تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نشنلیزم مفهموم پرله پسې (درېیمه برخه)  زېږدېدونکی ملت  موږ په هغو بنسټیزو لاملونو پسې ګرځېدو،چې د ګډ وجدان رامنځ ته کوونکی وه او د انسان د استثمار او واکمنۍ پر وړاندې دوو عنصرو، مشترک درد او غوښتنې ته ورسېدو او ومو لیدل،چې د درد دا اشتراک هغه مهال پایداره راټولوونکي […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نشنلیزم مفهموم

پرله پسې (درېیمه برخه)

 زېږدېدونکی ملت

 موږ په هغو بنسټیزو لاملونو پسې ګرځېدو،چې د ګډ وجدان رامنځ ته کوونکی وه او د انسان د استثمار او واکمنۍ پر وړاندې دوو عنصرو، مشترک درد او غوښتنې ته ورسېدو او ومو لیدل،چې د درد دا اشتراک هغه مهال پایداره راټولوونکي کېږي،چې تومنه یې د حق، عدالت او تقوی ( او د غربي لیکوالانو په وینا، انساني او مترقي)  داعیه وي.

 همدا تومنه ده چې خپله د ژوند په څېر ژوندۍ او ژوند ورکوونکی ده او همدا تومنه ،چې د خلکو اجتماعي قالب ته ورننوځي؛نو دوی ډله ایز حرکت او تکامل او فرهنګ سازۍ او دود زېږونې ته هڅوي،چې دا ټول د یو ملت د خپلواکۍ او تمایز ظواهر دي.

اوس په دې پراخه نړۍ کې داسې ملتونه وینی،چې مخلتفې ژبې، دودونه او نژادونه لري او په مختلفو اقلیمي ،جفرافیايي شرایطو کې اوسېږي او ګڼ سیاسي واحدونه یا دولتونه یې جوړ کړي دي،چې ټول یو له بل څخه جدا او مستقل دي او دا ددې نړۍ اسلامي هېوادونه دي. د ملیت غربي او کلاسیک میعارونو دوی یو له بل څخه بېل کړي دي او لکه د پردیو او بهرنیو هېوادونو په څېر دوی هم یو بل پردي ګڼي. دا هېوادونه باید یو له بل څخه بیل وي او دا بیلتون او پردېوالی ناوړه پایلې لري،چې تاسې یې پخپله وینی؛خو له دې دومره ظاهري اختلاف سره بیا هم په ټولنو کې د وحدت عنصر تر سترګو کېږي.

 په دې ټولو بېلابېلو خلکو کې یو مشترک او پراخ لامل وینو او هغه اسلام دی او اسلام هم ځان ته داسې نړۍ ده،چې پراخ فرهنګ او ځانګړي دودونه لري. ودې ګورو،چې له اسلام سره د زړه تړنې په صورت کې ددې ملتونو د مشترک وجدان بنسټ او ملي وحدت څرنګه دی؛ یعنې اسلام د یوې جهان بینۍ په توګه دوې ته د څه ډول داعیوو ښوونه او روزنه کوي. دویم دا چې دا ټولنې د اسلام په درلودلو بیا هم پر کومو مشترکو دردونو مبتلا دي.

مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( یوسف/۴۰) = تاسې د هغه (= الله) پرځاى بې له (څو) نامو بل څه نه نمانځئ،چې تاسې او پلرنو مو پرې ايښي دي او الله يې پر (حقانيت) كوم لاسوند نازل كړى نه دى،حكم يوازې د “الله” دى؛امر يې كړى،چې بې له ده بل مه نمانځئ،همدا سم سیده دين دى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .

يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ( حج/ ۷۳) = خلكو! يو مثال راوړل كېږي؛ نو غوږ ورته كېږدئ : هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ، هېڅكله يو مچ نشي پنځولای، كه ټول ورته رایوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي . (؛ نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي.

وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ( حج/۷۸) = او د الله په لار كې څنګه چې ښايي هغه شان جهاد وكړئ؛ ده (خپل چار ته) غوره كړي یاست او په دين (اسلام) كې يې څه سختي او دروند كار درباندې ايښى نه دى. د خپل پلار ابراهيم د دود (لاروي وکړئ) خداى تاسې په مخكېنيو كتابونو او په دې اسماني كتاب (قرآن) كې “مسلمانان” ونومولئ، چې (د الله) استازى درباندې شاهد وي او (تاسې) پر خلكو شاهدان اوسئ؛ نو نمونځ وكړئ او زكات وركړئ او له الله سره مو خپلې اړیکې مضبوطې کړئ (چې) دا مو پالندوى دى؛ نو څومره غوره پالندوى او ډېر ښه مرستندوى دى!

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ(حجرات ۱۳) =    خلكو! په رښتینه كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځېنه پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا الله پوه (او له هر څه) خبر دى.

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىَ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ( ال عمران/۱۰۳) =  او ټول د خداى پر رسئ [= قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ او ګوندي مه کوئ، د خداى هغه (ستر) نعمت درياد كړئ، چې تاسې يو د بل دښمنان وئ؛ خو هغه مو په زړونو كې مينه واچوله؛ نو په لورنې یې (یو د بل) وروڼه شوئ او د يوې اورينې كندې پر ژۍ  وئ؛ نو الله ترې وژغورلئ،خداى په دې توګه خپل آيتونه درڅرګندوي،چې ګوندې سمه لار ومومئ .

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ( ال عمران/۱۱۰) = تاسې غوره امت ياست چې د خلكو ګټې ته رادبره شوي يئ ( داچې ) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ.

 څوک،چې د آزادي غوښتونوکیو نهضتونو په اړه څېړنې کوي، پوهېږي،چې  د ملتونو او امتونو آزادي په دې کې ده،چې فرد یا ټولګی که څه هم لږ وي ؛نو په واقعي مانا سره د دنیا له قید، اسارت او زړه تړنې څخه آزاد شوي وي او د آزادګۍ کاملې درجې ته رسېدلې وي او خپلو خلکو او ملت ته ووايي،چې که ملتونه غواړي،چې د دنیا اربابان دې پرې واکمن وي؛نو همداسې به واکمن وي او که اراده وکړي؛نو همدا د زور اربابان به لکه د واورې په شان په اوبو کې ویلي او پوپنا شي.

د انسان د آزادۍ بنسټ له یوې خوا پر حقانیت او خپل مظلومیت ایمان دی او بلخوا د روزګار د اربابي واکمنیو ځوړتیا او بطلان دی. تر اسلام بل کوم روښانه دین شته،چې خپلو پیروانو ته د آزادګۍ د اصولو ښوونه کوي؟

توحید او اسلام؛یعنې آزادي او ژغورنه، یعنې د زنځیرونو او قیوداتو ماتول او د خدای پر لوري د سپېڅلتیا او تکامل د لارې پرانستل دي.

اسلام خپلو پیروانو ته وايي،د ځمکې پر مخ،چې د رنګونو، نژادونو او ژبو دا اختلاف وینی او هغوی،چې دا بېلتون او تفرقې ته ملاک ایښی؛نو دا جوهري او اصیل څیز نه دي. په مجموع کې هغوي تر ټول شریف او عزیز دي،چې د انسانیت د تکامل په لار کې قدم ږدي. د رنګونو،ژبو او دودونو دا اختلاف،چې په بشر کې وینې؛نو دا هماغسې اختلاف دی، لکه،چې په نور طبیعت کې یې ګورې، د یو حقیقت بېلابېلې جلوې یا بڼې دي او په وجود کې د کثرت او غنا څرک دی،چې هر ګل یو رنګ او بوی لري او بېلې ځانګړنې او ګټې لري،چې دا ټول د ادمیت د حرکت په لار کې د خپلې اعلا مبدې پر لوري تقدیر او ارزیابي کېږي.

دا اختلافونه نه یوازې د جدایۍ او دشمنۍ لامل نشي کېدای ؛بلکې ددوي پېژندنه ده،چې مادي او معنوي تکامل زېږوي. تاسې،چې د هر نژاد، اقلیم او ژبې څخه یې  او په دې لار کې سره مشترک یې؛نو لار مو دا ده،چې ددې خدايي لارې ټینګه ساتنه وکړﺉ او یو له بل څخه مه بېلېږﺉ او دا اوسنی نعمت مو په یاد وي،چې تر دې مخکې د یو بل دښمنان وای ؛خو د اسلام او توحید په جوهر مو وحدت وموند او ددې وحدت ثمره یوه نړۍ پوهه،فضیلت او اخلاق شو،چې د بشریت کاروان ته مو ډالۍ کړ. که تاسې د نېکیو مدافع او د فساد او ظلمونو دښمن اوسی؛نو د جهان تر ټولو غوره امت به یې. ستاسې د مادي او اجتماعي ژوند محصول پر یو بل ظلم او استثمار و. ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنفُسِكُم مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)) ( یونس/۲۳). بلخوا همدا مادي ژوند مو د فردي او اجتماعي  تکامل او ودې تومنه ده. ((إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاء أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاء فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالأَنْعَامُ)) (یونس/۲۴)

اوس چې د دنیا دا اجتماعي ژوند د تکامل او تجاوز یو ډول معجون دی؛نو د ا چې ظلم ،تیری د پراختیا فرصت پیدا نه کړي، ستاسې لاره چاره او د درد درمل مو دا دی،چې پر وحدت او حق حکومت باندې په پوره ایمان سره په ګذشت او فداکارۍ ، د مال او خودپرستیو د واکمنۍ پر ضد تل او د ټول عمر لپاره د قیام او مبارزې په حال کې اوسی.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ. تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (صف/۱۰،۱۱)  = مؤمنانو! ايا تاسې ته داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟! – پر خداى او استازي يې ايمان راوړئ او د خداى په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ ،كه پوهېږئ  دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.

او په دې ترتیب به ستاسې د ملیت بنسټ او په تاسې کې د مشترک وجدان جوړونکی عامل به پر خدای ایمان ( داعیه) او ستاسې جهاد وي.( هغه مشترک درد،چې عملي بڼه یې موندلې او د قیام  او د نفس د قربانۍ مرحلې ته رسېدلی)

وَالَّذِينَ آمَنُواْ مِن بَعْدُ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ مَعَكُمْ فَأُوْلَئِكَ مِنكُمْ(انفال/۷۵)  = او كومو خلكو چې وروسته ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او له تاسې سره يې (يوځاى) جهاد وكړ؛نو هغوى هم له تاسې دي.

تاسې د تېرو امتونو او ملتونو برخلیک وګورﺉ،هغوی،چې څه وه او شول؛نو دا یې د فردي او اجتماعي کار ثمره و او مسلمانانو تاسې هم په همدې قانون کې راځی. ((تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ )) ( بقره/ ۱۳۴) او بالاخره ستاسې د انسانانو برخلیک هم په هغو هڅو او کوښښونو پورې تړلی دی،چې د خدای په لوري یې کوی،چې خدای د حق،عدالت،اخلاقو، نېکیو او ښکلاوو مظهر دی او په څرګند ډول تر کوښښ وروسته دي،چې له خدای سره مخ کېدلای شی.

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ ( انشقاق/۶) = انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې.

بېلابېل اسلامي امتونه،چې دومره یو له بل څخه بیل دي، د داعیې او جهانبینۍ له مخې تر دا شان ښوونو او تلقین لاندې دي. دا خپله د خلکو مشترک فرهنګ جوړوي اوهمدې اسلامي او توحیدي فرهنګ ورته داسې قهرمانان او شهیدان روزلي او داسې خاطرې او حماسې یې ورته پرېښي، چې په ټولیز ډول د مشترک او اسلامي وجدان په جوړښت کې یې د پام وړ ونډه لري.

په لومړۍ هجري پېړۍ کې اسلامي او توحیدي اصول او داعیې دومره په څرګند او روښانه ډول خلکو ته ابلاغ شول ،چې د هغه وخت ټول متمدنوخلکو پخپل روڼ وجدان ومانه. ډېر ژر یو مشترک ملت یا اسلامي ” بین الملل” رامنځ ته شو؛خو دا وحدت ډېر ژر په تفرقې بدل شو دا ځکه،چې د هغه وخت مشرانو ونه غوښتل یا یې ونشو کړای،چې د واقعي اسلامي داعیوو مفاهیم درک کړي.

له اسلامي بین الملل څخه د یوې امپراطورۍ او عربي خلافت برداشت وشو او دا د اسلام له اصولو سره څرګند مخالفت و؛نو ځکه لاس ته راغلی وحدت ډېر ژر مات شو او ورپسې نور بدلونونه، کمزورۍ او انحرافات رامنځ ته شول،حتی تر دې، چې په تدریج سره مسلمانان ویده شول. له دې وېده کېدنې سره سم مسیحی غرب راویښ شو. د سرشاره اسلامي،اجتماعي،فرهنګي او علمي دودونو څخه په ګټه اخستنې یې خپل د غربي تمدن بنسټ کېښود ،داسې تمدن ،چې د دنیا له حکومت، دنیاپرستۍ، ثروت او تجاوز څخه یې جرړه اخسته .

څو پېړۍ مخکې اسلامي نړۍ د غربي دښمنانو تر یرغل او بهره کشۍ لاندې راغله. لومړی یې پر فرهنګي، اخلاقي او مذهبۍ هستۍ یرغل وکړ او بیا یې مادي، اقتصادي سرچینې لوټ کړې. هغه پخواني وېده کېدني او د استعمار دې یرغل اسلامي امتونه ورځ پر ورځ لاپسې بندیوان او ځان بایللي کړل. اوس دا دی یوه پېړۍ کېږي،چې د نړۍ فرهنګي، اجتماعي او سیاسي تحولاتو یو ځل بیا دا ملتونه وخوځول.  دوی له یوې خوا په نوي لید، توحید، اسلام او داعیوو ته یې ولیدل او یوه نړۍ نوي حقایق یې کشف کړل او د مسلمانانو د موجوده وضع په لیدنې او تفرقې ، محرومیتونو او عقب ماندګۍ پکې درد او نوی غوښتنه رامنځ ته کړې او بلخوا موږ په بندیوانو اسلامي هېوادونو کې حرکت او خوځښتونه وینو.

د اسلام او توحید آزادي بښوونکي شعارونو نه یوازې مسلمانان؛بلکې بل هر ظلم کتلی ملت،چې له دې ښوونو سره اشنا شوي؛نو په هغوی کې یې هم خوځښت رامنځ ته کړی دی. په نوبنیاده افریقايي هېوادونو او همداشان تر استعمار لاندې په عربي هېوادونو کې، اسلام د نهضت د ایدیولوژۍ او د محرومینو د قيام په بڼه اوختې دی.

د غرب تمدن هم، چې په پټه او ښکاره له پېړیو راهېسې له اسلام سره جنګېږي؛نو د دې پدېدې په لیدلو سره په خوځښت کې راغلی؛ یعنې استعمارګر او بورژوا غرب، له مارکسیست شرق سره جوړجاړی کوي او بلخوا له صهیونیسم سره د ذاتي اتحاد له مخې د اسلامي هېوادونو په زړه کې یو دولت رامنځ ته کوي او همداراز په دې هڅه کې هم دی،چې د نورو ادیانو د پیروانو لکه زرتشتیانو او بودایانو زړونه هم لاس ته راوړي.

 اوس داسې ښکاري،چې غرب د اسلام او مسلمانانو پر ضد د اسلام او عدالت ضد ټول ځواکونه سره یوځای راټولوي او سنبالوي یې. نو ځکه له هر ګوډه او هره ګړۍ د اسلامي ښوونو او شعارونو د کمزوري کولو لپاره دسیسې او توطیې روانې دي،ددې توطیو او اتحاد مجموع، په دردمندو مسلمانانو کې د مشترک درد د حس د پیاوړتیا لامل ګرځي او د هغوي د ملي وجدان جوړښت لاپسې مضبوطوي.

هغه لید او د دردنو دا احساس نن ورځ پر ورځ د پرمختګ او پراختیا په حال کې دی او اسلامي ملیت یو ځل بیا د زېږېدنې په حال کې دی. هغه ملت،چې له قراردادي او اسلامي پولو اوختې او ټول مسلمانان او حتی ټول آزاد یکتاپرسته انسانان رانغاړي،هغه ملت،چې د هر قوم، طبقې او کورنۍ واکمني نفی کوي او انکار ترې کوي او له ټولو فکري، اجتماعي او سیاسي زنځیرونو او جغونو څخه د بشر ژغورنه او آزادی یې بیخ بنا ده او د خدای په لوري ورته هدایت کول دي.

 د عبدالرحمن کواکبي، سید جمال الدین افغان ، محمد عبده[1]، نایني، اقبال او بشیر ابراهیمي له اسلام او توحید څخه د نوي لید مخکښان دي او د نوي اسلامي درد او غوښتنې لومړني احساس کوونکي او د توحید د ملیت نوي بنسټګر ول او دا د علامه اقبال چغه ده،چې د سحر د باد په څېر د مسلمانانو وېده او متفرق زړونه راویښوي او د خدای د خلق د بې منته خدمتګزارۍ رسالت او د بشر د آزادګۍ او آزادۍ رایادوي:

ای غنچه خوابيده چو نرگس نگران خيز

كاشانه ما رفت به تاراج غمان خيز

از ناله مرغ سحر ، از بانگ اذان خيز

وز گرمی هنگامه آتش نفسان خيز

از خواب گران ، خواب گران ، خواب گران خيز

از خواب گران خيز

دريای تو درياست كه آسوده چو صحراست ؟ ! دريای تو درياست كه افزون‏
نشد و كاست ؟ !
بيگانه آشوب و نهنگ است چه درياست ؟ ! از سينه چاكش صفت موج‏
روان خيز !

خواب گران ، خواب گران ، خواب گران خيز

از خواب گران خيز

فرياد ز افرنگ و دلاويزی افرنگ

فرياد ز شيرينی و پرويزی افرنگ

عالم همه ويرانه ز چنگيزی افرنگ

معمار حرم باز به تعمير جهان خيز

از خواب گران ، خواب گران ، خواب گران خيز

از خواب گران خيز

 

 

 

 

[1]  ددې سمونپالو د لا ډېر پېژندنې لپاره د اندیال ویبپاڼې (( ملي دینې زده کړې)) برخه وګورئ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!