تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په بنسټيزو اصولو كې د مسلمينو يو رنګوالى -د سني او شيعه ګډ ټکي د ١٣٧٥ ل په غبرګولي مياشت کې شيخ جعفرسبحاني د اردن په مرکز د ” عبدالحميد شومان” په فرهنګي مرکز کې وينا کړى،چې موږ له خپلې موضوع سره په اړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په بنسټيزو اصولو كې د مسلمينو يو رنګوالى -د سني او شيعه ګډ ټکي

د ١٣٧٥ ل په غبرګولي مياشت کې شيخ جعفرسبحاني د اردن په مرکز د ” عبدالحميد شومان” په فرهنګي مرکز کې وينا کړى،چې موږ له خپلې موضوع سره په اړه ځينې برخې په پښتو ژباړلې چې په ګډه يې لولو:

 د سني او شيعه ګډ ټکي

 په توحيدي مسايلو کې د اند يوالى :

اهل سنت د اهل بيتو له ښوونځي سره په ذاتي،افعالي او عبادي توحيد كې يو شان نظر لري او لږ اختلاف هم د دواړو ترمنځ نه شته .

1 _ ” ذاتي توحيد ” : سني او شيعه دواړه د خداى تعالى پر وحدانيت او دا چې سارى او شريك نه لري، يو رنګ نظر لري او دې ته ” ذاتي توحيد ” وايي .

2 _ ” افعالي توحيد ” :دواړه لورې عقيده لري،چې د مخلوقاتو خالق يوازې “ايکي يو” دى او د طبيعي عواملو اغېزې (لكه د اور سوځول،د لمر او سپوږمۍ رڼا،پر اوبخر د بوټو پالنه او … ) د”الله” په اجازه دي او كه اجازه يې نه وي؛نو ټول اسباب او علتونه له منځه ځي. كه د اشاعره و په ځينو كليمو كې د طبيعي علتونو موقعيت په بله بڼه مطرح شوى؛نو دا په يو دليل د توحيد په باب مبالغه ده او كه كليمې يې پر دغسې ماناو نه نيسو ؛نو د منطق له مخې د منلو وړ نه دى؛ځكه كله هم د طبيعي علومو ظلي او تبعي اغېزې ناليدلې ګڼلاى نه شو؛لكه چې قرآن مجيد وايي:

((وَأَنْزَلَ مِنَ الْسَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقاً لَكُمْ – له اسمانه يې اوبه وورولې، چې ستاسې د روزۍ لپاره يې پرې هر ډول مېوې راوايستلې.[1]))

3 _ ” په عبادت كې توحيد ” : دواړه مذاهب ګروهن دي،چې عبادت يوازې “الله تعالى” ته كېږي او بې له هغه ،بل هر موجود كه څومره سپېڅلى هم وي،نه ښايي چې ولمانځل شي؛نو د همدې يو شانته نظر له مخې په لمانځه كې وايو:”اياك نعبدوا و اياك نستعين،ستا عبادت كوو او له تا مرسته غواړو.”

4 _ په حاكميت او اطاعت كې توحيد:

په واكوالۍ او سر اېښوونه كې توحيد پردې مفهوم دى،چې بې له هغه بل واكمن او د اطاعت وړ نه شته.(ان الحكم الالله،حكم يوازې د الله تعالى دى.[2])

كه پېغمبراکرم (ص) هم واكمن او د اطاعت وړ بولو؛نو داسې نه ده ، چې په ذاتي توګه هغه پر موږ دا حق لري؛بلكې دا خداى تعالى دى،چې دغسې حق يې وركړى:(مَن يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ- چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛نو په حقيقت كې د الله تعالى اطاعت يې كړى دى.[3])

5 _ په شفاعت كې توحيد : ” بې له الله تعالى بالذات شفيع نه شته ” او كه د نورو شفاعت منل كېږي؛نو دهغه په اجازه به وي.

)) قُل لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعاً- ووايه: د ټول شفاعت (اختيار) يوازې له خداى سره دى.(([4] ))وَلاَ يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى‏- او هغوى يوازې دهغه چا شفاعت كوي، چې د خداى خوښه وي[5]))

6 _ په تشريع او تقنين كې توحيد :

دواړه مذهبونه عقيده لري،چې خداى تعالى مقنن او مشرع دى او اسماني لارښوونكي د الهي وحې بيانوونكي دي،چې نه يې پرې څه زيات كړي او نه يې كم كړې.د شريعت د فقهاوو او مجتهدينو وظيفه ده،چې له شرعي متونو الهي احكام راوباسي او هېڅ مقام دا حق نه لري،چې حلال ، حرام او حرام،حلال كړي.او دا چې قرآن په ځينو ځايو كې يهود او نصارا مشركان ګڼي،دليل يې دا دى چې د تشريع واګې يې ” اخبار او رهبان ” ته وركړي او د دې پر ځاى چې له تورات او اسماني كتابو لاروي وكړي،په خبرو پسې تلل،چې خبرو يې له الهي حكم او پرېكړو سره اړخ نه لګاوه.(( اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِن دُونِ- پوهان او رهبان يې خپل اختيارمن كړي ول په حلالو او حرامو كې لاروي يې كوله.[6]))

د تقنين په مسله كې د اهل بيتو ښوونځي له حيرانوونكې پرمختګه برخمن دى؛ځكه په فقه كې د اهل سنتو روايات له پينځوسوو زياتېږي او دغه شمېر د پېړيو په پوړيو كې د بشري ستونزو په اوارۍ كې د حكم د راايستو لپاره بسياينه نه كوي؛ځكه په نورو ځايوكې ناچاره شول،چې د ” اصحابو ويناوو”،”قياس”،”استحسان” او د “سد الذرائع ” كچو او معيارونو ته لاس اوږد كړي او له دې لارې الهي حكم راوسپړي،حال دا چې موږ د اهل بيتو له امامانو په دې باب له پينځوسوو زرو زيات روايتونه لرو،چې د پاملرنې وړ شمېر يې اصول او عمومي قاعدې دي،چې په ټول كې په هر وخت كې د وګړي او ټولنې اړتياوې لرې كولاى شي.

نو كه د اهل سنتو فقهاوو،هم د اهل بيتو رواياتو ته مراجعه كړې واى؛نو په “قياس” او”استحسان” نه اخته كېدل؛خو په هر حال په دغسې ځايو كې اختلاف د “واحد امت” د وېش باعث ګرځي.

 د الله تعالى صفات:

دواړه مذاهب د خداى تعالى د ثبوتي او سلبي (جمالي او جلالي) صفاتو په باب يو رنګ نظر لري.دواړه خداى (ج) عالم،ځواكمن،ژوندى او له جسمي او جمالي صفتونو پاك او سوچه بولي او په ځينو ځايو كې چې اختلافات لیدل كېږي؛نو ريښه يې ” كلامي اختلافونو” ته وځي چې په كلامي مسايلو كې پر يو څيز ګروهنه د ايمان او كفر لامل نه ګرځي . له اسلامه بهر چى فلسفي او كلامي مسايل اسلام ته را ننووتل؛نو پر دې مسايلو د څېړنې لپاره لار اواره شوه او اسلامپوهان په لاندې مسايلو كې په دوو ډلو ووېشل شول:

(الف)_د خداى تعالى صفات عين ذات يې دى او يا پر ذات يې سربېره دي.

(ب) _ د خداى تعالى پر خبري صفاتو (لكه يدالله،عين الله) څنګه پوهېداى شو،ايا په مجازي مانا يې تعبير كړو يا يى مانا خداى (ج) ته پرېږدو او يا يې په لغوي مانا تعبير كړو داسې چې له الهي مقام سره مناسب وي.

(ج)_دلته خو خداى په سترګو نه ليدل كېږي؛نو په آخرت كى به يې ليدل څنګه وي ؟

موږ عقيده لرو،چې د دې مسايلو په څېړنه كې اختلاف يو كلامي اختلاف دى،چى د ايمان او اسلام په اصل پوري تړاو نه لري.كه اسلامي متكلمان د سيمينارونو او علمي غونډو په جوړولو دا مسايل وڅېړي او په دې باب د اهل بيتو د امامانو دريځونه هم په پام كى ونيسي؛نو د كلامى توپيرونو زياته برخه به لرې كړاى شي او دا چې لا تر اوسه دا ډول مسايل لا هماغسې پاتې دي دليل يې دادى،چې د دواړو لوريو متكلمينو په وګړني توګه مسايل څېړلي او ډله ييزې څېړنې يې نه دي كړې[7].

(د) _ دواړه مذاهب الله تعالى عادل ګڼي؛خو پر دې صفت د خداى تعالى ستاېنه د اهل بيتو په ښوونځي كې په يوه لار او د اهل سنتو په ښوونځي كې پر بله لار ده .

د اهل بيتو لارويان پر عقلي تحسين او تقبيح ګروهن دي او په عقلې دلايلو خداى (ج) عادل ګڼې او د عقل په دې پرېكړه د شرعي قضاوت پلوي هم د ټينګار په توګه راولي،حال دا چې اهل سنت (اشاعره، نه معتزله) عقلي حسن او قبح نه مني او الهي عدل يې له اسماني كتابه راسپړلى او پرې ګروهن دي.

د عقلي حسن او قبح په باب څېړنې ډېرې په زړه پورې دي او ډېرې كلامي مسلې پرې ولاړې دي؛خو دې ته مو پام وي،چې دغسې توپير سره له دې چې په ځينو كلامي مسايل كې د بېلښت باعث دى؛خو کړاى نه شي ،چې زموږ اسلامي ورورۍ ته زيان ورسوي او پېغمبراكرم (ص) كله هم په دې موظف نه و،چې له مسلمانانو د عقلي حسن او قبح په مسايلو كې اعتراف واخلي.

دلته يو ځل بيا وړانديز كوم،چې كه اختلافي كلامي مسايل په علمي غونډو كې په ډله ييز ډول مطرح شي او د اسلامي مذاهبو پوهان او عالمان د يو بل له نظرياتو خبر شي؛نو د اختلافاتو زياته برخه به هواره شي.موږ تل د دغسې غونډو د جوړېدو لېوال يو.

عام او خاص نبوت :

دواړه مذاهب ګروهن دي،چې خداى (ج) د بشر د لارښوونې لپاره پېغمبران عليهم السلام رالېږلي،چې لومړى يې حضرت آدم (ع) او وروستى،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى (ص) دى،د دواړو مذاهبو په حديثي كتابو كې شمېر يې يو لك او څلوروېشت زره ښوول شوى دى.

د پېغمبرانو عصمت ځان ته دلايل او مختلفې وجهې لري او دا چې الهي پېغمبران د وحې په اخست و او تبليغ كې نه تېروځى،دواړه لوري يو شان نظر لري. په دې ټول يوه خوله دي،چې پېغمبران له بعثت وروسته له وړو او لويو ګناهونو پاك دي كه څه له بعثته مخكې يې د وړو ګناهونو په باب څه نا څه خبرې شته.

د اهل بيتو د ښوونځي لارويان،پېغمبران له بعثت مخكې او وروسته له لويو ګناهونو او يا له کرکجن او ناکرکجن كوچنيو ګناهونو معصوم بولي، حال دا چې د اهل سنتو په عالمانو كې له بعثته مخكې د پېغمبرانو د ژوند د تشريح په باب اختلافات لیدل كېږي او ځينې له بعثته مخكې عصمت نه مني او يا په شك كې دي او دا ډول اختلافات چې كلامي بڼه لري،د اسلامي يووالى لپاره زيانمن نه دي؛ځكه په افكارو كې توپير د بېلا بېلو دلايلو له مخې وي او تر هغه وخته چي يو لورى د خپلې عقېدې لپاره حجت او دليل لري؛نو د خداى (ج) په نزد معذور دى كه څومره تېروتى هم وي؛خو كه د حق په برلاسۍ او لاسته راوړنه كې كوتاهي او ناغېړي وكړي او يا پلمې لټوي؛نو بيا به د خداى تعالى پر وړاندې مسوول وي.

د خداى كلام حادث دى او كه قديم ؟

مسيحيانو د عباسي خليفه مامون الرشيد په وخت كې ( 212 س) دا مسله راپورته كړه،چې د خداى كلام (په تېره قرآن مجيد) حادث دى كه قديم ؟

د دې بې ګټې مسلو له مطرحولو يې موخه دا وه،چې مسلمانان په خپلو كې ونښلوي او په پاى كې څه هم په ګوتو ورنه شي.

دې بحث د هغه وخت ځورېدلو مسلمانانو ته يو دينار ګټه هم ونه رسوله؛خو د بې اتفاقۍ اغېزې يې تر پېړيو پاتې شوې او همدې مسايلو ته په لمن وهلو سره معتزله د ځواكمنۍ څوكې ته ورسېدل؛خو بيا خپله دوى هم پر همدې برخليك اخته شول او د سلطان محمود غزنوي د حكم له مخې له اغلبو اسلامي سيمو د اعتزال د فكري نظام ټغر راټول شو.

دلته مهمه خبره دا ده چې تر څېړنې لاندې موضوع پوره مبهمه او تياره وه او اصولاْ معلومه نه وه،چې اصلي طراحان له دې مسلې څه موخه لري؟؛خو پر مسلې څېړونكې ډلې په دې هڅه كې وې،چې له خپل سيال او مقابل لوري دا اقرار واخلي،چې ګڼې موږ پر حقه يو،په دې ترڅ كې ځينې د كلام الله پر مخلوق والي چوپه خوله شول،چې ګنې پر ” اختلاف” او د كلام الله پر حدوث به يې اعتراف كړى وي؛ځكه ګڼله يې كه ووايي چې قرآن مجيد مخلوق دى؛نو ګټه به يې دا وي،چې قرآن د بشرې فكر ځوښا او جوړونه ده او که نه د مشرك وليد بن مغيره خبره به يې رښتيا كړې وي چې : ((إِنْ هذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ؛يعنې دا هسې د بشر خبرې دي (نه د خداى وينا[8]))؛نو له همدې وجهې په ټينګه يې ويل،چې قرآن مخلوق نه دى،چې هغه مفهوم يې رد كړى وي،‏حال دا چې كړاى يې شول د هغه مفهوم په ردولو سره،واقعيت په بله بڼه هم ووايي او هغه دا چې:

قرآن حادث دى يا قديم نه دى يا داسې ووايي چې :

قرآن مخلوق او د خداى فعل دى.

ځينو له دويمني تعبيره هم ويره درلوده؛ځكه فكر يې كاوه چې له كلامه دا ډول توصيف او ستاېنه د خداى تعالى د علم د حدوث په مانا ده او ته به وايې چې د خداى كلام يې د خداى پر علم مانا كړى دی.

لنډه دا چې د مامون الرشيد په زمانه كې يو لاروركى بحث د مسلمينو د بې اتفاقى لامل ګرځېدلى و،چې اغيزې يې تر دوو پيړيو پاتې وې او ډېرې وينې پرې هم توى شوې. دا ډول كلامي مسايل بايد په علمي غونډو او چاپېريال كې مطرح شي او نه ښائي چې كوڅې،بازار او عوامو ته راوايستل شي.

د اهل بيتو د ښوونځي لارويان،حال دا چې قرآن مجيد د خداى تعالى له لوري نازل شوى ګڼي او د خداى تعالى علم،قديم ګڼي،ګروهن دي،چې د قرآن يوه برخه عيني واقعيات؛ لكه په غزاګانو پورې اړوند آيتونه، له كفارو او منافقينو سره خبرې اترې او همداراز ټول الفاظ او ليكنې يې حادثې دي او قديم يوازې د خداى تعالى مقدس ذات دى .

 قرآن مجيد له تحريف او اوښتنې پاك دى:

تاريخ راښيي چې مسلمانانو د قرآن مجيد ساتنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده.د اماميه شيعه و له نظره قرآن مجيد د آنحضرت(ص) په زمانه كې راټول شوى او اوسنی قرآن مجيد چې تر ټولو مسلمانانو سره دى،د پېغمبر اكرم (ص) په امر راټول شوى.يوازې راوروسته چې څه وشول،هغه د قرآن مجيد د لهجى توحيد او يووالى و؛ځكه عربى پرګنيو په بېلابېلو لهجو كلمې ادا كولې او قرآن مجيد يې له يو رنګى ايسته.د درېم خليفه حضرت عثمان (رض) راټولونه د سورتونو او آيتونو د راټولولو په مفهوم نه ده؛ بلكې د لهجې او قرائت د توحيد پر مانا ده،څو مسلمين د شكل او تلفظ له اړخ يو ډول قرآن ولري چې لهجه يې د پېغمبر د قوم له لهجې سره يو شان وي[9].

د رسول اكرم (ص) د اصحابانو (رضى الله عنهم ) ځانګړې پاملرنه او لورېنه دا ايجابوي،چې د قرآن مجيد سورتونه،آيتونه،جملې او كلمې په تواتر او پرله پسې توګه راشي د قرآن مجيد سم قرآئت او لوستل، چې د پېغمبر اكرم له قرائت سره سمون لري،هماغه د عاصم قرآئت دى، چې له ام المؤمنين حفصى رضى الله عنها روايت شوی دى.

قرآن د پېغمبر اكرم (ص) تلپاتې معجزه ده او د خداى اراده پرې شوې،چې له هر ډول تحريف او اوښتنې به خوندي ساتل كېږي.الهي وحې د قرآن كريم د ساتنې ضمانت كوي.[ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ=په حقيقت کې موږ قرآن په خپله نازل كړى دى او بېشكه،چې موږ يې پاسوالان يو[10].]

ايا شونې ده،چې خداى تعالى پر خپلې ژمنې عمل ونه كړي،حال دا چې خپله وايي: [إِنَّ اللَّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ = هو، خداى له خپلې وعدې نه اوړي.[11]] دغسې قرآن مجيد ته هر ډول باطل نه شي ننووتى.[ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ لاَ يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ =او په رښتيا، چې هرومرو دا يو ناماتى كتاب دى،چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شى او نه له شا؛(ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى.[12]]

د قرآن كريم د نازلېدو تاريخ ته په پاملرنې سره او دا چې مسلمانانو ساتنې او يادونې ته يې ځانګړې پاملرنه درلوده او همداراز ددې كتاب په مبارك شان كې چې كوم آيتونه راغلي؛نو د دې ګردو ملحوظاتو په پام كې نيوو سره د مسلمانانو ترمنځ مشهوره نظر دا دى،چې قرآن له تحريف او اوښتنې پاك دى او څه چې پر پېغمبر اكرم (ص) نازل شوي،دقيقاً او کټ مټ سينه په سينه او لاس په لاس موږ ته رارسېدلي دي.موږ دلته د اهل بيتو د ښوونځي د پخوانيو سترو شخصيتونو نومونه را اخلو،چې په ډاګه يې ويلي ” قرآن ” له اوښتنې بچ او خوندي دى:

1 _ فضل بن شاذان ( 260 س كال مړ ) په الايضاح كتاب كې.

2 _ شيخ صدوق ( 306 – 381 س ) په” اماميه وو عقايد ” كتاب كې .

3 _ شيخ مفيد په ” اًجوبه المساًيل السرويه ” 226 مخ او د ” اوائل المقالات ” 54 مخ كې .

4 _ شريف مرتضى (355 – 436 س ) په ” المسائل الطرابلسيه ” كتاب كې،چې بيا د شيعه وو مشهور مفسر” شيخ طبرسى “په مجمع البيان ( 1/51 ) كې دهغه وينا هم را اخستې ده.

5 _ شيخ طبرسي ( 471 – 548 س ) په مجمع البيان ( 9/15 ) كى د سيد مرتضى نظريه منلې ده .

6 _ علامه حلي،حسن بن يوسف ( 648 –626 س ) په ” المسائل المهناويه ” 121 مخ كې وايي :” حق دا دې چې په قرآن كې هېڅ ډول،اړونه،ځنډ،زياتوالى او كموالى نه دى راغلى. “

كه يو څېړونكى د “اماميه شيعه ” عالمانو په ليكنو كې څېړنه وكړي؛نو دې پايلې ته به ورسي،چې مشران يې د قرآن مجيد ستر شان له هر ډول اوښتنې او تحريف خوندي ساتل شوى بولي. په دې باب تاسې لوستونكي هم خپله قضاوت وكړئ.په اوسني وخت كې په دې باب د “صيانة القرآن عن التحريف،مصونيت قرآن از تحريف “كتاب ولولئ،چې په فارسي هم اړول شوى دى او په مستدلل ډول يې ښوولې چې “اماميه شيعه ” د قرآن تحريف او اوښتنه نه مني.

 د اوښتنې روايتونه

كه د ” اماميه شيعه و ” پر عقايدو ځان پوهوئ؛نو كلامي كتابونه يې ولولئ نه حديثي او رواياتي؛ځكه په حديثي كتابو كې سم او ناسم روايتونه دواړه شته او مفهوم به يې دا نه وي،چې ګنې د كتاب ليكوال هغه ټول مني او پر دې سربېره اصولا د عقايدو په باب نه ښائي چې پر هر روايت اعتماد وكړو.

هو له دې منكرېداى نه شو،چې د سني او شيعه په حديثي كتابو كې د اوښتنې په باب روايتونه راغلي،چې د حديث پوهانو له نظره په پوره بې ارزښته دي،چې دا ډول روايتونه د دواړو لوريو (سني–شيعه) د عقايدو ښوونكي نه دي.متاسفانه ځينې ناخبري او يا د غرض خاوندان د شيعه وو په ځينې حديثي كتابو كې د تحريف په باب پر راغليو روايتونه دليل نيسي،چې ګنې دا د شيعه و ګروهنه ده،حال دا چې دا ډول روايات ضعيفو راويانو نقل كړي او په “مرسل” ډول په كتابو كې راغلي او ددې مسلې د سپيناوي لپاره ددې مذهب سترو پوهانو په وار وار څرګندونې كړي؛خو بيا هم مغرضين دا څرګندونې په پام كې نه نيسي او ” اماميه شيعه ” پر اوښتنې تورنوي!

كه د رواياتو شتون پر عقيدې دليل ونيسو؛نو دغسې روايتونه د اهل سنتو وروڼو په حديثي كتابو كې هم شته چى دوه بېلګې يې دا دي :

لومړى : بخاري او مسلم (رحمة الله عليهما) له ابن عباس (رض) رانقلوي،حضرت عمر(رض) له وروستي حجه راستون شو او وينا يې وكړه او په ترڅ كې يې وويل :” خداى (ج) محمد (ص) په حقه رالېږلى او كتاب يې پرې نازل كړ،له هغو څيزونو،چې پرې هغه نازل كړي د رجم آيت هم دى،چې موږ په هغه وخت كى لوسته او پرې وپوهېدو.پېغمبر اكرم (ص) سنګسار وكړ او له هغه وروسته موږ هم ، له دې وېرېږم كه زمانه لا پسې اوږده شي او يو سړى ووايي،چې د خداى په كتاب كې د رجم آيت نه وينم؛نو هله به د يو فرض په پرېښودو بې لارې او ګمراهي شي[13].

امام مالك (رح) په موطا كى له حضرت عمر (رض) د رجم آيت داسې نقلوى:

” الشيخ و الشيخه – اذا زنيا – فارجمو هما البته[14]

دويم : د اومې هجري پېړۍ مشهور مفسر ارواښاد قرطبي [15] د احزاب سورت په پيلامه كې له حضرت ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها نقلوي ، چې د”احزاب”سورت دوه سوه آيتونه ول،حال دا چې اوس ( 73 ) دي.

امام احمد حنبل[16] له ابى بن كعب (رض) نقلوي،چې د احزاب سورت له “بقره” سورت سره معادل و؛يعنې (286 ) آيتونه و.

 د انسان او نړۍ معاد

د معاد په باب د دواړو لوريو ترمنځ اختلاف نه شته او ټول د قيامت پر ورځ د انسانانو پر معاد يوه خوله دي.د برزخ (د دنيا او آخرت ترمنځ ژوند) او د قبر د پوښتنې او فشار په باب دواړه يو شان نظر لري او له قرآنه لاروي كوي. ان معتز له او خوارج چې د كبيره ګناهونو كوونكي په اوركې تلپاتې ګڼي؛خو د اهل سنتو او اهل بيتو د لارويانو له نظره مسله داسې نه ده او په دوزخ كې له څه ايسارتيا وروسته راوځي.

 د پېغمبر اكرم اصحابو كرامو ته درناوى

د اهل بيتو لارويان د پېغمبر اكرم (ص) يارانو ته په احترام او درناوي قايل دي،په تېره بيا هغوى ته چې په مكه معظمه كې يې ايمان راوړى او د بدر،احد،احزاب او حنين په جګړو كې شهيدان شوي،دا ټول د آل عمران د (۱۶۹) آيت مصداق بولي :[ وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبېل اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ=پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مه ګڼه؛بلكې ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي!]

بايد په پام كې مو وي،هغه اصحاب(رضى الله عنهم) چى د آنحضرت (ص) له وفات وروسته ژوندي ول؛نو له دې امله چې د رسالت د خاوند په حضور كې حاضر ول او نبوي مباركه رڼا يې كتلې وه،د احترام او درناوي وړ دي؛خو يوازې د پېغمبر اكرم (ص) پر حضور مشرفېدل او مبارك ليده كاته يې پر عدالت يې شاهد نه شو ګڼلاى او له دې اړخ د پېغمبر اكرم اصحاب له تابعينو توپير نه لري؛ځكه دهغه وخت د مسلمينو او اصحابو په ليكو كې بې د تقوى،زهد،جهاد او سرښندنې له بېلګو سست ايمانه،دوه مخي او منافقين هم ول او په قرآن مجيد كې،چې د منافقينو او دغسې انسانانو په باب څومره نيوكې شوي،دغسې يو واقعيت ته اشاره ده؛ځکه د اهل بيتو د ښوونځي لارويان په قرآن كې د دغسې آيتونو په شتون او همداراز په اړوند يې احاديث او تاريخي پېښې راښيي،چې پر ټولو اصحابو د عدالت پرېكړه کړاى نه شو.له دې “تاريخي –كلامي” بحثه چې تېر شو،بايد ووايم چې د وګړيو دعدالت په باب اختلاف يوه شرعي مسله نه ده،چې د اختلاف باعث وګرځي ممكن تاسى يو څوك عادل وګڼئ؛خو هغه بل يى په دې بڼه ونه پېژني.

د اصحابو په باب د “اماميه شيعه و،عقيده،د حضرت على (ك) او امام سجاد عقيده ده،داسې چې: ” اين اخوانى الذين قرو وا القرآن فاحكموه و تد بروا الفرض فا ْ قاموه احيوالسنه واما توا البدعه[17] ؛ يعنې دريغا پر ديني وروڼو مې،هغوی چې قرآن يې ولوسته او دروند يې وګاڼه او د قرآن په فرايضو كې يې تدبر او فكر وكړ او پر پښو يى ودرول ،سنت يې راژوندي او بدعتونه يې له منځه يو وړل. “

امام سجاد (ع ): صحيفه سجاديه څلورمه دعا : اللهم واصحاب محمد خاصه الذين احسنو ا الصحبه والذين ابلوا اليلاالحسن فى نصره ….، يعنې خدايه ! د محمد (ص) ياران او په تيره بيا هغوى چې له هغه سره يې ښه معاشرت او چلن كړى و او له هغه سره په مرسته او لاسنيوى كې ښه ازمېنه وركړې … “

له دې ځايه د اصحابو په باب د ” اماميه شيعه و “پر عقيدى پوهېداى شو،هېڅ يو د اهل بيتو لاروى د پېغمبر د يارانو په باب كينه نه لري؛خو دا پرېكړه د دې مخنيوى نه كوي چې ګنې كوم يو صحابي،چې د تاريخ پر شاهدۍ د شرعې پر خلاف كوم عمل ترسره كړى وي. پر هغه د يو مسلمان وګړي په توګه نيوكه وكړو؛ځكه هغوى د قضاوت په تله كې له تابعينو او نورو مسلمانانو سره يو رنګ دي.

 خلافت او امامت:

يوازېنۍ مسله،چې د دواړو لوريو ترمنځ يى واټن او بېلتون پيدا كړى،د پېغمبر اكرم (ص) له رحلت وروسته د خلافت او امامت مسله ده . اهل سنت خلافت يو “انتخابي” مقام بولي او ګروهن دي،چې خليفه بايد د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته د امت يا مهاجرينو او انصارو له لارې وټاكل شي. حال دا چې شيعه هغه “تنصيصي” مقام بولي،چې خداى تعالى د پېغمبر(ص) له لارې يې ټاكي.

لومړنۍ ډله وايي،چې د پېغمبراكرم (ص) له وفات وروسته اصحابو ، حضرت ابوبكر (رض) وټاكه او دويمنۍ ډله وايي،چې پېغمبر اکرم(ص) على(ك) په بېلابېلو مناسبتو اوځايو كې د مسلمينو د خليفه په توګه ټاكلى او معرفي كړى لكه د هجرت پر لسم كال له حجة الوداع وروسته په ” خم غدير ” كې.

په اوسنيو شرايطو كې دا دواړه ډلې څنګه يو ټكى ته راوبولو او د دې ستونزې د اواري لپاره لار چاره شته؟

د پېغمبر اكرم (ص) له وفات وروسته،د خلافت په باب څوارلس پېړۍ بحثونه،څېړنې،خبرې اترې او مناظرې شوي او څوك له پوهې او څېړنې وروسته د دې دوو نظرياتو په ټاكنه كې ازاد دي؛خو دې ته مو پام وي چې د پېغمبر اكرم له رحلت وروسته د امامت او خلافت مسله له دوو ځانګړ تياوو برخمنه ده :

(الف)_له پېغمبراکرم(ص) وروسته د مسلمانانو مشر څوك و؟ ايا دغسې مشر د انتخاباتو له لارې وټاكل شي او يا دا چې د رسالت مقام ښوولى او تنصيص كړى وي؟

(ب)_د پېغمبراكرم له زمانې راوروسته تر ننه پورى د مسلمينو علمي او فكري مرجع څوك ده؟او مسلمانان بايد له قرآن او سنتو وروسته عقايد،احكام او ټول اصول او فروع له كومې ډلې او وګړيو واخلي؟

د (الف) په باب څېړنه تاريخي اړخ لري او په دې باب د ټولو پر مخ ورونه پرانستي دي.او د يوې ډلې ګروهنه نه ښائي،چې د بلې د خپګان لامل وګرځي؛ځكه د امامت مسله د اهل سنتو وروڼو په نزد له اصولو نه؛ بلكې له فرعياتو ګڼل كېږي او د عقايدو او كلام په كتابو كې يې په دې باب څرګندونې شوي دي[18].

لكه چې څنګه په لمانځه كې د تكتف (په ښى لاس د چپ لاس نيول يا لاس تړلي لمونځ كول ) په مسله كې مالكي مذهب له نورو درې ګونو مذاهبو سره اختلاف لري؛خو بيا هم يو له بله سره دښمني نه كوي. امام مالك (رح) وائى:لاس تړلى لمونځ مكروه دى او ښه دى،چې لاسونه پرېښوول شي. حال دا چې درې ګونو امامانو پر استحباب يې فتوا وركړې ده.

همداراز په دې اختلافي مسله كې،چې له پېغمبر اكرم (ص) وروسته مشر او واكمن بايد څوك وي،نه ښايي چې د بېلتون بنسټ وي، ځكه دا مسله د اهل سنتو وروڼو له خوا يوه فرعى مسله ده او په يوه مانا يو تاريخي بحث او څېړنه ده او په تاريخي څېړنه كې اختلاف يو طبيعي كار دى [19].

د (ب) په باب څېړنه بنسټيز ارزښت لري،ځكه مسلمين بايد د پېغمبر اكرم له رحلت وروسته خپله فكري او علمي مرجع سمه وپېژني،چې دين ترې زده كړي په اخلاص او روڼ ذهن په مسلې پسې ولاړ شي،چې په دې توګه د ستونزو ستره برخه اوارېداى شي.

د دواړو لوريو په كتابو كې راغلي،چې پېغمبراكرم(ص) له ځان وروسته مسلمانانو ته علمي او فكري مرجع د ثقلينو په حديث كې ښوولي:

انى تارك فيكم الثقلين كتاب الله و عترتى ما ان تمسكتم بهما لن تضلوا ،ما درته دوه درانه څيزونه پرېښي:”كتاب الله ” او “عترت مې” ، كه پر دواړو مو منګولې ښخې كړې،هېڅكله به بې لارې نه شئ.”

دا حديث شريف د مسلمانانو د ديني،فكري او علمي مرجع په باب د امت دنده او مسووليت په نښه كوي او له متواترو احاديثو دى،چې په صحيحينو،مسانيدو او نورو معتبرو كتابو كې راغلى دی[20] .

په ځينو حديثي كتابو[21] كې د “عترتي” پر ځاى د “سنتي” تعبير راغلى،كه فرضاً دا سم وي؛نو له مخكېني حديث سره توپير نه لري،بايد ووايو،چې د “سنتي” لفظ د امام مالك په موطا كې د ” مرسل” حديث په ډول راغلى،چې د “حديث پوهنې” له مخې دغسې احاديث علمي ارزښت نه لري.

دا دواړه احاديث “كتاب الله وعترتى”،” كتاب الله و سنتى”يو د بل ضد نه دي؛ځكه كتاب الله او نبوي سنت معلم،مبين، بيانوونكي، مفسر او توضيح كوونكي ته اړه لري او پېغمبر (ص) راته سپارښتنه كړی،چې زما اهل بيت او عترت د قرآن او سنتو مفسرين دي او ټول مسلمانان يوه خوله دي،چې دوى په علم او عمل كې پر نورو ړومبي ول.

* پوښتنې:

لومړۍ پوښتنه:تاسې مدعي اوسی،چې”اماميه شيعه ” د قرآن پر اوښتنې او تحريف ګروهن نه دي،حال دا چې ستاسې يو ستر محدث ” ميرزا حسين نوري”پردې موضوع د “فصل الخطاب” په نامه كتاب ليكلى دى. پر دې سربېره ستاسې له سترو متكلمانو “شيخ مفيد” په ” اوائل المقالات” كتاب كې “تحريف” ته لوال په څېر ښكاري؛نو په دې باب څه ځواب لرئ ؟

ځواب :”نوري”چې په خپل كتاب كې د تحريف په باب روايتونه را ټول كړي؛نو ريښې يې درې لاندې كتابو ته رسي،چې د دې كتابو مولفين يا ضعيفه او د اعتبار وړ نه دى او يا مولف ته د كتاب نسبت ثابت شوى نه دى.روايتونه له لاندې كتابو اخستل شوي:

1 _ “القرات” د احمد بن محمد سياري “ليكنه ده چې د ” آل طاهر ” د دربار يو ليكوال و او “رجال پوهانو” په باب يې ويلي:حديث يې ضعيف، مذهب يى فاسد او غالب روايتونه يې سند نه لري[22].

2 _ د على بن احمد كوفي كتاب،چې پر 352 س كال مړ شوى. رجالپوهانو پر مذهبي فساد او كتابو يې څرګندونې كړي،كه څه ” غاليان”ورته پر لوړ مقام قايل دي[23] .

3 _ د على بن ابراهيم قمي تفسير دى،چې البته دا خپل تفسير يې نه دى؛بلكې يوه برخه يې د شاګرد ابوالفضل عباس بن محمد علوي تقرير دى او بله برخه يى د ” ابى الجارود ” د تفسير ورسره يو ځاى كړې او له دواړو يې يو تفسير جوړ كړى.”ابوالجارود”له” اماميه شيعه و”رټل شوى او د على بن ابراهيم قمي د شاګرد تفسير د اعتبار وړ نه دى؛خو دا چې بهرني قرائن يې د احاديثو پرسموالى شاهدي وركړي؛ نو ايا پر دغسې يو كتاب اعتماد كړاى شو ؟

كه د رواياتو شتون پر عقيدې دليل وګڼو؛نو په صحيح بخاري، صحيح مسلم او د امام احمد حنبل په مسند كې،چې د تحريف په باب روايتونه راغلي؛ نو دا به پر تحريف د اهل سنتو عقيده وي!

د “اماميه شيعه و” ټولنه دا نه ګڼي،چې ګنې د اهل سنتو عالمان د قرآن مجيد پر اوښتنې ګروهن دي؛خو په ډاګه بايد ووايو،چې: د “اخبارى ” په نامه ځينې افراطي شيعه او له اهل سنتو “حشويه” د روايتونو د راټولولو ډېر ليوال ول او تل يې “كميت” او څومره والى ته پام و،نه “كيفيت” او څرنګوالي ته،چې په دې لړ كې يې د تحريف په باب روايتونه يې هم په خپلو كتابو كې راټول كړي او ګومان يې وه،چې له دې لارې يې اسلام ته خدمت كړى وي. (و هم يحسبون انهم يحسنون صنعا ).

ځان خبر كړئ،چې “اماميه شيعه و ” ددې كتاب پر ضد ليكنې كړي او چې کله د “نوري” كتاب چاپ شو؛نو شيعه عالمانو،كتاب يې رد كړ او بې ارزښته يې وګاڼه،هم پر ژوند يې او هم له مړينې وروسته.

دويمه پوښتنه: تاسى چې هر ځل د پېغمبر نوم اخست ه، يوازې د ” اكرم ” په يادولو مو بسيا كوله حال دا چې هر ځل بايد ورسره “صلوات” بدرګه شي؟

ځواب:له دغسې عالمانه نيوكې مننه كوم.

زموږ ګران پېغمبر وپوښتل شو،چې موږ څنګه پر تاسې صلوات ووايو؟ويى وويل:”اللهم صل على محمد و آل محمد،كما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انك حميد مجيد”.

خو په افسوس سره وايم،چې د ځينو اهل سنتو وروڼو صلوات د پېغمبر اكرم له نوم سره د ليكلو پر وخت د پورته دستور له مخې نه دى او يوازې ” صلى الله عليه وسلم ” ليكي او ” آل محمد” ورسره نه ليكي . حال دا چې زموږ پېغمبر (ص) دغسې صلوات ته “بترا” ويلي او ويلي يې دى:”لا تصلوا على الصلاة البتراْ “، آنحضرت (ص) وپوښتل شو”صلوات بترا”څه مانا لري؟ورته يې وويل:چى د صلوات ويلو په وخت كې “آل محمد” تر ما بېل كړى”؛خو اوس هم زموږ په ځينو اهل سنتو وروڼو كې دا ډول صلوات دود د ى،چې پېغمبراکرم(ص) ترې منع كړي يو.[24]

دلته يو ټكي ته مو پام را اړوم او هغه دا چې ټول مسلمانان پر ورځني لمونځونو كې پر ” آل محمد ” صلوات وائي او امام شافعي پر” آل محمد”صلوات د لمانځه له فرضياتو ګڼي[25] خو ايا كله مو له ځانه پوښتنه كړې،چې ولې پېغمبراکرم(ص) په دې ټينګار كوي چې پر”آل” يې هم صلوات وويل شي ؟ ايا پېغمبر (ص) د مسلې عاطفي اړخ په پام كې نيولى؟

نه هېڅكله!نو دليل يې څه دى ؟

دليل يې دا دى چې تل يې د امت پر ياد وي چې له رحلت وروسته يې “آل محمد” د مسلمانانو مرجع ده.او كه د سياسي مرجعيت په باب يې خبرې اترې او ګړپړ وي؛خو په علمي او فكري مرجعيت كې يې خو بيخي نه شته!!

درېمه پوښتنه:”اماميه شيعه” د پېغمبر اكرم يارانو ته “سپكې سپورې” وايي؛نو کېداى شي چې ورسره يو شو؟

ځواب:ايا “شيعه” عاقلان بولئ كه نه ؟كه عاقلان نه وي؛نو هر ډول مذاكره او خبرې اترې ورسره بى اغيزې دي او كه عاقلان وي؛ نو له ځان سره سوچ او غور وكړي،چې ايا دا شونې ده،چې يوه ډله د يو ستر انسان پر نبوت ګروهنه وي ؛خو په يارانو (چې خپل ځانونه او مالونه يې دهغه په لار كې “بلهار” او قرباني كړي وي ) پسې يې سپكې سپورى ووائي؟ايا منطقاً دا شونې ده،چې هغه مينه او دغه كينه سره يوځاى وي؟ د اصحابو د سپكو سپورو مسله تحريف او اړول شوې او اصلي خبره د ټولو اصحابو د عدالت مسله ده. اهل سنت وايي : يو لك او څوارلس زره اصحاب په مازې د پېغمبراکرم(ص) په ليدو له هر ډول اخلاقي نادودو او ناوړو كړو وړو پاك او سوتره شوى او ټولو د عدالت جامې اغوستې او د همدې اصل له مخې د ټولو اصحابو روايتونه مني بې له دې چې دهغوى د عدالت او بې عدالتۍ په باب څېړنه وكړي!

خو د اهل بيتو لارويان په قوي دلايلو دا اصل په عمومي توګه نه مني او وايي: صحابه او تابعين د رواياتو په مسله كې يو شان دي او بايد د كړنو او هويت په باب يې څېړنه وشي.

البته دواړه ډلې د ځان لپاره دلايل لري او مخكې مې هم وويل چې د صحابه و عدالت له اصولي مسايلو نه دي چې په باب يې اختلاف،حالات ترينګلي كړي.د اصحابانو د تاريخ له څېړنې څرګندېږي چې يو بل يې په فسق تورن كړي او د ټولو پر عدالت يې ګروهه نه درلوده. د “افك” په داستان كې د “اوس” او “خزرج” د قبېلو مشران په نبوي جومات كې يو له بل سره لاس په ګرېوان شول او سپكې سپورې يې وكړې.[26]

د معالم المدرسين (1/ 138) مولف علامه مرتضى عسكري ليكي:

په اصحابو كې مؤمنين، پالونکي ستايلي او په “بيعت شجره ” كې په باب يې وايي:[ لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحاً قَرِيباً- په يقين، خداى له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو چې تر ونې لاندې يې درسره بيعت وكړ؛ نو (خداى) پوه شو چې په زړونوكې يې څه دي؛ نو ځكه ډاډ يې پرې راښكته كړ او په بدل كې يې ورته “نژدې بريا” په برخه كړه؛[27]))

خداي (ج) دا ستاېنه په “بيعت شجره ” كې په حاضرو مؤمنانو پورې ځانګړې كړې،چې دا په آيت كې په ډاګه څرګنده ده او كوم منافقين ( لكه عبدالله بن ابي او اوس بن قيظي) چې حاضر ول،دا آيت پرې نه تطبېقېږي[28].

په اصحابو كې منافقين هم ول،چې خداى په ډېرو آيتونو كې رټلي او ويلي يې دي:[ وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لاَتَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَى‏ عَذَابٍ عَظِيمٍ=او په چاپېريال کې دې ځينې بانډيڅيان عرب، منافقين دي او(همداراز) د مدينې په اوسېدونکيو كې هم منافقان شته، ته يې نه پېژنې؛ خو موږ يې پېژنو، ژر به ورته دوه ځل سزا وركړو(په دنيا كې د رسوايۍ سزا او د مړينې پر وخت سزا)؛ بيا به (په قيامت كې) د ستر عذاب پر لور راګرځول کېږي![29] ]

په اصحابو كې داسې كسان هم ول،چې خداى تعالى د “افك” او تور په داستان كې،خپل محبوب پېغمبر خبر كړى او همداراز داسې كسان هم ول،چې خدای تعالى په باب يې وايي:[ وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْواً انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِماً قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ [30]= او چې كله راكړه وركړه يا لوبه يې وليده؛ نو لوري ته يې وخوځېدل او ته يې پر خپل حال ولاړ پرېښودې، ووايه:((څه چې له خداى سره دي،تر نندارې او راكړې وركړې غوره دي او خداى ډېر غوره روزي وركوونكى دى.))

البته پوهېږو،چې دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه،چې رسول اكرم (ص) په جومات كې پر منبر د جمعې خطبه ويله.همداراز په اصحابو كې داسې كسان هم ول،چې رسول اكرم (ص) له “تبوك” نه په راستنېدوكې په عقبه (د هر څيز عقبه) كې په پټه ووژني [31].

(يادونه:د اهل بيتو د لارويانو په احاديثو كي دا پېښه له حجة الوداع په ستنېدوكې د “جحفه” په سيمه كې د “خم غدير” د واقعې له امله وه[32].

په مصاحبت او ملګرتوب كې خو له ازواج مطهراتو بل څوك په لوړه درجه كې نه ول؛خو بيا هم الله تعالى ورته وايي:

[ يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيراً وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحاً نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقاً كَرِيماً يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاَ مَعْرُوفاً =د پېغمبرميرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي او دا (كار) خداى ته اسان دى،د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو په څېر نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مكوئ چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيداشي او سمې روغې خبرې كوئ.[33] ]

[أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلاَئِكَةٌ غِلاَظٌ شِدَادٌ لاَ يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ- كه تاسې دواړه (د پېغمبر مېرمنې له خپل كاره) توبه وباسئ (ستاسې په ګټه ده؛ځكه) چې زړونه مو كاږه شوي دي او كه دواړه د پېغمبر پر خلاف لاس يوكړئ (؛نو زيان ورته رسولاى نشئ)؛ځكه خداى په خپله مرستندوى يې دى او تر هغه وروسته حضرت جبراييل او د مؤمنانو صالح او پرېښتې (هم) ملاتړې يې دي.[34]]

الله د كافرانو په باب د نوح او لوط (ع) مېرمنې د مثال په توګه وړاندې كوي هغوى زموږ د دوو صالحو بندګانو مېرمنې وې خو له خپلو مېړونو سره يې خيانت وكړ او دوى دهغوى د الله په مقابل كې هېڅ په درد ونه شو خوړلاى،دواړو ته وويل شول چې ځئ اوله ننووتونکيو سره تاسې هم ولاړې شئ او د مؤمنانو په باب الله د فرعون د ښځې مثال وړاندې كوي چې کله دعا يې وكړه : “زما پالونکيه! “، ما ته له ځان سره په جنت كې يو كور جوړ كړه او د فرعون له عمله مې وژغوره او له ظالم قومه مې خلاصه كړه او د عمران لورمثال راوړي چې د خپل شرمځاى يې ساتلى و،بيا موږ په كې له خپل لوري روح پوكړه او د خپل پالونکي د لارښوونو او د كتابو تصديق يې وكړ او له اطاعت كوونکيو وه.

رسول اكرم (ص) د قيامت پر ورځ د ځينو اصحابو حال داسې بيانوي:” د قيامت پر ورځ زما د امت ځينې وګړي ميدان ته راوباسي او جهنم ته يې لېږي، زه وايم خدايه ، دا زما اصحاب دي، راته ويل كېږي ته نه پوهېږې چې ستا له وفات وروسته يې څه بدعتونه كړي ول او زه هم وايم چې د خداى صالح بنده (عيسى بن مريم) ويل چې : ” تر څه وخته چې زه ورسره وم پر حالاتو پوه وم؛خو چې ترې ولاړم ته په خپله څارونكى يې وې او ماته ويل كېږي؛ ” ته چې ترې بېل شوې؛نو ډاله سملاسي تېرو ته ستنه شوه”.

په بل روايت كې راځي؛زما له اصحابو ځېني،حوض كوثر ته راځي او چې ومې پېژندل له ما يې بېل كړل وايم؛زما اصحابو او خداى تعالى وايي؛ته نه پوهېږې چې له تا وروسته يې څه بدعتوته وكړل؟

په صحيح مسلم كتاب الفضايل كې راغلي؛ماته زما له اصحابو كوثر ته راځي او چې په راتلو كې ورته ګورم له ما يې جلا كوي،وايم خدايه! زما اصحاب دي،ويل كېږي ته نه پوهېږې چې له تا وروسته يې څه بدعتونه وكړل[35].

براء بن عازب (رض) ته وويل شو خوښ اوسه چې د پېغمبر صحابي او ملګرى وې او تر ونې لاندې دې ورسره بيعت كړى و، ورته يې وويل؛وراره،ته نه پوهېږې چې له هغه وروسته مو څه بدعتونه وكړل[36]؟

دا پورته يادونې سړى دې ته اړ باسي، چې له پېغمبراکرم(ص) وروسته تاريخ ولولي په كوم ځاى كې چې بدعتونه راغلي وي،په نښه يې كړي او سريزه يې دا ده چې انسان لومړى پر حق ځان پوه كړي او بيا پېښې له حق سره وسنجوي.

 د مؤمن او منافق د پوهېدو طريقه

دا چې د رسول اكرم په اصحابو كې منافقين هم ول،چې بې له خداىه بل چا نه پېژندل؛نوځكه پېغمبر يوه لارښوونه وكړه چې؛”د مؤمن به علي ښه ايسي او د منافق به بد.”

دا حديث امام علي (ك ) ام المؤمنين ام سلمه بي بي، عبدالله بن عباس ،ابوذر غفاري،انس بن مالك اوعمران بن حصين (رضى الله عنهم) روايت كړى چې د پېغمبر په زمانه كې ډېر مشهور حديث و.

ابوذر (رض) وايي: منافقين مو په دې پېژندل چې خداى او رسول يې نه منه له فرضي لمونځونو يې سر غړونه کوله او له علي سره دښمنان ول[37].

ابو سعيد خدري (رض) وايي: درسول كريم په زمانه كې موږ انصارو، منافقين په دې پېژندل چې له علي سره به يې كينه درلوده [38].

عبدالله بن عباس وايي: د رسول اكرم (ص) په وخت كې به مو منافقين په دې پېژندل چې له علي سره به يې دښمني كوله[39]. جابر بن عبداالله انصاري وايي:موږ به له علي سره پر دښمنۍ منافقين پېژندل[40].

پېغمبر اكرم د علي په باب دعا كړې: ” اللهم وال من والاه و عاد من عاداه “

خدايه،مينوال يې ښه وګڼه او دښمنان يې دښمن[41].

[1] ( بقره – 22 آيت )

[2] (يوسف/ 40 آيت)

[3] (نساء/80 )

[4] (زمر/44 )

[5] (انبياء/28 )

[6] ( توبه )

[7] [“څېړونكى:په دى باب د عراقي عالم ،علامه سيد مرتضى عسكرې نقش ائمه در احيا دين ( 1 –٢٤) درسونه ولولئ.”]

 [8] (مدثر/25 )

[9] [څېړونکى : په دې باب د ارواښاد ابوالقاسم موسوي خويي د قرآن پوهنې کتاب ولولئ،چې څېړونکي په پښتو اړولى .]

[10] (حجر/۹)

[11] (رعد/ 131)

[12] (فصلت۴۲،۴۱)

[13] وګورئ:1 – صحيح بخاري ( 8 \ 208 – 211 مخونه ) باب ( رجم الحبلى )2 – صحيح مسلم ( 4 \ 167 ) ، ( 5 \ 116 )

[14] وګورئ : السيوطي ، تنويرالحوالك في شرح موطا مالك ( 3 \ 42 )

[15] ( الجامع لاحكام القراان 14 \ 113 مخ )

[16] (مسند 5 \ 132 )

[17] نهج البلاغه 183 خطبه

[18] وګورئ :1 _ سيد شريف،شرح مواقف 344 مخ2 _ تفتازاني،شرح مقاصد ، 5/232 مخ

[19] [د څېړنکي يادونه :د دى تاريخي څېړنى لپاره په پرله پسې توګه لاندې كتابونه ولولئ :1 _ خلافت او ملوكيت ( ارواښاد مودودي )2 _ ابوذر (عبدالحميد جودة السحاره)3 _ عدالت اجتماعي در اسلام (بخش سيستم سياسى در اسلام ) د سيد قطب ليكنه.4 _ اشوب بزرګ (طه حسين) د شفيق وجدان ژباړه5 _ عبدالله بن سبا د علامه سيد مرتضى ليكنه.6 _ تشريح و محاكمه در تاريخ ال محمد (قاضي زنګه زورى بهلول بهجت افندي شافعي مذهبه او د نقشبندي طريقې لاروي )]

[20] 1 _ صحيح، مسلم 4/3 – 18مخونه .2 _ سنن، دارمى 2/431 – 432 مخونه .3 _ سنن، ترمذي 5/663 4 _ مسند، امام احمد حنبل 3/17 مخ .5 _ ابن سعد، طبقات الكبرى 2/1946 _ متقى هندي ، كنزالعمال 1/447 _ قندوزى حنفى، ينابيع الموده ( 33 – 44 ) مخونه .8 _ ابن كثير، تفسير 4/113 .9 _ ابن عساكر د مشقي شافعي تاريخ 5/436 .10 _ زرندى حنفى، در رالسمطين 232 مخ .

[21] (مستدرك الصححين 1/93 ، د ابن عبدالبر تمهيد 24/231 ، امام مالك موطا 889 مخ 3 حديث )

[22] وګورئ 🙁 الف ) _ شيخ طوسي ، فهرست 47 مخ( ب ) _ نجاشي ، رجال ( 1/211 مخ )

[23] وګورئ :نجاشي،رجال ( 1/96 مخ )

[24] وګورئ: 1 _ ابن حجر هيثمي شافعي ، الصواعق المحرقه 233 مخ2 _ سيوطي،الدار المنثور ( 5) ټوك د احزاب سورت تر 56 آيت لاندې.

[25] (الصواعق المحرقه 233 مخ )

[26] وګورئ : صحيح بخاري 5/118 او 119 مخونه.

[27] (فتح/۱۸)

[28] وګورئ ؛ 1_ واقدي ، مغازي ، 588 مخ د “بيعت شجره ” داستان.

2_ مقريزي،امتناع الاسماع 288 مخ

[29] (توبه/۱۰۱)

[30] ( جمعه/۱۱)

[31] وګورئ : دامام احمد حنبل مسند 5/390 او 453 .صحيحح مسلم باب صفات المنافقين .مجمع الزوايد 1/110او 195

واقدي مغازي 3/1042 مقريزي امتناع الاسماع 477 مخ .در المنثور تفسير 3/258 او 259]

[32] وګورئ:(بحارالانوار 28 /97 د تهران نوى چاپ 1392 س )

[33] (احزاب۳۲،۳۱،۳۰ آيتونه)

[34] (تحريم/۴)

[35] وګورئ: صحيح بخاري كتاب التفسير باب او كنت شهيدا ما دمت فيهم كتاب الانبيا باب او( اتخذالله ابراهيم خليلا) ترمذي ابواب حفه القيامه او د طه سورت تفسير

صحيح بخاري كتاب الرقاق 4/95 سنن ابن ماجه كتاب مناسك ، 5830حديث

د امام حنبل سند 1/453 ، 3/28 ، 5/48

[36] وګورئ: صحيح بخاري كتاب الفتن 5/159 _160 مخونه

[37] وګورئ : مستدرك صحيحين 3/129 كنز العمال 15 /91

[38] وګورئ؛صحيح ترمذي 13 /167 ابو نعيم حليه الاوليا 6/284

[39] (بغداد تاريخ 3/193)

[40] وګورئ ؛ استيعاب 2/462 رياض النضره 2/284 ذهبي تاريخ 2/198 او مجمع الزوايد 9/133

[41] وګورئ : د ترمذي سنن 3/165 باب فضل علي ، 116 ګڼه حديث .نسايى خصايص 14او 30 مخونه،د امام حنبل مسند 1/84 ، 88 ، 118 ، 119 ، 152 ،330 ، 4/281 ، 386 ، 375 ، 372 ، 5/307 ، 347 ، 350 ، 358 ، 361 ، 491 او 568 مخونه،مستدرك الصحيحين 2/129 او 3/9،رياض النضره 2/222 _ 225 بغداد تاريخ 7/377 ، 8/290 12 /343 او نور كتابونه .يادونه : له امام علي په صحاحو کې (٥٣٦) احاديثه له ام سلمه بي بي (٣٧٨)،له عبدالله عباس (١٦٦٠) له ابوذر ( ٢٨١) له انس بن مالک ( ٢٢٨٦) له عمران بن حصين (١٨٠) له ابوسعيد خدري ( ١١٧٠) او له جابر بن عبدالله انصاري (١٥٤٠) احاديث روايت شوي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست