تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ رب (پالوونکى)  «رب» مهمترينه اسلامي اصطلاح ده، چې پوهېدنه يې راته لازمه ده او په قرآن کې هم ډېره کارېدلې، او راڅرګندا يې لاملېږي، چې د قرآن کريم په ډېرو ټاکوونکيو آيتونو وپوهېږيو. په نمانځنه او ورځيني ژوند کې د «الحمد لله رب العالمين» آيت وايو، خو ډېرى وګړيو ته يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

رب (پالوونکى) 

«رب» مهمترينه اسلامي اصطلاح ده، چې پوهېدنه يې راته لازمه ده او په قرآن کې هم ډېره کارېدلې، او راڅرګندا يې لاملېږي، چې د قرآن کريم په ډېرو ټاکوونکيو آيتونو وپوهېږيو.

په نمانځنه او ورځيني ژوند کې د «الحمد لله رب العالمين» آيت وايو، خو ډېرى وګړيو ته يې دقيقه مانا څرګنده نه ده. دا، چې د «رب» لفظ د پورته آيت يو رکن دى، نو جوته ده، څو د «رب» مانا څرګنده نشي، نو ددې آيت او د قرآن د ډېرى آيتونو پر دقيق مفهوم به پوه نشو. ان ددې اصطلاح د توحيدي اړخ بنسټيزوالى، د خداى، پېغمبر او امام ( مشر) پيژندنه او له مشرک ځنې د مؤحد تميز د «رب» اصطلاح په ژورې پوهېدنې پورې تړاو لري. ړومبى وينو، چې دا اصطلاح په عربي ژبه کې په څو ماناوو ده:

په عربي کې د «رب» مانا:

ډاډمن او مشهور ژبپوه ( لغت شناس) راغب اصفهاني وايي: « الرب فی الاصل التربیة و هو انشاء الشی ء حالاً فحالاً، الی حد التمام ؛ رب په آر کې سرچينه او مصدر دى او مانا يې روزنه ده؛ او روزنه دې ته وايي چې يو څيز وپالې، وده ورکړې، چې له يوه حالته بل حالت ته د کمال او بشپړتيا بريد ته ورسي».

څوک، چې يو څيز، څاروى يا انسان د شتون له ړومبي پړاوه د کمال او بشپړتيا تر بريده وپالي او وده ورکړي، نو دا څيز، څاروي يا انسان يې روزلى دى. نو رب په آر کې سرچينه او مصدر دی او په همدې مانا راغلى دى. راغب زياتوي: «دا د عربو رب د فاعل لپاره استعاره کړې او فاعل اسم ته يې کاروي.»  [ (مفردات الفاظ القرآن، رب ماده، ١٨٢ مخ، تهران چاپ. نورو ژبپوهانو په لنډو راوړى. جوهري (  الصحاح، ١/١٣٠ مخ) سمونه او روزنه مانا کړې: رب الصيغة اى اصلحها و اتمها و رب فلان ولده اى رباه.

قيومي (المصباح المنير، ٢٥٩ مخ) په سياست او سنبالنې ته په راپاڅېدو مانا کړې: « رب زید الأمر ربا من باب قتل اذا ساسه و قام بتدبیره »].

 پر پالنې، روزنې او کمال سربيره، په رب کلمه کې، مالکيت هم رانغښتى دى، چې ډېرى ژبپوهانو تصريح پرې کړې ده. [« رب کل شى مالکه » ( الصحاح، رب ماده، ۱ ټ / ١٣٠ مخ). « رب کل شى ما لکه و مستحقه اى صاحبه» ( القاموس، ۱ ټ / ٧٣ مخ). الرب: المالک (الکشاف، ۱ ټ، ٥٣ مخ). و يطلق على مالک الشئ (المصباح المنير،۱ ټ ٢٥٩ مخ) او هم وګورئ: لسان العرب، المحيط، تاج العروس فى اللغة و…. کله هم د رب کلمه د مانا په ترڅ کې، چې يوازې مالک ( څښتن) يا يوازې مدبر ( سنبالوونکى) دى، کاريږي، او دا مجازي کارونه ده]

نو ځکه ويلاى شو: «رب مدبر مالک او د څيزونو مربي دى، يعنې پالوونکى سنبالوونکى څښتن او د څيزونو روزنپوه دى» [ وګورئ: الميزان فى تفسير القرآن،۱ ټ، ١٩ مخ، د لومړي سورت د دويم آيت تفسير، مجمع البيان فى تفسير القرآن، ۱ ټ، ٢١ مخ، د همدې آيت تفسير؛ جوامع الجامع، ۱ ټ، ٦ مخ، الکشاف، ۱ ټ، ٨ مخ، مصر چاپ ١٣٧٣؛ التنهيل العلوم التنزيل، اټ، ٣٣ مخ]

که څوک مرغداري لري، هګۍ څاري، چې چورګوړي شي؛ دانه، اوبه او خواړه ورکوي، له ناروغيو سره يې مبارزه کوي، تر دې، چې لويې او پر چرګیو واوړي. نوموړي، چې ددې چرګو مالک (څښتن) او په ترڅ کې يې روزوونکى دى، «رب» يې ګڼل کېږي. همداراز د کور خاوند ته، چې خپل کور اداره کوي او د کور د ټولو اړخونو چارې ورترغاړې دي، «رب البيت» ورته ويل کېږي.

«رب العالمين» يعنې نړۍ پال؛ د ګردو عالميانو خداى او پالوونکى، چې هم يې پنځګر _او مالک دى_ او هم يې تکامل ورکوونکى او روزونکى دى؛ او د شتون له لومړي پړاوه يې د حالاتو څارونکى و او همدا يې د کمال تر بريده پالي. د ژبې له اړخ د متعال حق د ربوبيت او پر کور د کور والا د ربوبيت ترمنځ توپير دا دى، چې خداى ته په مطلق ډول او بې د يو څه پر ورزياتوالي، رب ويلاى شو؛ د قرآن کريم په تعبير: « بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَرَبٌّ غَفُورٌ» (سباء/۱۵) =  سپېڅلى ټاټوبى او لوراند پالونکى.

خو نورو ته د يو څيز پر ورزياتوالي رب ويل کېږي؛ لکه «رب الدجاج» ( د چرګو روزنکى او څښتن)؛ «رب البيت» ( د کور خاوند او سنبالوونکى)؛ «رب الشجر» (د ونې روزونکى او خاوند يې).

دلته په لنډو د «رب» د قرآني اصطلاح ژبني او لغوي دقيق مفهوم راڅرګند شو. که دا دقيق مفهوم په پام کې ونيسو؛ نو له طاغوت يا سرغړاندو زورورو سره د پيغمبرانو د مبارزې پر علت پوهېداى شو.

د اسماني شرايعو تاريخ ښيي کوم زورور، چې د پيغمبرانو پر وړاندې درېدلي، معمولاً له دوى سره يې د خداى تعالى د «ربوبيت» پر سر جګړه کوله، نه د خالقيت پر سر؛ ځکه اغلب يا ګردو يې منله، چې «الله» د ټولو موجوداتو پنځګر (خالق) دى. که څه شونې وه د «الله» لفظ و نه کاروي او لکه د يهودو په څېر «يهوده» ونوموي. دا چې دوى خداى په څه نامې يادوې، دلته يې د ويينې ځاى نه دى؛ خو همدومره يې منل، چې خداى د ګردو موجوداتو پنځګر (خالق) دى؛ خو د «رب» په باب يې اړپېچ (اختلاف) درلود.

ددې خبرې ازبادولو ته، له قرآنه د پيغمبرانو له خپلو امتونو يا د خپلې زمانې له طواغيتو سره د مخامخېدو څو بېلګې راوړو، چې په اسلامي امت کې يې ورته پېښې وپېژنداى شو.

قرآن کريم ١٣ ځل له فرعون سره د موسى کليم عليه السلام او امت يې، قصه ياده کړې. موږ په نازعات سورت کې، ددې داستان حساسه برخه لولو:

فرعون له موسى عليه السلام سره له مخامخېدو او د الهي نښو تر مشاهدې روسته، د مصري وګړيو يوه ستره غونډه جوړه کړه او ورته يې وويل: «زه ستاسې اوچت رب يم» [نازعات: ٢١_ ٢٤  آيتونه]

يعنې که چرګوړی «رب» لري او دا يې مالک او پالوونکى دى؛ نو زه هم دده په څېر ستاسې رب يم. «رب» دى چې د خپل مربوب اړتياوې تامين او ورپوره کوي، لار، قانون، د ژوند شرايط او کمال يې ورټاکي؛ نو ځکه فرعون ويل:

وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلَا تُبْصِرُونَ ﴿زخرف/۵۱﴾ = او فرعون په خپل قوم كې په لوړ غږ وويل: (( (زما) قومه! ايا د مصر واكمني او دغه ويالې، چې زما تر (ماڼيو) لاندې بهېږي، زما نه دي؟!؛ نو ايا (دا لويه دبدبه مې) نه وينئ؟

نو ځکه قانون، چې د «ربوبيت» دويمه ځانګړنه ده، بايد له ما يې واخلئ زه مو اړتياوې درپوره کوم، نو بايد زه مو قانونګذار او مطلق بولندوى اوسم. د مصر امپراطور _فرعون_ په هغو وختونو کې د ټول مصر مالک و. او چا چې کار کاوه، د ده کارګر او مزدور ګڼل کېده؛ نو په ظاهر کې يې د ربوبيت لازمه _چې د خلکو د خوراک څښاک ورکول او د اړتياوو تامينول وو_ درلوده او مدعي و، چې : «دا ټول زما په ملک دي او زه يې درکوم؛ نو ځکه زه بايد قانون جوړ کړم، او تاسې بايد زما د غوښتنو او نظرياتو له مخې ژوند وکړئ. په هر صورت زه بايد قانون جوړ کړم. او زه بايد شريعت او ژوند دود وټاکم. که وايم،چې بايد بني اسرائيل بندګان وي، هلکان يې بايد ذبح شي او نجونې ژوندي پاتې شي، چورلټ بايد ومنل شي. که وايم بني اسرائيل بايد پریوتي او ټيټ وي، او قبطيان او د مصر آريز خلک، خوشحال وي، بيخي بايد عملي شي. که وايم پلانى څيز دې دغسې شي، نو هرمرو لازم دي، چې هماغسې شي».

فروعون چې د کوم ربوبيت ادعا کوله، په دې مانا نه وه، چې دا د اسمانونو او ځمکې خالق، او د انسانانو او نورو څيزونو خالق و؛ بلکې ويل يې تاسې بايد زما د غوښتنو او زما د خوښې لاس ته راوړو لپاره کار وکړئ. او فرمانونه مې عملي کړئ؛ ځکه ستاسې رب يم؛ اوچت او لوړ رب!

موسى کليم عليه السلام ددې منطق پر وړاندې څه وايي، خبره يې څه ده، څه پيغام لري، او له فرعون سره څنګه نښلي؟ خداى تعالى موسى او ورور، هارون ته يې حکم کوي:

اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿طه/۴۳﴾ = دواړه فرعون ته ورشئ، چې ياغي شوى دى؛

فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ﴿طه/۴۴﴾ = خو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي نصيحت ومني، يا (له خدايه) ووېرېږي

قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَنْ يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَنْ يَطْغَى ﴿طه/۴۵﴾ = (موسى او هارون) وويل : ((پالونكيه! په حقيقت کې موږ وېرېږو، هسې نه (د حق تر ويلو مخکې) سم له لاسه راباندې تېرى وکړي يا نور هم ياغي شي (او موږ و نه مني) !))

قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى ﴿طه/ ۴۶﴾ = (الله) وويل :((مه وېرېږئ،زه درسره يم (هر څه) اوروم او وينم .

فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِنْ رَبِّكَ وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى ﴿طه/۴۷ ﴾ = نو ورشئ، ورته ووايئ : موږ دواړه ستا د پالونكي استازي يو، بني اسراييل راسره ولېږه او مه يې ربړوه، په رښتيا موږ ستا د پالونكي له لوري معجزه درته راوړې او پر هغه دې سلام وي،چې سمه لار ومني.

البته فرعون ځان ته کوم پالوونکى نه پېژني او دا خبره نه مني؛ نو پوښتي:

قَالَ فَمَنْ رَبُّكُمَا يَا مُوسَى ﴿طه/۴۹﴾ = (فرعون) وويل :(( موسى! پالونكى مو څوك دى؟))

«تاسې مې چې ربوبيت نه منئ؛ او وايئ، ربوبيت د بل چا حق دى او بايد قانون او حکم له بله واخلوو، دا بل څوک دى؟»

قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ﴿طه/۵۰﴾ = ويې و يل : ((پالونكى مو هغه دى،چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل خپل پيدايښت او جوړښت وركړ، بيا يې لار وروښووله.))

«موسى وايي: رب مې هغه دى، چې هرڅوک يې پنځولي او د ژوند نظام او قانون يې ورته ټاکلى دى؛ او په بله وينا، لارښوونه يې ورته کړې د. او بايد هر مخلوق د هغه قانون له مخې ژوند وکړي، چې ده ورته جوړ کړى دى».

فرعون د موسى عليه السلام خبره مضبوطه ويني او ډاريږي، چې خلک يې ومني؛ نو ځکه ټکې پکې کوي او اوبه خړوي. فرعون وايي: «نو تيرو خلکو څه حال درلود؟ ايا هغوى هم کوم رب درلود؟ ايا ستا ادعايې رب پرې واکمني درلوده؟» موسى ځواب ورکوي او په خپل ځواب کې د متعالى حق پر ربوبيت ډډه لګوي: «په اړه يې معلومات زما له رب سره په يوه کتاب کې ثبت دي، پالوونکى مې نه غلطي کوي او نه هېرجن دى.

قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَى ﴿طه/۵۱﴾ = (فرعون) وويل :(( نو د پخوانيو خلكو به څه حال و (چې پردې حقايقو يې ايمان نه درلود)؟))

قَالَ عِلْمُهَا عِنْدَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنْسَى ﴿طه/۵۲﴾ = (موسى) وويل :(( په اړه یې معلومات زما له پالونكي سره په يوه كتاب كې ثبت دي، پالونكى مې نه تېروځي او نه څه هېروي .(او څه چې ورسره وړ وي وركوي يې) . ))

پيښه دوام مومي؛ بيا فرعون د موسى (ع) منطق ماتونې ته په بل چل لاس پورې کوي. پر ضد يې د خلکو احساسات ورپاروي، نو ورته وايي:

قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى ﴿طه/۵۷﴾ = فرعون) وويل :((موسى! ايا (دې ته) راغلى يې، چې پخپلو كوډو مو له خپل هېواده وباسې؟

فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنْتَ مَكَانًا سُوًى ﴿طه/۵۸﴾ = نو [پوه شه چې] موږ به هم همدغسې كوډې درته راوړو! نو (سیالۍ ته) همدا اوس په يوه سپين ډاګ وخت وټاکه، چې نه به موږ ترې اوړو او نه ته . ))

د فرعون مزدور کوډاګران په خپل ټول زور د موسى ( ع) مبارزې ته راځي؛ خو د نړۍ پال قدرت ښکاره کېږي او ګردې کوډې يې نابودېږي. کوډګران، چې تر نورو خلکو کوډې ښه پېژني، ربوبي قدرت ته غاړه ږدي او وايي:

فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى ﴿طه/۷۰﴾ = موسى خپله کونټۍ وغورځوله او څه چې كوډګرو جوړ كړي وو، و يې نغړل) كوډګر ټول پر سجده پرېوتل، ويې ويل :(( موږ د هارون او موسى پر پالونكي ايمان راووړ .))

روسته د فرعون د نيوکې او زورزياتي پر وړاندې اعلانوي:

إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿طه/۷۳﴾ = په حقيقت کې موږ په خپل پالونكي ايمان راوړى، چې زموږ ګناهونه او هغه كوډې، چې تا ورباندې اړ كړي وو، راوبښي او الله غوره او پایند دى.))

په دې سراسر داستان کې، د «رب» نامه تکراريږي او دواړه لوري د «رب» خبره کوي. موسى ( ع) له هغه ( = الله) خبرې کوي، کوډګر پرې ايمان راوړي او فرعون يې نه مني؛ نو ځکه په ډاګه ده، چې د شيطان او رحمان، د الله د دوستانو او دښمنانو، د پېغمبرانو او طاغوتانو په دواړو اړخونه کې د «ربوبيت» پرسر جګړه ده، او دا چې د چا قانون، راى، حکم او دستور ومنو.

د خداى د ستر پېغمبر حضرت ابراهيم ( ع) په ژوند کې هم همدا مبارزه شته:

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿بقره/۲۵۸﴾ =  ايا د هغه [= نمرود] له حاله خبر نه يې،چې الله واکمني ورکړې وه (او د کم ظرفۍ له لامله د کبر شرابو مست کړى و او بيا يې) د خپل پالونكي په باب له ابراهيم سره ناندرۍ وهلې؟ کله چې ابراهيم وويل : (( پالونكى مې هغه دى، چې ژوندي کول كوي او مړه کول كوي )) (نمرود) وويل : (( زه (هم) ژوندي كول او مړه كول کوم.)) (ددې كار ثبوت او د خلكو تېر ايستو ته يې دوه بنديان راوستل، چې د يو یې د خوشې كولو او د بل د وژلو حكم وكړ.) ابراهيم وويل : (( خو په رښتینه کې، الله لمر له ختيځه راخېژوي (كه رښتيا وايې،چې پر هستۍ واكمن يې؛ نو) ته يې له لويديځه راوخېژوه!)) (؛نو دلته) هغه كافر سړى هك پك (او چوپ) شو او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي .

 ابراهيم ( ع) دى او نمرود؛ خداى نمرود ته، پياوړې پاچاهې ورکړې ده. مطلق قدرت او ځواکمني يې، د سرغړونې لامليږي او د حق تعالى پر ربوبيت کافرېږي. له نمرود سره د ابراهيم ( ع) مبارزه د همدې مسالې پر سر ده، حضرت ابراهيم ( ع) ورته وايي: «هغه د قانونګذارۍ حق لري او د بشري ژوند بريدونه ټاکلاى شي، چې بشر پنځولاى او مړ کولاى شي. هو، د ګردو رب، همدا دى او زما پالوونکى هم دى».

نمرود؛ د زمانې سرغړاند ( طاغوت) وايي: «زه هم ژوندي کول کوم او هم مړه کول، يو تن، چې سولۍ کېده له زندانه آزادوم. دا خو مړى ګڼل کېږي او ما ژوند کړ او بل چې بې ګناه او ازاد پر کوڅه او سړک ګرځي، سولۍ کوم. دا ژوندي و او بايد ژوندي پاتې واى، او زه وم، چې مړ کوم يې؛ نو ځکه «رب» ته، چې پر کومې ځانګړنې قايل يې زه يې هم لرم؛ نو زه هم رب يم».

دلته شبه رامنځته شوه او شونې وه، چې ناپوهه وګړي يې خبره ومني. حضرت ابراهيم ( ع) بې درنګه بل استدلال وروړاندې کړ: «پالوونکى مې الله دى، چې لمر له ختيځه راخېژوي، نو که رب يې او ادعا دې سمه وي؛ نو لمر له لويديځه راوخېژوه!

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿بقره/۲۵۸﴾ =  ايا د هغه [= نمرود] له حاله خبر نه يې،چې الله واکمني ورکړې وه (او د کم ظرفۍ له لامله د کبر شرابو مست کړى و او بيا يې) د خپل پالونكي په باب له ابراهيم سره ناندرۍ وهلې؟ کله چې ابراهيم وويل : (( پالونكى مې هغه دى، چې ژوندي کول كوي او مړه کول كوي )) (نمرود) وويل : (( زه (هم) ژوندي كول او مړه كول کوم.)) (ددې كار ثبوت او د خلكو تېر ايستو ته يې دوه بنديان راوستل، چې د يو یې د خوشې كولو او د بل د وژلو حكم وكړ.) ابراهيم وويل : (( خو په رښتینه کې، الله لمر له ختيځه راخېژوي (كه رښتيا وايې،چې پر هستۍ واكمن يې؛ نو) ته يې له لويديځه راوخېژوه!)) (؛نو دلته) هغه كافر سړى هك پك (او چوپ) شو او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي.

 نمرود بې ځواب او هک اریان شو.

دا د توحيد د اتل د مبارزې يوه ننداره وه. بله يې له ستور نمانځو، سپوږمۍ نمانځو او نمر نمانځو سره ده. حضرت ابراهيم ( ع) ددې مشرکانو غونډې ته ورغلى او په مجادله ورسره بوختېږي. البته د دوى په خپله ژبه او په څه چې دوى باوري دي؛ په داسې بڼه چې د ابراهيم (ع) استدلال دوى وپوهوي او د ناپوهۍ او جهل پردې يې څيرې شي:  شپه ده. ابراهيم ( ع) يو ځلاند ستورى ويني ستور نمانځنو ته وايي:

فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَى كَوْكَبًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ ﴿انعام/۷۶﴾ = چې كله د شپې تياره پرې خپره شوه؛ نو يو ستورى يې وليد، و يې ويل : ((دا زما خداى دى؟))؛خو چې پرېووت؛ نو ويې ويل : (( پرېوتونكي نه خوښوم .))

خو چې ستورى لوېږي ابراهيم (ع) يې کمزورۍ او نيمګړتيا ته په اشارې وايي: «دا مې رب کېداى نشي، رب مې نبايد پرېوځي او پرېوتوونکى مې نه خوښېږي».

د سپوږمۍ و لمر په باب هم داستان بياځلي کېږي او د کار په پاى کې، تر لمر پرېواته روسته (چې خورا ځواکمن او ځلاند آسماني ښکارنده ده) وايي:

فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَا أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ ﴿انعام/۷۸﴾ = او چې کله يې لمر په راختو کې وليد؛ نو و يې ويل : (( دا مې خداى دى؟(چې تر ټولو) ستر دى!))؛خو چې پرېووت؛ نو و يې ويل: (( زما قومه! په رښتيا زه له هغه شرکه بېزار يم، چې تاسې يې له خداى سره شريكوئ.

إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿انعام/۷۹﴾ = په رښتيا ما خپل مخ د اسمانونو او ځمكې پنځګر ذات ته یو مخیز وراړولى، زه حقپال (په خپل ايمان كې نږه، سوچه او ساهو) او له مشركانو ځنې نه يم.))

خلک له ابراهيم ( ع) څخه لاس نه اخلي او خپلمنځي خبرې اترې يې غځېږي او حضرت ابراهيم ( ع) يې د شخړو او مجادلو پر وړاندې وايي:

وَحَاجَّهُ قَوْمُهُ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللَّهِ وَقَدْ هَدَانِ وَلَا أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ رَبِّي شَيْئًا وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ﴿انعام/۸۰﴾ =  او د قوم يې ورسره ناندرۍ شوې ورته یې وويل: ((ايا د “الله” په اړه ناندرۍ راسره وهئ ؟! چې (په څرګندو دلايلو) یې سمه لار راښوولې او ستاسې د شرک له [شره] نه وېرېږم؛ خو دا چې د پالونكي مې څه خوښه وي، د پالونكي پوهه مې پر هر څه راخپره ده، ولې پند نه اخلئ؟!

ډانګ پېييلې ده، چې د ابراهيم (ع) قوم خداى (ج) پېژانده، خو په ربوبيت کې ورته په شريک قايل وو، او په همدې مساله کې ابراهيم ويينه او استدلال ورسره کاوه. په بله ننداره کې ابراهيم (ع) د خپل قوم له بوتپالو سره مبارزه کوي په مازې، چې د بوتپالوغونډې ته ورځي د خداى (ج) ورکړي ليد او د وحې او الهام له مخې ورته وايي:

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنْتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ ﴿انبیاء/۵۲﴾ = چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل :(( دا انځورونه څه دي،چې تل يې نمانځنې ته ټینګ ولاړ یاست؟!))

قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ ﴿ انبیاء/۵۳﴾ = ویې ويل :(( پلرونه مو د دوی نمانځونکي موندلي دي .))

قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿ انبیاء/۵۴﴾ = ويې ويل :(( په رښتيا چې تاسې بېلار‌ي ياست او پلرونه مو هم بېلارې ول!))

قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنْتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ ﴿ انبیاء/۵۵﴾ = ویې ويل :(( ايا کومه حق (خبره) دې راوړې، كه (هسې) ټوکې کوې؟ ))

قَالَ بَلْ رَبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿ انبیاء/۵۶﴾ = (ابراهيم) وويل: (( (هو! حق مې راوړى) پالونكى مو، هماغه د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى،چې دا يې پيدا كړي او زه پر دې (واقعيت) له شاهدانو ځنې يم .

په رښتينه کې، بابليانو ځکه ستورى، سپوږمۍ او لمر ننمانځل، چې دوى يې په خپل ژوند کې اغېزمن ګڼل او د ښه يا بد برخليک ټاکنه يې د دوى له لاسه ګڼله؛ يعنې دا، چې دوى يې رب او د خپلې نړۍ رب ګڼل؛ نو ځکه يې نمانځل.

دلته دوه ډوله شرک شتون درلود: په ربوبيت کې شرک او په الوهيت کې شرک؛ نو ځکه، ابراهيم ( ع) دلته پر خالقيت په ډډې وهلو سره، چې ګردو مشرکانو هم مانه، په ربوبيت او الوهيت کې شرک نفې او ردوي.

اصحاب کهف، د لرغوني پېر خداى نمانځي ځوانمردان هم همدا خبره کوي دوى د خپلې زمانې د طاغوت ( سرغړاند) پر وړاندې پاڅېږي او د اسمانونو او ځمکې د پالوونکي ربوبيت خبرې کوي:

وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا ﴿کهف/۱۴﴾ = او موږ یې زړونه هغه وخت ټينګ كړل، چې كله (له شرك سره د مخالفت په نيت) راپاڅېدل او ويې ويل : ((پالونكى مو د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى،بې له ده بل معبود نه نمانځوو، په یقین چې هغه وخت به مو خوشې او پوچه خبره كړې وي.))

په رښتينه کې د کهف اصحابو ويل: «دا سړى، چې د ربوبيت ادعا کوي او وايي، چې بايد بشر مې لاروي وکړي او بايد زه قانون ورته ساز کړم او ژوندود يې وروټاکم، دا رب نه دى، دا مو قانون ساز او ژوندود ساز نه دى. پالوونکى مو د آسمان او ځمکې رب دى».

د اسلام او فارس د مخامخېدو په تاريخ کې دا څرګندې بېلګې هم شته، چې پاچايانو به بشري ژوند ته قانونګذاري کوله، د انسان ژونددود ته به يې بريدونه ټاکل. دلته د اسلام پېغمبر (ص) په پرتلنې لاس پورې کوي او په ګوته کوي، چې د ژونددود ټاکنه او قانون سازي يوازې د ربوبي اوچت مقام ځانګړنه ده او ان پخپله هم پکې برخوال نه دى او مازې غاړه ايښوونکى دى.

له دې ځنې د فارس پاچا خسرو پرويز ته يې استول شوى ليک دى. خسرو د ليک ترلاسه کولو روسته، له تکبره ليک څيرې کړ او اسلام يې ونه مانه. بيا يې د يمن والي ته، چې په هغه پېر کې د فارس دولت استازى و _ وليکل، چې څوک د اسلام په پېغمبر (ص) پسې ورواستوه، چې د فارس پاچا ته يې راولېږي.  دوه تنه مامورين يې له يمن ځنې طايف ته، او له طايف ځنې مدينې ته د حضرت نبي (ص) حضور ته مشرف شول. دوى خپلې ږيرې خريلې او برېتې پرېښې وې. پېغمبراکرم (ص) يې په ليدو خپه شو، ويې پوښتل: پر تاسې افسوس! د چا په حکم مو دا بڼه خپله کړې؟ ويې ويل: رب ( پاچا) مو دغسې راته ويلي دي! پېغمبراکرم (ص) وويل: خو رب مې امر راته کړى، چې ږيره مې پرېږدم او بريتې لنډې کړم. (تاريخ الطبري، ٢ ټ ٦٥٥_ ٦٥٦ مخونه)

لکه، چې وينو ربوبي نړۍ ان په دغسې په ظاهر کوچنۍ مساله کې د انسان په برخلیک کې دخالت کړى او قانون يې ورته جوړ کړى؛ يو عمل يې د انسان په مصلحت ګڼلى او بل يې نه.

دا د اسماني شرايعو له تاريخه بېلګې دي، چې د خپلې زمانې له طاغوتانو سره د انبياوو عليه السلام د مبارزو آريزې انګېزې څرګندوي او د خپلو مخالفو ګوندونو پر وړاندې د خداى د ګوند د جګړې بنسټيز علت په ډاګه کوي. يو لوري ته الهي نارينه دي، چې وايي بې له الله (ج) هيڅوک بشري ژوند ته نظام او ژونددود ټاکلاى نشي او يوازې الله (ج) د انسان رب او پالوونکى دى؛ ځکه دا د ګردو نړيوالو رب دى. بل لوري ته طاغوتان او سرغړاندي دي، چې انسانانو ته د نظام او قانون جوړونې مدعيان دي.

تر دې ځايه مو د ربوبيت په مساله کې د زمانې له طواغيتو سره د پيغمبرانو د چلن ګڼې بېلګې راوړې، خو اوس په دې هکله له ديني مشرانو سره د انبياوو عليه السلام پر چلن لګيا کېږو. په دې باب هم پيغمبرانو د مخکينيو بېلګو د قاطعيت او پرېکنده توب په څېر چليدلي دي. د خداى په دين کې يې د ځينو دينې مشرانو دخالت، کم وزياتول او د احکامو ادلون بدلون غندلي او دا، چې دوى ځانونه رب ګڼلي، دا چار يې ناروا بللى او د دوى لارويان يې هم مقصر اعلان کړي دي.

قرآن کريم لومړى لاسوند دى. وايي: کتابيانو، احبار او راهبان د الله (ج) پر ځاى، خپل «رب» وټاکل. د رب مفهوم د څرګنديدا په پامنيوي، ددې آيت پر مانا ښه پوهېداى شو. پردې سربېره له پېغمبراکرم ( ص) او اهل بيتو څخه راغلي روايات مساله ښه په ډاګه کوي.

پر نهم ليږديز کال، «عدى» د «حاتم طايي» زوى، چې مسيحي و، د اسلام پېغمبر( ص) ته ورغى او تر خبرو اترو روسته يې اسلام ومانه. (السيره النبوية، ٤ ټ، ٥٧٨ _ ٥٨١ مخونه، چاپ مصطفى السقا او نور، مصر ١٣٧٥)

د عدى پر غاړه د سرو زرو صليب ځوړند و. رسول اکرم (ص) ورته وويل: کوم بوت دې، چې پر غاړه ځوړولى، لرې يې کړه. «عدى» دا کار وکړ او د حضرت له حضوره پاڅېد. «عدى» په دويمه ليدنه کې واورېدل، چې نبي اکرم (ص) دا آيت لولي:

اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿توبه/۳۱﴾ = (كتابيانو) خپل عالمان، راهبان او مسيح د مريمې زوى د الله پرځاى خپل معبودان ونيول،حال دا يوازې د ايکي يوه معبود (الله) د نمانځنې حكم ورته شوى و،چې بې له ده نمانځوړ نشته، له هغه څه پاك دى،چې دوى يې ورسره شريكوي .

«عدى» وويل: موږ د ديني مشرانو عبادت نه کاوه! رسول اکرم (ص) ورته وويل: «ايا دوى د خداى حلال، نه حرامول او حرام يې نه حلالول، او تاسې يې هم بې دليله لاروي کوله؟ (مجمع البيان فى تفسير القرآن، ٢ټ، ٢٣ _ ٢٤ مخونه؛ البرهان فى تفسير القرآن، ٢ټ، ١٢١ مخ؛ الدرالمنثور ٣ټ، ٣٣٠ _ ٣٣١ مخونه)

په دې تاريخي پېښه کې، د اسلام پيغمبر (ص) دې ټکي ته اشاره کوي، چې ديني مشرانو په شريعت کې لاسوهنه کړې او د بېلابېلو هوسونو او غوښتنو له مخې، بشري قوانين د الهي قوانينو ځايناستي شوي دي.

دا حقيقت نن هم په مسيحيانو کې شته. پاپ؛ د مسيحيت روحاني مشر حق لري، چې د کاتوليک مذهبي لارښوونې او مقررات واړوي او مسيحيان يې بې غوره او بې سوچه مني. د شته انجيل له مخې، کليسا مدعي ده، چې قانون جوړواى شي او څه، چې پر ځمکه تصويب کړي، په اسمان کې هم منل کېداى شي او دقيقاً دا هماغه خبره ده، چې قرآن کريم په تېر آيت کې ورته اشاره کړې ده. په متى انجيل ( ١٦ باب، ١٨ او ١٩ بندونه) کې لولو:

«ته پطروس يې، او پر دې ډبره، خپله کليسا جوړوم، او د جهنم ورونه به پرې استيلا و نه مومي او د اسمان د ملوک کونجيانې درسپارم او څه چې پر ځمکه وتړې، په اسمان کې تړل کېږي او څه چې په ځمکه کې پرانځې، په اسمان کې پرانستلېږي».

نو قرآن کريم ځکه يهودي احبار (پوهان)  او مسيحي راهبان (عابدان او شيخان) د «رب» په نامې ياد کړي، چې دوى قانون سازي کوله او د انسان په ژونددود کې يې خپل نظر عملي کاوه. د خداى حلال يې حرامول او حرام يې حلالول؛ نو ځکه د انبياوو ( ع) ګرده مبارزه په دې پار وه، چې بشر يوازې د متعال حق ربوبيت ومني او يوازې د ده فرمان ته غاړه کېدي، حلال و حرام، روا او ناروا له ده نه واخلي. د دين ټوله منځپانګه او روح بې له دې بل څه نه دى که په يو هېواد کې اړ شم، چې د خداى (ج) د حکم پر خلاف د کوم زورور حکم ومنم او عملي يې کړم؛ نو دا مې خپل رب کړى نه دى؛ د وګړيو ربوبيت ته غاړه ايښوونه، هله وي، چې په خپله خوښه او د خداى د حکم پر خلاف يې قانون ومنې او عملي يې کړې، چې په دې حال کې، دا موجود به دې خپل رب ټاکلى وي. لکه د اوسني مسيحيت ستر مشر، پولس ويل: دا دې اوس درته وايم که مختون (سنت) شوئ، مسيح درته هيڅ ګټور نه دى.

مسيحيانو هم ومنله او ختنه يې ونه کړه. (يعنې ځانونه يې سنت نه کړل) [ (غلاطيانو ته د پولس رساله، تورات ختنه او سنتول يو ديني حکم بولي. وګورئ: تورات، لاويان سفر، ١٢ باب، ٣ بند؛ او مسيحيت هم د يهوديت له غځېدا پرته بل څه نه دى؛ نو ځکه دغسې يو حکم په ړومبي او نااړول شوي مسيحيت کې شتون درلود او را روسته د پولس د فرمان له مخې له منځه تللى دى؛  وګورئ د مقدس کتاب قاموس، د ختنې ماده: ٣٤٣ مخ) ]

او يا يې ويل: شراب وڅښئ، جايز او روا دي، دين اجازه درکوي! دوى هم ورسره ومنله. نو دلته د ديني مشرانو د رب نيونې مساله رامخې ته شوه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!