تبلیغات

رسول اکرم حضرت علي ته دنده ورکړه چې پېريان راوبلي ( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٣٥ مخ ) د عرفطة بن شمراح د حالاتو په شرح کې،چې د پېريانو د بني نجاح له ټبره دى د حرائطي د هواتف له کتابه په يوه سند له حضرت سلمان فارسي روايت نقل کړى،چې وايي : په يوه […]

رسول اکرم حضرت علي ته دنده ورکړه چې پېريان راوبلي

( اصابه : څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٣٥ مخ ) د عرفطة بن شمراح د حالاتو په شرح کې،چې د پېريانو د بني نجاح له ټبره دى د حرائطي د هواتف له کتابه په يوه سند له حضرت سلمان فارسي روايت نقل کړى،چې وايي : په يوه باراني ورځ کې د خداى له استازي سره په جومات کې ناست وو،چې يو غږ مو واورېد : السلام عليک يا رسول الله ! خو څوک نه ليدل کېدل . رسول اکرم پوښتنه وکړه : څوک يې ؟ و يې ويل : زه غرفطة د شمراح پيري زوى يم او اسلام مې راوړى دى . پېغمبر ورته وويل : آفرين دې پر تا وي ، ځان راوښيه ! سلمان وايي : ناڅاپه زموږ مخې ته يو سپين ږيرى بوډا راووت،چې پېړ او ګڼ ويښتان يې درلودل او سترګې يې په اوږدو پرانستې،خوله يې په سينه،مخ يې له ويښتو ډک، خوله يې اوږده او په ګوتو کې يې د مرغانو د پنجو په څېر نوکان وو؛نو ما چې وليد، ويښتان مې نېغ ودرېدل . دې بوډا پيري وويل : رسول الله ! څوک راسره ولېږه،چې زموږ ډله هم اسلام ته راوبلي او زه به يې روغ رمټ تاسې ته راستون کړم .

ابن حجر له خرائطي څخه د علي د لېږلو اوږده کيسه نقلوي، تردې چې وايي : علي يې پر اوښ سپور کړ او سلمان يې ورپسې او دا درې کسان همداسې ولاړل،چې يوې وچې او شاړې بيديا ته ورسېدل او علي پر ټوله لار د خداى پر ذکر بوخت و او بيا حضرت سلمان هغه بوډا او نورو پېريانو ته سهار د لمانځه جمه ورکړه؛بيا حضرت علي خطبې ته ودرېد او پيريان ترې راټول شول. علي د اوږدې مودې لپاره دعا وکړه،چې ناڅاپه برېښنا راغله او ډېر پيريان يې وسوځول او نورو يې اسلام راوړ او حضرت علي له حضرت سلمان سره راستون شو . رسول اکرم چې کيسه واورېده؛نو و يې ويل : هغوى به د قيامت تر ورځې پر تا شمېري .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست