تبلیغات

پېغمبراکرم (ص) وويل : په دې دنيا کې زهد په درې څيزونو پورې تړاو لري : اوږدې هيلي نه درلودل، د نعمتونو شکر پر ځاى کول او له حرامو ځان ساتل.( تحف العقول) لنډه شرح : ډېری ‏د اسلامي زهد په باب په غلطه دي او په دې اند دي،چې اسلامي زهد له توکیز- مادي […]

پېغمبراکرم (ص) وويل : په دې دنيا کې زهد په درې څيزونو پورې تړاو لري : اوږدې هيلي نه درلودل، د نعمتونو شکر پر ځاى کول او له حرامو ځان ساتل.( تحف العقول)

لنډه شرح : ډېری ‏د اسلامي زهد په باب په غلطه دي او په دې اند دي،چې اسلامي زهد له توکیز- مادي او ټولنیز ‏ژونده ګوښه کېدل دي او رښتیني زاهدان هغوى ته وايي،چې له ټولنې ليرې دي او ټول توکیزې شوونتیاوې يي په لغته وهلي؛نو ځکه فکر کوي چې دا ښکېلاکیزه – استعماري کړنلار ده، حال دا،چې رښتینی زهد رغنده ټولنيز مفهوم لري،چې په پورته حديث کې هم دا خبره جوته ده. د ناروا پر مال له ګېډې اچولو او له نامشروعو او حرامو ځان ژغورل او توکیزې شوونتیاوې پر سولیزه- منطقي او انساني بڼه لګول او له اوږدو هيلو ځان ساتل ،چې د نعمتونو حقيقى شکر همدا دى .

بیړه او تریخوالی

حضرت علي (ک) وويل : بيړه او تريخوالى لېونتوب دى؛ځکه چې ددې ځانګړنوخاوند به ډېر ژر له خپلو کړو پښېمانه شي او که پښېمانه نشو؛نو پوه شه چې هماغسې لېونى دى او په (خپل) لېونتوب کې ټينګ دى. (نهج البلاغه)

لنډه شرح : عقل؛خو دا وايي، سره له دې چې انسان ‏بايد له وخته مناسبه ګټنه وکړي؛خو په څنګ کې يې بايد ځان له بيړې وژغوري؛ځکه چې په بيړه کې انسان د يوې مسئلى په باب سم قضاوت نشي کړاى او ټول اړخونه يې په پام کې نشي نيولاى او ډېر ژر به له هغو هوډونو پښېمانه شي،چې په بيړه کې يې نيولي ول او همداراز‏ کله يو انسان په يوه ترخه خبره له خپلو پخوانيو انډيوالونو ‏بيلېږي او پر زړه يې د پښېمانۍ مهر لګېږي؛خو که همدا خلک وروسته له دې،چې د خپلو کارونو پايله وويني او پښېمانه نشي؛ نو پوه شئ چې پر څلورو لېونى دى.

د شخصيت ازمېښت

حضرت علي (ک) وويل: ‏درې څيزونه د‌ي،چې د انسان عقل او شخصيت پرې ازمېيلېږي: شتمني، مقام او خپګان . (غررالحکم)

لنډه شرح : د څښتن (ج) ازمېښتونه د پرمختګ او نېکمرغۍ لاملونه دي او ځانګړي ‏مواد نه لري؛ بلکې په هره وزله دا ازمېښت اخستل کېږي؛ نو دا درې څيزونه تر ټولو مهم دي. کله چې د انسان ګوتو ته شتمني راځي؛نو ايا ځان او عقل ترې ورکېږي او که نه؟ کله چې يو مقام ته ورسي؛ نو آيا دومره وړتیا لري،چې هر څه هېر کړي او که نه؟ او کله چې يوه ناوړه پېښه ورپېښه شي؛نو آيا په دې وخت کې له پراخې سينې کار اخلي او که خوله پر ناپړيتو او ناشکرۍ را پرانځي؛نو پام مو اوسه،چې په پورتني ازمېښتونو ‏کې پاتې رانشئ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!