تبلیغات

زیاد بن نصر ته د حضرت علي(ک) سپارښتنې (چې صفین ته د سفر پر مهال یې د خپل لښکر د ړومبۍ لیکې امیر وټاکه) هر ګهیځ او ماښام له خدایه وډار شه ، پر [ځان] دې له غروره ووېرېږه او نفس دې په هر حال کې له کړاوه خوندي مه بوله او پوه شه که […]

زیاد بن نصر ته د حضرت علي(ک) سپارښتنې

(چې صفین ته د سفر پر مهال یې د خپل لښکر د ړومبۍ لیکې امیر وټاکه)

هر ګهیځ او ماښام له خدایه وډار شه ، پر [ځان] دې له غروره ووېرېږه او نفس دې په هر حال کې له کړاوه خوندي مه بوله او پوه شه که د نفس مخه دې له ډېری هغو څیزونو چې ښه دې راځي، د پایلو او عواقبو په پار یې ډب نه کړې ؛ نو هوس به دې پرېمانه زیانونه درواړوي، چې بیا به له ناچارۍ لاس ترې اخلې؛ نو تل دې د نفس واګې ټینګې کړه او له ظلم، بې لارېتوب، تېري او دښمنیو یې وساته، ددې لښکر مشر مې کړې، هسې نه پوځیان دې ذلیل وګڼې او کبر پرې وکړې؛ ځکه (منصب، د لوړتیا نښه نه ده او) غوره مو، ډېر پرهېزګار مو دی ( که څه د عسکرو په لیکه کې وي) له پوه یې زده کړه، ناپوهه ته یې وروښیه او د کم عقل پر وړاندې یې زغمناک وسه؛ ځکه ته یوازې د پوهې په لاس ته راوړو او له ازار او ناپوهۍ په ډډې کولو خیر تر لاسه کولای شې. بیا یې یو لیک ورولېږه، چې پکې یې لازمې جګړییزې سپارښتنې او ( له غفلت او لټۍ) ډډه کول ورپه ګوته کړې ول :

پوه شه د لښکر ړومبۍ لیکه، د لښکر سترګې دي، چې د لښکر سترګې هغه ځري دي، چې معلومات راټولوي؛ نو ځکه له خپلې سیمې چې ووتې او د دښمن پولې ته ورنژدې شوې، بې ستړیا ننګېرنې، ځري هرې خوا ځینو درو، ځنګلونو او پټنځایونو ته ورولېږه، چې دښمن مو غافلګیر نه کړي او په څارنځي کې ناست درته نه وي .

د لښکر ټولی او غونډونه له ګهیځه تر ماښامه مه مارش کوه؛ خو داچې تیارسئ کوې یې ( او پوځي مانور پرې کوې) ، که غافلګیر شوئ یا نابیره پېښه در پېښه شوه ؛ نو تاسې به وار له مخکې ورته چمتو شوي یاست. له غلیم سره د مبارزې پر وخت غونډونه مو د غونډیو یا د غرونو په لمنو یا د رودونو په تاو کښونو کې وي، چې تاسې ته د سنګر او دښمن ته خنډوي. باید جګړه په یوې یا دوو خواوو کې وي. ځري د غرونو، غونډیو او د رودونو پر تاو کښونو و ګومارئ، هسې نه غلیم له کوم ځایه چې ډارېږئ، یا ځان خوندي بولئ، ناڅاپي برید درباندې ونه کړي.

چې تمېږئ؛ نو ګرد سره تم شئ او چې خوځئ؛ نو ګرد سره خوځئ او چې د شپې په یوه ځای کې تم شوئ؛ نو له خپل لښکره مو ګرد چاپېره د نېزو او ډالونو دېوال راتاو کړې او غشي ایشتونکي مو د ډالونو شاته کېنوئ، چې غلیم ناببره برید درباندې ونه کړي او غافلګیر نشئ.

او ته ( ای لښکر مشره) پخپله لښکر څاره او تر ګهیځه به نه بېدېږي؛ خو د یو چورت او شېبې هومره. پر لارې همدا دود خپل کړه، څو دښمن ته ورسې، په جګړه کې به ړومبیتوب نه کوې . له بېړې ډډه کوه؛ خو داچې مناسب فرصت تر لاسه کړې (چې له لاسه ورکول یې د غلیم د بریا لاملېږي) هسې نه د غلیم تر برید وړاندې یا د جګړې د پیل لپاره زما تر حکم مخکې په جګړې لاس پورې کړې.

والسلام علیکم ورحمة الله

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست