تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه رښتياني خوبونه وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿ يوسف/ ۳۶ ﴾ = او دوه تنه ځوانان (هم) زندان ته ورسره ورننووتل، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

رښتياني خوبونه

وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿ يوسف/ ۳۶ ﴾ = او دوه تنه ځوانان (هم) زندان ته ورسره ورننووتل، چې يو يې وويل :(( په خوب كې مې وليدل، چې (انګور) شرابو (ته) زبېښم))،بل وويل :(( په خوب كې مې وليدل، چې پر خپل سر ډوډۍ وړم او مارغان یې خوري؛ موږ یې له مانا خبر کړه؛(ځکه) چې له نېكانو راته ښکارې .))

په يوسف سورت كې څو هېښنده خوبونو ته اشاره شوې، چې هغو پېښو ته يې اشاره كړې، چې تر دې خوبونو راروسته پېښې شوي دي: هغه خوب، چې يوسف په ماشومتوب كې وليد او خپل پلار ته يې ووايه؛ هغه خوب، چې دوو بنديانو وليد او يوسف ته يې ووايه او هغه خوب، چې پاچا وليد او يوسف تعبير كړ. په قرآن كې ددې خوبونو په څېر نورو خوبونو ته هم اشاره شوې ده. دا خوبونه له خورا پېچليو چارو دي، چې له بېلا بېلو اړخونو يې د عادي وګړيو او پوهانوفكر ځانته وراړولى دى. پوهانو لاتر اوسه رښتياني خوبونه تفسير كړي نه دي او له آره دا مطلب بيخي د خوب په توکیز تفسير تعبيرېداى نشي او يوازې په روحي تفسير او د روح د خپلواكۍ پر ګروهه تفسيرېداى شي؛ البته پام مو وي، چې ټول خوبونه داسې نه دي او ډېرى خوبونه (د اندېښنې، پرېشانه فكرونو، ډېرخورۍ او ناروغۍ په څېر) نور لاملونه لري؛ خو د رښتيانيو خوبونو له شتونه نټه كړاى نشو[1].

36_ ولې بنديانو له يوسف (ع) د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؟: چې کله دوه بنديانو له يوسف (ع) د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؛ نو ويې ويل، د غوښتنې علت مو دادى، چې په نظر مو نېكچارى يې. له دې غوښتنې سره د نېكچارۍ اړيكه داده، چې معمولاً خلك ګروهن دي، چې نېكچاري، پاك زړونه لري او د جريانونو او د هستۍ د پېښو په اړيكو ښه پوهېږي او هدايت ته خورا ورنژدې دي؛ نو ځكه د رښتيانيو خوبونو په څېر څيزنو پر مانا چې نورو ته پټه ده، ښه پوهېږي. له همدې لامله ـ په رښتيا ـ ګروهن دي، چې نېکچاري د خپلې باطني پاكۍ په پار، پر هغو حقايقو پوهېږي، چې له نورو پټ دي[2].

[1] نمونه تفسیر، 9: 389 مخ.

[2] الميزان تفسیر، 11: 147 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!