تبلیغات

څوارلسم څپرکی   روزنه او ورښوونه ۲۸۱ مساله: له لومړي پړاوه تر ماسترۍ او دوکتورا پورې دې د زده کړیالانو روزنه دوام ومومي. د ځوانۍ په پېر کې د انسانانو ایمان ډېر ښه پیاوړی کېږي. په ملي یووالي کې او په سیاسي او وټیزه وده کې او عامه نظم په ټینګونه او د ټولنې په […]

څوارلسم څپرکی

 

روزنه او ورښوونه

۲۸۱ مساله: له لومړي پړاوه تر ماسترۍ او دوکتورا پورې دې د زده کړیالانو روزنه دوام ومومي. د ځوانۍ په پېر کې د انسانانو ایمان ډېر ښه پیاوړی کېږي. په ملي یووالي کې او په سیاسي او وټیزه وده کې او عامه نظم په ټینګونه او د ټولنې په روغتیا کې د روحي صفاتو تهذیب او اخلاقي مکارمو ترلاسه کول ډېر ګټور دي او د دیني دولت پاموړ هم دي او د هېواد د لاینحلو ستونزو د زوال لامل هم دی. اخلاقي فساد ټولنه له هر اړخه تباه کوي.

حکومتونه دنده لري، چې د مرکز او ولایتونو په رادیو تلویزونونو کې د روزنیزو پورګرامونو خپرول اجباري کړي او پر خصوصي رسنیو هم روزنیزې خپرونې واجب کړي،چې مواد دې یې په روښانه ډول بیان شي.

پردې سربېره پر رسنیو هم پر نېکیو د امر او له بدیو د منع او ارشاد له مخې د روزنې خپرول شرعا واجب دي .

۲۸۲: په دولتي ښوونځیو کې له لومړنیو زده کړو نیولي تر پورته پورې دې دیني کړلارې داسې چمتو شي،چې ګټورې وي،د مثال په ډول لاندې ټکي دې پکې مراعت شي:

 

۱- له عوام پسندو او جاهلانه خرافاتو لرې وي ګنې اپوټه پایله به ورکړي او خپل دین به تر پوښتنې لاندې راشي او ځینې دین ضد دولتونه همدا کار کوي او کورني او بهرني دښمنان له ډېرو کلونو راهیسې د همدې خیانت په لار کې بوخت دي.

۲- راټولونکي دې یې د اسلامي علومو کارپوهان او متتبعین او دینوال ارواپوهان وي .

۳- د درسي کتابونو په اوډون او تدریس کې دې له متعصبو کم سواده وګړيو ګټنه ونشي،چې دا وګړي د دین او اسلامي ښوونو په حقیقت نه پوهېږي، چې ددې خلکو فرهنګ د درز فرهنګ او په مسلمانانو کې کینې او مذهبي اړپېچونو ته لمن وهي.

۴- له هغو ستونزمنو فقهي مسایلو او موضوعاتو څخه دې ډډه وشي، چې د تجربی علومو د زده کړیالانو او زده کوونکیو تر کچې لوړ وي.

۵- له ساده پړاوونو نیولې تر پورته پړاوونو پورې اسلامي ګروهې دې د زده کړیالانو د استعداد او اندنې له مخې په درسي کتابونو کې تدوین شي او د ښوونکو او زده کړیالانو په خوښه دې نه وي .

۶- د اسلامي اخلاقو تدوین هم په همدې ترتیب .

۷- په ساده ژبه او له مغلقو عربي او فقهي اصطلاحاتو څخه لرې د شرعي محرماتو او واجباتو تدوین، چې ننني ځوانان پرې پوه شي .

۸- دهغو آیتونو تفسیر، چې اوسني وخت ته ترې ښه ګټنه کېدای شي او زده کړیالانو له اندیزې کچې سره دې مناسب وي.

۹- د انسان پوهنې ټولیز آرونه او په قرآن کریم کې د انسان لوړ مقام .

۱۰ – د توکیز او عرفاني نړۍ لید پر وړاندې دیني نړۍ لید او ددې بیانول،چې دیني نړۍ لید له عقلي نړۍ لید سره سمونه لري. کومه ایدیولوژي،چې د یوې نړۍ لید پر بنسټ نه وي؛ نو هغه د ملیاردونو انسانانو د بېلارۍ لامل ګرځېدلې ده. د دې موضوع تفاصیل ډېر زیاد دي او داسې دې بیان شي، چې د زده کړیالانو عقلي قناعت ترلاسه شي.

ددې لسګونو مطالبو تدوین او د ثانوي دورې،لسانس، ماسترۍ او دوکترا په تعلیمي دورو کې ددې مطالبو تدوینول د نالوستو او کم پوهو ملا صاحبانو چار نه دی او دولت دې په دې برخه کې د هېواد له لومړۍ درجه دیني پوهانو ګټنه وکړي، چې دوی د خپل وخت د ځوانانو په ژبه او اصطلاح ښه پوهېږي او په دې برخه کې له لومړۍ درجه ارواپوهانو او د تجربي علومو له پوهانو ګټنه کېدای شي.

۲۸۳ مساله: دولت دنده لري، چې د ملت پیسې په دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو او علمي معاهدونو کې داسې ولګوي، چې مخکې له مخکې د درسي مضامینو او تدریس په اړه یې پلان جوړ شوی وي او بې تبعیضه دې ورته تکړه او ماهر استادان وګومارل شي او په تعلیمي او تحصیلي ټولو پړاوونو کې دې علمي مطالب د ننني وخت له مخې وي او د انساني[1] او تجربي علومو د څانګو لپاره دې ښه لابراتوارونه جوړ شي. لنډه دا چې په تجربي او انساني علومو کې دې تکړه متخصصین وروزل شي، چې د دومره لګښتونو په کولو سره وکړای شي د هېواد ستونزې هوارې کړي او هېواد د تکنالوژۍ او صنعت پر لوري یوسي که نه نو د ښوونې او روزنې مسوولین به د قیامت پر ورځ د خدای پر وړاندې او په دنیا کې د خلکو پر وړاندې پازوال وي .

۲۸۴ مساله : د اقتصاد علم دې تدریس شي ؛ خو دا په یوازې ځان بسیا نه دي او د اسلامي وټیز سیستم دې تدوین شي، چې تر تدریس وروسته ډېر ښه ومنل شي.[2]

۲۸۵ مساله: د هېواد په دننه کې په علمي معاهدونو کې د تجربي علومو د کمیت او کیفیت د پرمختیا لپاره هڅه کول، په اوسنيو شرایطو کې اسلامي هېوادونه اړ دي، چې زده کړیالان د لوړو زده کړو لپاره غیرې اسلامي هېوادونو ته ولېږي،په دې هکله د اړوند مسوولینو دنده ده،چې دا زده کړیالان پخپل حال پرېنږدي او په سفارتونو کې مېشت فرهنګي مسوولین دې د اخلاقو او نزاکت په مراعاتولو سره پر دې زده کړیالانو څارنه وکړي او ان په میاشت کې دوه ځل ورسره لیدنه کتنه وکړي او دوی دین عملي کولو، له ملت او خپلو خلکو سره دوستۍ او ورته خدمت کولو ته وهڅول شي، چې په دې توګه تر فارغ التحصیلۍ وروسته تش ( کاغذي فارغ التحصیل) نه وي او په بهرنیانو پورې تړلي نه وي او ضعیف الایمان نه وي او د ښه توکیز حالت لپاره د پردیو هېوادونو خدمت ونکړي او پخپل وطن کې خدمت کولو ته شا نکړي.

۲۸۶ مساله: د عفت او حجاب په ساتلو سره، د ښځو لپاره د علم زده کړه کوم مانع نلري؛بلکې د دیني علومو او تجربي علومو په هغو رشتو کې تحصیل کول، چې په موجوده وضعیت کې د ژوندون غونډال پر هغوی باندې موقوف دی، د شیعه فقهاوو له نظره کفايي واجب دی او بعیده نه ده،چې په نورو اسلامي مذاهبو کې هم همداسې وي؛ځکه ټول پوهېږو چې اسلام د ژوندن غونډال پر ځوړ خوښ نه دی . تاریخ وايي، چې مېرمنو به د آنحضرت (ص) پر مهال په جګړو د جنګي ټپيانو درملنه کوله.

پردې سربېره مېرمنې پر داسې ناروغیو اخته کېږي،چې په نارینه ډاکترانو معاینه کول ېې د ناروغه مېرمنو، مړونو او پلارانو ته سخته وي او د شرعې له نظره – د اولی په عنوان – د مرض د مواضع لمسول او ورته کتل، حرام شدید دي؛ خو که ښځینه ډاکترانې ولرو؛نو دا ستونزه به تر څه بریده هواره شي.

۲۸۷: که د مېرمنو عفت او حجاب په خطر کې نه وي او له فیزیکي او اروايي پلوه ورته ستونزمن نه وي؛ نو د مېرمنو کار کول څه باک نه لري؛خو په هر حال ماشومان دې د کوچنیتوب په دوران کې د مور له مینې څخه بې برخې پاتې نشي، چې راتلونکی نسل په ډېرو خطرناکو رواني ناروغیو اخته کېدای شي. په هر حال مېرمنې دې د پولیسو په لیکو کې و نه ګومارل شي، په دې اړه ډېر وحشتناک داستانونه شته دی .

۲۸۸ مساله: د واجب احتیاط له مخې، ښځه نشي کولای په یو اسلامي نظام کې د یو هېواد د عمومي ریاست منصب واخلي؛خو په غیرې دینې نظامونو کې لکه څرنګه چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې دا نظامونو واکمن دي؛ نو یوه مېرمن ،چې فاضله او دینواله وي،ددې هېواد واکدارېدای شي او که چېرته داسې واکدارۍ ته په حرمت قایل شو؛ نو د واکدار د مېرمنتوب له کبله نه دي؛بلکې د واکدارۍ د غېرې اسلاميتوب له کبله دي، چې د نارینه او ښځینه ترمنځ پکې توپیر نلري، دلته دې دقت وشي.

۲۸۹ مساله: د واجب احتیاط له مخې ښځه ، قاضي کېدای نشي که هغه په حق الله کې وي او یا هم حق الناس کې؛خو د اهلسنتو له ځینې علماوو څخه نقل شوي دي،چې ویلي یې دي ښځه کولای شي – په حقوق الله کې نه –؛بلکې په حقوق الناس کې قاضي مقرره شي.

په هر حال ښځه کولای شي په مقننه ځواک کې وګومارل شي او ان د قاضي مرستیاله هم شي.

۲۹۰ مساله: د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو(ثانویه پېر) او ان د پوهنتونونو په پېر کې په مختلط چاپېریال کې د هلکانو او نجونو ګډه زده کړه ډېر خطرونه لري او اسلامي دولت دې ان له زده کړیالانو د پیسو په اخستنې د دوې درسونو اماکن یو له بله جلا کړي.

۲۹۱ مساله: مېرمنو ته د نارینه استادانو تدریس کول جایز دي؛ خو ځوانو نارینه زده کړیالانو ته د ځوانو مېرمنو له خوا تدریس کول ستونزه لري . هو! که د زړو او متقاعدو مېرمنو[3] له خوا هلکانو ته تدریس وشي؛ نو کوم باک نلري.

۲۹۲ مساله: په یوه خونه کې د ځوان نارینه او ځوان ښځینه شتوالی،چې بل درېیمګړی کارمند هم ورسره نه وي؛ نو ددې خبرې جواز ستونزمن دی او که دواړه مجرد وي؛ نو کار لاپسې ستونزمنوي .

او که مېړه یې راضي نه وي،چې یوه مېرمن دې له بل سړي سره یوازې په دفتر کې کار وکړي؛ نو پر دې مېرمنې واجب دي، چې د کار دا چاپېریال پرېږدي.

۲۹۳ مساله: د واجب احتیاط له مخې د مېرمنې مسافرت له نامحرم سړي سره جایز نه دی،که دا سړی کارمند وي که غېرې کارمند او دوی دواړه مجبور وي،چې په سفر کې په یوه خونه کې سملي. که له نامحرم سړي سره د نامحرمې ښځې خلوت حرام وګڼو؛نو د احتیاط له مخې حرامېږي. په حنفي فقه کې او احتمالاً د اهلسنتو په نورو مذاهبو کې بې له شرعي محرمه د ښځې سفر مطلقاً جایز نه دی او په شیعه فقه کې که مېرمن له خپل عفت او پت ه وېره ونلري؛ نو له نامحرم سړي سره د ښځې سفر جایز دی . د حضرت عمر (رض) د خلافت په دوران کې د انحضرت(ص) مېرمنې له مدینې څخه مکې ته ولاړې .

 

[1]  مخکې ورته اشاره وشوه،چې د ارواپوهنې او حقوقو په علم کې دې له سره کتنه وشي او د لویدیځ له توکیز فرهنګه دې بېل کړای شي.

[2] د اقتصاد علم: یعنې په څه ډول دی . اقتصادي سیستم: څه ډول باید وي. لومړی یې د واقعیت په اړه بحث کوي او دویم یې د حقیقت په اړه.

[3] له متقاعدو ښځو څخه مطلب هغه ښځې دي،چې نارینه ورسره د نکاح کولو لېوالتیا ونلري.

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست