تبلیغات

  رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم   شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او […]

 

رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم

 

شادابه تر قیامته دی ګلزار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمدصلی الله علیه و آله وسلم

موسوم شو په طه او په یسن او په لولاک

سر خم یې په قدم شول عرس کرسی لوح او افلاک

مثبت دی دواللیل د زلفو تار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

حضرت چې د سپین مخ نه کړ اوچت شال د یسین

ذرې د کاینات یې رنګینه شوې له جبین

شامل له عناصرو شول انوار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

یو شپه لیلة القدر یې کړ عطا ورته اعزاز

تر واړو انبیاو مو حضرت شولو ممتاز

الله خپله رضا کړله کردار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

حمزه سر د نیاز یې لره تل په در کې خم

حضرت ته وسیله چې بې نوا کړې نشته غم

غم خو ر دې د امت آل اطهار د محمد(ص)

تفسیر د والضحی دی سپین رخسار د محمد(ص)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!