه واخلي؛ لكه څرنگه چې مشرانو يې اجازه اخسته، پدې ډول خداى تاسې ته خپل آيتونه بيانوي او خداى پوه حكيم دى.

 پايله دا چې؛لکه څرنګه چې اسلام ويلي: که حياء ته په ټولو اړخونوکې پاملرنه وشي؛ نو چاپېريال به پاک شي او که حياء له منځه ولاړه شي؛ نو په چاپېريال کې به فسا دته لار هواره شي .

 بې پروايي او ګناهونوته رډ رډ کتل

که په ټولنه کې ګناهونه کېږي او خلک ورته رډ رډ ګوري ؛نو دا کار به په ټولنه کې ګناه نوره هم خپره کړي . پر ښو امر او له بديو منع، په زړه کې له بديو کرکه او له ښو کارونو سره مينه يا ((تولى)) او(( تبرى )) دي او د جهاد له لارې اسلام ټينګار کوي،چې بايد د هر ډول فساد مخه ونيول شي او نېکۍ بايد خپرې شي. په کړنه او ګروهه کې د خداى له دوستانو سره مينه يا ((تولى)) او د خداى له دښمنانو کرکه يا((تبرى)) ولري. له هر ډول ښو کارونو سره مينه کول او په عمل کې پرې ټينګار کول به د چاپېريال د پاکوالي لامل شي او دې ته ((تولى)) وايي . له ظالمانو او فاسقانو سره کرکې ته تبرى وايي.د اسلام دا ستر حکمونه هر مسلمان له بې پروايئ راوباسي او ترې غواړي، چې د ګناه پر وړاندې کلک ودرېږي او تر وروستي بريده د چاپېريال په پاکوالي کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

پر ګناه خوښي ښکاره کول

د ګناهګار پرګناه خوښي او چوپتيا، په ټولنېز اړخ کې ګناه ته لار هواروي .

د پېغمبراکرم (ص) په وخت کې به يهودان پر خپلو پلرونو او نيکونو وياړېدل،چې پېغمبران يې وژلي؛نو خداى ورته د آل عمران په ١٨٣آيت کې وايي : (( تاسې قاتلان يئ )) .

د امام صادق په وخت کې ځينې کسان په “کربلا”کې د امام حسين پر وژنه خوښ وو؛نو امام صادق د پورتني آيت پر استناد وويل:((د انسان پر وژنه خوښېدل، هغه د قاتلينو په ډله کې ودروي.[24]))

په دې چې د حضرت صالح اوښه يوه سړي وژلې وه؛خو خداى د ” ثمود” ټول قوم د هغې قاتل وګاڼه.[25]

د حضرت علي ويناوې دي چې وايي : و انّما عَقَر ناقَةَ ثمودَ رجلٌ واحد فعَمَّهم اللّه بالعذاب لَمّا عَمّوه بالرِّضا = يو تن د صالح اوښه ووژله ؛خو خداى ټول قوم ته سزا ورکړه؛ځکه چې ټول پرې خوښ وو.

الراضى بفعل قوم كالداخل فيه معهم و على كل داخل فى باطل اثمان اثم العمل به و اثم الرضا به څوک چې د يوې ډلې پرکار خوښ وي ؛نو سارى يي داسې دى چې د کار په کولو کې يې ګډون لري. څوک چې په باطل کارکې برخه لري؛ دوه ګناهونکوي يوه د عمل کولو ګناه او بله يې پرګناه خوښي ده. [26]

پېغمبراکرم وايي :((په کوم ځاى کې چې ګناه کېږي او څوک يې په څنګ کې ولاړ وي او کرکه ترې لري؛نو سارى يې د هغه په شان دى، چې هلته نه وي او که بل څوک په هغه ځاى کې نه وي او پردې ګناه خوشحاله وي؛نو سارى يې داسې دى؛ لکه چې دګناه په ځاى کې ولاړ وي.[27]))

له ظلم او ګناه سره مرسته

له ظلم او ګناه سره مرسته،په ټولنه کې د ګناه د خپرولو لپاره لار اواروي؛ځکه ظالم او ګناهکار پر ملا ټپول؛هغوى پياوړي کوي او نور ګناهونه به هم وکړي .

که څوک له بې سترۍ سره هر ډول مرسته وکړي؛نو په هر ځاى کې به بې ستري خپره شي او دا ګناه به نور ګناهونه هم رامنځ ته کړي. د ګناهګار او ظالم پر ملا ټپول په اسلام کې په کلکه منع شوي او په دې اړه يي ګواښونې هم کړي دي؛لکه څرنګه چې د مايدې د سورت په دويم آيت کې راغلي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُحِلُّواْ شَعَآئِرَ اللّهِ وَلاَ الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلاَ الْهَدْيَ وَلاَ الْقَلآئِدَ وَلا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُواْ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُواْ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [28] = مؤمنانو ! د دين د نښو او الهي پولو( او د حج د مراسمو) او د(هرې يوې ) حرامې مياشتې درناوى وكړئ او د قربانيو په نښه او بې نښو شويو څارويو ته لاس مۀ غځوئ او هغوى (هم) مۀ ځوروئ، چې د خپل پالونكي د فضل په لټه كې او د خوښۍ لپاره يې د(( بيت الله )) پر لور ځي؛ خو چې له احرامه راووتلئ، ښكار کړاى شئ او له يوې ډلې سره دښمني دې، چې پر تاسې يې ( د حديبيې پر كال ) د مسجدالحرام لار تړلې وه ، ومو نه هڅوي، چې تېر ۍ پرې وكړئ او( تل ) په نېكيو او پرهېزګارۍ كې له يو بل سره مرسته وكړئ او (هېڅكله) په ګناه او تېريو كې ديو د بل لاسنيوى مكوئ او د خداى (د فرمان له مخالفته) ځان وساتۍ؛(ځکه) چې خداى سخت عذابى دى .

 که په ټولنه کې په نېکېو او مثبتو کارونو کې د يو بل لاسنيوى وشي؛له ډېرو شخړو او ګډوډيو مخه به ونيول شي چې قرآن داسې وايي:

وَلاَ تَرْكَنُواْ إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِنْ أَوْلِيَاء ثُمَّ لاَ تُنصَرُونَ[29] = او د ظالمانو پر لور مۀ وركږيږئ، چې اور به مو وسوځوي او پدې حال كې به له ” الله ” پرته ستاسې ملاتړ نۀ وي، بيا به مرسته درسره ونشي .

له ظالمانو سره هر راز دوستي،لاسنيوى او پر کارونو يې خوښي ښوول جرم دى؛ نو پام مو وي چې خپلې اړيکې ورسره غوڅې کړئ .

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ[30] = او چې كله داسې خلک وينې چې (په ناوړه نيت) زموږ پر آيتونو گوته ږدي؛ نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه شيطان دا( مخ اړونه ) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو لدې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

 فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا [31] = نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) اوسه او له هغوى د هيڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مۀ منه.

 په ټوليزه توګه، په قرآن کې هغه آيتونه چې د(لاتطع ، لاتطيعوا، لا تتبع) ویې پکې راغلي،راښيي چې ظالمان او ګناهګاران به پرملا نه ټپوئ،په روايتونو کې ورسره مرسته او لاسنيوى، په کلکه غندل شوى دى :

څوک چې د بدعتي درناوى کوي،ورته پناه ورکوي؛نو د اسلام په پوپناه کېدو کې به يې هڅه کړي وي او د خداى له رحمته به لرې وي.[32]

څوک چې د ظالم بقا او پاېنه غواړي يا يې وستايي او يا يې درناوى وکړي؛نو د کړنې په ګناه کې به ورسره شريک وي او له “هامان” ( د فرعون ظالم دلالان ) سره به په دوزخ کې وي.[33]

څوک چې د ظالم واکمن معاش اخلي؛نوخداى به يې د قيامت پر ورځ د خنځير په بڼه راپاڅوي.[34]

د ظالم واکمن مخ ته ليدل هم کبيره ګناه ده.[35]

څوک چې د ظالم واکمن په استازيتوب د جمعې امامت ومني ؛نو له ظالم سره به يې مرسته کړي وي او د خداى لعنت به پرې وي [36].

د اسلام پر دښمنانو وسله خرڅول کفر دى.[37]

د قيامت پر ورځ به غږ وشي: ظالمان او مرستيالان يې څه شول،چې قلم او ديوان يې ورته چمتو کول، ټول به يو ځاى په دوزخ کې واچول شي.[38]

د ظالم واکمن حکمونه پلي کول، له سختې سزا سره دوزخ ته د ننوتو لامل دى.[39]

پېغمبر اکرم د شراب په جوړولو کې دغه لعنت کړي دي : د انګورو بڼوال،د شرابو جوړونکي، وړونکي،پلورونکي، پېرودونکي، سوادګر، منځګړي، شراب ورکوونکي او شرابخور . [40]

دوه تنه امام رضا ته راغلل او هغه ورته وويل : لمونځونه مو پوره وکړئ ؛ځکه د سلطان ليدلو ته راغلي ياست او سفر مو له ګناه ډک دى. [41]

کوم قاري چې د ظالم په دربارکې قرآن وايي؛د هر ټکي پر وړاندې لس ځل لعن کېږي او اورېدونکى يې د هر ټکي په اوريدلو يو وار لعن کېږي .

علي بن حمزه وايي : زما يو انډيوال د اهلبيتو لاروى و او د امويانو په دربار کې منشى و، راته يي وويل: له امام صادق څخه راته اجازه واخله چې ليدو ته يې ورځم. تر اجازې وروسته دواړه امام صادق ته ولاړل او امام ته يې وويل: له تا قربان شم .د امويانو مامور يم او له دې لارې مې ډېرڅه لاس ته راوړي او له دې بې خبره وم، چې يوه ورځ به مې پوښتي؟ اوس څه وکړم؟ امام صادق ورته وويل:(( که امويانو د ځان د کتابت لپاره مامورين نه و پيدا کړي او د مسلمانانو بيت المال ورته نه واى ورکړل شوى او په ملاتړ يې څوک نه وو جنګېدلي او په غونډو کې يې ګډون نه واى کړى؛ نو له موږه به يې زموږ حق نه و اخېستى او که خلکو له خپلو مالونو ورته څه نه واى ورکړى؛نو دومره شتمني به يې لاس ته نه واى راوړى.)) زما انډيوال ورته وويل آيا د خلاصون لار مې شته ؟ امام ورته وويل : (( له دې لارې چې دې څه لاس ته راوړي؛که خاوندان يې پېژنې؛ نو ورته يې بېرته ورکړه او که ودې نه پېژندل ؛نو په بدل کې يې صدقه ورکړه؛ نو په دې صورت کې درته د خداى پر وړاندې د جنت ضامن کېږم.)) انډيوال مې لږ څه په ګرېوان کې سر ښکته کړ او تر لږ ځنډ وروسته يي وويل: ما هوډ وکړ او خپله دنده به عملي کړم.علي بن حمزه زياتوي:انډېوال مې راسره کوفې ته راغى او کومه شتمني يې،چې لاس ته راوړې وه،ټوله يې وويشله او خپلې جامې يې هم ووېستلې،تردې چې موږ ورته جامې واخېستې؛ناروغ شواو زه يې ليدنې ته ورغلم،د ځنکندن په حال کې و او راته يې وويل:علي ! په خداى قسم ستا سرور(امام صادق) پخپله ژمنه وفا وکړه.هغه مړ شو، ښخ مو کړ او زه مدينې ته راستون شوم او امام صادق ته ورغلم او راته يې وويل : علي! پر خداى قسم ستا انډيوال ته مو پر ورکړى ژمنه وفا وکړه . ومې ويل: قربان دې شم ، سم مو وويل : پرخداى قسم انډيوال مې دمړينې پرمهال راته دا خبره وکړه.[42]

 د ګناهگار هڅول

ګناهګار پر ملا ټپول او هر راز هڅونه يې، ټولنه پرګناه اخته کوي او نورو ته هم دګناه کولو ډاډ ورکوي .

حضرت علي د مالک اشتر په تړون کې وايي : (( نه ښايي چې نيکو او بدو ته په يوه سترګه وګورې؛ځکه د نېک به پخپلو نېکوکارونو کې زړه ښوى شي او بدکار به وهڅول شي او له هر چاسره به يې د کړنو له مخې چلن کوې.[43] ))

همداراز زياتوي : ((الثناء باكثر من الاستحقاق ملق والتقصير عن الاستحقاق عىّ او حسد= له حد او وړتيا زياته ستاينه کول، غوړه مالي او تر وړتيا کمه کينه ده.[44]))

پېغمبراکرم ويناوې دي:(( اذا مدح الفاجر اهتز العرش و غضب الرب ګناهکار چې وستايل شي؛نو د خداى عرش په لړزېدو شي اوخداى په غوسه کېږي.[45]))

رسول الله (ص) وايي : احثوا فى وجوه المدّاحين التراب [46]= څوک چې ګناهکارستايي؛نو پرمخ يې خاورې وشيندئ ))

حضرت علي (ک) وايي: ((امرنا رسول الله ان نلقى اهل معاصى بوجوه مكفهرة [47]= موږ ته پېغمبرحکم کړى،چې له ګناهکارانو سره په تريو تندي چلېږئ.))

امام صادق وايي:((خداى يو ښار پلو ته دوه پرېښتې ولېږلې، چې ښار په چپه راواړوي؛پرېښتې چې ښار ته ورسېدې؛نو يو سړى يې د رکوع او دعا په حال کې وليد، يوه يې راستنه شوه او خداى ته يې وويل : خدايه ! زه هلته ولاړم ؛خو ستا يو بنده ته يادولې او دعا يې کوله .خداى،پرېښتي ته وايي : ((امض لما امرتك به فان ذا رجل لم يتمعّر وَجهه غَيظاً لى قط[48] )) حکم مې عملي کړه ؛ځکه دې زما لپاره ګناهکارانو ته تندى نه و تريو کړى)) ؛نو نمنځچاری – عابد هم بايد پر بلا ککړ شي؛ځکه چې په نرمه يې ورسره چلن کړى و.

پاتې دې نه وي ،چې دا په پر نېکیو د امر کولو او له بديو د منع کولو يو پړاو دى .

او که په اسلامي ټولنه کې دا دواړه آرونه ښه پلي شي؛ د ټولنې په پاکوالي کې به ستره ونډه ولري .

  بېلاري مشران :

  بىلارې مشران او واکمن ټولنېزو ګناهونو ته لار هواروي .

وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا[49] = او چې كله وغواړو يوه سيمه تباه كړو؛نو لومړى د سيمې ” مترفينو (مخورو) ” ( او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛بيا نو چې هغوى په مخالفت لاس پورې كړي او دمجازاتو مستحق شي ؛ نو (يو مخې) يې ځپو!

 دا آيت راښيي چې د ټولنيزو مفاسدو جرړه هغه پېسمن- مغرور او له خدايه بې خبره شتمن دي چې د ټولنې واګې تر لاسه کوي او نور خلک ښکيل او زبېښي او خلک يې هم لاروي کوي او دوى ټولنه فساد او پوپناه کېدو ته راکاږي،چې په پايله کې به د خداى پر عذاب ککړ شي. هغوى چې په ټولنه کې واک لري ؛کولاى شي چې د ټولنې په سمونه او فساد کې اغېزمنه ونډه ولري.حضرت علي (ک) وايي : ((الناس بامرائهم اشبه منهم بآبائهم [50]= خلک د خپلو پلرونو په پرتله خپلو واکمنو ته ډېر ورته دي. ))

إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ [51]= زور يې يوازې پرهغو رسېږي، چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پرځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي .)

 دا آيت وايي چې له شيطان او شيطان صفتو مشرانو لاروي، ټولنه پر شرک او ګناه ککړوي .

د سورت کهف په ٢٨ آيت کې راغلي:

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا = او له هغوى سره اوسه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او د دنيوي ښكلا د لټې لپاره ترې سترګې مه اړوه او د هغه مه منه، چې زړۀ يې موله خپل ياده غافل كړى دى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى دى او چارې يې له پولې وراووښتې دي.

پېغمبراکرم (ص) وايي:(( إنّما أخافُ عَلى اُمَّتى ثَلاثاً: شُحّاً مُطاعاً و هوى‏ مُتّبعاً و إماماً ضالاً= پخپل امت کې له درې څيزونو وېرېږم :له بخله لاروي،د ځاني غوښتونو منل، په بې لارې مشر پسې تلل.[52]))

حضرت علي وايي: ((فليست تصلح الرعية الاّ بصلاح الولاة [53]= خلک به د واکمنو له سمونې پرته سم نشي.))

امام صادق وايي:(( د قيامت په ورځ به خداى له درې کسانوسره خبرې نکوي او پاک به يې هم نکړي او په دردونکي عذاب به اخته شي چې دادي : من ادعى امامة من الله ليست له و من جحد اماماً من الله و من زعم ان لهما فى الاسلام نصيباً =څوک چې په دروغو د خداى له لوري د امامت او مشرۍ دعوى وکړي او څوک چې د هغه امام له امامته منکر شي چې د خداى لخوا ټاکل شوى وي او پردې هم ګروهن وي،چې دا دواړه ډلې به له اسلامه برخمنې وي.[54]))

که د يو هېواد مشر فاسد وي؛ نو ټولنيز ګناهونو ته به لار هواره کړي او پردې سربېره کوچني مشران؛لکه والي،ولسوال، ښاروال، د کلي مشر او عالم هم په ټولنه کې واک لري؛که دوى هم بې لارې شي؛نو د ټولنې تباهۍ ته به لار هواره کړي. پېغمبراکرم(ص) وايي: ((زما په امت کې که دوه ډلى سمې شي؛نو امت به مې هم سم وي او که فاسدې وي ؛نو امت به مې فاسد وي چې هغه د دين عالمان او واکمن دي. [55]

که قانون او په تېره بيا په ټولنه کې جزايي قانون پلي شي؛ نو د ټولنې په پاکوالي کې به مهمه ونډه ولري. صالح مشران قانون پلى کوي.

 پېغمبر اکرم وايي : ((ساعة إمام أفضل من عبادة سبعين سنة و حد يقام لله فى الأرض أفضل من مطر أربعين صباحاً [56] = د نیاومن – عادل مشر يو ساعت مشري تر اويا کالو عبادته غوره ده او کوم حد او قانون، چې د خداى لپاره پلي کړي؛د څلويښت ورځو تر باران اورېدلو غوره دى.))

حضرت علي (ک) وايي : ((إنّ شرّ الناس عند اللّه امام جائر ضل و ضل به فأمات سنة مأخوذة و أحيا بدعة متروكة[57] = د خداى پر وړاندې تر ټولو ناوړه زورمټی- ظالم واکمن هغه دى، چې پخپله هم بې لارې دى او نور هم بې لارې کوي؛ غوره دودونه له منځه وړي او ناخوښ بدعتونه را ژوندي کوي.))

يو تن له مخورو علماوو او تابعينو ځنې و او لس اصحاب کرام يې هم ليدلي و؛ پرکال ١٨٥س په بغداد کې مړ شو . هغه د خپلې زمانې له واکمن سره د جوړجاړي لار غوره کړې وه؛ کله ناکله به يې د چارواکي بلنه منله او دربار ته به تله . امام زين العابدين ورته يوليک وليکه او سخت يې وغنده، چې هغوى (واکمن) ستا د ((مانیزاو علمي اړخه )) درناوى نه کوي؛بلکې ستا دنيا ته په تمه دي ،ريښتيني ټول تللي، ناپوهي پر تا او هغوى واکمنه شوې او یو له بل سره يې تړلى ياست؛ ولې له خوبه نه راوېښېږې؟ ولې له خپلې تېروتنې لاس نه اخلې؟ او ولې په ډاګه نه وايي،چې پرخداى قسم تر اوسه مې د خداى د دين د بیا ژواکۍ او يا د باطلو پر ضد يو ځل هم نه يم راپاڅېدلى. په رښتيا د علم پر وړاندې پرحق پوهېدنه دې همدومره وه چې خداى دې پر اوږو ايښي ده ؟وېرېږم چې ته په هغه ډله کې رانشي،چې خداى يې په هکله وايي :

فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا[58] = نو بيا يې داسې ځايناستي پرځاى پرېښوول، چې لمونځ يې ضايع كړ او په شهوتونو پسې ولاړل؛ نو ډېر ژربه د (خپلې) بې لارۍ (سزا) وګوري .

خو داسې نه ده چې په دې بلنو غواړي له تا يوه وسيله جوړه کړي، چې خپل بې لارېتوب ته ستر مشروعيت وروبښي. عالمه ! چې دين دې خرڅ کړى؛هغوى چې ستا له لارې کوم کارونه کوي،څوک يې هم نشي کولاى؛ ته يې پر ناوړه کړو وړو برغولى ږدې او خاص و عام ورته دربار ته بوځې .

   ناوړه ملګري :

ناوړه ملګري؛ټولنيزو ګناهونو ته لار هواروي؛خو ښه ملګرى ؛ انسان او ټولنه د نېکو کارونو پلو ته بوځي . له علمي او عملي اړخه جوته شوې،چې انسان د خپل ملګري تر اغېز لاندي راځي . ناوړه ملګري د انسان وګړه- شخصيت له منځه وړي او ښه يې وګړه جوړوي .بد انسانان د حضرت نوح زوى د نبوت له کورنۍ شلوي او ګناه ته يې راکاږي؛خو د((اصحاب کهف)) غوندې له مومنو ځوانانو سره د لنډې مودې په پاتې کېدو سره په ځان کې د نېکانو خوى پيدا کوي .

په قرآن او روايتونو کې دې موضوع ته ډېره پاملرنه شوې ده.

د پېغمبر اکرم په زمانه کې دوه مشرکان سره کلک انډېولان وو، يو “عقبه بن معيط” او بل “ابى بن خلف” و. عقبه به چې له مسافرته راستنېده، ميلمستيا به يې کوله او د قوم مشران به يې راغوښتل او اسلام يې هم نه و منلى؛ خو پېغمبر اکرم ته به يې هم بلنه کوله؛ يو ورځ يې د قوم مشران راوبلل او پېغمبر اکرم ته يي هم بلنه ورکړه، دسترخوان چې واچول شو او ډوډۍ يې پرې کېښووه؛ پېغمبر اکرم وويل : زه به ستا ډوډۍ و نه خورم ؛خو دا چې د خداى پر يوالي او زما پر رسالت ګواهي ورکړې.عقبه د خداى پر يوالي او د پېغمبراکرم پر رسالت ګواهي ورکړه؛ دا خبره يې ملګري ((ابى)) ته ورسېده او پر عقبه يې نيوکه وکړه، چې ته له خپل دينه اوړېدلى يې ؟عقبه وويل ؟نه ! زه نه يم اوختى؛ خو يو سړى زما کور ته راغى او چمتو نه و چې زما ډوډۍ وخوري؛خو دا چې شهادتين ووايم؛ما ځکه شهادتين وويل چې هغه زما له دسترخوانه وږى ولاړ نشي . ((ابى)) وويل : هېچ وخت به درسره پخلا نشم؛ خو دا چې د “محمد” پر وړاندې ودرېږې او سپکاوى يې وکړې. عقبه د خپل ملګري پرخبرو وغوليد او هماغسې يې وکړل او عقبه د بدر په جګړه کې مسلمانانو وواژه او ملګرى ((ابى بن خلف)) يې هم د احد په جګړه کې ووژل شو[59] . له ٢٧تر٢٩ پورې د فرقان سورت آيتونو نازل شول او ورته د سخت عذاب ژمنه شوې، چې ناوړه ملګري بې لارې کړى وي:

وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا. يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا. لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا= او هغه ورځ (درياد كړه) چې [مشرک] ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي او وايې: ((كاشكې ما (د خداى) له استازي سره لار غوره كړې واى.! پر ما افسوس، كاشكې چې مې له فلاني (بې لارې سړي) سره دوستي نۀ واى كړې! په يقين، ما ته د (قرآن او استازي) تر رارسېدو وروسته، زه يې د (هغوى) له ياده لرى او بې لارې كړم.)) او شيطان انسان بې ملاتړه پرېږدي

دا آيتونه په قيامت کې د عقبه او د هغه په شان خلکو حالت څرګندوي، چې ناوړه او بد ملګري يې غوره او هغوى يې بې لارې کړي وو.

دانعام په سورت په ٦٨ آيت کې راغلي:

وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ= او چې كله داسې خلک وينې چې (په ناوړه نيت) زموږ پر آيتونو گوته ږدي؛نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه شيطان دا( مخ اړونه ) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛ نو لدې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!

 د سورت نساء ١٤٠ آيت کې راغلي:

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا = او په يقين خداى په کتاب كې ( دا حكم ) پر تاسې نازل كړى دى، چې كله واورئ، چې ځينې د خداى له آيتونو انكاركوي او ملنډې پرې وهي؛ نو له هغوى سره مۀ كښېنئ، تر هغه چې په بله خبره لګيا شي او كه نۀ، تاسې به هم د هغوى په څېر ياست، په رښتيا چې خداى په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى.

 په مدثرسورت کې له ٤٢څخه تر٤٥ ايت پورې راغلي:

مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ. قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ. وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ. وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ = تاسې څه څيز ځوروونکي دوزخ ته بوتلئ؟! وايي: موږ له لمونځ کوونکيو نۀ وو، او بېوزليو ته مو خواړه نۀ وركول،   او تل له باطل پالو سره ملګري او يوه خوله وو،

د فصلت په سورت په ٢٥ آيت کې راغلي:

وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاء فَزَيَّنُوا لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ = او موږ پرې داسې (بدخويه) ملګري ګومارلي وو،چې ورته يې وړاندې وروسته هر څه ښايسته كړي وو او په اړه يې الهي حکم عملي شو او د پېريانو او انسانانو د بې لارې شويو قومونو پر برخليك اخته شول، چې تر دوى له مخه تېر شوي وو؛(ځكه ) چې دوى زيانمن وو.

 رسول الله (ص) وايي : المرء على دين خليله و قرينه [60] = انسان د خپل ملګري په دین وي.

امام صادق وايي: ((لا ينبغى للمومن ان يجلس مجلساً يعصى اللَّه فيه و لا يقدر على تغييره [61]= په کومه غونډه کې چې له خدايه سرغړېږي او بندولاى يې هم نشې؛نو مؤمن ته غوره ده چې ترې ووځي.))

امام صادق:(( لا ينبغى للمسلم ان يواخى الفاجر و لا الاَحمق و لا الكذّاب [62] = مسلمان بايد له فاجر،احمق او دروغجن سره دوستي ونه کړي.))

روايت دى: ((إيّاك و مصاحبة الشّرير فانّه كالسّيف المَسلول يحسن مَنظره و يقبح أثره[63] = له ناوړه سره ناسته مه کوه؛ هغه د تېرې تورې په شان دى، چې په ښکاره ښايسته ښکاري؛ خو اغېزې يي ناوړه دي.))

“سليمان بن جعفرجعفري” وايي : امام کاظم راته وويل : مالى رايتك عند عبدالرحمن بن يعقوب تا ولې زه له “عبدالرحمن بن يعقوب” سره وينم ؟و مې ويل : هغه مې ماما دى . راته يې وويل : (( هغه د خداى په هکله سمه ګروهه نه لري. فامّا جلست معه و تركتنا و امّا جلست معنا و تركته يا ورسره کېنه او موږ پرېږده او يا يې پرېږده او له موږ سره کېنه.[64]))

حضرت علي وايي: ((مجالسة الاشرار توجب سوء الظن بالاخيار = له بدانو سره ناسته، پرنېکانو د بدګومانۍ لامل ګرځي.[65]))

امام محمدباقر وايي: ((من قعد فى مجلس يُسبُّ فيه امام من الائمّة يَقدِرُ على الانتصاب فلم يفعل اَلبَسَه اللّه الذُلّ فى الدّنيا و عَذّبَه فى الآخرة و سَلَبَه صالِحَ ما مَنَّ به عَلَيه من مَعرِفَتنا [66]= څوک چې په يوه ډله کې ناست وي او په امامانو پسې بدرد ويل کېږي او هغه له دې غونډې د وتلو وس هم ولري او و نه وځي،خداى به يې په دنياکې پر ذلت اخته کړي او په آخرت کې به هم پر عذاب اخته شي؛ خداى به ترې زموږ معرفت واخلي.))

حضرت علي (ک) وايي : ((من كان يومن بالله و اليوم الاخر فلايقوم مكان ريبة [67] = څوک چې پرخداى او د قيامت پر ورځې ګروهمن وي ؛نو په داسې ځاى کې نه کېني، چې د تور لامل وي . ))

ابن نعمان وايي: امام صادق يو ملګرى درلود،چې تل به ورسره و؛ يوه ورځ همدې تن خپل مريي ته وويل : حرامي (مټينګى) چېرې وې ؟ امام صادق په دې خبره ډېر خپه شو او خپل تندي ته يې ټک ورکړ او و يې ويل : (( تا يې پر مور ناروا تور ولګاوه؟ ما خو ته نمنځچاری – پرهېزګار ګڼلې؛ خو ګورم چې تقوى نه لرې.)) ملګرې يې وويل : قربان دې شم ! ددې مريي مور د “سند”( د هند) ده او بوت لمانځى ده؛ نو کنځل کول ورته کوم باک نه لري. امام صادق ورته وويل : ((الا علمت ان لكل امة نكاحاً؟ تَنَحِّ عنّى آيا خبر نه يې چې هر امت ځان ته د واده ځانګرى قانون لري ؟ رانه لرې شه!)) امام صادق مې بيا هېڅ کله ورسره ونه ليد، ان تردې ،چې مړ شو.[68]

 ټولنيز بې برخیوالي – محروميتونه

ټولنيز بې برخیوالي ټولنيزو ګناهونو ته لار هواروي. د چا چې کارونه د خداى او د اخلاص پربنسټ نه وي او د ټولنې صفت او غندل يې د نېکمرغۍ او بدمرغۍ کچه وي؛که داسې کسان له ټولنې ګوښه او وشړل شي؛ نو سپکاوي ننګیري،چې بيا يې دا ننګېرنه ډول ډول ګناهونو ته اړ باسي؛د سپکاوۍ د ننګېرنې اصلي جړره بايد پيدا شي ؛خو د سمونې اصلي لار يې داده، چې زموږ ټول کارونه بايد د اخلاص پربنسټ وي.په تاريخ کې ډېرليدل شوي،چې ټولنيزو بې برخیوالیو له انسانه داړن ځناور جوړ کړى او ډېر خطرناک ګناهونه يې کړي دي .

د پلارمړي ډېر درناوى کول هم ښايي له همدې کبله وي ،چې بې برخیوالۍ يې پوره شي او پر کينې وا نه وړي. په اسلام کې سپارښته شوې،چې له خلکو سره سلا مشورې وکړئ، د هغوى د اند درناوى وکړئ او پر ناوړه نومونو يې مه يادوئ؛ښايي دا ټول هر څه د سپکاوۍ له ګرومې-عقدې مخنيوى وي. امام باقر خپل شاګرد ته وويل : پوه شه چې زموږ ملګرى به نه يې، که ستا د ښار خلک راټول شي او ووايي : چې ته بد سړى يې او ته په دې خبره خپه شې او که تا وستايي او ته پرې خوشاله شې؛ستا هرڅه بايد د خداى د کتاب له مخې وي ، پرڅه چې قرآن خپه کېږي؛ته هم خپه شې او پرڅه چې خوشحالېږې؛ته هم پرې خوشحاله شې؛نو په دې حالت کې که خلک، هرڅه وايي، تا ته به زيان نشي اړولاى.

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

[1] نساء/۹۷

[2] نورالثقلين، ۱/ ۵۴۱

[3] سفينة البحار۲/ ۵۲۸

[4] سفينة البحار،۲/ ۵۱۱

[5] فروع كافي ۲/ ۶۳

[6] كافى، ۲/ ۳۵۶ (د التعيير باب)

[7] سفينة البحار، ۱/ ۵۹۸

[8] بحار، ۷۳/ ۳۵۵

[9] سفينة البحار،۲/ ۳۶۱

[10] نهج الفصاحه ۱۰۱ مخ

[11] فهرست غرر، ۲۸۸ مخ

[12] وسائل ، ۱۸/ ۳۳۸

[13] غرر الحكم، ۱/ ۴۴۶

[14] مصباح الشريعه، ۸۶ مخ

[15] ميزان الحكمة، ۲/ ۵۶۶

[16] ميزان الحكمة، ۲/ ۵۶۶

[17] انعام / ۱۰۸

[18] احزاب/ ۲۳

[19] قصص/۲۵

[20] احزاب/ ۵۳

[21] نور/ ۳۰ – ۳۱

[22] بقره/ ۲۷۳

[23] نور/ ۵۸، ۵۹

[24] وسائل الشيعه، ‏11 /412او509.

[25] هود / 65، شعراء / 157 و شمس / 14.

[26] نهج البلاغه، حكمت 154، وسائل الشيعه، ج‏11 ص‏411.

[27] نهج الفصاحه، حديث‏223، وسائل الشيعه، ج‏11 ص‏410

[28] مایده/۲

[29] هود/۱۱۳

[30] انعام/۶۸

[31] انسان/۲۴

[32] قصارالجمل، ج‏1 ص‏44و45.

[33] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏133-134.

[34] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏133-134.

[35] بحار، ج‏75 ص‏374.

[36] بحار، ج‏75 ص‏381.

[37] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏71.

[38] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏131.

[39] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏130.

[40] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏165.

[41] وسائل الشيعه، ج‏5 ص‏510.

[42] بحار، ج‏75 ص‏380.

[43] سفينة البحار، ج‏2 ص 107-108، وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏144.

[44] نهج البلاغه، ۵۳ ام لیک

[45] سفينة البحار، ج‏2 ص‏528.

[46] وسائل الشيعه، ج‏12 ص‏132.

[47] وسائل الشيعه، ج‏11 ص‏413.

[48] وسائل الشيعه، ج‏11 ص‏413و414.

[49] اسراء/۱۶

[50] بحار پخوانی چاپ ، ‏17 /129.

[51] نحل/۱۰۰

[52] سفينة البحار، ‏2 /‏74.

[53] نهج البلاغه، خطبه 216.

[54] كافى، ‏1 /‏373.

[55] بحار بيروت چاپ، ‏74 /‏154.

[56] فروع كافى، ‏7 /‏175 (باب التحديد)

[57] شرح نهج البلاغه حديدى ‏9 /‏261.

[58] مریم/۵۹

[59] مجمع البيان، ‏7 /‏166.

[60] کافي ۲/ ۳۷۴(باب مجالسة اهل المعاصى ح‏1)

[61] كافى، ‏2 /374

[62] كافى، ‏2 /‏374

[63] بحار، ‏74 /195

[64] كافى، ‏2 /‏357. وسائل ، ‏11 /‏503.

[65] وسائل الشيعه، ‏11 /‏506.

[66] كافى، ‏2 /‏379.

[67] اصول كافى، ‏2 /‏378.

[68] وسائل ، ‏11 /‏331.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!