تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ (الذاریات/۲۲) = او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي . فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ (الذاریات/۲۳) = نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم،بېشكه دا(مطلب) داسې حق (او واقعيت) دى؛لكه څنګه چې تاسې غږېږئ! […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَفِي السَّمَاء رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ (الذاریات/۲۲) = او ستاسې ((روزي)) او څه چې ژمنه يې درسره کېږي، په اسمان كې دي .

فَوَرَبِّ السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ (الذاریات/۲۳) = نو د اسمان او ځمكې پر پالونكي قسم،بېشكه دا(مطلب) داسې حق (او واقعيت) دى؛لكه څنګه چې تاسې غږېږئ!

 روزي مو په اسمان كې ده

په ځينو آيتونو او رواياتو كې راغلي، چې د هر خځنده روزي د خداى پر غاړه ده او خداى يې كفيل دى. اوس دا پوښتنه راولاړېږي، كه داسې وي؛ نو د يوې ټولنې د وټیز اکر – اقتصادي وضع ښه والي ته كړلارې جوړونې او د روزۍ تر لاسه كولو ته هڅه څه مفهوم لري؟ نورو آيتونو او رواياتو ته په پامنيوي، چې دا ټول يو د بل په څنګ كې كېدو، ددې پوښتنې ځواب څرګندېږي، چې د خداى له لوري د روزۍ له تضمينه مراد د لارو چارو چمتو كېدل دي؛ داسې لارې چارې، چې څه د انسان له وجوده بهر او څه د انسان په وجود كې دي، كه دا دواړه لاسونه يو كړي؛ نو انسان له روزۍ خپله برخه مومي. دا ټكى مو هېر نه وي خداى ددې لپاره، چې خلك د وزلو او اسبابو په نړۍ كې ورك نشي او روزي يوازې د خپلو هڅو پايله ونه ګڼي، نو كله داسې خلكو ته روزي ور رسوي، چې څومره یې هڅه كړې نه ده او كله له هغوى روزي اخلي، چې هڅاند او زياركښ دي، چې څرګنده شي ددې غونډال تر شا يو بل ځواك واكمن دى. خو كه د ټولو روزي تضمين وي؛ نو ولې ځينې وږي دي؟ په ځواب كې يې دې ټكيو ته پام وكړئ: 1_ د روزۍ تامين او تضمين په دې مانا نه دى، چې عاقل او با شعور انسان ته يې چمتو كړي كور ته يې ورولېږي يا يې په خوله كې ورمړۍ كړي؛ بلكې لارې چارې چمتو شوي او د انسان هڅې يې ورسېدو ته يو شرط دى. 2_ كه انسانانو په تېر او اوس كې د نورو حقوق غصب كړي وي؛ نو د خداى له لوري يې د روزۍ په نه تضمين او تامين دليل نه دي. 3_ په همدې خاورينه كره كې د انسانانو خوړو ته ډېرې سرچينې شته، چې بايد په ځيركۍ او پوهې يې راوسپړي او ويې كاروي او كه انسان په دې هكله نا غيړي وكړي؛ نو پخپله پړ دى. 4_ په رواياتو كې، ځينې چارې د روزۍ د پراخۍ لامل ښوول شوي دي. لكه: زړه سوى، د كور، لوښو او بدن پاكوالى، له مسلمانو وروڼو سره ښه چلن، ګهيځ د وخته په خپل كار پسې وتل، د نعمت شكر، د حرص پرېښوول، د دروغو له قسم خوړو ډډه كول، له ګناهونو توبه كاږل او بښنه غوښتل، په چارو كې ښه نيت، له ګاونډيانو سره نيكي كول او خداى ته پاملرنه درلودل. ددې هر يو چار اغېز د ټولنې په رغنده جوړونې او د وټیزو موخو په پرمختګ او د روزۍ په زياتوالي كې څرګند دى[1].

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

[1] پيام قرآن، 2: 356 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!