تبلیغات

زړه سواند او لوراند و يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته وپېره! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې وپېرلې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه […]

زړه سواند او لوراند و

يوه ورځ پېغمبر اکرم حضرت علي ته دولس درهم ورکړل،ورته يې وويل : ((جامې پرې راته وپېره! )) حضرت علي (ک) بازار ته ولاړ او پرهماغه بيه يې د خداى رسول ته جامې وپېرلې او پېغمبر اکرم ته يې راوړې . پېغمبر اکرم ورته وويل : (( که ترې ارزانه او ساده جامې وې؛ نو غوره به وې؛نو که پلورنکى يې مني؛نو دا جامې بېرته ورکړه)) .

حضرت علي (ک) جامې بېرته پلورونکي ته ورکړې اوپيسې يې ترې بېرته واخستې اوپېغمبر اکرم ته راغى .د خداى رسول له حضرت علي سره د بازار پر لوري روان شول،چې په لار کې يې يوه وينځه په ژړا وليده ورغلل او د ژړا لامل يې ترې وپوښت .

ويې ويل : د سودا اخستنې لپاره راته څلور درهم راکړل شوي ول؛خو رانه ورک شول او اوس وېرېږم،چې کور ته ولاړه شم .

پېغمبر اکرم له خپلو دولس درهمو څلور درهمه وينځې ته ورکړل اوبيا بازار ته ولاړل او خپل ځان ته يې پر پاتې درهمو کميس واخست، د راستنېدو پرمهال يې يو بر بنډ وليد ، کميس يې ور وباښه،بيا بازار ‏ته ولاړ اوبل کميس يې واخست. کور ته د راستنېدو پر مهال يې بيا هماغه وينځه خپه وليده،و يې ويل : کور ته په تلو کې مې ځنډ کړى دى او وېرېږم ،چې ومې وهي،پېغمبر اکرم له وينځې سره د بادار کور ته ولاړ،د کور خاوند هم د پېغمبر اکرم په راتګ ډېر خوشحاله شو او پر همدې وياړ يې دا وينځه وبښله او ازاده يې کړه . د خداى رسول وويل : ((څومره له برکته ډک دولس درهم ول،چې دوه بربنډ يې پټ کړل او يو تن يې آزاد ‏هم کړ.)) (بحارالانوار١٦/٢١٥ ) . (سيرت النبي-محسن قرآيتي)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!