تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې هغه اړيكې، چې خداى یې د ټينګېدو امر كړى دى وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ ﴿ رعد/۱۲﴾ = او هغوى چې الله د كومو اړيكو د ټينګولو امر ورته كوي، ټينګوي يې او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

هغه اړيكې، چې خداى یې د ټينګېدو امر كړى دى

وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ ﴿ رعد/۱۲﴾ = او هغوى چې الله د كومو اړيكو د ټينګولو امر ورته كوي، ټينګوي يې او له خپل پالونكي وېرېږي او (د قيامت د ورځې) له ناوړه حساب اخستو ډارېږي؛

دا جمله عموميت لري او منظور ترې، هره اړيكه ده، چې خداى یې د ټينګېدو امر كړى، چې مشهوره يې ((صله رحم)) خپلوي پالنه او زړه سوى دى، چې خداى په ټينګار د نساء سورت په لومړى آيت كې ويلي: (( له خپلوانو سره د اړيكې له پرې كولو ډډه وكړئ)) البته لكه چې ومو ويل، دا آيت عموميت لري؛ نو له همدې لامله، په ډېرو رواياتو كې، له امامانو سره اړيكه د دې اړيكو يو مهم مصداق هم دى. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې راغلي: ((ددې آيت يوه مانا، له خپلوانو سره اړيكه ده؛ خو ډېر اوچت مصداق يې دا دى، چې له موږ سره دې اړيكه وي[1])).

په دې باب رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمایي :

  • په زړه سوي کې غوره چار (د خپلوانو) نه ازارول دي .(قرب الاسناد : ١٥٦ )
  • څوک چې غواړي عمر يې اوږد او روزي يې پراخه شي؛نو پرهېزګاري او زړه سوى دې وکړي . ( الزهد : ٣٩ مخ)
  • جبرئيل خبر کړم،چې د جنت بوى له زر کاله لرې واټنه بويېږي؛خو د موروپلار عاق شوى،سخت زړه او بوډا زناکار به يې بوى نه کړي .( بحارالانوار ٧١/ ٩٦ )
  • څوک چې د زړه سوي او خپلوانو ته د رسېدو لپاره کوم ګام واخلي؛ نو خدای ورته د سلو شهيدانو ثواب ورکوي او هر ګام ته يې څلوېښت زره نېکۍ ليکي او څلوېښت زره ګناوې يې هم پاکوي او همدومره درجې يې لوړوي او؛لکه داسې دى،چې په پوره زغم يې يوازې خداى ته عبادت کړى دى . ( بحارالانوار ٧١/ ٨٩)
  • په قيامت کې زړه سوى او امانت ساتنه د صراط پر دواړو غاړو (د دېوال په څېر) وي،چې زړه سواند او امانت ساتى ترې تېرېږي او اور ورته زيان نشي رسولاى . (مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٤٠ )
  • څوک چې يو څيز راته تضمين کړي،څلور څيزونه ورته تضمينوم : زړه خوږى دې وي،چې د خپلوانو ورسره مينه پيدا شي،روزي يې زياتېږي،عمر يې اوږدېږي او خداى يې هغه جنت يې ننباسي،چې وعده يې ورسره کړې . (عيون اخبار الرضا ٢/ ٣٧ )
  • درې څيزونه له اخلاقي مکارمو دي : هغه ته ورکړه،چې ته يې بې برخې کړى يې . له هغه سره اړيکه،چې درسره يې اړيکه پرې کړې او د هغه چا بښل،چې تېرى يې درسره کړى وي . (مستطرفات السائر :  ٦٥١)
  • زړه سوى سيمې ابادوي،عمرونه اوږدوي،که څه هم اوسېدونکي يې نېکان نه وي . (مستدرک الوسايل ١٥/ ٢٤١ )
  • زړه سوى عمر اوږدوي او نيستي له منځه وړي . ( الجعفريات : ٥٥)
  • ان که په يو سلام اچولو هم وي؛نو زړه سوى وکړئ .( الجعفريات ١٨٨)
  • تر ټولو ښو چارو ډېر ژر د زړه سوي بدله تر لاسه کېږي . (الکافي ٢/ ١٥٢)
  • ډېر داسې قومونه دي،چې نېکان نه دي؛خو زړه سوى لري او (په پايله کې) شتمني يې ډېرېږي او عمرونه يې اوږدېږي؛نو که نېکان وي، څنګه به وي؟( الکافي ٢/ ١٥٥)
  • د خپل امت حاضر او غايبو او هغوى ته چې تر قيامته زېږېږي، وصيت کوم،چې زړه سوى وکړي،که څه هم يوه کلنه لار وي؛ځکه زړه سوى ديني چار دى . ( الکافي ٢/ ١٥١)
  • څوک چې غواړي رزق يې پراخه او عمر يې اوږد شي؛نو پر خپلوانو دې زړه سوى وکړي . ( صحيح بخاري – صحيح مسلم )
  • څوک چې له خپلوانو سره ښه چلن نه کوي او زړه سوى پرې نه کوي ؛ نوجنت ته نشي تلاى . ( صحيح بخاري – صحيح مسلم )
  • زړه سوى وکړئ،ان که د چوغکې د حلالو په باب هم وي (؛نو) خداى به درباندې د قيامت پر ورځ ورحمېږي .(صحيح بخاري)
  • په دنيا كې زړه سوى وكړئ،كه څه هم په يو سلام اچولو وي . (جامع الاخبار : ۸۸مخ )
  • دين نصيحت (اخلاص،زړه سوى او وفا) دى . و موپوښتل: له چا سره زړه سوى او وفا؟راته يې وويل : له الله تعالى،له استازي (ص) سره يې، د مسلمانانو له مشرانو او تر ټولو مسلمانو پرګنوسره . (مسلم )
  • د قيامت پر ورځ زړه سوى او امانت ساتنه د “صراط” دوه خواوې دي؛نو زړه سواند او امانت ساتى،چې ترې تېرېږي،په بيړه د جنت پر لور ځي او په امانت کې خاين او سخت زړى،چې ورته ورسي؛نو له دې دواړو کړنو بېخې څه ګټه نه ويني او له صراطه د جهنم پر لور ورکږېږي . ( الکافي : ٢\ ١٥٢)
  • شپږ کړنې دي که چا يوه وکړه؛نو په قيامت کې دا کړنه هڅه کوي،چې نوموړى جنت ته ننباسي اووايي : خدايه ! دې وګړي زه په دنيا کې تر سره کړې يم او هغه دا دي :لمونځ ،زکات ،حج،روژه ، د امانت ورکړه او زړه سوى . ( الامالي للمفيد: ٢٢٧مخ )
  • زړه سوى عمر اوږدوي او پټه صدقه د خداى د غوسې اور وژني . (وسايل ٩/ ٣٩٧)
  • څوک چې غواړي پاک خداى يې عمر ډېر او روزي پراخه کړي؛نو زړه سوى دې وکړي . (الکافي ٢/ ١٥٦)
  • خداى په قيامت کې له درېو ډلوعذاب لرې کوي :څوک چې پر الهى قضا و قدر راضي وي . څوک چې پر مسلمانانو زړه سواند وي او څوک چې نورو ته د خير يه چارو لار ورښيي . (مستدرک الوسايل ١٢/ ٤٣١)

په قيامت كې ناوړه حساب اخستنه

 مفسران د ناوړه حساب اخستو په هكله ډول ډول تعبيرونه لري. ځينې ګروهن دي، چې مطلب ترې، دقيقه حساب اخستنه ده، چې ډېر لږ څه هم ور پرېنښوول شي؛ ځكه دا سمه نه ده، چې ناوړه حساب اخستنه د خداى ظلم مانا كړو. له امام صادق (رح) چې كوم روايت راغلى، دا تفسير تاييدوي. په دې روايت كې لولو، چې امام خپل يو يار ته وويل: (( ولې پلانى درنه شكايت لري؟)) ويې ويل: شكايت يې له دې لامله دى، چې ما ترې خپل ټول حق واخست. چې امام دا خبره واورېده، غوسناك كېناست او ويې ويل: (( ته وا انګېرې، كه تر روستي پړاوه دې حق واخلې، بدي به دې نه وي كړي؟! ايا د خداى خبره دې ليدلې نه ده، چې وايي: (( او د قيامت د ورځې له ناوړه حساب اخستو ډارېږي))؟ ايا انګېرې، چې هغوى (عقلمن) له دې ډارېږي، چې خداى (په قيامت كې) پرې ظلم كوي؟ نه پر خداى قسم، له دې ډارېږي، چې خداى په ځير او تر روستي پړاوه حساب ورسره وكړي. خداى پردې د ناوړه حساب اخستو نوم ايښى دى؛ نو ځكه څوك چې په حساب اخستو كې ځيرنه او سخت ګيري وكړي؛ نو ناوړه حساب اخستنه يې كړې ده))[2].

اسمانونه او ځمكه خداى په خپل زور ساتي

إِنَّ اللَّهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا ﴿ فاطر۴۱﴾ = په رښتینه کې الله اسمانونه او ځمکه [په خپلو مدارونو کې ثابت] ساتي، چې (له خپلو غونډالونو) بېځايه نشي او که (په اجازه يې) بېځايه شي (؛نو) تر ده روسته يې هېڅوک ساتلاى نشي، په رښتيا هغه زغمناک بښونکى دى .

په دې آيت كې، پر اسمانونو او ځمكه د خداى د واكمنۍ خبره ده. نه يوازې خداى، پنځون پيلوي او د هستۍ ساتنه او تدبير يې هم په واک كې دى؛ بلكې ښكارندې هره شېبه نوى پنځون لري او شېبه په شېبه له هغې فياضې مبدا د هستۍ فيض ور رسي. كه يوه شېبه يې له هغې سترې مبداء سره اړيكه پرې شي، د سټ وټ یا فنا او نېستۍ لار خپلوي. پاموړ داچې اسماني كرات بې له دې، چې په كوم ځاى پورې نښتې وي، ميليونه كاله په خپلو مدارونو كې بې له څه كږلېچه په خوځون كې دي؛ لكه چې بېلګه يې په لمريز غونډال كې وينو؛ ځكه ميلياردونه كلونه كېږي، چې د لمر پرشاوخوا او پخپل بهير كې په دقيق غونډال، چې د جاذبې او دافعې قواوو له انډوله راولاړېږي، ګرځي او د پالوونكي حكم ته يې غاړه ايښې. څو ځل د بشر د تاريخ په اوږدو كې، ځينو ستورپوهانو اټكل كړى، شونې ده،چې پلانۍ لكۍ والا ستورى يا يو بل څه، پر خپله لار د ځمكې له څنګه تېر شي او احتمالاً، چې ورسره ټكر شي. په دې حساسو شرايطو كې، ټولو ته څرګنده ده، چې ددې پېښې پروړاندې د هېچا له لاسه هېڅ كار نه كېږي او بې د پالوونكي له واکه بل واک ددې پېښې مخه نيواى نشي. نو دلته دى، چې ټول مړه خوا خداى ته مخه كوي؛ خو چې احتمالي خطرونه لرې شي، پر انسانانو د هېر سيورى ورخپرېږي. (نمونه، 8: 286 مخ.)

[1] الميزان، 11: 345 مخ.

[2] نمونه، 10: 178 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!