تبلیغات

رکوع رکوع رکوع د لمانځه له ارکانو ځنې شمېرل کېږي ، چې په زياتېدو يا کمېدو که په سهوې توګه وى ويا هم په قصدي توګه؛نولمونځ باطلېږي. د رکعت ویی هم د رکوع له څرګندنې – اصطلاح اخېستل شوى ده . د بني ثقيف ټبرله پېغمبر اکرم (ص) وغوښتل،چې په لمانځه کې دې رکوع اوسجدې […]

رکوع

رکوع

رکوع د لمانځه له ارکانو ځنې شمېرل کېږي ، چې په زياتېدو يا کمېدو که په سهوې توګه وى ويا هم په قصدي توګه؛نولمونځ باطلېږي. د رکعت ویی هم د رکوع له څرګندنې – اصطلاح اخېستل شوى ده . د بني ثقيف ټبرله پېغمبر اکرم (ص) وغوښتل،چې په لمانځه کې دې رکوع اوسجدې نه وي او دا به يې وويل: ټيټيدل موږ ته شرم دى ،دا آيت نازل شو:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لاَ يَرْكَعُونَ (مرسلات\٤٨) = [او چې كله هغوى ته وويل شي: “ركوع وكړئ” (؛نو) ركوع نه كوي.]

نو د خپل ځان په څېرانسانانوته ټيټېږئ اودرناوى يې کوي؛خو د خپل خالق پر وړاندې نه ټيټېږئ اودرناوى يې نه کوئ.

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ ( واقعه\٧٤) = (اوس چې داسې ده)؛ نو د خپل ستر پالونكي په نامه تسبيح ووايه (او پاك او سپېڅلى يې وګڼه)،

کله چې دا آيت نازل شوپېغمبر اکرم ( ص) حکم وکړ،چې په رکوع کې د خداى تعظيم وکړئ او دا ذکرپه رکوع کې ووايئ : ((سبحان ربى العظيم وبحمده)) [ جامع الاحاديث \ ٩٢٢]

په روايتونوکې راغلي،چې رکوع د ادب نښه ده او سجده د قرب يا خداى ته د نږدي والي نښه ده او تر هغې چې څوک ادب په ښه توګه و نه کړي ؛نو قرب يا خداى ته دنږدي والي لپاره به چمتو نشي.( بحارالانوار ٨٥\ ١٠٨ )

رکوع د خداى په درګاه د توبې،استغفار اوعذر غوښتنې لار ده .

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَى‏ نِعَاجِهِ وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَى‏ بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ وَظَنَّ دَاوُدُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعاً وَأَنَابَ ( ص \ ٢٤) =(داوود) وويل:[ (( په يقين چې هغه په دې غوښتنه كې پر تا تېري كوي، چې ستا يوه مېږه پرخپلو مېږو ورزياتوي او په باوري توګه، ډېر شريكباڼي (او دوستان) پر يو بل تېرى كوي؛ خو له هغوى پرته چې ايمان يې راوړى او ښه عملونه يې كړي وي؛خو هغوى لږ دي.)) داوود پوه شو، چې موږ هغه (پدې پېښه كې) وازمېيه؛نو ځكه يې له خپل پالونكي بښنه وغوښته او پړ مخ پر سجده پرېووت او توبه يې وايسته]

 

د رکوع اغېزې

امام محمد باقر وايي : څوک چې خپله رکوع په بشپړه توګه وکړي ؛نو د قبرله وحشته به خوندي وي. ( وسايل ٤\ ٩٢٨).

هرڅومره چې د خداى پر وړاندې ډېرټيټ شو؛نو له شيطان اوشيطان صفتوسره به په قوت مخ شو. امام صادق وايي : اوږدې رکوع ګانې اوسجدې ابليس پرغوسه کوي او وايي افسوس دى پرما وي ،خلک به په داسې بندګۍ سره نور زمااطاعت ونه کړي.(وسايل ٤\٩٢٨)

خداى پرېښتو ته وايي : وګورئ زما بندګان څرنګه زما درناوى کوي او زما پر وړاندې رکوع کوي زه به هم ورته عزت او دبدبه ورکړم (جامع الاحاديث ٥\٢٠٣) .

امام صادق وايي:اوږدې رکوع ګانې اوسجدې دعمرپه اوږدوالي کې اغېزمنې دي . ( وسايل ٤ \٩٢٨) .

 

د رکوع آداب

په روايتونوکې راغلي په رکوع کې به د پېغمبر اکرم (ص) ملا دومره اواره وه که د اوبو څاڅکې يې هم د ملاپرمنځ اچوول شوى واى ؛نو ځاى په ځاى به ولاړ واى او بلې خواته به نه واى تللى .( وسايل ٤\ ٦٢٤) .

سپارښتنه شوي چې په رکوع کې خپل اورمېږ دومره راوباسئ، چې دا يو رمز دي ،چې ما ايمان راوړی که څه هم سرمې په دې لارکې ولاړ شي.( وسايل ٤\ \ ٩٤٢) .

بل ادب يې دا دى چې سړې بايد خپلې څنګلې بهر وباسي او له تخرګونو سره دې يې نه نښلوي د لاسونو ورغوي دې په خپلو زنګونونو کېږدي او د لاسونو ګوتې دې پرانېزي،پښې دې په يوه ليکه کې وي ،نه مخکې او نه وروسته او د پښو ترمنځ دې يو لويشت فاصله وي.په رکوع کې بايد د دوو پښو منځ ته وګورو او د رکوع تر ذکر وروسته په هماغه حالت کې بايد پر محمد او آل محم درود ووايو د رکوع ذکر لږ ترلږه درې ځله بايد تکرارشي. ( وسايل \ ٩٢٠څخه تر ٩٤٣)

 

د خداى د وليانو رکوع

امام صادق وايي : د حضرت علي رکوع به دومره اوږده وه ،چې له پښو به يې خولې روانې وې. ( بحار ٨٥\ ١١٠ )

حضرت علي وايي : خداى داسې پرېښتې لري چې تل د رکوع په حالت کې وي اوکله هم قيام نه لري .

البته پريښتې نه ستړې کېږي او نه وږې کېږي. عارف اوعاشق انسانان اوږدې رکوع ګانې کوي،چې پرېښتې يې ستائي .دا خو د خداى د اولياوو حال دى ؛خو زموږ رکوع څرنګه ده ؟ يوه ورځ پېغمبر اکرم ( ص) په جومات کې ناست و يو تن په لمانځه ودرېد او رکوع او سجدې يې نيمګړې کولې . پېغمبر اکرم (ص) ورته وويل:هغه د کارغه غوندې ټونګې ووهلې او ولاړ او که د همدې لمانځه په حالت کې مړشي؛نو زما په دين کې به نه وي مړشوى. (وسايل ٤\٩٢٢)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست